د هېواد د تکړه شاعر او لیکوال سید عبدالله نادر لنده پېژندنه، شعر ونه اولیکنې

سید عبدالله نادر

0 96

 

د هېواد د تکړه شاعر، لیکوال سید عبدالله نادر لنده پېژندنه، ځینې شعرونه او لیکنې

ښاغلی سید عبدالله نادر د دعوت مجلې او دعوت او افغان سباوون له ډیرو پخوانو قلمي همکارانو څخه دی

:د سید عبدالله نادر لنډ ژوندلیک

زه د مرحوم سید نادر پاچا ځوی ، د کنړ د ساداتو د کورنۍ څخه یم ،زمونږ د پلرونو او نیکونو او سید نه، له ډیری مودی راهیسي ،د لغمان په چارباغ لالهنده ژوند، د دي موقع په لاس نه ده راکړي ، چې د خپلي علمي کچي د لوړوالي د پاره چې کومي آرزو ګاني ما درلودې ، هغه پوره  کړم ، او خپله علمي تنده ماته کړم . اګرکه د پلار می د تعلیم سره ډیره مینه وه ،او د هغه هیله دا وه چې زه پوړۍ په پوړۍ اوچتېږم ، او دی ما په خپل ژوند کې په دې درجو وویني ،خو دا ارمان یی پوره نه شو، او د فاني دنیا څخه ارمانجن لاړ . نو د ننګرهار د لیسي څخه په فراغت سره په کال ۱۳۵۱کې ،بیا می د لوړو زده کړو چانس پیدا نه کړ ، په کال ۱۳۵۷ هجری شمسي کې وروسته د عسکری د خدمت څخه د دولت په چارو کې د مامور په توګه مقرر شوم .خو د ماموریت دوری می ډیر دوام ونه کړ،ځکه چې د ۱۳۵۷هه ش کال کې د تره کی کمونیستی کودتا وشوه ، او په افغانستان کې روسي پلوه یا کمونستی رژیم مینځ ته راغی ،د همدي کال د ۱۳۵۷ د میزان په لمړي نیټه په ډیر ځوانۍ کې ، د لمړنیو مهاجرینوپه ډله کې لمړي ایران او پس له څلورو میاشتو پاکستان ته مهاجر شوم ،دا چې د لوړو زده کړو وسه راسره نه وه ،نو په خپل ځاني زحمت او زیار می تر کومه ځایه چې د زمانی اړتیاده ځان رسولی ،او د یتیمۍ ،یسیرۍ منډۍ رامنډۍ او سیاحتونو تر کومه ځایه چې زه یي ځان کې محسوسوم ،په ما اثر کړی دی ، لکه څرنګه چې می په خپله په ځوانۍ کې په دي بیت کې داسي وییلي دي :

له دي دومره کتابو می ، هیڅ یاد نه شو

لکه دومره می چې یاد شو له روزګاره

د شعر بڼه می تعلیمی، تربیوی، اصلاحي ،انتباهي، اخلاقي ،تصوفی، د حب وطن او د علم او معرفت په هڅونۍ کې ده ،په ځیني ځایونو د شعرونو کې مي د وطن د دردمنو  بچیانو د پاره زما د خوږ زړه ژړا ده ، چې د معرفت خاوندان یي په ښه توګه درک کولای شي ، ځیني شعرونه مي انتباهي بیدارونکي بڼه لري ،چې د فاني دنیا د سست بنیادۍ او بی وفا ییی په هکله وییل شوي .لکه دا څو بیته :

هره پاڼه ، چې د ګل څــــــــخه ټویږي

صاحبدل په خپل انجام باندی پوهیږي

««««««««««««««««««««««««««

په غرورکې ، په ټول عمر وم ستومانه

چې په خـود شوم عمر تللی وو له مانه

««««««««««««««««««««««««««««

د ویالي تر غاړه وګـــــــوره د عمر ګذر

خاوندانو ته د فهم همدومره ، اشارت بس

«««««««««««««««««««««««««««

درنه چوپتیا ده ، په نظر کې د غافل په ادیرې کې

د عبرت رسـا غوږونه ، ترې نه اوري حـکمتونه

«««««««««««««««««««««««««««««

چې فاني دنیا له مکره وي ، غافل

دا ده نښـــه د مغرور ، او دجاهل

««««««««««««««««««««««««

نه پوهیږم چې زه څه یم ، پیدا شوی زه په څه یم

سر ګردانه دي عالم کې ، له معنی نه خبر نه یم

««««««««««««««««««««««««««««

څوک هر لمحي کې د د نیا له مکارۍ وي خبر دار

څوک په آواز د کلنــدونو دګوو کَن کې شـــي بیدار

«««««««««««««««««««««««««««««

په ټول عمر په غذاب کې روح او تن وو

عمر نه وو ، په ریښــــتیا چې ځنکدن وو

««««««««««««««««««««««««««««««

زما ځیني انتباهی شعرونه په څلوریځو کې هم راغلي ،خو له بده مرغه په ډیر افسوس سره باید دا ووایم چې زمونږ په جرایدو مجلو او خپریندویه ادارو کې انتباهي او فلسفي شعرونه نه چاپیږي .د نمونی په ډول دا څو شعرونه مثال وړاندی کوم ،

چې می پورته ، په غرور کـــړل قدمونه

له دي خاورو نه تر غوږ شول، آوازونه

قـــدم رو ږده ، ای نادانه بــــــــی خبره

چې کـکرې دي  ، مخونه دي لاســــونه

«««««««««««««««««««««««««««««««

آ تر څو به په غـــرور کې یي لویدلی

په نشـــــو کې د قدرت یي ،لـــوبیدلی

خبر اوسه ، چې تر ګوره مزل لنډ دی

لـــــــکه اوښـــکه په بڼو یي ، دریدلی

«««««««««««««««««««««««

په سوچـونو زړه ته می رانغـــــلو قرار

نه خیالات د فلســــــــفي می شو ، مهار

شیرین عمر په حیرت کـې رانه تیر شو

خو ښـکاره نه شو، د پردي شاته اسرار

«««««««««««««««««««««««««««

چې مغرور وو، په خپل مال او خپلو ،ګټو

ویاړیدلــــو ،په طـــاقت، د خـــــــــپلو مټو

د کلال په کارخـاني کې ، اوس جـوړیږي

صراحي منګي ، زمونږ له خـــاورو خټو

««««««««««««««««««««««««««

زه ګرم نه یـم ، چې ژړیږمـــــــه عالمه

په ټول عمـر د فانــــــــــــي دنیا له غمه

څه چې ما په دي کاروان کې دي، لیدلي

د غافل ســترګي یي نه ویني ، په ســمه

«««««««««««««««««««««««««

څرنګه چې د علم حاصلول د ننۍ ټولنۍ د پاره لویه اړتیا ده .نو ما هم په دي اړه د علمی هڅونۍ په خاطر ځوان نسل ته ډیر شعرونه او ادبی پارچي لیکلي دي .چې د اشعارو په نموني کې به یي ذکر وشي ،

د ۱۳۵۴ کال څخه راپدي خوا زما شعرونه او مضامین په مجلو او اخبارونو کې چاپ شوي . خو دا ښايي ورزیاته کړم ،چې د ۱۳۷۴ کال څخه راپدي خوا د جلاوطنۍ په مطبوعاتو کې په یوه لويه کچه خپاره شوي، لکه په پیښاور ، جرمني ، ناروی،امریکا کانادا ،لندن او داسي نورو ځایو کې زما شعرونو او نثرونو د هغي وخت د حالاتو سره یي سمون خوړه ،ځکه زما د شعرونو،نثرونو او ادبی ټوټو بڼه ، تربیوی ،اخلاقی ،اصلاحي او د سولي او امن د راوستلو په هکله وه ، په مضامینو او ادبی ټوټو ، نثرونو او څلوریځو کې هغه پیغام نغښتي وو څرنګه چې د هغي وخت د ټولني ورته اړتیا وه .د دري لسیزو راپدي خوا، د هغه مجلو او اخبارونو نومونه چې زما شعرونه په کې چاپ شوی .۱مجلي : انکشاف ،برګ سبز ،ندای تعلیم ،فکر ،رڼا،دعوت ،مشعل دانش،ورځ،رنګین کمان ،ستوری،نړۍ ،د ښوونکي غږ ،عرفان ،نو بهار،کندهار،کلید،افغانستان د انترنت له خوا د دعوت خپریدنکي ګڼي ، افغان سباوون ،او اخبارونه : بلاغ ، افغانان ،تفاهم ،شهادت ، خاوره ،افغان پست ،څراغ ،

د صوبه سرحد د یو دردمن شاعر روشن بنګش په وینا ( زما ماحول ما ته د شاعرۍ محرک جوړ شوی دی ،او په ما کې یی د لیکلو او پیغام ورکولو احساس او تحریک راپارولی دی ) د شعر د تعریف په هکله دا وایم چې شعر یو الهام دی ،چې د انسان د ژور نظر او اندرونی یا داخلي احساس او زړه سواندی څخه سرچینه نیسي ،او د ښه الفاظوپه زیور او جامه کې نثر او یا نظم ترې جوړیږي ، د شعر په شکلا کې سیاحت او تیري تجربی ډیر اثر غورځوي ،او مضمون ته ډیره ښکلا ورکوي ،د ۱۳۷۰ کال نه راپه دي خوا می د مطبوعاتو سره کلکه همکاري وه ،او د جلا وطنۍ په چاپی رسنیو کې ، د هغه وخت په مجلو او اخبارونو کې می مطالب خپریدل .د اسلامی حکومت یا د مجاهدینو په حکومت کې مي کومه دولتی چوکی نه ده تر لاسه کړې ،او د خپل مینځي جګړو له وجهي څو ځلي بیرته هجرت ته اړ شوم ،د خپلو دندو تر څنګه می تل د مطبوعاتو سره همکاري درلوده  ،د دي دومره پراخه همکاري څخه مې چې په دي عمر کې د ټولو مطبوعاتي رسنیو سره درلوده ،نو حق ا لزحمه می نه ده اخیستی ، او نه دهغوی سره دومره توان وو ، چې ماته په کې حق الزحمه په نطر کې ونیسي ،په دې وطن کې ډیره بی قدری او بی ارزی ده ،زه د دي بی ارزۍ او بی قدرۍ نه ډیر خوابدی یم ،ځکه د دي دومره مطالب شعرونو او ادبی پارچو د چاپ نه باوجود ،چې ټول مطالب می په داسي حال کې چې د ټولنۍ په ګټه وو ،او هغه اړخونه چې پورته ذکر شو هم لري ،نو د هیڅ یو ادبی ټولني له خوا تشویق او هڅونه راته نه ده راکړل شوي ،او داسي یو نشراتي یا خپرندویه ټولنه هم پیدا نشوه چې زما دا ټول مطالب د دیوان په بڼه چاپ کړي ، او یا د چاپ په ګاڼه یي سمبال کړي . د دي وطن د داسي بی قدرۍ او بی ارزۍ نه ګیله مند یم .د یادونۍ وړیې بولم چې وواییم چې د د پرله پسي هجرتونو له وجهی ،زما ډیر اشعار ،مضامین ،ادبی ټوټي ،لنډي افساني ، څلوریځي ،ورک شوي ،زما ټینګار هم داوسنۍ اشعارو او ادبی پارچو د چاپ په هکله دا دی ،چې ډیر ژر د چاپ په ګاڼه سمبال شي ،کیدای شي ، زما دا مات ګوډ شعرونه د پښتو ادبیاتو په دنیا کې څه نا څه زیاتون وي ،نور لوستونکي په خپلو خبرو نه سټړي کوم او د خپل د لیکنو نموني چه هغه هم په یوه لویه پیمانه دي وړاندي کوم .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د معرفت په رڼا کې ځواب

چا وکړله د بوذر جمـــــــــــــــهر څخه پوښتنه

چي  ته:ای په حــــــق او حقیقـــــت باندی مئینه

کوم پادشاه وي ، چی د شاهانو ځینی پاک وي

د خیر او د احســــان په کارو کي همتناک وي

ده ووییل : هـــــغه چی تری پاکان وي پّه امان

ظالمـــــــان ،بد کاران ګناه کاران تری هراسان

سید عبیدالله نادر

دعد مونو د لارې ستړی

د تحقیق خپی می ټناکی

نه مراد ته رسیدلی

په حیرت کی د هستی یم ژور تللی

د پردې شاته پر اسرارو ، لا تر اوسه

په مفهوم او عبارت هم

نه یم پو هیدلی

خو پس له ډیرو ګرویږونو، څیړنو

سوچونوهومره پوه شوم

چی زه څه یم

سر ګردانه دي عالم کې

دعدمونو دلارې ستړی

سید عبیدالله نادر

د اندیښنو سفر

زه په ژړا او اندیښنو دا ، ســـــــتا له ښاره ځمه

په خپل غمـــــــو او په سلګو ، له دې دیاره څمه

عمرونه سترګی زما ستړي ستا په لاره کې شوی

اوس په سفر له تریــــــــــــــخوالي د انتظاره ځمه

داستـــا په غم کې می آرام و صبر ورکړ له لاس

زه د دردونو طـــــــــــــوفانو کې ، ناقراره ځمه

لـــــــکه کشتی چې شی راګیره د طو فان په څپو

زه ړنګه بنګه ستـــــــا غمو کې ، پدې لاره څمه

هر چا سره وي په دې بڼ کې ، له خزان هم امید

زه بد نصـــــــــــــیبه بی بهرې له دې دیاره ځمه

کمزوری بخته څــــــــــــــخه چاوته فریاد وکړمه

چې یک تنها په دې خوارې کي ، بی له  یاره ځمه

سید عبیدالله نادر

ګرفتار زړه

په کلنو ګر ځومه په ګــــــــوګل کې ، خپل بیمار زړه

خو برویانو په فراق کې مې ، زخمی او ګرفتار زړه

شپی او ورځی دي تیریږی په سو چونو اندیښنو کي

د مو دوبه تیریدو هم نه صــــــــبریږی ،بیقرار زړه

څو ک دحــــــاله می خبر نه شو بغیر صاحب د حاله

دغه زه یم چی ســــــــــــوځیږم په تاونو د انګار زړه

فراغت له هغــــــــــــــــــــه دمـــــه می وتلی له تقدیره

چی تړلی می د یار دی ، په قامت او په رخسار زړه

ډیر عمرونه دې وییلیږم ، په خپل سوز او پّه ګداز کې

په دې حــــــال یم اړولی ، خپل مئین او دي افګار زړه

د غمـــونو په بټې کی وییلی وییلی هر لمـــــــــــحه شم

نشته یو شیبـــــه چې کشینم ، په راحت او په قرار زړه

سید عبیدالله نادر

 

د صاحبدل وینا

 

چی ماڼی د روح او تن شی پری ودانه

یا دي وخیژوی له ځمـــکی تر آسمـــانه

په وینا د معرفت او په حکمـــــــــت کي

چې خبر کړې غافــلان له خپله حـــــاله

داسی ټکی صاحبدل له خولي په کار دی

زړه ضمیر چی د غافل شی پری روښانه

سید عبیدالله نادر

کال ۱۳۷۶ پیښاور

د اوهامو څلور لار کې

نن د حـــــــــــــالاتو له ناخـــوالو ژړیدلی یـمــــــه

د زمــــــــــــــــانــــی له بی دردانو کـــړیدلی یمــه

هغه پتنـــــــــګ یم چې له کـــــور او له دیاره لری

چې د بیلتون په سرولمـــــــــــبو کې سـوځیدلی یمه

خلاص می له لو می د وسواس کړه لیونتوبه راشه

چې څلـــــــــــــــور لار کې د اوهامو دریدلی یمه

زه هغه پاڼه په چمــــ-ـــــــــــــن د ارمانو کې یمه

چې د خزان د راتلو مخـــــــــــکی غورځیدلی یمه

ما نه پښتنه زمــــــــــــا د حال او د احوال مه کوه

زه د خـــپل قام په درد و غم کې کړیدلی یــــــمه

که په حضـــور کې می غلیم شرم و حیا نه کوی

ځــــــــــــــکه چې زه له پښــتنی برم لویدلی یمه

خلاصـــــه لا نه وي ، یو غــوټی د ارمانونو زما

چې په ګلـــشن د ارمـــــــــانو کې ، رژیدلی یمه

سید عبیدالله نادر

تابلو

د یو کلیوالي ښوونځي چې ودانی یي ډیره زړه وه . د ودانی چار چاپیره دیوالونه

ځینی ځایونه یي سوری وو . د ښوونځي به انګړ کی ماشو مان لوبیدل او خپله د

تفریح موده یي تیروله. د ښوونځی ددیواله څخه بهر څو تنه ماشو مانو چې د تعلیم

څخه محروم وو . خپل د خځلو بو جی ګانی یي پر ځمکه ایښی وي . او د دیواله د

سوری څخه یي دننه د ښوونځي زده کونکو بچیانو ته په ډیر حسرت او آرمان سره

کتل ،چي کاشکی دوی هم په ښوونځي کې وای او ددي ماشو مانو سره یي یو ځای

زده کړه کړی وای او یو ځای لوبیدلای ، او روښانه راتلونکی یي درلودلای.ددي دیواله

د سوری نه څو تنه ما شومانو خپل سرونه داسی وردننه کړي وو چې د یو انځور ګر

یا نقاش دپاره یي ډیره په زړه پوری او د معنی نه ډکه تابلو جوړه کړي وه .

سید عبیدالله نادر

۱۳۷۶کال پیښاور

تناب د زړه هم په شـــلیدو شو ، ته به کله راځې

 انتـــــظار لمر په ډوبید شــــو ، ته به کله راځې

له لالـــــــــهنده ژونده سا شوله تر ستونی سپره

فروغ د ژوند په ختـــمیدو شو ، ته به کله راځې

 ناامیدی غوغــا شوه ګډه ،په کوڅـــــو د زړونو

د امیـــــــــد غر په ویلیدو شــو، ته به کله راځې

په وطــــــــنپالو با احســـاسو زړونو اور بلیږي

فرزانه ګان په سره لمـــبو شو ، ته به کله راځې

قطرې د او ښـــــکو د هر چا دي په بڼو ولاړې

هره قطره په غورځـــیدو شــو ، ته به کله راځې

د انتظار سترګي مـو ځیر دي ستاراتلو ته په لار

د ستر ګو نور په ورکیدو شـــو، ته به کله راځې

په غمو شین زړګئ کوو به ، مونږه سـتا انتظار

زړه د هر چا په خوړنیدو شو ، ته به کله راځې

پردي وطن کي له ، غمـه کــوو د مرګ انتطار

د مسافر مرګ په راتلــــو شو ، ته به کله راځې

سید عبیدالله نادر

ناکامه مینه

اوس ستا له کلی د غمو سره ځم

د ناکامئ د افســــــــانو سره ځم

د ډکو سترګو د زخمی زړه سره

د خپل د او ښکو دریابو سره ځم

ناکامــــه مینه می شوه پاتی دلته

د رســــــوایي د انګازو سره ځم

ستا په هوی ومه ژوندی په دنیا

اوس د بیلتون د اندیښنو سره ځم

زه بد نصـــــــیبه ددي کلی څخه

د جفا ګانو دروند بارو سره ځم

ډیر تیر یادونه می په زړه پراته دي

چی خپل دفتر د خاطرو سره ځم

پس له عمرونو ارمانجن له کلي

د خپل احســـاس د غلبلو سره ځم

په یو دیدن دي راته ژوند وبښــــه

که نه زه خوار د ارمانو سره ځم

خیر دی که زه یم یک تنها په سفر

خو ستـــــــا د مینې ترانو سره ځم

سیدعبیدالله نادر

په څپو کې ژوند

چې راویښ له درانه خـــوبه، غــــــافلان کړم

درسته شــــــــــــپه لــــکه بلبل ، په چغهار یم

چې مې پوه په درد دل، صـــــاحـــبدلان شي

زه په تال و سر د ســــاز کي، هــــــغه تار یم

پاســـــــداری چی د ګلونو، د نامـــوس کړي

زه په بـــــــــوټو د چمن کې هغه خــــــار یم

نه رغیږي چـــــي می زړه د کلـــــــی کوره

ځــکه مینه کي پابند د خـــــپل نـــــــــګار یم

بی منته ګـــوهر شیندمـــــــــــــــــه په خلکو

په محفل کی ، لــــکه وریځ د نو بهــــــار یم

چی اوچت یي کړم تر عرشـــه ، محبت کې

د هغـــې مینــــــــــــــــی تر تله منت بار یم

تر ګریوانه می راځـــي د عــــــجز اوښکي

ځـــــکه پروت په اندیښــنو کې تر سهار یم

بی ارزۍ نه دا ماحـــول راته سور اور شو

لکه پروت چې ، په مجمر د سـور انګار یم

آرامی می په هیـــــڅ ملک کې مینده نه کړه

زه بی کوره ،بی وطنــــــــه ، بی دیار یم

نارامئ کې می قرار ځـــــــــان ته میندلی

د څپــــــــــــوپه دود، په ژوند کې ناقرار یم

سید عبیدالله نادر

د رحمان با با په پیروي

کال ۱۳۷۷پیښاور

غزل

ای زمونږ د زړه درمــــــــــــانه راشه ،راشه

ته مــــو تن کې ،روح او ځانه راشه، راشه

په بڼو مــــــــــــــــو جارو کړی، درته لاره

بی قرار زړونو آرامــــــــــــــه راشه راشه

څلور لارو د او هامـــــــــــــــو کې شو پاتی

ته به هر جا مــــــــــــــــــهربانه راشه راشه

بی رهبره بی امـــــــــــــــــــــــامه قافله شوه

د خورو ورو ســـــــــــــــاربانه راشه راشه

مصیبت علاج دا ستا پّه لاس کې پروت دی

ای زینـــــــــــت ددي کاروانه راشه، راشه

د غضــــب کاڼې له هر خوا په مونږ اوري

د رحمـــــــــــت وریځ او بارانه راشه، راشه

په تدبیر او په ســـــــــــوچونو ، پوره نشوه

هر مشــــــــــــکل مخ ته آسانه راشه، راشه

د نادر سترګي څلور شو ی ســــــتا په لاره

د دردمن زړونو ارمـــــــــانه ، راشه راشه

ته امـــــــــــــام د قافلی شه ، دې تیارو کې

جهـــــــــــــالت باندی طوفانه ، راشه راشه

سید عبیدالله نادر

کال ۱۳۷۸پیښاور د هجرت کلونه

چې په اوښکو کې لمبیږم

د خودئ مـــــــقام ته هغه وخت رلمېږم

سر تر پایه چې په اوشــکو کې لمبېږم

چی ځان وګورمــــه کله د پښو خاورې

بی اختیاره، په خپل حال باندی ژړیږم

کله ځان راڅخه ورک شي پّه لټون کي

یو ګړی چی په مانی کې ، زه ډوبېږم

عاجزی چی مخامخ ، سترګو ته راشي

په مــــــحفل کې لکه شمع ویيلی کېږم

دا چی زه یم پـــــه ټول عمر ژړه غونی

د فانی دنیا په مــــــــــــــکر ښه پوهېږم

صـــــــــاحبدل په دي خیرو باندی رسی

د غـــــــــــــــافل په نظر، هسی زه ویېږم

سید عبیدالله نادر

د بصیرت خاوندان

چې می پورته ، په غرور کړل قدمونه

لدې خـــاورو نه ترغوږشول ، آوازونه

قدم رو ږده ، ای نادانه بی خــــــــــبره

چې کـــــــــکرې دي ،مخونه دي لاسونه

ستر ګی وغړوه ، خپلي خپو ته دي نظر وکړه . چی د هر قدم په ایښیدو او چتیدو کې

په زر هاوو جهان بینې سترګی ښکلی مړوندونه او رخسارونه خپو لاندی کیږي په دي

خاورو کې ډیری هیری افسانی پرتی دی .دلته د فانی دنیا په مکاریو پو هیدلو ته نرئ

لار ده . چی د عبرت بین نظر دا کتلی شي . او هغه انسانان یي لیدلای او پری پوهیدلای

شي چی زړونه یي د معرفت په څراغ روښانه وي ، او د بصیرت خاوندان وي  .

هر ورقی د ګلشن کې ، ستا حکمت دی

د بلبــــــــلو په ثنا کې ، ستا صفت دی

په نطر د عبرت بین په دي چمن کې

هره پاڼه یي ، دیوان د مـــــعرفت دی

سید عبیدالله نادر

تر ټو لو غِوره لار

یوه شیبه سر په خپل ګریوانه  کې ښکته کول ، او خپل حال او ماحول باندی ژور سوچ کول

انسان ته دعاجزئ د پوهیدو او درک مو قع برابروی . او دانسان په مافی الضمیر کې بدلون

راولي د یو ټکي د معني په رسیدو او پو هیدو سره انسان ټکان خوری او د غفلت له خوبه

راویښیږي او د انسان په روحیاتو ژور اثر کوی خکه د روحی قوت د اخیستو سره د اعمالو بد لون

ضروری دی . داسی کله کله په خپل حال نظر کول تر ټو لو غوره لار ده .

کله کله په خپل عجز باندی نظر

په حالت د هر انســـان کوي اثر

بزرګــــــانو لدې لارې نه هر کله

په حــــــریم د ولایت ، کړی ګذر

سید عبیدالله نادر

دیو جانس کلبي او انځور ګر (نقاش)    

دیو جانس کلبي د یونان د مشهورو فلاسفه وو او حکیمانو نه دی ،چې د تاریځ په اوږدو کې ،د ده حکیمانه او فیلسوفانه خبرو ډیر د حکمت او معرفت خاوندان ،په حیرت کښي پریښي ، او ډیرو د ده د حکیمانه او پند و حکمت نه ډکو خبرو څخه ټکان خوړلی او په خود راغلي ،نو وايی چې دیو جانس کلبي ته یو انځورګر ورغی او ورته یی ووییل : چې ما انځورګري (نقاشي) پریښوده او اوس د طبابت د علم په حصول کې میشته یم ، دیو جانس کلبي چې حاضر جوابه ،نکته سنجه ، او حاضرالذهن انسان وو ،نو په خورا انتباهي انداز کې یي ورته ووییل :چې انځور ګری پریښودل او د طبابت علم اختیارول ،دا د عقل په زیات والي دلالت کوي ،ولی هغه خطا چې په تصویر یا انځور کې مینځ ته راځي د هر چا نظر او سترګي هغه خطا ویني ،لیکن هغه خطا چې په طب کې مینځ ته راځي یا واقع کیږي ، هغه خاورې پوښي !

.

سید عبیدالله نادر

طنز

د ځینو لورینه

زمونږ په اوسني ټولنه کې ،خلک هر څه ځان ته غواړي ،او پرځان باندی پیرزوینه او لورینه لري ،یعني ښه موټر ،کور ،ښه سامان ،د کور د پاره ښه مقام او ښي پیسي یی ، د ځان او اولاد د پاره پیرزو وي ،دا لورینه د دي دنیايي نعمتو یي فقط په خپل ځان خپل اولاد او خپلو نژدي دوستانو باندي لورینه وي ،خو داسي خلک هم شته چې د هغوی لورینه زشته زیاته وي ،او لویه پیرزوینه لري د نورو خلکو د پاره ،یعني جنت ته هم نه ځي ، او جنت یي هم نوروته پیرزو دی ،خپله په سمځو کې پټ وي ، او نور د ځان مرګي بریدونو د پاره لیږي ، او هغوی ته په ذهن کې داسي ، وراږدي تلقینوی یی، چې تاسي ګوندی په دي کار سره جنت ته ځئ ، خو خپله په سمڅو کې پټ وي او د جنت نه د تګ څخه ډډه کوي ،

اوسنۍ ماحول

له هر اړخه چې نظر کوم ،او خپلي د لټون او تحقیق سترګي غړوم .په دي ماحول کې داسي یو سکون چې زړه ته پوره آرامی او کرار وبخښي نه مومم . هر چاته چې ګورم د دوکي او غلولو سوچونه کوي ، په هیڅ چا کې اخلاص نه دی پاتي ،زړونه د کیني څخه ډک دي او د ضمیرونو، دهلیزونو ته د شیطان ګذر لویدلی .هر څوک په ظاهره ځان ښه ښايی خو باطن یی ډیر هیبتناک دي .  ژوند مادي دی او د معنویت پروا څوک نه ساتي . په هیڅ چا کې د معنویت روح نشته ، انسانان لکه رواني متحرکي جنازي دي ،هر څوک د دي له پاره چې د مثال په توګه د احمد او د محمود د سیالۍ څخه وروسته پاتي نه شي د سیالۍ د پوره کولو لپاره هر راز ټیټ والی او خود فروشې ته غاړه ږدي .  یعني هررنګه بی شرمی قبلوي دا دنن ورځي د خلکو د ویاړ وړ یو کار دی ، په تیره په دي کلونو کې چې زه په کې ژوند کوم ،خو د ژوندون په دي صحني کې د عقل او هوش خاوندا دا ټول محسوسوي او درد مند خلک پرې ځوریږي

چې کاږه ږدي قدمونه ، په جهل هم نه پوهیږي

آخوا! زړونه د دردمنو ، په لیدو یی زخمي کیږي

د عبرت ټکي

دلته هر څه د حال په ژبه دي ګویا ، هره پاڼه هر ښاخ ، د عبرت په ژبه خبري کوی .

د خار او خس څخه د لټون آواز راپورته کیږي . زمانه د غافلانو د ویښیدو له پاره په سل رنګه اشارواو بدلونونو اوړي رااوړي

خو د عبرت خاوندان ددي عبرت سرا څځه ټکي اخلي او غافل تري بی بهري وي غافل د زماني په سل رنکه بدلونونو نه ویښیږي ، او نه خبریږي ځکه چی په زړه  کی یي د معرفت مشعل مړ د عبرت غوږنه یي کاڼه ، او د لټون سترګي یي ړندي وي .

سید عبیدالله نادر

رموز پو هان

وږمي له ځانه خورول ، دا کـــار د ګل دی

ټل په خپل حال باندي ژړل ، کار د بلبل دی

د لټون سترګي پرانســــــــــتل ما حول لیدل

په رموزاتو پو هیــــــــدل ، کار د عاقل دی

ژوند په ناداني، او په غفلــــــــت کي تیرول

په هر انداز کی تـــــــــغافل، کار د غافل دی

معنی له دریچی، خس و خار دلــــــــــته کتل

دردمن زړه ټکورول ، کار د صـــــاحبدل دی

د فانی دنیا په مــــــــــــــــکارئ کی، تیر وتل

په تش قدرت لویي کول ،کار د جــــــــــاهل دی

سیدعبیدالله نادر

د معرفت ډیوي    

له ښاره وځم ،ویرانو کي یو انســـــــــان لټوم

د خپل دردمن زړګي د پاره می درمـــــان لټوم

‎چي په وینا یي روښانیږي ،کوردلانو زړونه

په رمــوزاتو باندي پوي ، صـــــــــاحبدلان لټوم

چي په لیدو یي ، د انسان روح او روان شي تازه

زه هغه در، هغــــــــه یاقوت ، هغه مرجان لټوم

چي په موزون کلام کړي ویيلي، سنګدلانو زړونه

خاوند دحــــــــــــــال ، او نکته سنجه، سخندان لټوم

هغه مانوس چي په اسرارو باندي پوي شي د زړه

د زړه په درد داسي آشنـــــــــــا، او راز دان لټوم

چي د کلونو تربګنــــــــــــیو، دښمنان کړي ، پخلا

داسی خوږ من ، په زړه درد من، او مهربان لټوم

چي راته وبخښي ، د زړه او د ضـــمیر روشنایي

د مــــــــــــعرفت په ډیوي ، سوی پتنګان ، لټوم

چي د حـــــــکمت خبري واورم د عبرت په غوږو

د بو علي په څیر په پوهه ، حــــــــــــــکمتدان لټوم

چي د حـــــــکمت څلي یي جګه، په آسمان لګیږي

زه هغـــــــــــه باز ، هغه شاهین ّ هغه طیران لټوم

هر خوا چي ګورمه ، دیوان دي په صورت د انسان

د مــــــــعنویت په نور، سبیڅلي مخ ، روښان لټوم

د نفس هوی په ګونډو کړي ، قافلي ســـــــالا ران

هوی دنفس باندي غالب پهــــــــــــــــلوانان ، لټوم

ډیر زهیر کړی دي ژوندن یمه، دیوانــــــــــو سره

د یو ریښتیني ژوند دپاره ، بل جــــــــــــــهان لټوم

داچي په سپینـــــه ورځ کي سر ، په ویرانو یمه زه

له څنـــــــــــګه تللي ، د افسوس هغه کاروان ، لټوم

سید عبیدالله نادر

مکاره زمانه

هره پاڼه چي د ګل څــــــــــخه ، تویږي

صاحبدل په خپل ، انجام باندي پو هیږي

میړوخي لور چي د سپین ږيري پلار کره د لیری ملکونو څخه میلمنه راغلي وه .

پس له څو مودي د خای پاماني په وخت کي یي ، په داسي حال کي چي بلر یي د مریضی په بستر کی

پروت وو .او د خپلی لور او نمسیانو د تګ له پاره ژړه غونئ وو نو لور یي ورته داسی ووییل پلاره! مه

ژاړه کال ته خیر وي بیا راځو ، پلار ژړا ته نور هم زور ورکړ .ځکه هغه د فاني دنیا نه دومره مهلت ځان

ته نه لیده ، او د فاني دنیا په لو بو پوه وو. لور ته یي هیڅ ونه وییلحو ددي ناویيلي ټکي او مضمون درک

به د صاحبدل څخه چا نه شو کولای .

زه ګرم نه یم چي ، ژړیږمه عالمـــــــــــه

په ټول عمر، د فاني دنیا له غمــــــــــــــه

څه چي ما په دي ، کاروان کي دي لیدلي

د غافل سترګي یي نه وییني ، په سمـــــــه

سید عبیدالله نادر

کال۱۳۷۷پیښاور

سوله ده مونږ ته ضرور

راځئ تیارو کې مه ځئ

کاڼو اغزو کـــې مه ځئ

خپی به مــو ژوبلـي شي

په سنــــګرو کې مه ځئ

لږ په ځان ورحمـــــیږئ

په تورتمــــو کې مه ځئ

ډغری خورئ به تر څـو

شاړو میرو کې مــــه ځئ

د تورتمــــــــــونو شپه ده

په ادیرو کې مــــــــه ځئ

لاره آوره ګــــــــــــورئ

په کنډوالو کــــــې مه ځئ

د لــــــــــیونو په شان یي

په سر د غرو کې مه ځئ

عصر دی دعلم او عرفان

نو په ځنکلو کې مه ځئ

علم نه خوند پورته کړئ

په مــــغارو کې مه ځئ

په خپــــله طرخه وکړئ

پردي نقشـــو کې مه ځئ

لاره د حــــــــل وګورئ

په ویرانو کـــــــې مه ځئ

اغیار کمین کې دي ناست

په اشــــــــارو کې مه ځئ

مـــدنی ژوند کړئ اختیار

قطار د خرو کې مه ځئ

ژر شئ بدلـــــــون راولئ

ناز و نـــــخرو کې مه ځئ

ســـوله ده مونږ ته ضرور

په مـــــــورچلو کې مه ځئ

سید عبیدالله نادر

کال ۱۳۷۷

 دتخار د دریمی زلزلی په اړوند

د طالبانو د واکمنی پر مهال پیښاور

د کاڼو بارانونه

له ښار او له ګوښـــــی نه ، فریادونه دي ، راـځي

غمــــــــــــــــجنوویرانو نه ، ماتمونه دي ، راځي

مـــــــظلوم له ناچارئ نه ژړغونئ له روزګار شو

له ســــــترګو یي د وینو کــــاروانونه دي ، راځي

عـــــــــالم په انتظار د یو دردمند دی، دیره شوی

د دشتــــــــــــی د هر لورنه ، سرابونه دي ،راځي

کشتـــــــــــــی د امیدونو، ټو ټی هر خوا پرته ده

په مینځ ددي ، وحشت کې طوفانونه دي ،راځي

په اوښــــکو کي لانده شول ، دبیوزلو ګریوانونه

له در او له دیوال څـــــــــخه ،غمونه دي، راځي

‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎تسل هم د آسمـــــان په خونبها باندی ، ونشوه، ت

په درمن د هستـــــــــــی کې ، آفتونه دي ،راځي

هره پاڼه د تاریخ ، د آرمایش بابونه ستــــــــــایي

ګذر ګاه کې د عبرت ، لوی مثـــــالونه دي،راځي

له دروند خوبه چي ویښ کړي ،غافلان ددي زمان

غوږونو ، دعــــــــــبرت ته ، آوازونه دي ،راځي

له ځـــــــــانه خبر نه یو ،چی څه راباندی کیږی

نه پوهیږو ، چي له کوم خوا ګذارونه دي ،راځي

عقل په ګونډو شو، جـــــــــــــهالت دلته حاکم دی

نامـــــــــــــــوس باندی دعلم یرغلونه دي ،راځي

اثر هــــــــــم نه دی پاتی، په دعا او په زارئ کې

په مونږ باندی د کـــــــــــــاڼو، بارانونه دي راځي

له لوبو د تقدیر نه په تیښته ، نه خلاصــــــــــــیږو

له هرې خوا د وهم ، سیــــــــــــــلابونه دي ،راځي

ژړا دومره اوږده شــــــــــــــوه، د وهم په بیدیا کې

چی سترګو نه ، د اوښـــــــکو ،دریابونه دي ،راځي

سید عبیدالله نادر

جهانی علم

کال۱۳۷۸پیښاور

طالب د علم ته او طالبانو ته

په طلســـم د معرفت ، زړه کي راوړئ روښنایي

چي د ځــــــان او د جهان سره مو وشي ، آشنایي

چي روښانه زړه ضمیر شی ،په مشعل د معرفت

نو پیدا شي په انسان کي ، بصـــــیرت او بینایي

ځان سمـــــبال کړئ ، په پوهنه او علومو د زمان

له تیازو څخه راووځــــــــئ، مخ په لور د رڼایي

کایينات مسخر کیږي ، په علم او په حکمت کې

مونږ له لاســـــه څخه وځي ، ښه وختونه طلایي

قـــــــــــــــافله ده دبشر ، کهکشان په لور روانه

زمونږ ګډه ، دنفاق ده په هر لوری رســـــــوایي

ډیر کورونه کړل تباه ، د اقتدار په ســـر جنګونو

په لکونوشــــــــــول برباد، او څه اخته په ګدایي

ای دعلم طــالبه ، یو پراخ نظر پیدا نظر پیدا کړه

چي دا ســـتونزی نه حل کیږي په دي وچه ملایي

طالبي علم دي پریږده ، جـــــهانی علم زده کړه

چی حکومت او ســــــیاست غواړي فهم او رسایي

په ستره جامو کي کشینه په یو ګوټ کې د جومات

د سینګار لپاره کش کړه ، په خپل سترګو سلایي

ته طالب یي دجومات ، ستا به څه جهان بینی وي

علم و فن د زمـــــــــــــــانی سره دي تل ده جدايي

هری چاري دي په ملـــــــــک کي ، په ټپه دریدلي

حـــــکومت که سیاست دی، که دي چاري قضایي

حکومـــت به هغه ښه وي ، چي نړي وي پیزندلی

خدای دي نه ورکــــــوی چاته ، پادشاهی د تنهایي

په آســــــانه چی راسپړي ، هری غوټي د مشکل

دغه لاس د مـــــــــــــعرفت دی دا ده پوهه دانایي

سید عبیدالله نادر

     زما طبع   

کله په خپل ځان کي ورک ، کله د مـــــعنی یمــــه

نه پوهیږم زه څه یم ، څه ښـــــــــــــــایسته دنیا یمه

ځان لــــــــــــــــــــکه ذرې وینم کله ، کایيناتو کي

درک د عاجزی لرم، د اوښــــــــــــــــکو دریا یمه

پټ لدې عالـــــــــــــمه تل ، ځان سره دردونه وړم

داسی راته ښـــــــــــکاری چی، زه دي ته پیدا یمه

کله بیـــــخودئ کی ډوب ، ورک په بل عالم کی یم

کله په ظــــــــــــــــاهر خندان ، پټ پینهم ژړا یمه

نه پوهیږم چیرته ځم ، کـــــــــــــله په عالم د خیال

څه فهم معنی لرم ، څه سیر عنقا یمــــــــــــــــــــــه

نشـــــــــــــــــــــه ازلي لري ، خټه د خوړښت زما

طبع د مستی لرم، زه شور غوغا یمـــــــــــــــــــــه

زړه د صــــــــــــــــــاحبدل لرم ، اورمه وینا د درد

زه لــــــــــــــــــکه وینا د درد ، زړونو ته آشنا یمه

درد د عالمـــــــــــــــــــی لرم ، احساس انسانی لرم

فکر جــــــــــــــــــــــهانی لرم ، په غم د هر چا یمه

کرکه له جـــــــــــــــــــــاهل لرم ، صفا د باطن لرم

په تورو تیارو د جـــــــــــــهل ، زه طور د سینا یمه

کله د ماحول حــــــــــــــــکم بنده کړې ، اسرار ژبه

کله لـــــــــــــــــکه ګل په شان ،چوپه خوله ګویا یمه

پاڼه تو یيده دګل ، ما ته دی عبرت نــــــــــــــــــــکل

وینم خپل انجــــــــــــــــام په کی، زړه باندی بینا یمه

په زړه له فانـــــــــــــــــــی دنیا، ډیری اندیښنی لرم

ناڅاپه رفتن لرم ځان ته ، په ســــــــــــــــــــودا یمه

څوک چی په وینا د درد ، ویيلی کړې دردمن زړونه

یم هغه مضـــــــــــــمون د درد ، زه خوږه وینا یمه

وینم تصــــــــــــور کې تل ، ښکلی د جانان صورت

څو شیبی چی کله زه ، ځان سره تنــــــــــــــــها یمه

سید عبیدالله نادر

ژور سوچ

بهار وو ، او دګلونوموسم ،تر هغه ځایه چې نطر ورتله ،ښکلا وه ،سمه او غر په رنګین ګلونو پوښلي وو ،درویش چې د دیواله اړخ ته ډډه لګولي او دي ورشو ته مخامخ ناست وو، سر یی په ګریوانه کې د ننه کړی وو،لاروی چې پرې د تیریدو په حال کې وو ،ور ږغ یی کړ:درویشه!سر د ګریوانه څخه راپورته کړه چې ګلونه او ګلزار ووینې ،درویش ووییل:سر په ګریوانه کې د ننه کړه چې د ګلونو خالق ووینې.

د فارسی ادبی پارچو څخه ژباړه

سید عبیدالله نادر

د پو هني رڼا 

چی اسرارو ته له فهمــــــــه ، لار پیــدا کړو

مــــــعرفت په نور تیـــارئ په ځــان رڼا کړو

د تـــــحقیق سترګي ، اســـرارو ته په کار دي

په ادراک ســره چی حـــــــــــــل د معما کړو

دي صـــــــحرا کي د تحـقیق خپی کړو تڼاکی

تر څو پوی ځان، په رموز د دي دنـــیا کړو

په ړندو سترګو له څه ناز د تـــــــحقیق کړو

په کار داده چی د زړه سترګی ،بینــــــــا کړو

که د عـــــــــــلم کرامت مونږ ته حاصل شيد

د پو هــــــــــــــني په رڼا به، لار صـــفا کړو

   که د علم په ښیــــــــــګڼه ، مـونږه ، پوی شو

دغه شپی د تورتمــــــــــــــونو به، صبا کړو

سید عبیدالله نادر

نیمګړی دنیا   کال ۱۳۷۷پیښاور

څوک د نیمـــــــــګړی ارمانو سره ځي

څوک د دردونو طــــــــــوفانو سره ځي

څوک وی بی باکه له حســــاب و کتاب

څوک د ګنـــاه، له سیــــــلابو سره ځي

څو بی احســـاسه بی نشــــــانه شی مړ

څوک د احســــــــاس د غلبلو سره ځي

څوک تیروی، په بیدردی خپل عمــــــر

څوک د دردونو، طـــــــوفانو سره ځي

تل په دنیـــــــــــا کي ، بیدران پاتی وي

احســـــاس خاوند، عالی فکرو سره ځي

څوک بی خبره ،له رموزه د عــــــــشق

څوک یي په شړنګ ، د زولنو سره ځي

څوک وي خوشحاله ، په دوام کي د عمر

څوک د دنیا نه ، د تو بــــــــــو سره ځی

چا ته یو ګوټ هم، د طـــــــــالع نه رسی

څو ک ارمــــانونو ، ډک جامو سره ځي

چا سره نه وي ، د بشــــــــــر درد و غم

څوک یي په غم کي ، اندیښنو سره ځي

څوک نه لری، په خپل خاطر کي ملال

څوک یو دفتر، د خــــــــــاطرو سره ځي

چا ســــــــره نه وي ، په زړګي داغونه

څوک د زخمي زړونو، داغــو سره ځي

چا سره نه وي ، پّه سترګــــــــــو کي نم

څوک یي د اوښـــــــــکو دریابو سره ځي

تل وي غمجن ، دا غمــــــخواران د بشر

چی له دنیا نه ، ارمــــــــــــانو سره ځي

سید عبیدالله نادر

۱۳۷۶پیښاور

د هجر لمبي

ستا د راتلو هم بهــــــــاني شو لي تیر

پر ما مسکین باندی نخرئ شو لي تیر

ستـــــــا د جفا په چړو ډیر وم زخمي

ځــــکه دردونو ، په ما شپی شولي تیر

پروت اتــــکړی کي ، د زولفا نو ومه

بیا دي د زلفو ، زو لنــــي شو لي تیر

سټری ستو مـــانه چی وم ، ستا په ژړا

هغه د اوښـــــــــکو ، قافلي شو لي تیر

چی په بیلتون کي دي ، په اور وریتیدم

اوس دي د هجر سرې لمبي شو لي تیر

په سراسر کي ، زمــــا د ژوند په قامت

د انتظـــــــــار لويي دورې شو لي تیر

په لوړ آسمـــــــــان کې ، د یادونو زما

ستا د غمــــــونو خاطری،  شو لي تیر

سید عبیدالله نادر

معنوي سکون          

مرید د ماحول له ناخوالو ستړی ستومانه او ځوریدلی ،د دیو صفته انسانانو د ځور او جفا څخه چې د فرشتو په جامو کې یي هر راز ځور او جفا په دي ځوریدلي خلکو منلي ،او د دوی د نادانۍ او کم عقلی له آزاره د خپل معنوي سکون له پاره د خپل پیر مخي ته کښیناست ،پیر په خپل صاحبدلۍ پوهه او رسایي سره چې د صاحبدلانو خاصه ده ، د ده په تندي کې د زماني ناخوالي ولوستلي ،نو مرید نه یی حال وپشته ،مرید چې د دیو صفته انسانانو د ځور او جفا څخه یي د صبر پیمانه نوره ډکه شوي وه نو پیر ته یي د زړه حال بیانوو ،پیر په ژور دقت او سوچ کې د مرید احوال اوریده ،د ده د شرح حاله څخه شیبه په شیبه پیر د غمونو په سمندر کې لاهو کیده ،مرید د ديرو ترخو خاطراتو او ناخوالو د تکرار له وجهي يی ستونۍ ونیول شو یعني ژړه غونۍ شو ،او په سخته ژړا یی پیل وکړ ،داسي یی وژړل ،چې د اوښکو باران یي ، په دواړو بارخوګانوجاري شو ،خو ناڅاپه په ژړا یي داسي زړه سپک شو چې تا به ووییل : چې د عالم بارونه یی د اوږي څخه اوچت شوي ،د پیر زړه پرې سخت ودردیده او وي وییل : بس دی بس دی ته اوس په خپل ژړا هغه ځای ته رسیدلای یي چې ډیر د ریاضت خاوندان ،چې په شپو شپو عبادتونه کوي ،دا مقام نشي تر لاسه کولای ،ته همدي دردونو د معنی خواته راکاږلی یي.

.

سید عبیدالله نادر

د وینا هنر  

د خبرو دی، مثال لـــــــــــــــکه ګوهر

چی پو هیږی یي په قدر ، ســــــــخنور

د سنجش مـــــهار به ورنکړي له لاسه

هغه څوک چي د وینــــــــــــا لري هنر

در ګوهر به یي ، د خولي څخه بهیږي

مبتذل به ترې یو حرف نه شي بـــــهر

چي د عـــــــــلم په زیور نه ،وی سمبال

هر مـــحفل کې به یي کلام وي ، بی اثر

سید عبیدالله نادر

کال ۱۳۷۸پیښاور

د سو لي فرشته 

دآرزو ښـــــــــــــــــکلی بهاره، ته به بیا کله راځې

د حـــــــــــــزین زړګي قراره ، ته به بیا کله راځې

ړندي شوی هغه سترګی چی به یي ستا لاره څارله

ستــــــــــــــــا له ډیره انتظاره ، ته به بیا کله راځې

د آرزو ګلان شول مړاوی ،بولهوســو د خپو لاندی

ای د باغ و بڼ مالیــــــــــــاره ،ته به بیا کله راځې

د قرار رسئ شلولي، د اوهامـــــــــــــو تورتمونو

د امید روښـــــــــــــان سهاره، ته به بیا کله راځې

له بیبــــــــاکه بیدردانو ، د دردمن زړونو نه وینې

په رخســــــــار و کړله لاره ، ته به بیا کله راځې

ټول ښارونه سیـــځل شوی ،په اورونو د نفاق کې

ای د ســـــــــــو لي طرفداره ، ته به بیا کله راځې

د هوی هوس جګړې کی ،اختیــــارله مو نږه تللی

ای زمونږ واک و اختیــــاره ، ته به بیا کله راځې

ډیر کلونه د چـــــــــــــمن نه ، د ماتم نغمې راځي

ای بلبل د شـــــــــــــاخساره ، ته به بیا کله راځې

مروره به تر څو یي ، ای د ســــــــــو لي فرشتې

ستــــا په عشق کي یو بیماره، ته به بیا کله راځې

سید عبیدالله نادر

کال ۱۳۷۸پیښاور

څوک وي د زړه په ستر ګو ړوند ، په غوږو کوڼ

چا وي پرانستـــــــــــــــــــي ، خپلي ستر ګي د لټون

څوک وي ډوب شوی ، د اســـــــــــراو سمندر کې

څوک وي حســـاب په شمیر د مړو، کې په ژوندون

څوک په رمز او اشــــــــــــــارت باندی ، رسیږي

څوک هوښیــــــــــــــــار نشي ، په سل رنګه بدلون

څوک مکتب ، د روزکار څخه استــــــــــــــاد شي

څوک سړی نه کړې ، تعلیــــــــــــــم ، د افلا طون

په زرګونو افســــــــــــــــــــــــــانو به، بیدار نشي

په هــــــــــــــــــــغو چي ، جوهر نه وي د سمون

په سرنای د اســــــــــــــرافیل به، هم ویښ نه شي

چي نشـــــــــــــــــــــــــــه په هغو نه وي، د پاڅون

عبـــــــــــــــــــــــــارت د هرې پاڼي، یو دیوان دی

که عبرت سترګي کړې خلاصــــــــــې، په ګردون

معرفت ډیوي تیارې کړلي ،روښـــــــــــــــــــــــانه

چی د جــــــــــــــــــــــــهل په تیارو شو ، سباوون

پنجرو کې، د اوهامــــــــــــــــــو مونږ ایسار یو

جـــــــــــــــــــهالت څځه مو نشته دی ، خلاصون

لا تر اوسه مـــــــــــــــــــو ژوندون ، د مغارو دی

بدوی ژوند څــــــــــــــــــخه ، نشته زمونږ بیلتون

سید عبیدالله نادر

کال ۱۳۸۲کابل

په خپل حالت باندي ژړل دي په کار

ســــــــــم د حالاتو سره تلل دي په کار

له خپل اړخـــــونو ، خبریدل دي په کار

خواږه وختونه، انتظــــــار کاږي زمونږ

خوند له وخــتونو ، اخیستل دي ، په کار

چي پس له دي شی ، دا وخــــتونه مهار

د غنیمت وخت ، رانیـــــول دي په کار

چي پایمـــــــال د دیو ودد،  نورنه شـو

له جـــــــــهالته ځان ، ایستل دي په کار

عمـــــرونه تیر شول په ، باطل فکرونو

د ذهنیت روښـــــــــــانول دي ، په کار

ترڅو به سـپړو ، دیو بل عیـــــــــــــــبونه

خپل آيينـــــي کي ، ځان کتل دي په کار

لو یي ګـــــــــذار کړو، د ذلت کندي ته

په خپل حالت باندی ،  ژړل دي په کار

هر قدم مخي ته ، عبرت نښــــــــي دي

لږ په رڼو ستر ګو لـــــیدل دي ، په کار

له مـــــــــــــــکارئ ، ددي دنیا یو غافل

لدې غفلـــــــــــــــته ، راوتل دي په کار

چي په اسرارو باندی سر مو شي خلاص

په رموزاتو پو هیـــــــــــدل دي ، په کار

ددي ماحول صــــــــــلح و صفا ، دپاره

له درانه خوبه ویښـــــــــیدل دي، په کار

په لوړ احســــــاس،  او په عالي فکرونو

واړه بچـــــــیان خپل ، روزل دي په کار

چی شي روښانه، د پوهنـــــــــــي مشعل

عزم و همت په ځـــان ګالل دي ، په کار

کاڼه غوږونه ، د عبرت دي زمـــــــــونږ

د خپل ضــــــمیر هم، اوریدل دي په کار

بی درده خلــــــــــکو ته ، د زړه له درده

د ویښــــــــــیدو ، یو څه ویيل دي په کار

سید عبیدالله نادر

د اوسیدو رانه معنی ورکه ده 

نن راته ښـــــــکاری چی ، دنیا ورکه ده

زمـــــــــــــا د مینې ، محبو بی ورکه ده

هــــــــومره حــــــــــــالاتو کړولي ، یمه

چې می په شونډو کې، مســـــکا ورکه ده

د ظلمـــــــــــــــــتونو دي، وزری خورې

د مـــــــعرفت ګــــــــوندی، رڼا ورکه ده

زړونو دنیـــــــــــــــــا ده، له کینو نه ډکه

ددي مــــــــــاحول ضلح و ضفا ورکه ده

چی په غمـګین خاطر می، راوړی ښادی

خدایږو د خولي ، هـــغه خندا ورکـــه ده

د رنځ عــلاج ته می پردي،  ګرم نه دي

ځـــــــــکه زما څـــــــــخه ،دوا ورکه ده

شــــــولو یوسف رانه په څو پیسو، خرڅ

اوس د خیـــــــــــــالونو ، زلیخا ورکه ده

هومره شو ی لوبی په تقدیر باندی ،زمــونږ

چی لار د حــــــــــــــل، له مسیحا ورکه ده

زړه می درزیږي چي انصاف ورک نه شي

چی خلــــــــــــکو سترګو نه ، حیا ورکه ده

د بیبــــــــــــــــــاکانو ، دغه خیر دی، پاتی

چي رانه نن ، لار د سبـــــــــــــــا ورکه ده

په مدرســـــــــو کي می طالب شو ، ګمراه

سپیــــــــــــڅلي دین تری،  مدعا ورکه ده

دود و دســـــــــــــــتور له یارانی تللی دی

د ګلرخـــــــــــــــــــــــانو نه ،وفا ورکه ده

د خرقــــــــــــــــــه پوشو ، له ریا توبه ده

چی یي د قول څــــــخه رښتیا ورکــــــه ده

چـــــی په پوهني ،خپل کلام کړې موزون

د صــــــــــــــاحبدل ، خوږه وینا ورکه ده

په قافلي کـــــــــــــــې د ژوندون ، رااوړم

د اوسیدو رانه ، معنـــــــــــــــــی ورکه ده

په جهـــــــــــان تل وي ، خوش قسمته هغه

چی یي د زړه څـــــــــخه ، سودا ورکه ده

غلی احســــــــــاس دومـــــــره ،زبیښلی یمه

چــي رانه نن لار ، د سبــــــــــا ، ورکــــه ده

سید عبیدالله نادر

د احساس مشعلونه

په مجمر کـــي ، د احساس چي سو ځیدلي

د زمـــــان له فرعـــــــــونانو ځــــــوریدلي

خاوندان دعـــــــلم و فن ، په دي وطن کي

د انبـــار ، انبــــار غمـــــــونو سره ، تــللي

بیمــــــــاران چي ، په کړاو ددي وطن وو

داسی خلــــــــــــــک ، زمانی دي کم لیدلي

چي په پټه خوله، وینا یي لــــــــکه ګل وه

حکمــــــــــتدانه خلک ، دي وطن روزلي

فدایان د نام او ننــــــــــګ، په خپله خاوره

خپــــــــــل سرونه یي ، په دي لاره ، بایللي

چي د نورو آســــــــــــــایش  ، آرام د پاره

ګـــــهوارې ، غوندي په ځان دي ، کړیدلي

راحت پریږدي ، زحمت واخلي ، پّه سرونو

د وطــــــــن په درد و غم کــــي ، ژړیدلي

چې راویښ ، په خپل کوکارو دا ملت کړي

د خپل قـــــــــــام و بیدارئ ته، چــــغیدلي

د وحشـــــت او ویرې ، سـختو زندانو کې

قدرمن یي ، سید حســـــــــن په څیر وژلي

په محبس د نام و ننـــــــــــګ او میړنو کي

ډک جـــــــــــــامونه یي ، د زهرو دي منلي

دي بیدیا د بــــــی قدرانوکــــــې ، عمرونه

ډیر زړه ســــــــــوانده ، په ژړاشیون وتلي

مشعلونه د احســــــــــــــاس او معرفت یي

د حـــــــکمت لــــــه منارو دي ، غورځولي

په وینــــا بلي ډیوي ، دهر محــــــــــفل وي

چـــــــي په رمز او په حکمت وو ، رسیدلي

دا رنځونه به مو تل وي ، بی درمـــــــــــانه

طبیبـــــــــــــــان مو چي ، له ځانه دي رټلي

د بیدرو بی احســــــــــــــــاسو واکــدارې کې

محــــــــنتونه قدرمــــــنو دي، ګــــــــــــــــاللي

چی تر سره شــــــــــــــي ، مراد د انګریزانو

د وطن یي ، سر و سترګي دي ایســــــــــــتلي

حاکمــــــــــــــان مو ، نوکران د استعمار وو

چي خدمت کي د دښـــــــــــمن دي ، چلیدلي

واکـــــــــــداران د تیـــــــــــــاره ، ذهنیتونو

په نامــــــــوس د معرفت دي لــــــــــو بیدلي

په کـــــــلونو نادانانو دي ، وطــــــــــــن کي

معرفت د باغ ، ګـــــلونه دي ، زمــــــو للي

ډیرګـــــــــــلونه ، داحســـــــــاس او امیدونو

په ګلشــــــــن د ارمـــــــانو کي ، رژیدلــي

په هـــــــــغوی دي ، په زرګونو آفرین وي

چـــــــي په قدر د دردمـــــنو پوهیـــــــــــدلي

خدای خبر په حــــــــــــاتم خیلو به بیا راشي

داسي خلــــــــــــک سید حسن په شان ښاغلي

د (نادر) په زړه کـــــــــي ، ځای دی د دردمنو

چی یي ډیر ، په خپل وینـــــــــــا دي ژړولي

سید عبیدالله نادر

عالمی احساس

چي لیری له کینــــــی شي ، تیاره زړونه

هم روښان په ، معرفت شي ،ضــــمیرونه

چي د نفس د غلامئ څـــــخه آزاد شــــو

په همت باندی مـــهار کړو ، خپل نفسونه

تر څو راشو په قطــــار کې ، د درد منو

بیا احســاس کړو ، د تمـــام عالم دردونه

لمړی شرط ددي مقصــــــد ، لپاره دادی

چي سمبال په معرفت کړو ، خپل ځانونه

سید عبیدالله نادر

کال ۱۳۷۹پیښاور

تیاره ذهنیتونه  

دلــــــــته بیدو کــــــې ، څوک بیدار نه پریږدی

دلتـــه د ځان نه ، څوک هوښــــــیار نه پریږدي

چي د پردي شاته ، دښمـــــــــــــــن کړي رسوا

احســــــاس خــــــاوند ، او خبر دار نه پریږدي

دلـــــــــــــــته دي لوبی ،مـــــــعرفت په ناموس

دعلــــــــــــم و فن دلـــــــــــــته آثار نه پریږدي

چي ترې نه ویره کړي ، په خـــــــوب کې غلیم

د خپل دښـــــــمن د سترګو خــــــار نه پریږدي

ذهنـــــــــــــــــــــــــــــیتونه دي ، تیاره د خلکو

چي په میدان کې ، شهـــــــــــــسوار نه پریږدي

د آرزو دبڼ ، نیالـــــــــــــــــــــــــګي شولو وچ

ځــــــکه چي باغ کي ، څوک مالیار نه پریږدي

چي خـــــــــپل وطن غواړي ، مشرق د سر تاج

داسي دردمن ، سیاستمــــــــــــــــدار نه پریږدي

تل وژل کیږي ، غمـــــــــــــخواران ، د بـــــشر

په دي وطن کې ، اهل کــــــــــــــــار نه پریږدي

چي وي روښــــــــــــــانه ، مـــــعرفت په ډیوی

داســــــــــی څراغ ، په دغـــــه لار ، نه پریږدي

چی وي بیمــــــــــــــــــارتل ، په کــــــړاو دوطن

د سید حـــــسن په څیر ، بیمـــــــــــار ڼه پریږدي

داســــــی غمـــــجن ، چي د وطن په حـــــال کې

ژړا شــــیون لري شــــــــــــــــــعار ،نه پریږدي

چي په خـــــــــــــــپل قام ، او خپل وطن وي مین

د سید جمـــــــــــال غوندی ، غمخوار نه پریږدي

په ســــر دارئ چي یي، نازیږي ملـــــــــــــــــت

لـــــــــــــکه اکبر غـــــــوندي سردار، نه پریږدي

چي د دردمنو ، سترګو تور وي همـــــــــــــــیش

سید اسمــــــــــــاعیل غوندي ، نامدار نه پریږدي

مهـــــــــــــــــــــار دی تل د بي هنرو،  په لاس

اهل تدبیر ته ، دا مهــــــــــــــــــــــار نه پریږدي

چي یي تو یږي ، له زخمـــــــــــــــــی زړه ویني

داســــــــــــــــــي دردمن ، په دي دیار نه پریږدي

خران وهلی ، دا ګلشـــــــــــــــــــــن دی ، زمونږ

دلته په باغ کي څوک ،بهــــــــــــــــار نه پریږدي

تل وي حــــاکم ، په دي چمــــــــن دا قـــــــــانون

چي د بلـــــــــــــــــــبلو چغـــــــــهار ، نه پریږدي

تیــــــــارې په ګور، د ارمــــانو شوي خـــــورې

دلتــــــــــــــــــــه څوک شمع، په مزار نه پریږدي

زخمي زخمی کړي، د دردمــــــــــــــــنو ، زړونه

پرهار علاج ته پرســـــــــــــــــــــتار ، نه پریږدي

نادره مه خوره ، د زړه وینـــــــــــــــــــي دي نور

چي دلته وړ ، د افتـــــــــــــــــــــــخار نه پریږدي

سید عبیدالله نادر

کال ۱۳۷۸پیښاور

تل به هسي ، زمونږ خلـــــک پریشان وي

که حاکمــــه ، په دي ملک کې نادانان وي

ورکــــــه لار به ، قافله د مـــــعرفت کړي

لار ښودان که مو د لارې ، کور دلان وي

دانایان به تل تر تله ، زندی ، کـــــــــــیږي

په صـــورت کي د انسان ، که دا دیوان وي

د حیــــــــــات تضمین به ، نه وي د دردمنو

که چارواکي ، د دوران مو جـــــــاهلان وي

قافله به د مقصـــــــــــــــود رسي ، کمال ته

استادان که مو ، د علم خـــــــــــــــاوندان وي

انتبـــــاه به ، لـــه فاني دنیـــــــا وانــــــــخلي

حاکمــــــان کـــه مو د عصــــــــــر ، غافلان وي

د امید کشـــــــــــتی به ډوبه شي ، غرقاب کې

کــه روان په کږو لارو ، آشنـــــــــــــایان وي

سید عبیدالله نادر

کال ۱۳۷۹پیښاور

پس لـــــــــه عمرونو ، زما یادو کې ته یي

په ښــــکلي شعر ، او ترانو کــــې ، ته یي

څـه به شــــــکوه ، له تنـــــــهایي ، وکړمه

چي می په خوب او په ، خــــیالو کې ته یي

چي زغــلوم هرې خـــوا ، فکر او خیــــال

ګــــورم د زړه ، په کنــــــــارو کې ته یي

هلته چي خیـــــــــــــال کې ، نندارئ کومه

زما د ســــــــــــترګو ، نظارو کې ، ته یي

په هره خوا کې ، ستــــــا صـــورت وینمه

په مـــــنظرو د بهـــــــارو کــــــې ، ته یي

وراني ویــــــــجاړي به ، تر څو ګــــورمه

چي زمــا د زړه په ویرانو کــــــې ، ته یي

چي وي له وهــم او له خیــــــــاله ، اوچت

هلـــته زمـــــــا په آسمــــــــانو کــې ، ته یي

څنــــــــــګه غافل به ، ستا له یاده ، زه شم

چي مي ، په تیــــــرو خــاطرو کي ، ته یي

هر چیرته وینمــــــه ، تصـــــویر ستا د مخ

د تصـــــــــور، ډکــــو جامـــو کې ، ته یي

چیرته تارو ته ، چي مضراب وړاندی کړم

زمـــا د ســـازونو ، په نغمــــو کې ، ته یي

لنـــډه یي داچي ، په هر ځــــــــــای راسره

زمــــــــــا په ستړو ، اوسیـــــــلو کې ته یي

(نادر) دی تل داستـــــا ، په میـــنه ، ژوندی

چی یي د شعر ، هرې مــصرو کــــې ته یي

سید عبیدالله نادر

کال ۱۳۷۹پیښاور

دعا        

دردمن چي ، په خــــپل ژبه د بلـــــبل په شــــان ګویا وي

په رموز د عشــــــــق پوه ، وي په دردونو آشــــــــنا وي

چي د خــــدای له ویرې نه وي ، غــافل یوه لمـــ-حې کې

خبردار د زمـــــاني ، او مـــــــکارئ ددي دنیــــــــا وي

چي په لاره باندی ســـم کړي ، دا ړانده د زړه په سترګو

غمخوار چي ، دبشــــــر وي د بی لارو رهنمـــــــــا وي

په پرهار د زخمـــــي زړونو ، چي مرحم د تسل کیږدي

هم طبیــــــب زمونږ د رنځ وي ، پرهارونو ته دوا وي

په کیمیــــــا د خپلي ژبی ، کینـــــي لیري کا ، له زړونو

د دردمنو په څیر زړه کې ، آییني غوندي ، صـــــفا وي

او ښـــــکي پاکــــي د بیوزلو، په دستار او شمــــله کړي

چي غمخوار وي د دردمنو ، مــهربانه په هر چـــــا وي

بیا په نور د مـــــعرفت کړي ، جهـــــــالت خونه روښانه

چي خــــورې یي په هر لوري ، د مشعل په څیر رڼا وي

دي صـــحرا د جهالت نه ، چي بهر مو په اخلاص کړي

چـــي په رمز باندي ، آشنــــا وي ، تر همه واړو دانا وي

درد و غم کې د وطن چي ، شپه او ورځ وي ژړه غونی

عبادت او ذکر و فــــــکر یي ، د وطن په حـــال ژړا وي

چــي مــــهار د قـــــــافلي د بیدردانو ځیـــــــــنی ، واخلي

هم په رنځ د ســــــــفر پوه وي ، کــــــــړیدو لره پیدا وي

منور چـــــــي په راتګ خـــــپل ، دا زمونږ د زړه دنیا کا

دا دردمـــــن دي خدای پیدا کړي ، که زمونږه په دعا وي

سید عبیدالله ناد ر

کال ۱۳۷۵ پیښاورپه کابل کې

د خپل مینځي جنــــــګونو نه وروسته

ستا د ظلمـــــونو ، افســـــــاني ختمي شوي

په دي ملـــــــت تیاره دورې ، ختمي شوي

چي تا د وینو ډک جـــــــامونه ،  څښــــــل

هــغه خمــونه ، او میخاني ، ختمـــي شوي

چي فیصـــــلي ته به دې ، سر نه ایښــــود

هغه وختونه او بهــــانې ، ختمــــــي شوي

ســـــــــاز د قدرت به دي په خیــال غږیده

دا ستا ســازونه او ترانې ، ختمــــي شوي

چي خوشحالۍ ته د غلام به غلامی ، منله

دا بی ننګئ او بیشــرمئ ختمــــــــي شوي

اوس نو نور ګــــرځه په غرو رغو آواره

دا ستا غرور او ستا نخرې ، ختمي شو ي

سید عبیدالله نادر

کال ۱۳۵۳کابل

مدهوشه دیوانه 

چي په ژبه می ، جاري ستــا ترانه شوه

په خنــدا راته ،په مخ کې زمـــــانه شوه

تواضـع می د ساقی ، هومره ده ، کړي

چــي انداز د هر کـلام می ، رندانه شوه

د غمــ-و بارونه هلته ، رانه سپک شول

نشیمن چي می ، په ګوټ د میخانه شوه

د هغي لمــحي سکون می ، نه هیریږي

د ساقي په لاس چي ، ډکه پیمـــانه شوه

د مستـــــــــانوپیالي می ، کړلي ما تي

ځــکه نوم می ، یو مدهوشه دیوانه شوه

درمندونه می ، دصــــبر او او سیلو وو

خو د یار په در کي ، ټولـــه نذرانه شوه

په دســــتور د یارانئ باندي ، آشنا شول

چي یي زده ، زمـا د مینې ، افسانه شوه

ګـیله نشـــته ، دیارانو ، بی مــــهرې نه

چـــي بدله په دي دور کي ، یارانه شوه

سید عبیدالله نادر

د خلاصون ناخدایان 

کال ۱۳۸۰پیښاور

په زړه کي صاف ، هغه یاران چیرته دي

د بی کســــــانو غمخواران ،  چیرته دي

چـي ترې او چت شي ، بوی د مهر و وفا

د بـــاغ و بڼ هغه ګـــــــلان چیرته ، دي

چي مو په درد ، او اندیښــــــنو کړي خبر

داسي درد مند ، صــاحبدلان ، چیرته دي

طرز د یــــارئ او آشنــــایي شــــــو بدل

د پخـــــــواني رنګ آشـنایان ، چیرته دي

چي مو مـــــستان کړي ، د تو حید په رڼا

دا د مســــــــــــــــتیو بلبلان ، چـیرته دي

چي اســــــــارت د دیو و دد کې ، نه وي

په نفس جاکمــــه انســــانان ، چیرته دي

چـــــــــي مونږ ته لاره ، د ثواب وښایي

داسي لارښود ، داسي مشران چیرته دي

د او سیلو کشــــتی ، ډو بیږي ، په مونږ

دا د خــــلاصون ، ناخدایان ، چیرته دي

سید عبیدالله نادر

کال ۱۳۸۵کابل

د صاحبدل خوږه وینا یمه زه

ګلي چي تا سره ، آشنـــــــــا یمــــــــه زه

د عشق په رنځ کې، مبتلا یمـــــــــــه زه

ته می یـــــــادونو ، او خــــوبونو کې یي

تل به دا ستا په مینه، پایمـــــــــــــــه زه

بی له ته ژوند رابـــاندي نه تــــــــیریږي

باقي ژوندون ته ، په سو دا یمــــــــــه زه

چي می څو ګوټه ، ستـــــا د میني څښلي

عمرونه مست ستـــــــــــــا په هوا یمه زه

ټول عمــــــــــــــر کاږم د فراق ، بارونه

ځــــــــــــکه دردونو ته ، پیدا یمــــــه زه

آزار می مه اخـــله ، بیلـــــــتونه ، نوري

چي ستا د لاســـــــــه ، په ژړا یمــــه زه

هومره په زړه کي ، دیدنی ، لرمــــــــــــه

د خاطرو لویه ، دنیا یمــــــــــــــــــــــه زه

هر چـــیرته اوري می ، دردمن دزړه غږ

ځکــــــــــه خوږمن زړو ته ، دوا یمــه زه

د خپل احســــــــاس په شــان میندلای نشم

لــه ټول عــــالم ځیني ، جـــلا یمـــــــه زه

غیر د رښتیا نه ، زړه کـــي ، هیڅ نه لرم

چي په خپل قول کې بي ریا یمـــــــــه زه

که چــــــــــا نه ورکه وي ، احسـاس قافله

ددغي لارې ، رهنمــــــــا یمــــــــــــه زه

هر چاته شیـندم ، لکه شمـــــــــــــع فروغ

د تیـارو زړونو رڼا یمـــــــــــــــــــه ، زه

خپلــه وینــــــــــــــا کې می ، دردونه لرم

د صاحبدل خوږه وینـــــــــــــا، یمــه زه

ظاهر صــــورت می، د مجــنون مه ګنئ

ځــکه لټون کې د معنــــــــــــی ، یمه زه

یو څوک همــدرد ، د زړه په درد نه وینم

په دي دنیــا کې ، یک تنـــــــــــها یمه زه

د نادانــــــــــانو ، د غفلــــت پایلــــــه ده

چي نن ، په هر کوڅــــــه رســـوا یمه زه

پرون مــــی برم ، ټولــــــه نړئ ښـوراوه

نن د هر چــــــا د در ګـــــدا یمــــــــه زه

راشه محـــــبوبی ، اوس می حال وګوره

چي خــپل وطن کې، بینــــــــــــوا یمه زه

سیدعبیدالله نادر

کال ۱۳۷۸پيښاور

دغم ژړا            

نشته دردمند ، چي کړي دردونه حســـاب

چي مو کړي خلاص ، لدي کړاو و عذاب

د مــــور او پلار په شـــان مـــو ونازوي

لارې ته ســــــم کړي مونږ دخیر و ثواب

په نیم انداز د خــــــپل کــــــــتو ولــــولي

ددي غمـــــجن مــــــلت، د زړونو کتـاب

ځان سره ، دم د مسیحـــــــــــــــا و لري

راولي بیـــــا مړاو کې دور و شـــــــباب

چــــــــــــي دي خواره واره ملــت د پاره

خم د وحدت نه ، لاس کې ورکړي شراب

لیري صــورت نه د دښمن کړي ، حجاب

د ریا کـــارو څــــــخه پورته نقـــــــــــــاب

زړه په کوګـــــــــل ، له ډیره ، غمه ژاړي

جوړ په صحرا کي ، د زړګي شو ، دریاب

پــــــه انتظـــــــار د یو دردمــن د راتــــلو

شول یتیمـــــــــانو کونډو ، زړونه کــــباب

سید عبیدالله نادر

 بصیرت

بصیرت څه دی ، جهان د یو پراخه دریچي څخه لیدل دي ،خپل په اړخونو په پرانستلي او رڼو سترګو نظر اچول ،خپل تیاره ضمیر او زړه د علم او معرفت په حصول او په څراغ روښانول ،یو څه د عالم معنی نه اخیستل او په روښانه عقل وفکرپه قضایاوو باندي قضاوت کول ،د تعصب او بد بینۍ څخه لیري اوسیدل په هر اړخ کې ژور لید درلو دل خپل د تیرو تجربو او ژوري مطالعي او سیاحتونو،په رڼا کې ډیر لیري راتلونکي ته نظر غورځول یعنی لیري راتلونکی لیدل د دنیا د اشاراتو څخه ټکي او، معنی راجمع کول او اخیستل ، ځکه زمانه په هر انداز کې د بصیرت او لید خاوندانو د پاره اشارې لري ،چې عبرت اخیستونکي ترې خپل د عبرت درس اخلي

سید عبیدالله نادر

د علم رڼا

په رڼا د علم حـــــل شـي هر مشــــــکل

که څوک ولري، ذره ترې نه حاصــــل

د مشکل حــل وي ، په لاس کې د هــغو

چي ټو لنــــــــــه کي ، یادیږي په عــاقل

که دانا په خـپل ، نفس باندي حـاکم وي

دی به نه کاندي ، کارونه د جـــــــــاهل

چي د علم په زیور باندي ، سمبال وي

نو به نه ځي ، بیــــا په لاره د باطـــــل

ښه ښــکاریږي ، په جامــه د مــــعرفت

په مسند باندي ، حـــــاکم چي وي عادل

په تجربو او ګرویږنو ، شي حاصــــــــل

شخصــــــــیت د پاره لوړلوړ ، مراحل

سید عبیدالله نادر

د درد پیغامونه       

هر دم می ، زړه تـــــه ستـــــــا یادونه رسي

زما په قســـــــــــــــمت کې ، کړاونه رسي

واړه  جهان که ، خو شحالي کې وي ډوب

ما ته لـــــه هر خوا نه غمـــــــونه ، رسي

چي د عالــــــــم غمونه ، واخـــــــلم په سر

زمــــا غمـــګین زړه،  تــــه دردونه رسي

هریو ژوندون څــــخه ، خـــــوندونه اخلي

ما ته نصــــــــیب کــــــې ، آزارونه رسي

په سســــــت بنیــــــاد چي د دنیـــــا وژاړم

ما ته د اوښــــــــــکو کـــــاروانونه، رسي

هر یو غــافل کړي ، په دي چمــــــن تغافل

ماته په برخــه ، فریـــــــــــــــــادونه رسي

چي په هر ګل ، او خار و خـــس کړم ژړا

راته د اوښـــــــــــــــــکو دریابونـه ، رسي

چي یو شیبــــــه کړمه ، درد من زړه قرار

بیـــــــــا راته رمز کې ، پټ رازونه رسي

هلته چي ځان کي ، بل جـــــــــــهان وینمه

عـــــــــبرت غوږو تـــــــه آوازونه ،رسي

خلک د وصل په ، ساحــــل کي دي ناست

ماته د هجر طـــــــوفـــــــانــــــونه ،رسي

کلــــه له ځان او له جــــهان شم غــــــافل

کلــــه تر عرشـــــــه می، آهــــــونه رسي

هیڅ وخت فـــارغ له بیــــخودئ نه ، نه یم

چي ستا د سرو شو نډو ، جــامونه ،رسي

چــــــــي مړ احســـــاس راته، راوپاروي

د زړه تارو ته ، چــا لاســـــــــونه ،رسي

نه یم خبر چي می ســــــــتومـــانه زړه ته

له کومــــــــــي خوا نه ، پیغـــامونه رسي

سید عبیدالله نادر

کال ۱۳۷۶پیښاور

د سولي فرشته

ته انسـان یي ، نمــــونه د کـــــرامت یي

یو شهکار د عظــــــمتونو ، د قدرت یي

د هوی او د هوس سره په جنــــــګ یي

ته پیـکر د خواهشـــــــــاتو د شهوت یي

تا ته یي نفـس ،د امتــــحان د پاره درکړ

دغه دیو ته که تسلیم شو ي ملا مت يی

امانت بارونه ، تا ته سپــــــارل شــوي

ته مسول ، د ستر هدف او رســـالت یي

ته مالیاریي دخــــــــــالق په دغه بڼ کې

ته باعث ددي چمـــــــن ، د طراوت یي

ته د امن او د ســــــــــو لي ، فرشته یي

ته حــــــامی ددي وګړو ، د عزت یـــي

سیدعبیدالله نادر

روحي بیخودي

لکه څرنګه چې د شرابو ډ پر له پسی پیمانو څښل رندان بیخوده کوی .نو یو ښه شعر شه وینا ، یا د صاحبدل وینا ،دلبرانه او فیلسوفانه وینا چې د طعنو او الفاظو د ګذارونونه لیري وي ، نو انسان د روحی بیخودۍ او معنی خواته بیایي ،او د زړه او ضمیر تیارې یی روښانه کوي ،سړی ته روحی سکون او آرامتیا بخښي تر ټولو د مخه دا به ښه وي چې انسان یو څو خبری ، د یو حکمت دان انسان څخه واوري ، چې د ښه خبرو په اوریدو سره ، د انسان په زړه کې روښنايی پیدا کیږي .خو دا خبري د داسي یو انسان څخه سړی واوري ، چې هغه د ښه ژوري مطالعي ،آو پوهی خاوند وي ، د سیاحتونو ډیري تجربی ورسره وي ،او د علم او معرفت په ګاڼه سمبال وي ،او زړه یي د معرفت په   څراغ روښانه وي ،او دا روښانه خبره ده ، تر څو چې د انسان د ذهن او ضمیر تیارې د معرفت او حکمت په نور روښانه نه شي ،او انسان د تنګ نظرۍ په لومه کې بند وي، او د پراخ نظرۍ څخه لیری اوسي ،نو د معنی له درک څخه عاجز وي ،او همدا رنګه په فلسفی او د معنی نه ډکو لیکنو ، او ویناوو ، چې ژور فلسفی درک غواړي ، په هغه یی په عامه اصطلاح سر نه خلاصیږي ،او نه پرې پوهیدلای شي .

سید عبیدالله نادر

بیده کاروان

دلته قافله مو د ژوند په بی لارو سر ده ،به هر رباط او پیچومو کې مو قافله په غلو رااوړي ،دلته د تل له پاره قافله سالار بیده وي ،یا د غلو سره مل وي ، او یا هم د اغیارو ګوډاګۍ وي ، دلته په دي کاروان کې څوک بیدار نه پریږدي ،د ځان نه هم هوښیار نه پریږدي ،داسي غمخوار چې د دښمن د سترګو خار وي هغه نه پریږدي،دا ځکه قافله لکه بیړۍ چې په طوفان کې راګیره وي ،ړنګه بنګه ځي .او همداسي ښکته و پورته د نجات د ساحل په لور درومی ،همداسي زمونږ قافله هم روانه وي ،دلته د انسانیت او فرشتو په سپینو جامو کې ،ځینو غافلانو داسي وحشت رامینځ ته کړی ،چې په هر رباط او هر ګرزونۍ کې انسان ایریږي ،دلته راتلونکی ډیر دهشتناکه ښکاري دلته څوک زړه سواند او غمخوار نه پریږدي دلته ښه انسانان د لوی ارواح خاوندان ، روښان ضمیره او د احساس خاوندان ،د ډیرو بدو او پلیدو ، ناولو،او په باطن خیرن انسانانو په لاس وژل کیږي .چې د دي ټکي ښه شاهد زمونږ تاريخ دی.

سیدعبیدالله نادر

کال ۱۳۷۶پیښاور

ازلیت                   

درنه چوپتــــیا کــــې ، دا د لوی آسمـــــان

ستا د قدرت او عظمـــــــت ، نښــــــــي دي

په تـــــور تورتم، د سمــــــــــــــندرو په تل

ســــــــــتا د بی شانه ، ازلیت نښــــــــي دي

په دروند رفتـــــــــار، او قدمــــــــــو د عدم

ستا  عظـــــــمت ، او ابدیت نښــــــــي دي

په وران ویـــــــجاړو ، ادیرو کـــــــې د ډار

ستا د قدرت او د هیــــــــبت ،نښــــــــي دي

تورو تیارو ، او ظلـــــــــمت کــــــې د شپو

ســـــتا دغرور، او صــــــلابت نښـــــي دي

په طــوفــــــانونوکې ، د بحرونو ســـــــــتا

د جبــــاریت او قهــــــــــاریت نښــــي دي

درنه چوپتیا کـــې، د زمان و مـــــــــــکان

ډیر عبرتنــــــــاکه ، د قدرت نښـــــــي دي

هلتــــــــــه چي چـــــــا ورته نظر نه رسي

ستا د نظــــــام  ، د پراخیت نښـــــــي دي

په سراسر د حیرتنـــــــــــــــــــــــاکه نظام

ستـــــــــــــا لایزاله ، حریت نښــــــــي دي

په درست ســــرحد د کـــــایيناتو کې ، ستا

د لوړ شوکت او حاکمیـــــــــــــت نښي دي

په رمــــوزاتو د عــــــــالم کــــــې ، همیش

هـــر یو غــافل ته د عبرت نښــــــــــي دي

چي په جوړښت کې ،ســــتا د کون ومکان

ستـــــــــــا د تدبیر، او درایت نښـــــي دي

ګردنده ســــــــتورو ، او نظام کې د شمس

د لازوال ، خود ارادیت ، نښــــــــــــي دي

اســــــرارو ډکه د وجـــود مـــــــــــاڼی کې

ستا د رفـــــعت و، الـــــوهیت نښــــــي دي

په کـــــــاڼو بوټو د چمــــــــن کـــــــي وینو

ستاد حشمـــــــت او جـــلالت نښــــــــي دي

هر کاڼــــئ بوټـــئ ، عـــــــبرت بین د پاره

دي چمن کــــــې ، د مـــعرفت نښــــــي دي

په هر اندام او په وجـــود کـــــي زمـــــونږ

ستــــا د پو هني ، او حکمــــــــت نښي دي

شور و فریاد د بلبــــــــــــــــــلانو، ســــحر

ستا د ثـــــــنا ، او د صـــــــفت نښــــي دي

سید عبیدالله نادر

کال ۱۳۷۲پیښاور

نه مـی ګور شتــــــه نه کـفن

ځکه نشتــــــــــه ، زما وطن

خپي می لو څي سر مي لوڅ

جامـــه نه لـــــــــرم ، په تن

په روحي ، عذاب اخـــته یم

هم تکلــــیف کــــې می بدن

په اغزیو، باندي ګـــــــرځم

په فراق د خـپل ګلــــــــشن

رایحـــــه به ، د وطن خپل

وربه یـــــي نکړم په خــتن

چي می واخــلم د وطن نوم

خولـــه شي ډکـــه، لـه ذقن

سید عبیدالله نادر

ملی و حدت ته اړتیا  

چي لیرې شي له مخي وریځــــــي د جهالت

وړانګي پریوځي ، په هرې لورې د معرفت

د پو هنـــــي ډیوه ، په هره خواشــي ،بلــــه

له تپو تیـــــــارو څخـــــه، راووځي دا ملت

هلته بیا چي د لوړو غرونو په ســـــرو شي

د ورورئ ، انصـاف و عدالت بیرغ اوچت

خـــو رسیدو ته ددي لوړ، آرمـــــان د پاره

ضرورت زمونږهیواد ته دی، ملي وحدت

سیدعبیدالله نادر

درد آشنا

په دردونو یم ، آشــــــــــــــــــنا

زخمـــی زړنـــــــــو، لره ، دوا

چي په لار وي ،غلـــــــط شوي

زه د هـــــــــغو یم ، راهنـــمـــا

په رموز د عشـــــق به پوه شي

څوک چي کښیني ، زمـا په خوا

زه یي ګورم په ضــــــــمیر کې

که تیـــــــــــــــاره وي ، که رڼا

بیــــــــــدردان کلـــــــه رسیږي

د زړه ســـــــــــواندي ، په وینا

په تندي کــــــې یي زه ، لولــــم

چـــي پــــه زړه کې یي وي ژړا

سید عبیدالله نادر

د عمر خزان

څومره هیري شوي ستا تیري خاطري ،زما د ذهن په آسمانونو کې ستا د عنبرینو زلفو سلسلي

اوس زما د خیالونو په دهلیز کې ستا د حسن تابلو زَړه او ګَرد وهلي پرته ده ،ځکه ستا د یادونو لاس بیا پرې نه دی کش شوی . د دوړو لاندی پرته تابلو د خاطرو څخه هیره شوي ،ځکه چې د روزګار د طوفانونو په مقابلي کې ستا د تیرو یادونو هنداره ماته شوي ،او د حافظی د فراموشۍ په دهلیز کې بی قدره پرته ده ، داسي شکاري چې د خاطرو ډیوه مړه شوي، ځکه د هغه میني شرار چې ډیرو تیارو ته به یی رڼا ورکوله او ستا یادونه یي تازه کول ،او جهان ته به یی فروغ ورکولو،هغه شرار او مستي د سر کشۍ څخه غورځیدلي .آو پر ځای یي ډیر ډارونکی ، ظلمت او تیاره د ذهن په کوڅو باندی حاکم دی ،دا ځکه چې د ژوند څراغ نور په ختمیدو دی ،او د زړه لویه دنیا اوس د یو بی انتها سفر تیارۍ نیسی .او د زړښت خزان دوجود په ماڼۍ یرغل راوړی .

سید عبیدالله نادر

د عبرت درس  

کال ۱۳۷۰پیښاور

چي ګل رژیږي ، دا ژوره خبرتیـــــــــــا ده

د دانــــــــــا د پاره ، لویه انتــــــــــــــباه ده

د خپل حـــــــــال په ژبه هر کـله، ګل وایي

چي دنیـــــــــا په خپله ذات کي لکـــه ما ده

د عبرت په نظر ، ځیر که زما په حال شئ

نو به پوه شئ ، چي دنیــــــــا هم بی وفا ده

حال می وګورئ ، په ځان باندی بیدار شئ

چي زما په شاني ، ســـــــــتاسو هم سزا ده

دا خــــندا چی می خوله باندی ، ښکاریږي

عبرت بین د پاره بل شــــــــــــانی ژړا ده

چی په حــــال مي ، نیکبختانو ، نظر کړی

لا تر اوسه یي ، په ځان باندی ســـــودا ده

د عبرت درســــــــونه زما له عمره واخلئ

چي یوه خندا ، د ټول ژوندون بقـــــــــا ده

ډی چمــــــن کي کله کله سوچ په کار دی

تفکر په تیـــــــــــــاره زړه باندی ، رڼا ده

سید عبیدالله نادر

کال ۱۳۷۶پیښاور

په باغ و بڼ ، خوند لـــــــــــه ګلانو تللی

شــــــور د پاڅون له بلبـــــــــلانو ، تللی

بو ی د بهــــــــــــبود ، له دي چمن وتلی

اثر د مــهر ، له ګـــــــلرخــــــــانو ،تللی

چی وو ، خو بانو کـې رنـګین مخــ-ـونه

اوس یي ، ښایســــــت لـــــه دلبرانو تللی

د حرص و تمی دی ، حکومت په رړونو

اختــــــیار د نفــــس لــــه رهبرانو ، تللی

نشته مالیار چي شي ، غمخــوار د چــمن

احساس او درد ، لـــه غمخــــوارانو تللی

اغیار حســـــــــد کي، دا چمــــن ورانوی

شعور او درک ، له هو ښیــــارانو ، تللی

وي مصـــیبت عـلاج، درد منـــو په لاس

حســن تدبیر ، لـــــــه عالمـــــــانو ، تللی

سید عبیدالله نادر

عزم و همت      

راځئ چي رنځ ته مو دوا جوړه کړو

د محبــــــــــت لو یه دنیا جوړه کړو

ترڅـــــوبه سوځـــو په لمــبو د نفاق

د ورور ولئ ، یوه غوغا جوړه کړو

د خپل تیاره ضمیر، او زړه په کوڅو

د معرفت په نور، رڼا جــــــوړه کړو

چي د کــــلونو ، پر هارو کړي علاج

درد منو زړونو ته ، کیمیا جوړه کړو

که زړه جونګړه، په جفا شوه ، ورانه

عزم و همت باندی یی ، بیا جوړه کړو

سمبال چي نه وي ، د سینــګار په هنر

د وطن ناوي به په چـــا ، جوړه کړو؟

سید عبیدالله نادر

معرفت      

علــــــم زړه کړي، د انسان

د مشــــــعل په څیر روښان

بی علمــئ کې وي ، وګړي

لکــــــــــــــه دد، لکه دیوان

په تیارو کي خوري ، دغرې

خبر نه وي ، لــــه خپل ځان

چي سمبال په علم و فن وي

هر څه وي ورته، آســـــــان

معرفت کړلو ، روښـــــــانه

هر یو ګوټ ، ددي جـــــهان

سید عبیدالله نادر

۱۳۷۳ کال د اسلامی حکومت

د مجاهدینو د خپل مینځي جنکونو پر مهال

سر زوری    

هره خـــــواته بی دردي ده

د بـــــــیدردو ، رهبري ده

سراســــر ددي ، ملـــت کي

جهـا لت ،او خود ســري ده

د هــوی هـوس یرغــل دی

د نفســـــونو، سر کشـي ده

مصلحت دلت محـــکوم دی

د حــــل لاره سر زوری ده

مرام ،لیری پاتـــــــي شوی

د قدرت پســي ،خواري ده

د آباد نـــــوم یي، بر باد کړ

ځکـــه هر خوا ،بر بادي ده

غوبل ګډ ، په هري خوا دی

ځنـــــــاورو ، پای کو بی ده

دغرور شراب، څښل شوي

ددیـــوانـــو ،خــرمستــي ده

اراده ده ، د شـــهــواتــــــــو

د هستـــي سره ،مستــــي ده

مریــــتوب نه، شرم نشــــته

افتــخــــــــار، په غـلامي ده

دي شرار کې، د نفســــــونو

سوځــــیدلي مو ، هستـــي ده

سید عبیدالله نادر

کال ۱۳۷۶پیښاور د طالبانو د واکمني پر مهال

د هجرت کلونه            

د لو یي ارواح خاوند  

زړه ســـــــواند چی په دردونو، او غمـــو سره آشـــــناوي

د بشر په درد و غم کـــــــې، له راحت ځینـــــــي جلا وي

چي په نور د معرفت کړي ،د تیـــــــارې په مونږ روښانه

لارویانو د تیـــــــــــارو ته ، د څــــــــراغ په څیر رڼا وي

چي روښــــــانه زړه ضــــــمیر کړي ، د بیدرو کوردلانو

دي روانو جنـــــــازو ته ، لـــــــــــــــــکه دم د مسیحا وي

چي عالم د بیـــــــخودئ ته ،هر غمجن له ځـــــــانه بوځي

چي په سل ژبو وینا کي ، صــــــــاحبدل په شان ګویا وي

لکه لمر په شان تندی یي ، غوړیدلـــــــــی وي ، هر چاته

هم خاوند د لوړ احســــــاس وي د ټولنـــــــــي ، مدعا وي

چی د لاس امســـــــــا وګرځــــي ، د ا د زړه ړند و د پاره

کوردلانو ته لارښود شي ، د بی لارو رهنمـــــــــــــــا وي

چی پړاو په نیــــــم کتو کړي ، د غمــجن زړه دفتــــــرونه

پټ له حاله مو خبر وي  په رمــوز باندي ، آګــــــــــاه وي

داحســــاس په سمــــــــندر کې ، بیدردان په کې لاهو کړي

سر تر پایه لوی احســـــــــــاس وي ، کړیدو لره پیـــدا وي

د مکارې زماني نه ، لاس په سر یو ګوت کې ناســـت وي

بیا له دي عالمـــــــــه لیري ، په عالم کې ، د معــــــنی وي

چي په څو ټکو خبــــــــر کړي ،هر غافل له خپله حاــــــله

له ازله خبر دار چي ، په اســـــــــــــــــرار ددي دنیا وي

په نظر د معـــــــــــــــــرفت چي ، د غمجن ویني حالونه

مسیحـا زمونږ د رنځ وي ، چــــــــــي دردونو ته دوا وي

هم په وجد و غلـــبلـو کړي ، په ګو ګل کې مړاوي زړونه

چي مرحـــــم یي وي پــــــــه ژبه، هر کلام یي د ژړا وي

در ګوهر چی یي له خولي نه ، په محفل هر خوا وریږي

علم و فن باندی ، سمبـــــــــــال وي، تر همه واړو دانا ي

یو د لوی ارواح خـــــــــاوند وي ،د بشر په حال خبر وي

د درد من زړونوټکور وي ، مهربــــــــــانه په هر چاوي

ای د کل جهان واکــــــــــــداره ،لږ زمونږ دردونه واوره

دا دردمـــــن مونږ کي پیدا کړې ، که زمونږه په دعا وي

سید عبیدالله نادر

کال ۱۳۷۷

د درد من حال

دردمن په مونږ کي نشــــته چی دردونه ما نه واورې

په زړه چي می پراته دي ، پټ رازونه ما نه واوري

و هرچاته چی نظـــــــــر کړمه، روانه جنـــــــازه ده

آشناپه درد کي نشته ، چي نقــــــــــلونه ما نه واوري

دځــــــــــــان سره ویږم ، نه پوهیږم چــــــاته ورشم

چي آشنــا د زړه په حال وي،غمونه مــــا نه واوري

عبرت درســـــــــونه ما ، د زمانــــــی څخه اخیستی

احســــــاس خاوند دي راشـي ، مثالونه ما نه واوري

چوپتیا کي د ګوګل می، شور ماشور کلـــــه جګیږي

په رمز کی چي آشنـــــا وي ،فریادونه ما نه واوري

د حال خاوند په کار دی چي د زړه په حال خبر شي

که حال و ځان ته غواړي ، نو حالونه ما نه واوري

نادره زما په عمـــــــر زمـــــاني ، شو لـــــــي بدلي

د چا نه به ګیـــــــــله کړم ، تیر یادونه ما نه واوري

دردمن خدایه پیدا کړئ ، دي محفل کي د بی دردو

چي راشي زما تر څنګه ، تاریخونه زما نه واوري

سید عبیدالله نادر

کال ۱۳۷۷ د طالبانو د واکمنئ پر مهال

د غافلانو لو به      

د امیـــــــــــــدونو بڼ، ثمـــــــــــــر نه لري

ځکـــه مالیـــــــار تري نه، خـــــبر نه لري

توره پرده د ناامــــــــــیدي شوه، خــــــوره

دا انتظــــــــــــــار زمونږ ګـــــذر، نه لري

د کـــــــاروان څــخه شوه ، لاره ورکـــــه

چي قـــــافلي سر کــــی ، رهــــبر نه لري

چمــــن شـــــو وران د غــافلانو ، په لاس

چــي د مالیار په شــــــــان هنر ، نه لري

ډیر عبرتنـــاکـــــه ، زماني کی او ســــو

دا عبرتګــــــــاه ، پــــه مونږ اثر نه لري

واګـي په لاس د سر نو شت کړي هغوی

چي د خپــل ځــــــــانه هم ، خبر نه لري

هر چـــــــا له یاده غــورځیدلی یو، مونږ

ځــکه چي څوک پر مونږ، نظر نه لري

شپي د فراق دي چي اوږدیږي په مونږ

دغه ماښـــــــام ګــــوندي، سحر نه لري

سید عبیدالله نادر

د دردو سره آشنا شوم

ستا په غم چي مبتـــلا شوم

له راحت ځینــــي جلا شوم

چي می سر په محــبت شو

په بازار کو څو رسوا شوم

ســـــتا د میني مدرسې کي

د دردو ســـره آشــنــا شوم

رغیدل اوس زمـــــــا نشته

ګرفتـــــــار په دي بلا شوم

له ازله می قسمــــــــت وو

چی غمو سره آشنـــــا شوم

اندیښنو سره می کــــار شو

چی په تا باندی شــیدا شوم

سید عبیدالله نادر

نوی هنکامه             

د پر له پسي و چکا لیو پر مهال په افغانستان کي

د طالبانو د واکمنئ پر مهال

بهــــــــاره نـــــــــور د چنــــګ او، ترانــــــو سره راځه

د مســــــــــــتو ولولــــو ، او د نغمـــــو ســـــــره راځه

قـــــافلـــه د رنګ و بوی، ځـــان ســــــــــــــره راوړه

محـــــــفل ته د رندانو ، خــــــو شبو یو ســـــره راځه

غضــــــب تنده ، راوستی ده په مو نږ بـــــاندی آسمان

راځــــــــې کــه دي دیــــار ته ،بـــــــارانو سره راځه

خمــــــــونه دي تش شوی ، رندان دي شــــونډی وچي

دي ورانـــــــــو میــــکدو ته ، ډک جــــامو سره راځه

نسیم په شــــــــان ور ګډ شه ، په بو ټو د چمــــــن کې

زمونږ د زړونو ښـــــــــــــــــار ته ، نڅیدو سره راځه

ګو ګــــــل کې زړونه مړه دي ، مستي په جا کي نشته

د مړو زړونو لپــــــــــــاره ، غلبلو ســـــــــره ، راځه

بدلون په مونږ کي ، نشته په دروند خوب کې پراته یو

زمونږه دي محفل ته ، هنـــــــــــــــــــګامو سره راځه

خـــــوبونه مو په زړه کي، پریشــانه غوندی بریښـــي

راځـــــــې که دغــه لــــــور ته، تعبیرو سره راځـــــه

عمــــرونه دي کـــــــړیږو ، پـــــــه فراق کي د وطن

د خپـــــل و طن د وصـــــل، پیغــــــــــــاموسره راځه

سید عبیدالله نادر

کال ۱۳۷۵د هجرت کلونه پیښاور

حیرت           

لکه پسونو په څیر ولاړ یو دي صحرا کي

حـــــیرانی کــــې خپل حالت ته یو دنیا کي

حیرت ســـتر ګی مو نیولی ،هرې خوا دي

نه پوهیږو په مقصــــــــد او مدعــــــــا کي

اجل راشي ، یو د غوږ څخـــه راکش کړي

نور حیران وي ، په منظــــور او مدعا کي

فلســــــفیان ددي ، په حل کي سټري شوي

حکیمــــــــــــان یي تخته بند ، په معما کي

د خلقــــــت د ابتدا نه ، لا تر اوســـــــــــه

عالــــــم پاتی په دروغ، او په رښتــــیا کي

سید عبیدالله نادر

د دردمن مرحوم جنرال سید حسن (حسن)

د تصویر لاندي

د وطن په حال دردمن سید حسن ته

په دي تصویرګورئ غمجن سید حسن

په خپل وطن ، او قــام مین سید حسن

انبار غمــــــــونه یي ، تر ګوره وړي

دا د وطن په حــــال دردمن سید حسن

دی وو ، د نورو د آســــایش په آرمان

د سو کــــالي وو ، ارمانجن سید حسن

دی یو پتنــــــګ وو ، معرفت د ډیوي

هم وو عاشـــــق د علم و فن سید حسن

هره مصري کی د خپل شــعر دی لري

د قام په حــــال ژړا شیون ســـید حسن

دی په کړاو کي د وطن وو بیمــــــــار

دا فدایي ددي وطــــــــن ســـــید حسن

لکه بلبل په شــــــــــان ګویا ، په ژبه

د هر محـــفل اهل سخــن ، سیـد حسن

یو خوشـــــبویي وه ، د معـــنی اوادب

ددي وطــــــن په هر ګلشـن سید حسن

نـــادر یي ټول عمر، په قـــدر دی پوه

دا د دردمـــن او قـــــــدرمن سیدحسن

سید عبیدالله نادر

ستـا په کړاو کي ، زړه خوږمن لرمه

په رنځ کي پروت یم ، ځنــکدن لرمه

په شپه او ورځ دا ستــــا په یاد وطنه

ژړا شیـــــون، د ســــــید حسن لرمــه

«««««««««««««««««««««

چــــي ملت ته د افغــــان وي قدر مــن

د خپل قام په غم غصو کي وي غمجن

د وطن په حال ژړا چي یي شعار وي

بیا پیدا کړي، سید حسن غوندی دردمن

«««««««««««««««««««««

د وطن په یاد می تل دي کړیــــــــــــــدل

شپه اوورځ یي په غمو کي ، سوځیــــدل

راحت پریښود زحمت واخیست ما په سز

سیـــد حسن په څیر می، زده کړه ژړیدل

«««««««««««««««««««««««

په غمجن زړه می انبار دي ، ستـــــا یادونه

د بیلتون لمــــــبو لا کيښـــــوده ، داغــــونه

سید حسن په څیر می سر بر سر پراته دي

په قلــم قلـم زړګـــــي می ، ستــــاغمــــونه

سید عبیدالله نادر

کال ۱۳۷۶پیښاور د هجرت کلونه

د طالبانو د واکمنئ پر مهال

بیده ضمیرونه

دلـــــــــــته نه اوریدل کیږي د انسان غږ

نه څوک اوري ، د دردمنو د دوران غږ

دیانت دومره کم زوری دی دي ښار کي

چی هر چاته نه رسیږي د ایمـــــــان غږ

په کو څـو کي د ضـــــمیر غو غا ده ګډه

ځکه نه راځي غوږو ته ، د وجـــدان غږ

زاهدان هومره د نفس هوی کی ډوب دي

چي د زړه په غو ږو اوري د شیطان غږ

څوک عبرت نه اخـلي تاریخ او زمانی نه

د غــافل غوږو ه نه رســی ، زمـــان غږ

پر هارونه یو د بل پســـــي زیاتیــــــــږي

نه راووځــي دي بیدیا نه د درمــــــان غږ

هو ښیـــــاران یي یو د بل پسي زندي کړه

ځکه اورو د هر ګوټ څــــــخه نــادان غږ

مګر نشــــــته دي ،اثر مو په دعـــــــا کي

چی نه رسي آسمــــــــــان ته ،د افغان غږ

سید عبیدالله نادر

د وطن درد منو بچیانو ته

ته له خپل حاله نه خبریږی ولي

د سـتر ګـو توره ، بی زړه کیږی ولي

له کــــــــــــــاروانه لیري کــیږی ولي

عزم و همت باندی ، اوچت کړه ته ګام

له خنډ و خار ځینــــــــي ایریږی ولي

د تر قی کاروان فلـــــــــک ته وخوت

ته له خپل ځـــــایه ، نه خوریږی ولي

نړي په ســـــتورو کي ، څیړني کوی

ته په تش خــــاورو کي لو بیږي ولي

خلـــــک ســـــاحل ته د نجات وو تل

ته په خــــو ناب کي بیا ډوبیږی ولي

ستا مستقبل باندي ، غلیم کړي لو بی

ته له خپل حــــاله نه خبریږی ، ولي

نــــور د مراد و ســر منزل ته رسی

ته په او هـــــــامو کي ورکیږی ولي

مهار نیــــــــولی لیونو د کــــــاروان

ای بی خــــــــبره ، نه پو هیږی ولي

ټوله دنیا لاس د وحـــــــدت ورکړی

ته د نفــــــاق په اور سو ځیږی ولي

انبار غمــــونه ستا په کور پراته دي

ته د خپــــــل درد نه دوا کیږی ولي

سید عبیدالله نادر

د وطن دردمنو بچیانو ته

کال ۱۳۷۷پیښار

وخت د خپل ځان د خبریدو دی ګله

دغه زمــــــــــان د ژړیدو دی ، ګـــــــــــله

بیا د عبرت د اخیســــــــــــــتو دی ګــــــله

وخت غنیمت دی ، خو له لاســــــه ووځي

ژر شه چي وخت په تـــــــــیریدو دی ګله

تباه بر باد له جهــــــــــــــــــــالته یو مونږ

دغــــه دوران، د پو هیــــــــــــدو دی ګله

غلیم زمونږ په سر نوشــــــــت کړي لوبی

وخت د خپل ځـــــــــان د خبریدو دی ګله

تر څو به پروت یي د غفلت په خوب کې

دغه فرصت د ویښـــــــــــــــیدو دی ګله

ځــان کـــــي بدلون په معرفت راولـــــه

لمــــــر د عرفـــــان ، په ډوبیدو دی ګله

چي لیري نه شئ له کـــــــــاروانه د علم

مضــــــــــــبوط قدم ، د ایښیدو دی ګله

هغوی که وران کړ په جفا ســــــتا وطن

تا ته فرصــــت د جوړیدو دی ګــــــــله

تر څو به مات و ګوډ و خلاصه خوله یي

دغه حـــــــــالت د پاڅیـــــــــدو دی ګله

په مغارو کي د وحشت یو ایســـــــــــار

مصلـــــــــــحت مونږ ته د وتو دی ګله

که د همــــت څخـــــــه وانخــلي ته کار

خدایږو ستـــــــا نوم په ورکیدو دی ګله

نادر ژړیږي ستـــــــــــا په غم کي مدام

ستا خوار حـــــــالت د ځوریدو دی ګله

سید عبیدالله نادر

 د افسوس عالم

سپین ږیرۍ بوډا چې ملا یی کړوپه وه ، او په رپانده لاسونو کې یي لکړه وه په لاس ،سر یی ښکته نیولی ،او دوه د لټون سترګي یی د ځمکي په لور ښخي کړي وي ، تا به وییل چې ګوندی څه لټوي ، او په ژور سوچ کښی وو ډوب ، یو ځوان هلک لاروی چې تر څنګه یي تیریده ، نو د ټوکې په انداز کې یي ورته وییل : با با په خاورو کې څه لتوې؟  با با په انتباهي انداز کې ورته ووییل :د افسوس په یو عالم کې لټومه مي ، په خاورو کې ځواني ،

سید عبیدالله نادر

د وطن دردمنو بچیانو ته

نن دی که سبا دی ، مونږ روان یو،دا خمکه دا وطن دا جهان او دا آرمانونه به تاسو ته بچیانو پاتي کیږي ،دا وطن ستاسو د مټو،او ستاسو د زیاراو همت انتظار کاږي . دا باغونه دا ډاګونه به ټول تاسي ته درپاتي وي ،مونږ به نه یو ،خو په دي ښه وپوهیږئ ،چې د وطن د انتظارسترګي ستاسو په لور دي ،ځکه د فنا په دي کاروان کې ،د ډیرو دردمنو وخت نور پوره شوی ،یاني د فاني دنیا څخه روان دي . د دوي تګ د دي فاني دنیا څخه د ژوندیو دردمنو په زړونو کې ،ویره اچوي ځکه هر چاته داسي بریښي چې په دي لوی ډګر کې ،دي لویولویو رسالتونو، او نورو ستونزو ته یواځي پاتي شو ،تاسي ته په کار ده ، چې د همت لمن د لاسه خطا نه کړئ ، او په ډیر متانت د علم او معرفت په رڼا کې ،خپل مستقبل په رڼا بدل کړئ .تاسي ته ښایي چې د خپل تاریځ او اسلافو څخه عبرت واخلئ د بدو څخه یی پرهیز او د ښیګڼو څخه یي ، نقش قدم ولاړ شئ ، ځکه د دي ستونزو حل د معرفت په رڼا کې ، او د خپل وطن د تاریخ پیژندني او آشنايی په رڼا کې ښه کیدای شي ،ولي چې تر اوسه مو ډیر د جهالت په کندو اوکندوالوکې لاس او خپي ووهلي ،چې لا تر اوسه هم لګیایو ،د عبرت سترګي مو ړندي ، او عبرت اخیستونکي غوږونه مو کاڼه دي . تاسي ته ښایي چې د تیر بَرم او عظمت په نظر کې نیولو سره د خپل د راتلونکي تاريخ پاڼي زریني کړئ ، او خپل د دردمن او وطنپالو ، د زړه له کومي احساسات درک کړئ ، او دا احساس په ځان کې وپالئ ، او بیا یي نوروته په میراث پریږئ ،ځکه اوسنۍ دردمنو په ډیرو پریشان حالۍ د دي دنیا نه سترګي پټي کړې، د وطن په حال غمجن او سوکالۍ ته ، سترګي په لاره پاتي شول ،ځکه هغوی ولیدل ، چې په دي فقیر قوم کې یوداسي څوک نشته چې د رهبرۍ او مشرۍ واګي په لاس واخلي ،او دا ملت د دي غرقاب څخه د نجات او خلاصون ساحل ته راوکاږي ،نو ځکه هغوي د دي دنیا څخه ارمانجن لاړل ،او په بله معنی د تل له پاره یي ، د دنیا نه سترګي پټي شوی ،نو تاسي ته ښايي چې د وطن او عالم بشریت د درد د درکولو احساس په ځان کې وروزئ ، او د سولي د ساتلو د پاره نه یواځي په افغانستان کې بلکه په ټوله نړۍ کې ،خپله پوهه په کار واچوئ .  او په دي لار کې د سرشیندنۍ نه هم دریغ و نه کړئ . ځکه چې د آزادۍ او سولی نیالګۍ به خامخا د زړه په وینو اوبه کوې ،او دا نعمت په ډیرو قربانیو لاس ته راځي

   سید عبیدالله نادر

د خیال پرواز

په یوه لمحه یا شیبه کې ،خیال یا تصور په خپل دروند پرواز سره ، په خپلو فولادینو وزرو د دنیا د ګوټ ګوټ څخه ګذر کوی .په دیر کم وخت کې ډیر لیري ځایو ته ځي . کله هم داسي یو ځای ته ورسی ،چې هغه ځای او هغه مکان مونږ نه وي لیدلای .چې خیالي ځای یا د تصور تخلیق وي . نو څومره چې انسانی سوچ او خیال په څو ثانیو کې لیري ځایو ته رسیږي . په دي حالت کې  د سوچ ځای هغه متفکر انسان ته یعني څوک چې پری سوچ کوی ، هغه ته او پروردګار ته ښکاره وي .خدای تعالی په خپل ازلی علم پوهیدلای شي ،چې د دي بنده سوچ او خیال چیرته دی .بل هیڅ څوک د چا دزړه څخه نه شي خبریدای یعنی د بل انسان ظاهری حرکات او ناسته پاسته لیدلای شو ،او د خپل فهم او تصور په اندازه د هغه کړه وړه اټکل کولای شو ،خو د هغه د زړه د راز او د هغي د سوچ او خیال د محل څخه نشو خبریدلای ،ځکه دا اجازت به غیر د پروردګار څخه بل چا ته نشته

سید عبیدالله نادر

بیخودۍ عالم

نه پو هیږم چــــي دا تحــــــویر د چــا دی

چي په خــــوله راځي څه تـــقریر د چا دی

بل عالم ښـــــــــکاري راته ، بیــخودۍ کې

د خپــل حـــــاله وتل،  تــد بیر د چـــــا دی

چي هر حرف می وځـي مسـتانه، له خولي

نه پو هــیږم چــــي دا تـــا ثیر د چـــــا دی

چی هر لمــــــحي وي ورته زړه په سـجده

په محراب د ضمـــــــــیر تصویر د چا دی

په عقــــــل و پوه چي نـــــــازیدو نشو پوه

له بنیــــــــاده جهــــــان ، تعمــــیر د چادی

چي ماتــــــم دار وي ټـــــــول عالم د یو بل

په دي ماتـــــــــــم سرای کي ویر د چا دی

ځیني تل غواړي بد خواهــــي د عـــــــــالم

نه پوهیـــږم چی دا تفســـــــــــــیر د چادی

تمام ژوند مي کړو دود مجمـــــــر د هستي

نه پوهیږم چــــی دا ،تقدیر د چـــــــــــا دی

سید عبیدالله نادر

یوه خاطره یا لنډه کیسه

کال ۱۳۷۸ پیښاور د هجرت کلونه

ژور احساس

د پیشاور د ګرمی موسم دی ،د عمومی سړک نه لیری ،په یوه چپه او آرامه کوڅه کې چې یوی لویی وني سیوری اچولی وو .د ونی سیوری لاندی یوافغان مهاجر د خپل ماشوم ځوی سره ناست دی .تر مخه یی دوه د خټو دیګونه (کنډولي ) ايښی دي ،چې په یوه کې یی شربت او په او په بل کښي یی شړومبی دي ،د دي په هیله چې ګوندی تر ماښامه پوری یو حلاله روزی ځان له پاره تیاره کړي،داسي ښکاري چې سړی د ډیر سواد خاوند نه دی خو د ابتدایی سواد د تدریس یا درس ورکولو توان لري ،خپل ماشوم یي د ځان نه لیری کښېنولی ،ماشوم په یوه غوړیدلي څادر قلم په لاس او کاغذ تر مخ ناست دی ، پلار ورته الف او ب و ریادوی ، د پلار د تندي څخه یی داسي ښکاري چې د خپل ماشوم راتلونکي ته ډیر پریشانه دی .د سودا ورکولو په وخت کې که څه هم ډیر اخته یا بخت وي نو ماشوم نه هیروی چې دا د ده زهیر والی په ماشوم باندی ښییی.او بیا هر واری پری ږغ کوی .چې د ده ژور احساس او د زړه له کومی اندیښنه د خپل ماشوم په هکله ښییی ،خو د ده دزړه حال پرته له صاحب حال نه بل څوک نه شي لوستلای ،داسي ښکاري چې په ده باندي په دي فاني دنیا کې کومی ناخوالي چې تیری شوی دي ،سترګو ته یی دریږي .او د خپل د زړه سر ماشوم باندی یی د داسي تکلیفونو پیرزوینه نه ده . او نه غواړي خپل ماشوم په هغه حال وګوري ، چې په ده تیر شوي .د ده عالي همت د هر صاحب فهم او عقل څیښتن د پاره د خورا تقدیر او د ستایني وړ دی .د ده نظر د ګڼو ورځو لاندی ،تند او شاهیني نظر دی ،ډیر لیري راتلونکې ته نطر کوي ،او د ډیرو ارمانونو او آرزو ګانو خاوند ښکاري .خو د آرمانونو او آرزو ګانو ماڼی یی ،د استقامت او عالي همت په ستنو ولاړه ده ، او هیڅ کله د نفساني خواهشاتو په ستنو ډډه نه اچوی .که څه هم په دي فاني دنیا کې په خپل عمر اعتبار نه لری .خو بیا هم په دي کم فرصت کې د همت وزرونه خوځوی ،چې ګوندي خپل عالي او سپیڅلی هدف ته چې د خپل ماشوم روښانه مستقبل او عالم بشریت د پاره خدمت دی ورسیږي .کاشکی دا ژور احساس چې دی یی ، د خپل ماشوم د تعلیم او تر بیی په هکله لري ،او د هغه د  مسقبل په هکله انیشنه کوی ، دا احساس په مونږ ټولو کې وای ،نو مونږ به هیڅ وخت د دي مصیبتونو او کړاونو سره نه مخ کیدو.

کال ۱۳۷۴سرطان

آزمایش

چی می دا ستـــــا خوږي ترخــي منلي

ستـــــا محبت کي ســـــــــــلسلي منلي

څوک به لا خوښ په زنڅیرونو نه وي

چي یي د زلفو، زولــــــــــــــنــي منلي

چي بیخودۍ کې، ستــــــــا د غمه وڅم

ساقي د لاســـــــــــــــه می پیالي منلي

زاهده ما خو د حســــــــــاب له ویری

په څـــــــــــان می زر ځله توبی منلي

په تورو شپو کې ســتا د سترګو په یاد

ســــــتا د غمـــــــونو قافلي منــــــــلي

څنـګه به سترګي زما ســــتړي نه وي

چي ستــــــا کوڅه کــي می پیري منلي

زړګۍ زمــا ســـــــــــل پرهارونه لري

چی د آشنـــــا شونډی می ســری منلي

نور آزمایش څــــــخه وتلــــــــــی یمه

څکـــــــــــه چی ما ،سړۍ تودي منلي

سید عبیدالله نادر

 د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ۱۳۷۸کال پیښاور

د پردو غلا مان

د زمانی لــــــــــدي ناخوالو ، ظلــــــــــمونه دي تیریږي

په فصــــــــلو د امیــــدونو، آفتونــــــــــــــه دي تیریږي

له یو بلا خــلا ص نه یو، په بل بلا یو اوښــــــــــــــتلي

د هستـی په سمــــــندر کـــــــــې، طوفانونه دي تیریږي

عالمــــــان د زمــــاني مو جــــــــــاهلانو نه، کم نه دي

چا ته حـــال ویيلي نه شو ،پټ دردونه دي تیــــــــریږي

د پر دو له خو لي یي زده دي ، طو طي واره څو خبري

د بید ردو غلا مـــــــــــــــــــانو ، نو بتو نه دي تیریږي

په جـــــــامو د فرشتو راځي ، اصـــــــلاح لپاره خلک

په مونږ د استـــــــــــــعمار ، زاړه چمونه دي تیریږي

د زمان د علــم و فن نه ، بی بـــــــهرې مـو طلبان دي

چی  کـــــــــاروان باندی د علم ، یر غلونه دي تیریږي

دروازي د معرفت شــــــــوی، جــاهلانو په لاس پوري

په دي دردمنو خلــــــــــــــــــکو ، ظلمتونه دي تیریږي

مهـــار د کــــــاروان مو د ریا کــــــارزاهد په لاس دی

په بی لارو بــــاندی سر یو ، زحمــــــــتونه دي تیریږي

حـــــــاکمـــــــان مو د زمــــــــــان لري تیــاره ذهنیتونه

څـــکه دي قومونو باندي ، کـــــــــــړاونه  دي تيریږي

په مذهب باندي کړي لوبی،زاهــــــــــدان د خرقي لاندي

د سپیڅلي دین په حــسن ، چپـــــــــــــــاوونه دي تیریږي

دوی خصلت د دیو و دد دی ، مصلحت ته غاړه نه ږدی

د دردمــــــــــــــــنو په زخمونو ،ګـــذارونه دي ټیریږي

په مـــکاره زمـــانی باندی، همــــــــــــــه واړه تیر وتی

 غــافلانو زمـــــــــونږ له مخـــــي صــــفونه دي تیریږي

یو همدرد او د احســــــاس خاوند په دي رباط کی نشته

د بیدردو بی احســـــــــاسو کـــــــــاروانونه دي تیریږی

چي کـــــــــــاږه ږدي قدمونه ، نادانان په دي محفل کې

د احســـــــــاس پر خــــــاوندانو ،قیــامتونه دي تیریږي

لنـــګری په درانه خوب کې  د سنــــــډا په څیر پراته یو

د د نیـا زمونږ له مخی ، ښـــــه وختـــ-ونه دي تیریږي

د انتظـــــــار سترګي شوی سپیني، په لټون کي د پهبود

د نن سبا په طمـــــــــــــــــع ، میاشتي کلونه دي ټیریږي

په بیلــــــــــــــتون کي دوطن،زمانی دي په مونږ اوړي

غلامانو په ملـــــــــــــــــــکو کې ، محنتونه دي تیریږي

کایينــــــــــــــــــات مسخر کیږی، د بشر په هڅو باندی

په مونږ په دغه دور کي ، وحشــــــــــتونه دي تیریږي

سید عبیدالله نادر

                         د اندیشه له کتابه څخه د محمد حجازی لیکنه د فارسی

څخه ژباړه

بودا

بودا : ای پورنا دغه نادانه ډله چی ته د هغو د هدایت پسی یی ، چی دوی سمی لارې ته هدایت کړی .دوی ډیر ستمکاره ،سرکشه او قهرجن دي.کیدای شي پرتا راوپاریږي او تاته شکنځل وکړی ،پورنا : ……. که دا خلک پرما راوپاریدل او ماته یی شکنځلی وکړی .زه دخدای شکر ادا کوم چی دا خلک څومره ښه او نازنینه دي چي په شکنځلو بسنه کوی او په لاس او ډبرو می نه وهي ،بودا: که په لاسونو او ډبرو دي ووهی بیا څه ؟ منت ګذار یم ،چي دا خلک څومره ښه او مهربانه دي چي په ډبرو او لاسونومی وهی او ما آزاروی ، په چړو او تیغونو می نه وهی . بودا: که په چړو او تیغونو دي ووهي ؟ شکر ادا کوم چی دا خلک څومره رحم دله دي چي په لرګیو او چړو می وهي ،خو سا می رانه نه اخلی ، بودا :که له تا څخه یی سا واخیسته بیا څه کوی ؟  پورنا :سا ورکوم او منت ګذار یم ،چي دا خلک څومره نیکو کاره دي چي داسی یو خیرن بند زما له روانه په آسانه پورته کوی .بودا: ته ای پورنا ستا په حال دي آفرین وي ،ورځه آزاد کړه ته چي د زړه خاوند یي دلداری او ډادګیرنه ورکړه ،ته د نیروانا بهشت ته رسیدلی یی،او هغوی چي لیواله دي هم ورسوه

سید عبیدالله نادر

د هغه افغان مهاجر په درد وغم کې چي د اسلام آباد په یوه ټاڼه کې د پولیسو د وهلو لاندی مړ شوی وو .وخت ډیر تیر شوی دهغی نوم می یاد نه دی ځو په اغلب ګمان سره چی نوم یی شاهپور وو. زما دا شعر په کال ۱۳۸۰په پیښاور کې وییل شوی .

هومـــــــره لـــکه شمــع تــویــیدلی یــــم

څـــو لــــــــدې محـــفل څــــخه وتلی یم

اوښکي می له سترګو په ګریوان راغلي

دومـــره دي حــــالاتو،ژړولی یــــــــــم

دلــــته د وخــــتونو طــــوفــــــانونو نن

بوټي د ګـــــلشن کــــــــې،رژولی یــــم

داغ د پریشــــانۍ می په تندي ښــکاري

زه له خــــــپله لاســـه،کړیدلی یــــــــــم

راغــلم د بهـشـــت څــــخه ابلیس کورته

ځــــکه خــدای دنیـا ته شــــرمـــولی یم

ټینـــګ می ارادي تـــه به دیوان نه وو

اوس غلـــــــیم په مفــــته کې ، تړلی یم

ما به چی هر ګــوره ، ښاماران خوړل

اوس زه د ویالـــــي متیق ،خـــوړلی یم

داسي پریشانۍ کې می ، چې ګورې نن

زه خـــــــپلو مشـــــرانو ، رســــولی یم

ما مسلمــانان کــــــړل،پروني هــندوان

درست جهـــــان په دي کار زه منلی یم

چا چي په عـمرونو غـــــــلامــی کړی

اوس زه د هغو کـــــــور ته راغـلی یم

تل چــــی مـــــــی ګټـــلی آزادي ورته

دي نمــک بحــــرامو اوس غـــندلی یم

هرمقــــــــــــابلي د ښــکیـــلاک ګروته

زه لـــــــکه د تـــندر ، غورځــــــیدلی یم

مات د استــعمار چي می غاښونه کړل

تل غلــــیم په دي میدان لــــــــــیدلی یم

تیره شــوه اوس ایره ، د روســــانو نه

هر چـــا له خپل پامـــه زه ایســــتلی یم

وینـمه پردي شــــاته ، مکــار دښـــمن

ښه په دي پوهــیږم ، چـــا وژلی یــــم

اوس می له هیبته ،نه ایریږي څــــوک

زه له خپــله برمــه ، رالـــــویدلی یـــم

خدایږو په آسمــان کې د غیرت همیش

داسي لـــکه ســـــــتوری ځلــیدلی یـــم

نه یمه غــــافل له هــر قـــــــدمه ســـتا

زه ســــتا په چمــونـــــو، پــوهیدلی یم

ځان سره جـــــــــوهر زه د حــــیا لرم

ځــکه ای ابلـــــیسه ، تا ته غــــــلی یم

اوس دي دسیـــسوباندی ،خـــــبر یمــه

زه دي په مقـــصد ، ښــه رسیـــدلی یم

خدای زمــا له حال ځیني خبر کړي تا

تا چـــي په دي حـــال زه اړولـــی یم

کور دي دښمــــــنانو باندی ، وسیــځه

تا چی زه بی ځــایه ، کـــــــړولی یـــم

سید عبیدالله

۰

                            یو قدم تر بهشته

درویش چی په فلسفی سو چونو کې ،ددنیا د غوغا او شر و شور څخه لیری ، په یوګوټ کې ناست وو ، او په روښانه زړه رڼو او پرانستلو سترګو  یي د دنیا په چارو سوچ کاوه ،او په ژور سوچ کې ډوب وو چې د درویشانو خاصه ده . یو تن د روښانه زړه خاوند او د حقایقو پلټونکی چی پرې تیریده ،په صاحبدلانه انداز کې یي ترې و پوښتل : درویشه ! تر بهشته څومره لار ده ؟ درویش وویيل یو قدم . سړی هک حیران شو . ویيل یي څرنګه ؟ درویش وویيل که دي یو خپه په نفسانی او شیطانی خواهشاتو کېښوده نو په یقین سره دا   بله خپه دي په جنت کې ده .

سید عبیدالله نادر                                                 .

                                                     د بصیرت خاوند

زمونږ د محلی یو غریب دوست چي د ښي طبعی خاوند وو . او ښي خبرې اترې یي زده وي ، او په خپل ټوکو ټکالو به یي هر کله خلک خندول او په خپل صوفیانه وینا باندی په يي کله خلک په حیرت کې پریښودل .

یوه ورځ چي بازار ته راغلی وو د نو رو ورڅو په پرتله یي ډیرې تو کی ټکالی وکړې ، او خلک یي ډیر و خندول خو څو شیبی وروشته په داسی حال کي چې د خلکو د نظره لږ لیرې د ونۍ سیوری لاندی ولاړ وو . په خپل حال اندیښمند شو او حالت یي بل رنګ شو او سخت یي د ځانه سره وژړل ، زه چې لږ نږدي ورته ولاړ وم ،زما دده ژړا ته پام شو نو سخت پرې خواشینی شوم خو په معنی نه پوهید م ظاهراخو می تری هر څه وپوښتل او ډیرې ګرویږنۍ مي ترې و کړي چی د ژړا وجهه یي څه وه . خو ده هیڅ ونه وييل ما هم نور ټینګار و نه کړ . ځکه چې دده په نه وييلو کې هم معنی پرته وه . خو دده د اندرونی احساس او درد د پاره په واقیعیت سره یو صاحبدل او بصیرت خاوند په کار وو . چي په خپل عملی علم او مطالعی سره دده دا درد احساس کړي او ده سره    غم شریکي وکړي او په خپل صاحبدلانه وینا دده په زخمی زړه مرحم     کیږدی.

سید عبیدالله نادر

                              علمی پلټني

که دکایيناتو تسخیر غواړئ ،که ددي پراخه نظام او د اسرارو ډکه او مرموزه فضا کی، د ورکو دنیا ګانو نښانی رابرسیره کوئ ، دلته که د نوی ژوند د پاره نوی لیارې لټوئ ، نو ددي د پاره په کار ده عالمی تړون او اتحاد ځکه ددي بیکرانه او عظیمه فضا په زړه کی پراته دي ډیر اسرار ددي اسرارو د پو هیدلو دپاره او د پلټنو د پاره د ډیرو فکرونو وحدت ټه اړتیا ده،او نابغه استعدادونو ته ضرورت .چی دوی و کولای شي ، په خپل نبوغی استعدادونو سره دا مزل د عالم بشریت د پاره لنډ کړي .   او د فضایي چارو له مخی لیري کړي خنډ ، د پراخه فضا په دي تورو تیارو کې هغه روښان مشربه انسانانو ته اړتیا ده . چي د نوی ابتکاراتو تر څنګه په تخنیکی او علمی څیړنو سره د بشر د پاره ،هغه آسانتیاوی برابری کړي . چی دا فضایي عظیم ماموریت مخ په وړاندی بوځي او انسانان په خپل پلتنو تحقیقاتو او ګر ویویږنو یو نوی ستورې ته د نوی ژوند پیغام ورسوی

سید عبیدالله نادر

یو څو خرڅ شوي مسلمانان

هلــــــــته د علم بیړۍ د معــــرفت خواته ځي

د علم و فن په رڼا مخ په وحـــدت خواته ځي

دلــــــــــــــــــته زمونږ، امیدونو آرما نو فافله

تورتمــو کې ده روانه، جهـــــــالت خواته ځي

هلته په رښتیا هم د مدنیت بیړۍ د کهکشانونو په لور روانه ده . هلته خلکو د علم او معرفت د حصول په لیاره کی خپلی د تحقیق خپی تڼاکی کړي . او د بشریت د سو کالي د پاره د یو پراخه ژوند د تکل له پاره په سیارو کې څیړنۍ کوی . هلته د نوی ژوند امکانات لټوي د بشر د ډیر لیری راتلونکی د پاره د بشر د سو کالي د پاره هڅي کوي .  او د انسانانو د رو ښانه مستقبل  د پاره ، د فضا په تورو تیارو کي تحقیق کوي او د حقیقت د پلټنوله پاره خپل عزیز عمر تیروی هلته د اسرارو ډک سمندر کې د پټو اسرارو د بر بنډیدو له پاره په هاغه پراخه فضا کي غوپی وهی .

قــافله د بشر ښکته شوه سپوږمۍ کې

مونږ تر اوسه یو لا پاتي تروږمۍ کې

مد نیت انــــــــګازۍ لاړې کهکشان ته

مونږ مشـــهوره د نړۍ شو نادانۍ کې

دلته زمونږ د ځینو خلکو د بصیرت سترګي ړندي وي، او د یوی تنګي کړکۍ یا دریچي څخه جهان ګوري او پر مو ضوعاتو د یو تنګي دریچی څخه نظر اچوی او تحلیل کوی . ددوی د عبرت د اخیستو غوږونه هم کاڼه وي . دلته د علم او معرفت دروازۍ تړل کیږي،مکتبونه سیځل کیږي .  د بی ګنا انسانانو سرونه په ډیر بی رحمۍ غوڅیوي . دلته په ځان مرګي بریدونو کي د عزیزانو د زړه توټي په سړکونو پراته وي. او هلته یو څو خرڅ شوی مسلمانان په خپل ږیرو لاس ووهي او دي ته د جهاد فتوی ورکوي   .

د بصیرت سترګي دي خلاصی کړه جهان ووینه

په دي زړه دنیا قدرت د پاک سبــــــــــحان ووینه

د تعصـــــــــب له دریچی نه به تر څو کړي نظر

د معرفت په نظر یو ځلی آسمــــــــــــــــان ووینه

سید عبیدالله نادر

        لویي انتها د ناداني

چـــی بی ځــــایه لو یی لري جــاهل دی

له دنیا او مافیـــــها ځـــینی غـــــافل دی

لویي خپله انتـــــــــــــها د نــــادانی ده

د پو هـــــانو عقید ت په دي کـــــامل دی

اشــــــارات ددي عــــــالم پرې اثر نه کـا

چی مرکب دجهلت باندی ســـور تل دی

چی فانی دنیا د مـــــــکر نه غـــافل وی

هغه خپله په دوابو کې شـــــــــــامل دی

فلـــــــــسفیانو په تعـــلیم په سړی نه شي

چاچی اور د جهالت په زړه کې بل دي

کــــــــــرامت نښه په هغو کې لیده شي

چی په خــــــــــپله خپل عجز ته قایل دی

چی اسرار د خــارو خســــه خبر نه وي

معرفت د کردګار، ورته مشـــــــکل دی

چی عبرت په نظر وګوري خپل حال ته

د لویي نه فراغت ورته حاصــــــــل دی

سید عبیدالله نادر

د اسرارو فهم

دلتــــــــــــــه نغښتي ، په هر پاڼی حـــــــــکمتونه

صـــــــــــــاحبــــد ل ته یي، پرانیســـــتی،دفترونه

چي د زړه په ســــــــــــتر ګو، ګورې دي ګلشن ته

د عبــــــــــــــــــــــــرت په غـوږو، آوري آوازونه

دلتـــــــــه هیڅ شئ، بــــی حکمــــته، پیــدا نه دی

غواړي فهــــــــم د اسرار ، عــــــــالی فــــــکرونه

عبرت بین، له خـــــارو خــــسه ټــــــــــــکي اخلی

غافـــــــــــــــــلان په تغــــــــافل ږدي ، قــــــدمونه

که عبرت سترګی ، څوک خلاصی په جهان کړي

هر ذرې کي، لوســــــــتل کیږي ،کــــــــــــتابونه

په سپـیرو خـــــــــاورو کې ،لوی اسرار پراته دي

پیدا کیږي لــــــــــــه همدې خاورو، ګــــــــــــلونه

په غـــــوږونــــــــــــو د زړه واورئ، څــوخبرې

چي په دي کـــــــــــې ، ددردمـــنو دي دردونــــه

چي سپیرو خـــــــــاورو د پاسه، تاسي خپي ږدي

دا د ډیرو نــــــــازولو دي ،ســـــــــــــــــــــرونه

مونږ نه مخکــــــــي زمـــــانی دي خاورې کړي

د مغرورو، تاجـــــــدارانو، اندامـــــــــــــــــــونه

ددنیا په مــــــکارۍ ،ګـــــــــــــــــوره تیر نه شئ

چی هر خــــــوا یي ، غوړولي دي دامـــــــــونه

به حییرت کــې صـــــاحبد ل دی، دي مقـــام ته

ځکـــــــــه اوري ، د پردۍ شاته ســـــــــازونه

لکــــــه ګل په خــــــــــاموشۍ کی یي ،بیان دی

چوپه خـــــوله د زمـــــــــــانی کې دي ،رازونه

چی آثار د معــــــــــــــــرفت په کې ښکاریږي

و هغو ته زمـــــــــــانه وایي ،حـــــــــــــا لونه

توری کـــــــاڼۍ د صـــــــحرا کړي ،هم خبري

دا بید یا، د معـــــــــرفت غواړي ، غــــــوږونه

هوښیــــــارانو ته یو ټکی ، لــــــــوی دیوان دی

چي هغوی ویني ، ذرې کـــــــې جهــــــــــانونه

هر یو راز به د عـــــــــــــــالم ورته بر بنډ شي

په بینا سترګو چي څـــــــــــوک کړي ،نظرونه

هغوی لیري دي ،د خــــــــــــدای د معرفت نه

چي د جـــــــــــــــــــهل په بستر وهي، خوبونه

کــــه معـــــــــراج ته د پوهنـــۍ ،سفر غواړئ

نو روښــــــانه کړئ، د زړونو مشـــــــــــــعلونه

کـــــــــه دعـــلم په زیور باندی، سمـــــــبال شئ

په یقـــــــــــــــــــین ســـره به نه وي ،دا دردونه

زمونږ په حـــال ، همــــــــدا افسوس په کار دی

چـــي لا ډک مو د کيـــــــــني څخه دي ، زړونه

د وحـــــد ت کړۍ کې ،ټول عــــــــــــــــالم تړلي

مونږ په خـــــــپل لاس، د نفاق کرو تــــــــخمونه

د نړۍ خلـــــــــک، فضا خـــــــــــواته روان دي

مونږه تیر، په جهــــــــــــــا لت کې کړه عمرونه

معرفت خاوند ، چي وګــــوري خپل حـــــــال ته

جــــــــوړوي د خـــپلو اوشــــــــکو، دریابــــونه

خپلو ســـــــترګو باندی وینی، نادر خپــل حـــــال

چي لنډ شــــــوی یي، د ژوند دي تــــــــنــــابونه

سید عبیدالله نادر

د صبر پیمانه

نه پو هیږم چی دا څنــــــګه زمانه شوه

چی بدله آشــــــــنا يي او یارانه شــــ‎ـوه

له کینو نه زړونه ډک په هري خوا دي

د کعبی د زړونو جوړه، بتــــــخانه شوه

هسی سوز او په ګداز کـــې ،آوازه شوم

چی حیرت کې راته شمع و پروانه شوه

بی عقلان سر قافلی د کــــــاروان شول

لاره ورکـــــــه له عاقل، او فرزانه شوه

انتظــــــــار د سولي دومره یو، زبیښلی

چي مو تــــــشه نور د صبر پیمانه شوه

بلبـــلان وایي د ویرنغمی،چمـــــــن کې

ځــکـــــه هیره یي د مینی ، ترانه شــوه

سید عبیدالله نادر

عبرت څه شی دی
په غوږونو د عبرت څه اوریدل ،او د زړه او ضمیر تیارۍ پرۍ روښانه کول ، په تیز بینو او عبرت بینو سترګو اسرار لید ل ،هیڅ شی دلته بی حکمته نه ګڼل ، د زمانی د رفتار څخه ځان ته د عبرت ټکي ټولول ، د تیر څخه عبرت او پند اخیستل ،په ویناوو دحکمت زړه روښانول ،په عاجزی باندی ژړل ، او د هغی درک کول ، د بدو د پایلی څخه عبرت اخیستل ،ځان نه څراغ د معرفت جوړول دي ته وایي عبرت
نادر

Bottom of Form

منصوری فلسفه
له خودۍ چي می ، نظر کړلو خپل ځان ته
نو ستا تــــصویر می ، په وجــود کې ولیده
خــپل وجــود می ، معمـــــــــا وه د اسرارو
په حقــــیقت کـــــــې هغه څه چــي مــا لیده
منکران د حقیقت به ترې ، انـــــــکار کړي
چـي هــــغوي دي تل غفــلت په خــوب بیده
تجـــــــلی ســــــتا د آیينـــــۍ وه په سینه کې
هره شیبه چي می ، صـــــورت کــــې ځلیده
سر ګردانه په کــــــعبه، او بتـــــــــــخانه وم
خــو سـتا د مینی لیـــــلا ، زړه کـــــې نڅیده
خپل وجـــود راته کــــانون، د مـــــعرفت وو
چی وحـــدانیت نښه، پری ښـــــکلی ښکاریده
سید عبیدالله

Top of Form

Top of Form

Bottom of Form

دردمنو ماشومانو ته د علم د هڅونۍ د پاره ترانه
کال ۱۳۷۸پیښاور
لږ په سرعت واخلي ګام
په متــانت واخـــــلي ګام
چي له قطاره ، وروسته کیږو
درس و تعــــلیم نه، پاتي کیږو

مونږ شاګردان د مکتب
واړه بچیـــــان د مکتب
تازه ګـــــلان یو مونږه
په بـــــاغ و بڼ ، دادب
ډیر ادیښمندپه خپل حالت یو
مستـــــــــقبل ته مو ځوریږو
درس و تعـــلیم نه پاتی کیږو

بشر سپوږمی خواته ځي
د ترقی خـــــــــواته ځي
نوی آرمـــــان په خاطر
د سو کــــالی خواته ځي

مونږ د غفلت او جهالت څخه
په ځمــــــــــکه کې ، ښخیږو
درس و تعلــــیم نه پاتي کیږو

د خپل بقـــــا په خاطر
ترڅو به وي جنــــګونه
راځئ چـــي وکړو یوار
ددي وطن غـــــــــــمونه
دي اړ و دوړ کــــــې دنفاق
علمی دنیا نه وروسته کیږو
درس و تعلیم نه پاتي کیږو
هلته نظـــام کې دشمس
بشر څیړنــــــــۍ کوی
چی کړی معلوم حقیقت
خـــــپل ګرویږنۍ کوی
مونږ دمــــاشوم په څیر
په خـــــــاورو کې لوبیږو
درس و تعلیم نه پاتي کیږو
سید عبید

تعصب
دومره تعصب څه په کار چي د انسان د بصیرت سترګي ړندی ، او د عبرت د اخیستو غوږونه کاڼه او ضمیر یي تګ تور کړي . تعصب د انسان د معنوی افکارو د ملکوتي سیر څخه مخنیوی کوی. او د اسرارو د کشف د کیفیت څخه انسان محروم ګرځوی . تعصب په عقل هم یرغل کوی . او لمړي هغه متعصب شخص ډیر کم عقل کوی ، ځکه ډیر متعصبین تل قوی استلال نه لري ، او د استدلال پا يي یي ضعیفی وي . او دا د دنیا د ابتدا نه تر ننه پوری په وضاحت سره ثابته شوی . د متعصبینو په ویناووکې هم هغه سیر چې انسان د معنویاتو خواته بوځي نه لیدل کیږي . د متعصب مجلس ډیر وچ ،کلک او بی روحه وي . خو د بصیرت د خاوندانو وینا ، او صحبت دماغونه روښانه کوی . او په تیارو ضمیرونو کې د بصیرت رڼا اچوي ، تعصب سړی ړوند او کوڼ کړي . انسان ، نه د زمانی د اشاراتو څخه څه اخیستلای شي ، او نه په خپلو سترګو د انتباه او عبرت د پاره ټکي راټولولای شي . خو د بصیرت او معرفت خاوندان په خپلو تیزبینو سترګو ډیر باریکه نکتو او ټکو ته پام اوړي ، تعصب د تحقیق سترګو ته پردې اچوي خدای دي مونږه د بی ځایه تعصبه څخه لیري کړي ، کوښښ وکړي چی د یو آزاد او خپلواک مشرب خاوندان اوسئ .
سید عبیدالله

  د عبرت دفتر

په ذهن چي می، یو مطلــــــــــع راغله سحر

کیــــفیت نه یي ، د ســـــــحر کړمــــــه خبر

د عـــبرت غږ می راورســـــــــــیده غوږ ته

چی په خود شه ، بیا په خپل حال وکړه نظر

د عبرت غــــــږونه ډیر کـــــــوو ، تا باندی

چـــــی ای غــــــــــافله په تا نه کاندی ، اثر

خار وخس څـــــــخه آواز د عبرت خیژی

که څـــــوک یي واوري دا ندا د خیر وشر

په دي جهان کې ، رمــوزات دي د عبرت

د انتـــباه د پــــاره جــــــــوړ ترې نه دفتر

سید عبیدالله نادر

د رڼایي په لور مزل

زمانه ږدي تند ګامونه

د هاتی د خپو په شان درانه

د ځانه سره راوړي ، تیاره

او روښانه وختونه

زمانه له ډیرو تیارو او ظلمتونو څخه راووځي

او مخ په رڼایي کوی مزل

زمانه په هر دور کې د بدلون لري تکل

زمانه خوري د زړه وینې

تر څو پیدا شي ، یو ګوهر

یو انسان لکه څراغ

زړه او ضمیر یي روښانه لکه لمر

یو داسي روڼ اندی،چی وینا یي

په تیاره ذهنیتو کوی اثر

یو د بصیرت ،او ژور لید خاوند

د خپل ماحول او له خپله ځانه با خبر

یو رموز پوهه،نکته سنجه،سخندانه

په حکمت پوه او نکته دانه

چی د ټولنی نبض او رګونه

وي ورته ښکاره

چی پیدا شي دي مــحفل ته، با جوهره یو انسان

حکـــمتدانه،رموز پوهه،نــــکته سنجه نکته دان

عمرونه او کــلونه ، زمــانه خوري د زړه ویني

تر ووځـــي لــه بټـــــي د روزګـــاره، راز دان

سید عبیدالله نادر

پردوشاته

ډیر لیري په تورو تیاروکې

هلته چی ظلمت او تورتم په

دهشتاکه توګه خوریږي

هلته چی د زړه په ساز

ستا د یادونو سندري،غږیږي

هلته چي د زړه له محرابه

دلټون آوازراپورته کیږي

او د وهم او خیال په قلمرو کې

د حقیقت هنداره ،ځلیږي

په چوپه چوپتیا کې

چي ډیر نا فرمانه زړونه

ستا فرمان ته تسلیمیږي

هلته د چوپتیا

د تورو پردو شاته ته یي

سید عبیدالله نادر

سید عبیدالله نادر

سید عبیدالله نادر

 دا لیکنه چی د ادبی ټوټی یا پارچی بڼه لری .په ټیلفونی مرکې می دیو دردمن دوست د وینا څخه ددي پارچی الهام واخیست ،چی ددی ډیر افسوس یي وکړ . چی زمونږ خلک د ډیر بی ارزی او بی قدری نه خپل و طن پریږدي .  او زما خپل دا شعر دی :  بی ارزۍ نه دا ماحول راته سور اور شو ـــــ لکه پروت چی په مجمر د سور انګار یم . په دي پارچی کې که څه هم زه خپل ځان ښیم .خو ټول مهاجر او مسافر ځان په کې  لیدلای شي. ددي ادبی ټو ټی لاندی می یو شعر هم پدي اړه لیکلی دی.هیله ده چی دادب د مینه والو خوښ شي .

                                                                                            ته چی لاړې

ته چی لاړې بیا زه په هغه کوڅه تیر نه شوم ،ځکه د کو څي په لید لو به ،ستا یادونه په زړه شول،او ستا یادونه به می سترګو ته ودرید ل .  ستا یادونو به زما د هجر وهلي زړه پر هارونه تازه کول .د کوڅی او هغه کور د لید لو سره چی ته به کې اوسیدی زما په سترګو کې به اوښکي راوغړیدی .  او ستا ښکلي خاطرې به زړه ته و دریدی او زما د اوښکو باران ته به یي نور هم زور ورکاوه . خو ته لکه عنقا ، د کوه قاف د غرونو شاته پناه شوی .او ډیر لیری ملکو ته ولارې . او ستا ارمان اوس مونږ ته په زړه شو.زمونږ د مجلس خوږوالی او تود والی به تا وو.   او ستا هغه بی آزاره،بی خاره ټوکي،چی د حساد ت د غشي د وارولو نه لیری وو.   د هغی یادول ما نور آزاروي اوس هغه کوڅه هغه خوبایي نه لری چی ته به په کې اوسید لی د هغی کوڅي زینت هم په تا وو . اوس زه ډیر په نا امیدی سترګي غړوم چي ګوندی یو صاحبدل لکه تا غوندی پیدا کړم . او خپل دردونه ورسره شریک کړم .خو افسو س چی دا هغه آرزو ده چی دلته نه تر سره کیږي.

ستا په تګ خالي شو ل زړونه

چی او س زیری د بهــار شو ، ته لدي دیاره لاړې

هر یو ګوټ ګل و ګلزار شو، ته لدې بهـــاره لاړې

ظلــمتونه دي ورکیږي ، رڼا ګـــانی دي خوریږي

چې وطن رڼا رڼا شـــو، ته له دی ســــــهاره لاړې

په ویناوو د حکمت دي ، چې مو زړونه وو روښانه

ته زمونږ د روح سکون وي، ای دزړه قراره لاړې

د زمان دي طــوفانو کــــې، د ادب نیا لګي وچیږي

ددي بڼ خړوب په تا وو، ای د بڼ مالیــــــــاره لاړې

بلیدی چې لــــــکه شمع ، په محفل کـــــــې د یارانو

ای زمونږ د محفل شمعی ، ته په کومه لاره لاړې؟

په شهامت دي وي ولاړې ، د درد منو د زړه ســتنی

ستا په تګ خــالی شو زړونه، ته زمونږ دلداره لاړې

د ســـبا رویبار چــې راوړ، د بهبود زیری چمــن ته

هغـــــه دم ای غمګساره، ته زمونږ له ښــــاره لاړې

په غمــجن زړګي دي یوړل ، د وطــن د درد بارونه

د دردمنو په څـــیر ته هم ، په زړګي، داغداره لاړې

په فراق کې د وطن دي ، ډیر عمرونه وو ،تیر کړي

د عمــــــــرونو مســافره،ته لــه دي ګـــــــلزاره لاړې

په ارزښت دي قدردانه، دي وطن کې څوک بوه نشول

چې پیدا دي ، خریدار شـــول ، ته له دي بازاره لاړې

سید عبیدالله نادر

د علم سره مینه

زه د عــلم پــــــه ډیوه یــــــــم، پروانه

سر می کړی ، په دي لار کـــې نذرانه

له ازله می، قســـــــــــمت، په معرفت وو

ځکـــــه یمـــــــــــه په دنــــیا کې ، فرزانه

د وحدت شراب د عــلم ســـــــــــاقی رکړه

په یو ګوټ یي یم ، تر اوســـــــــــه مستانه

نشتــــه لوی ګــــوهر تر غلم و معرفت نه

ځکـــه بولي ، هوښیـــــــــــاران یي خزانه

څــــوک چی نه لري ، د علـــــم سره مینه

تر هـــغي به چـــــــــیري نه وي ، دیوانه

سید عبیدالله نادر

د هوښیارانو اثر

راځـــــئ پیدا کــړو ، د پاکــــــــانو اثر

هم د سپیــــــــــــڅلي ، انســـــانانو، اثر

چی زړه فریاد واوري، عبرت په غوږو

داســـــی درد منو ، غمـــــــخوارانو اثر

چي په خپل اوښکو د پرهارکړي مرهم

خـــوږمن دردمـنو طبـــــــــــیبانو، اثر

چــی وي جذ به هم، د رفـــــــاه ورسره

داسـی فنــــــــکاره، معمـــــــارانو،اثر

په ویرانو کــې شو، دردمــــن په لټون

مګر پیــــــدا شـــي ،هوښــــــیارانو اثر

په ســراســـــــر ددي چـــــــمن نه وینو

د خــــــوش الحـــــــانه بلبــــــلانو، اثر

د آرزو په بوټي ، وچ شــــــــــو ګلان

ځـــکه چـــــی نشــــته ، مالیارانو ،اثر

د وفـــــــــا بوی په دي چمن کي ،نشته

ځــکـــه چـــي تللی ، له ګـــلانو اثر

سید عبیدالله نادر

وطــــــــــنه

ځـــکه بربادیي ، چي غمــخوار نه لرې

وطــــنه ځـــار دي شم هوښیـار نه لرې

په خوب پراته دي د غفلت ، ستا بچیان

درنه لوګــــــی شم چـــي بیدار نه لرې

وچ چمــــنونه ، او بـــاغونه دي ســــتا

خپل سمـسورتیا ته دي، مــالیار نه لرې

ټول په غمو کې ، دغلیم شــــو شریک

چی ستا په غم کـــې وي بیمار نه لرې

ستــــا بربادۍ ته دي مــلاټړ بی دردان

خــپل آبادۍ ته ، یو معمـــــــار ،نه لرې

سید عبیدالله نادر

 د نړۍ پراخوالۍ

شیلر

د فارسي ادب څخه د شیلر د دي ادبی پارچي ژباړه په پښتو ادب کې

زړه می غواړي ، چې د باد په وزرونو کښینم ،او هغه څه چې څیښتن تعالی د تاریکۍ او سرګردانۍ له مینځه پیدا کړي ،هغه تر خپو لاندي پی کړم .تر څو مګر یوه ورځ د دي پراخه او بیکرانه سمندر پای ته ورسیږم ، او هغه سرزمین ته ورسیږم ،چې پروردګار د عالمیانو هغه آخري سرحد دخلقت خپل تاکلی دی .

زه له همدا اوسه په دي اوږود او بی انتها سفر کې ،ستوري په خپل تلپاتي ځلیدو کې وینم ،او وینم چې د کاییناتو په زړه کې د زرګونو کلنو لاره پی کوي ،تر څوخپلي ټاکلی نهايي سر زمین ته وسیږي .زه تر دي حده بسیا نه کوم ،او لاهم مخ په وړاندی ځم ،تر هغه ځایه ځم .چې نور د فلک ستورو ته په کې لاره نشته ، په ډیر زړور تیا ،د خاموشۍ او چوپتیا په قلمرو کې خپه ږدم . نا څاپه یوي نوي دنیا ګۍ ته ورداخلیږم ،چې د دي دنیا ګۍ په آسمان کې وریځی په حرکت کې دي ،او پر ځمکه یي دریابونه او سمندرونه بهیږي،او پراخه ځنګلونه غزیدلي دي ، په یوه ډیره نرۍ  چوپه او د سکوت نه ډکه لاره کښي ،په ژور سوچ کې روان یم .چې ناببره یو لاروۍ زما خواته نژدي کيږي .او راباندي ږغ کوی! . ای مسافره! ودریږه په دي بیړه ،کوم ځای ته روان یي ؟ زه ورته وایم هغه دنیا ته چې آخر او پایان نه لري ،هغه ځای ته ځم چې پروردګار د عالمیانو د خپل خلقت آخری سرحد ټاکلی ،او هلته نور ذیحیات سا نه وباسي ،یعني ذیروح نشته ،هغه راته وایي : اوه ………. ودریږه بی ځایه په ځان دومره لوی تکلیف او رنځ د سفر مه قبلوه ،مګر ته نه پوهیږي چې غواړې چې په پراخه او بی پایانه عالم کې قدم کیږدې ………په دي پوه شه چې تر دي پورته تا ته اجازت د سفر نشته ……….. ای زما تند پروازه خیاله نور دي خپل پولادین وزرونه وتړه ، او ته ای زما د خیال ګړندي بیړۍ نور دي په همدي ځای دروند لنګر واچوه ، ځکه تاته تر دي پورته اجازت د سفر نشته

ژباړن :سید عبیدالله نادر

کال ۱۳۷۶ د طالبانو د واکمنۍ دوهم کال

سید عبیدالله نادر

که په خپل حال نه شو خبر

ملګرو ژر شئ همت وکړئ …….. په خپل حالت ننګ غیرت وکړئ

چي کاروان له مونږ نه ځي

په دي فرصت کې که یو نه شو………چي د یو بل په پلو نه شو

نوم او نشان له مونږ نه ځي

وطن دی آسمان زمونږ………..وطن دی ټول جهان زمونږ

که مونږ خبر نه شو په ځان

دا آسمان له مونږ نه ځي

وطن دی روح او ځان زمونږ……….وطن دی دین ایمان زمونږ

حیف و افسوس مو دی په حال

چي لوی جهان له مونږ نه ځي

وطن دی زمونږ باغ عدن……….وطن د پلار نیکه مدفن

وينـــي ژړیږو، تل مـد ام

چي ګلستان له مونږ نه ځي

پردي ملکو کې در په در………د غربت خاورې مو په سر

که په خپل حال نه شو خبر

نوم د افغان له مونږ نه ځي

که لاس تر لاس د کار نه شو ………د خپل وطن غمخوار نه شو

د زړه له کومی یار نه شو

افغانستان له مونږ نه ځي

سید عبیدالله نادر

اغزن ماحول

ځم ډیرلیري د دي حسودانو د دوه سترګو څخه پټ چې دوه سترګي یي لکه : د خبریالانو د کمرې په شان د ډیر حسادت او کیني نه د یو بل په لور نیولي وي .ځم هلته چې ځما د مقام چوکي شهرت ،بډايي او شتمني د دوی د حسادت په کور لمبي نه اچوي ، غواړم د دي بیدردانو نه په یو ډیر لیري واټن کې واوسم . د دوی تور مخونه چې د دوی د زړه ضمیر ښکارندويی کوي ونه وینم . په دوی کې چې د رښتیا وییلو شهامت نشته ، او د ظالم د خوشحالۍ د پاره غوړه مالي کوي ، دوی چې د ځان سره یو ذاتي انساني فهم نه لري .د دوی چې د قضاوت د تلۍ تارونه شلیدلي ، زه په دي اغزن ماحول کې ، په ورو ورو او په ډار خپي ږدم ،چې خپي ژوبلي نه شي ،زه په ډیر ویره او وسواس خپي پورته کوم ،او ګامونه ږدم ،ګوندی چې کوم دیو او دَ دَ راویښ نه شي ، خکه پرون په دي اغزنو رباطو کې ، ډیر د لوی ارواح او د فهم او درک خاوندان ورک شوي ،او ډیر دردمن ترې تو شوي ،او د بی ارزۍ او بی قدرۍ په لمبو کې سوځول شوي ،او ډیر د نامردانو او غافلانو په لاس وژل شوي

دا پارچه آزا د نظم می په کال ۱۳۷۸ کې ویيلی او یواځنی پارچه ده چی نسبت زما ونورو مطالبو ته چاپ شوی نه دی،یعني د ځینو نورو په پرتله چی نور څو ځلی په اخبارونو او مجلو کې چاپ شوي، نو دا شعرنه دی چاپ شوی. ځیني دوستانو روا و بلله چی نشر یي کړم ، په هغه وخت او زمان کې یي د حالاتو سره ډیر سمون خوړه خو چې اوس ګورو تر ننه پوري هغه سوله او قرار چی د ټولو آرزو او هیله ده ، لاس ته نه ده راغلي او ویراني هم پسي زیاتیږي .م

کال ۱۳۶۸

دهشتناکه ویرانۍ

مه راځه اختره ، دلته مه راځه

دلته خاورو لاندی زړونه دي

ډک له آرزو او آرمانونو دي

دلته وراني ده ، ویراني دي

دلته وراني کنډوالي دي

دلته ولږه ده ، قحطي ده

هرې خواته بربادۍ ده

د سیالۍ توان نشته د چا وس کې

کډه وړي ده رواج له دي دنیا نه

مه راځه اخــتره ، دلته مه راځه

دلته خــــاورو لاندي زړونه دي

ډک له آرزو او آرمانونو دي

دلته د نړیدلي دیوالو لاندي

د یو شپینۍ ناوي په نکریزو دي لاسونه

دلته د نیمو شپو ، په اوږدو کې

شیطاني خنداګاني دي

دهشتناکه فریادونه

دلته ډیوي د معرفت له منارو نه غورځیدلي دي

ډیر په آرمانو سره، لدي ښاره

وتلي دي

مه راځه اختره دلته مه راخّه

دلته خاورو لاندي زړونه دي

ډک له آرزو او ارمانونو دي

دلته د انسانیت د دردونو تابلو ده

دلته د پیړۍ د جفا هینداره ده

دلته انسانیت راپرزیدلی دی

دلته جهالت مهار شلولی دی

دلته د احساس ډیوه مړه شوي ده

سولي کډه وړي ده

مه راځه اختره ، دلته مه راځه

دلته خاورو لادي زړونه دي

ډک له آرزو او آرمانونو دي

دلته ویرانو کې ،له ماشو مانو پاتي

دي نانزکي

آرزو ګاني او هوسونه دي نیمګړی

دلته د ارواحو دي کورونه

د مظلو مانو فریادونه

دلته هرې خښتي لاندي ، افساني دي

او دردونه

دلته سرونه دي ، غاښونه دي

سترګي دي لاسونه

مه راځه اختر ، دلته مه راځه

دلته خاورو لاندي ،زړونه دي

ډک له آرزو او ارمانونودي

د موضوع تخلیق یا موضوع آفرینی
سیا حتونه ګرځیدل ، د مطالعی په څنګ کې د موضوع آفرینۍ یا تخلیق د موضوع د پاره ښه رول لری .د ژوری او درنۍ مطالعی خاوندانو سره د ناستی پاستی له وجهی نوی موضوعات انسان ته په لاس ورځي .یعنی وقت په وقت او ژر ژر د علم د خاوندانو سره لیدنه د نوی موضوع په لاس ته راوړنه کې اثر لري. ډیر کسان به ښه مطالعه لري او پر له پسي به لوست کوي. خو هیڅکله د مضمون ،شعریا ادبی پارچو د ویيلو توان نه لري . او د موضوع آفرينۍ استعدادهم ورسره نه وي . یعني یوه نوي سوژه نه شی پیدا کولاي ، چي په هغه څه ولیکي لیکن ځینو کې دا استعداد وي چي په لږه ناسته پاسته کې ډیري سوژی برابروي ،یعني ځیني داسي خلک وي چي د یو غوغا او شر وشور نه ډکي کو څي څخه هیڅ هم نه شی راایستلای خو ځیني د یو آرامه کوڅي څخه هم ډیر موضوعات او سوژي د لیکلو ډ پاره برابروي ، یعني ژور نظر ، تندفهم او ژر جزبونکی دماغ ورسره وي .د نوي موضوع د لیکلو د پاره نه یواځی د پوهی خاوندانو بلکه د عوامو د خبرو اترو د لاري هم انسان کولای شي یو نوي سوژه یا مطلب د لیکلو د پاره تر لاسه کړي . چي دا په تحرک او ګرځیدنه کیږي خوشی په خوشي په یواځي ناستي سوژه د انسان مخي ته نه راځي .پراخه نظر او د لټون سترګي غواړي ،چي سړي باید د موضوع آفریني د پاره هری خوا په پراخه نظر او د لټون په سترګو په اړخونو خپل تیز بینه نظر واچوی، تیز بیني هم یو بل اړخ د موصوع آفرینۍ د پاره دی ، چي تیز بین انسان په یو زغلنده نظر یو مطلب د لیکلو ذهن ته وسپاری او په هغه مطلب ډیر ژر یو څه ولیکي ، پراخ نظری هم همداسی د موضوع آفرینۍ په لاس ته راوړنه کې ډیر رول لري ، ولي چی په ړندو سترګو او په کانه غوږونو تحقیق نه کیږي .تحقیق د لټون غړیدلی سترګي او روښانه زړه غواړي .تعصب او لنډ نظری او لنډ فکری د ښه سوژی د برابرولو په لار کې لوی خنډ ګرځي .د لیکلو او تحقیق په لاره کې آزاد مشرب او آزاد فکري ښه ده .
سید عبیدالله

د نفرتونو تیارې

                          چی بد نیته ، په مــاحــــول کې ، آشنایان شي

په هغه چـاپیر کې ژوند ، په سـړي ګران شي

معرفــت څراغ شــــــي مړ په هــغه خلـــــکو

چي نا اهله یي په ملـــک کې واکــــداران شي

له هغه ماحــول به جوړ، ګــور او دوزخ شي

چــي ظــالم او مســتبد یي ، حـــاکمـــــان شي

قافلـــــه د انســـــانیت رســــــــــي ، منزل ته

که ســـالار د قـــــافلي دردمن مشـــــــران شي

نفرتونـو ځــــــــای به ډک، په محـــــــبت شي

که روښـــــانه زړه ضــــمیر د هر انسان شي

سعـــادت بیړي به ، ورســـی ســـــــــاحل ته

ســـــمندر په رمز کـــــــه پوه ، ناخدایان شی

د زړه وینــــي تویول ، دلتــــــــه پّه کــار دي

تر څــــو دا ویجاړ ډاګونه ، ګلســــــــتان شي

حقـــــــــیقت کې مو درمـان د درد ، همدا دی

چي سمبال په علـم و فن زمونږ ، بچیان شي

دا تیـــــــارې د نفرتونو به شـــــــــي، لیري

د حــکمت په نور که زړونه مو روښان شي

ربه!طـــــور د مــعرفت دلتــه راخـــورکړي

چـــي د ځمـــکي په مــخ ، واړه دانایان شي

دا تیـــــــارې پــه رڼایـــــــي کړې ، رابدلي

چـــي له مــخي نه مو لیري دا دیـــــوان شي

سید عبیدالله نادر

لا تر اوسه نه پږ هیږم

په ټول عمر په خپل حال باندی ژړیږم

لکه شمـــع په څیر، سوزیږم،او ویلیږم

که هر څومره غزوم ، تنــــــــاب د فــکر

په معـــــنی کـــي ‌د ذرې هم نه رســــیږم

جها لت یم ، د غفلت په خوب ډوب کړی

چي معنی ، له دي عـــــالمه ، نه خبریږم

عاجزۍ قصـــــور چي وینمه په ځان کی

سمندر د اند  یښـــــنو کــــې ، لاهو کیږم

سل افسوس زما په حال باندی په کار دی

عمر تیر شـــو لا تر اوســــه ، نه پوهیږم

سید عبیدالله نادر

فیض د سحر

نه پوهــیږم،چي تصـــور راته د چـــا ورســــــید

چي می دمـاغ ته دهـــــوس،بوی د سبا ورســــید

له کیــفیت نه دســـــحراوفـــــــــیوضاتود قــد س

دمحــــبت پیــغام می زړه ته، له آشــــنا ورســـید

چي د معنـی په عـالمونو خــپل پرواز کړم اوچت

ســیردخیـــال ته مـــی،وزرونه دهمـــا ورســـید

دعبـادت نه کـمه نه ده ،ژورســـوچ په خپل حال

دغــه ارشــــــاد له رمــــوزاتو،د دنــــیا ورسـید

هـلتـه چي ورک وم په سوچــونو دهســتي او فنا

یا ربه! څنــګه ستــــا پیــغام زړه ته زمـا ورسید

اغزن ماحــول په ګلــستان ،د مــــعرفت شو بدل

دمصلــــحت قــــدم چي هلـــته، د دانـا ورســـید

چي خار وخس څخه راټول کړم،دعبرت نښاني

د زړه غوږونــوته می،ټــــکي د معــنی ورسید

رمز د وینــاوو،په خپل مینځ کــي دبلبل او دګل

پیــام د دواړو زمــا ذهــن ته رســا ،ورســــــید

رندان له خـــپلو طــالو،ډکي پیـــــالي وڅښـــلي

د ســاقي تشــــه پیــمانه شوه ،چي په ما ورسید

زمـــاني هرې خـوا و ټولوته خــندا غـوره کړه

ماته په ټول ژوندون ،په ویر او په ژړا ورسید

سیدعبیدالله نادر

بودا د حال په ژبه

مخکي له ورانیدو طالبانو ته

ما وه ورانوئ ،چي د لرغونی زمانی یمه نښان

زه تاریخ یم د جهان

له عجاییبو د زمان

ما په خپلوسترګو دي لیدلي

سړي تودي د هر دوران

د تاریخ لوی اتلان

ما مه ورانوئ ،چي د دي غرونو

او کمرونونظرونه

په کلنو په ما دي لګیدلي

ما مه ورانوئ ،چي دا لوړي څوکي

دا غرونه ،اوتیږي به یی دردمني شي

بوټي به خوږمني شي

په ما به ژړه غوني شي

له تاسو به خواشیني شي

ما مه ورانوئ،چي زه

یوالهه یم د عبرت

ما مه ورانوئ چی د لرغوني زماني یمه نښان

زه تاریځ یم ،د جهان

له عجایبو د زمان

ما لیدلی کړاونه

ما لیدلی دي دردونه

ما لیدلي دي دورې د وحشتونو

تیارۍ او ظلمتونو

زه د داسی حالاتود تیریدو ومه شاهد

چی نه دي د باورهغه څه چی

ما په دي عمر لیدلي دي

زه د ډیرو تیارو ،او روښناییو شاهد

زه د پیړیو د تیریدلو شاهد

زه د تاریخ د پړاوونو شاهد

زه د ظلمتونود روڼیدلوشاهد

ما مه ورانوئ ،چي د لرغوني زماني یمه نښان

زه تاریخ یم د جهان

له عجایبودزمان

ما مه ورانوئ ، چي ما سره په زړه کي

د دي وطن غمونه دي

زما په چوپتیا کي ،پراته دي ډیر اسرار

ما سره په چوپه خوله درسونه دي

ما سره د دهر حکمتونه دي

ما سره غافل ته عبرتونه دي

لرغوني تاریخونه دي

ما مه ورانوئ ،چې د لرغونی زمانۍ یمه نښان

زه تاریخ یم دجهان

له عجایبو د زمان

لا تر اوسه هم ،د فاتحانو

د توروشرنګهار،زما غوږونو ته راځي

زما په زړه کې دي ، ډیری خبری

لږتم شئ ،خبروته می غوږ شئ

سوچ وکړی ،ما مه ورانوئ

که څه هم زه جوړ یم په لاس کې د انسان

خو راتلونکو ته ، د عبرت یمه نښان

له عجایبو د زمان

لږ وویینئ،پردي شاته لاسونه

جهان بینی سترګي خلاصی کړئ

له تعصبه شئ بهر

لږواچوئ په اړخونو

په رڼو سترګونظر

ځکه چې په هر لوري دي ، د اغیارو اشارتونه

ما سره د لرغوني زماني دي

ډیر رازونه

ځکه ما ته دي بربنډ دغه چمونه

ماته ښکاري پردي شاته لاسونه

چي تاسي ګډوی، چي تاسی نڅوي

چي تاسي لمسوي

تاسي تاریخ ته شرموی

ما مه ورانوئ،چي د لرغوني زماني یمه نښان

زه تاریخ یم د جهان

له عجایبود زمان

ماسره دزماني ډیری قیصی دي

او دردونه

زما واورئ ،نصیحتونه

ځکه زما عمر دی ډیر

او په دي اوږود عمر کی

چي په په ما دی تیر

له ځانه سره لرمه

د عبرت خواږه حکایتونه

زه یو بت یم

په لاس کې د انسان جوړ

خو زه په خپلو سترګو وینم

د دي وطن د دښمنانو ناولي لاسونه

د بیرحمۍ وینم ګدارونه

زه آخوا وینم د دي ناولو بانډارونه

هغوی چي په کلونه وو، په خپله غلامان

اوس په تاسو کوی باداری

ستا سو پت او تاریخ ورکوی

ما مه ورانوئ ، د دښمنانو په لمسون

ځکه زه هم ، یو تاریخ یمه لرغون

ما مه ورانوئ، چي د لرغوني زمانی یمه نښان

زه تاریخ یم د جهان

له عجایبود زمان

په ما تیر شوی دي کلونه

په ما اوختي ، تاریخونه

ما لیدلي د یرغلګرویرغلونه

ما لیدلي د غیرت او شهامت دي سنګرونه

ما لیدلي زماني دي

زما په زړه کی ، افسانی دي

دلته زما په ګوګل کي ثبت دي تاریخونه

ما مه ورانوئ ، چي د لرغونی زمانی یمه نښان

زه تاریخ یم د جهان

له عجایبو د زمان

ما مه ورانوئ، چي زما په ورانیدواو نړیدوکی

ستاسو د لرغونی هستی ده ، بربادي

ستاسو د سپیځلي دین ده بد نامی

ما مه ورانوئ،چی له عجایب یم د زمان

زه تاریخ یم د جهان

ما مه ورانوئ،چي لرغون پوهان به ټول غمجن شي

غمخواران د دي نړۍ به ټول خوږمن شي

ستاسو له کړو وړو، او له اعمالو به کرکجن شي

پیروان به د بودا واړه دردمن شي

خو دا واورئ !

دلته د تاریخ په اوږدو کي

ډیربت ماتونکي لښکرونه

زما تر مخي دي تیر شوی

د بت شکنو فاتحانه خنداګاني مي اوریدلي

هغوی مات کړي ، هغه بتان وو

چي کیده به یي عبادت

که ماتیدواو ورانیدوته

زما وای ضرورت

نو محمود غزنوی ته به هیڅکله

د سومنات د ما تیدو نه وای حاجت

ځکه زه دلته په لار

ماتیدو ته وم تیار

ما مه ورانوئ ،چی د لرغونی زمانی یمه نښان

زه تاریخ یم د جهان

له عجایبو د زمان

زه د روزګارد لوړوطاقتونو

د مقابلو شاهد

د یرغلګرو، د ژړیدلو ،شاهد

د مغرورو ، د تښتیدلو شاهد

د جاهلانو د پرځیدلوشاهد

دفولادین صفونو د ماتیدلو شاهد

د طاغوتیانو ، د ورکیدلوشاهد

د تیارو او ظلمتونو، د ورکیدلو شاهد

لږ ماته غوږشئ ، د زړه سروو

د مخه له دي چی ،خپل دوه زره کلن

عمر نه پس،باقی عمر تاسي ته ،وبښخمه

په دي پوه شئ چي ستاسي د توپونو ګذارونه

د لرغوني تاریخ په زړه دي

ما مه ورانوئ ، چی د لرغونی زماني یمه نښان

زه تاریخ یم دجهان

له عجایبو ، د زمان

زه هاغه دی

پردي شاته وینم

د بد مستو خندا ګاني

د بد مستو نڅاګاني

هغوی چی تاسی لمسولي یاست

هغوی چی تاسی غولولي یاست

هغوی اوس پردي شاته

پر تاسو خاندي مسخرې کوي

او د خپل بیباکانه ، مستیو په ویاړ

جامونه تشوې

ما ته هغه دی هغه څیرې ښکاري

چي ستاسو په لاس

ستاسو سپیڅلی دین بدناموی

تاسي هر میدان کي لوبوی

تاسي تاریخ ته شرموی

ما مه ورانوئ،چي د لرغوني زماني یمه نښان

زه تاریخ یم ، د جهان

له عجایبو د زمان

دا هم واورئ،

او ورته غوږشئ

چي ډیر کلونه دمخه

چي د اسلام د مشعل روښنایي

دلته د بامیان د غرونو پر تندي راپریوته

زه دلته ډیره موده ، ډیره زمانه

او ډیره اوږده زمانه

د اسلام په پراخه لمن کي

د اسلام په پراخه غیږ کي

روغ رمټ پاټي شوم

د اسلام په دي اوږده موده کي

د اسلام په دي ، دوره کي

د اسلام لویو عظیمو فاتحانو

د اسلام لویو ، اوعظیمو علم بردارانو

د اسلام لویو ، شاهنشاهانو

هغوی چی د دین په معنی او رمز باندی وو پوی

هغوی مات نه کړم

تاسی ته د وطن او دین دښمنان

په غوږ کې پسیدلي

تاسیي ته یی داسی دي ښودلي

چي تاسي تر ټولو هوښیاران یاست

تاسي ترټولو بیداران یاست

تاسي د دین او د وګړو ، د ناموس

ساتندویان یاست

تاسي د دین ټیکه داران یاست

تاسي د خدای فرشته ګان یاست

تاسی د زمان فیلسوفان یاست

په دي نامه ستاسي فرهنګ غواړي نابود کړي

په اسلام وهي ملنډي

پس له څو زره کلنو ، چي ستاسي

په ملک کي می تیر کړي

زما با شهامته افغانانو

ستاسو له ملکه خدای پامان

ما مه ورانوئ ، چي د لرغوني زماني یمه نښان

زه تاریخ یم، دجهان

له عجایبو ،د زمان

سید عبیدالله نادر

کال ۱۳۹۷ وروسته له پر له پسی انتحاري حملو څخه په افغانستان کې

بیدادۍ

چا ته یو ســو، له چـــــــا شکوه ، د بیدادۍ ســــره مخ یو

چی مـو هســـتي شــــوله برباد ،د بربادۍ ســــــره مخ یو

تورو دیوانو د نفرت ،ایښــــــی په زړونو مــو وحــــشت

ربه! دا څه دی زمونږ حــالت؟د بی دردۍ ســــره مخ یو

یو خواته لاس بل خواته خپه ،بله خوا پرتی د زړه قطرې

څومره تیارې شـــولي اوږدي،څــه بیرحـــمۍ سره مخ یو

د دي حــــالاتو اندیښــنو، کړلو بد رنـــګــــه مــوژوندون

د وهم شـــپي دي تـــیره وو،د لاچـــارۍ سره مـــــــخ یو

د فرشـــتو په جــامو کې ، دیوان راګـــرځي په خــوا کې

د دي بـی حــاصـلو نـادانو، نافهـــــمۍ ســـــــره مـــخ یو

نه راخیژي لــــه یو دانا ،نه یو آواز لــــــه یو آشـــــــــنا

نه چا له حــاله کړو آګـــاه ،ځـــکه خــوارۍ سره مخ یو

په ډیرســوچــــونو د تدبیر،بدل مــو نه کړلــــــــــوتقدیر

ګــیر یو دامـــو کې د تذویر، د پریشــــانۍ ســره مخ یو

بهـــارونه واړه غمــجن ، د یـــــــــو دبل پســـي راځــي

د بهــــبود زیرۍ نه راوړي ، نا امیدۍ ســــره مــــخ یو

ربه! تیارۍ مــو د باطن ، په مـــــعرفت کړه راروښـان

چي جـهالت او نا پوهي نه ، بد بینـــۍ سـره مـــــــخ یو

سیدعبیدالله نادر

لحد ته

یا د مزار ډبره

ټیټ یی مــــــه بولــــه ، کالـــبد می ای لحده

یو جــهان د خــــاطــــــرو ،درته راغــــــلی

چی غمګین خاطر یی نوري زخمی نه کړی

لـــه دنـــیا نه ، په تــوبــــــــــو،درته راغلی

خـــلایـــقو ، د عـــالـــــم نه زړه نــــــــیولی

په ســوچــونــو اندیشـــــنو ، درته راغــــلی

ډک بـــــارونه یــــــــی، راوړي لـــــه فراقه

په انبــار انبــار، غـــمودرته راغـــــــــــلی

د عـــدم لــــــــه منزلونو،ســــــــتړی شوی

په ســـکروټو ، په اغزو درته راغـــــــــلی

بی ارزۍ ،او بی قدرۍ نه لاس په ســر دی

ارمانـــــجن ،له ارمـــــانو درته راغــــــــلی

داغ یی بری نږدي ، لحـــده په کــــــفن کې

په ســتره ستــره جــامـــو،  درته راغـــــلی

چي وحـشت د دي جـهان درته ښــکاره شي

په لڅ سر او لـــڅو خـپو ،درته راغــــــــلی

لوړ اســـرار دي ، په دي یو موټي د خاورو

چي په په لـــوړو، خیـــــالو درته راغـــــــلی

په ټول عــــمر په خپل حال وو،ژړوه غونۍ

په ژړا او په سلـــــــګو،  درته راغـــــــــلی

چی دفتر د خــــــــــاطرو یي،مــحو نه کړې

د دنیا نه په جـــــــرګــــــــــو ، درته راغلی

دا نازک نازک یـــــــادونه یي ، تل ســــــاته

چـــي په چــنګ او ترانو ، درته راغـــــــلی

کم یی مـــه بوله د ده د خـــــپو ، تڼـــــــاکي

په اغــــــــــــزنو ، رباطــــــــو درته راغلی

سیدعبیدالله نادر

د زړونو مدعا

خدایه! ډیر داسي دردمن کړې ، چي یي زړونو کې رڼا وي

چـي روښـــان په معرفت وي ، تر همــــــــه واړو دانا وي

په وینا وو د حکمت چــي ،دا تیاره زړونه روښـــــان کړي

د احســــاس یوه دنیـــــــا وي ، د دردو ســـــــــره آشنا وي

چي حکـــمت په نظر ګوري ، خـــس وخار د دي ګلشن ته

چي بیدار په روح او تن وي ، د زړه ســـترګي یي بینا وي

چي واقف له خـــپله حـــــاله ، او اسرار د دي چــــمن وي

هر لمــحي او هر نفـــس یي، په خپل حــال باندی ژړا وي

چي په چوپه خوله تری هر څوک، د عبرت درسونه اخلی

لـکه ګل په خــامـــوشۍ کــې ، په هزارژبو ګـــویــــا وي

په وینــا د معرفت چـــي ،عالمــونه کړي مـــدهوشـــــــــه

هم له دي عـــالمــه پورته ، په عالــم کې د معنــــــــی وي

په اوږو چي د همـــت خپل ، د عـــــالم بارونه یوســـــــي

مهـــربانه په هر چـــــا وي ، کـــــــــــړیدو لره پـــیدا وي

چي مو لـــــیري کړي له مخي ، دا تیاره تیــــاره مخونه

داسي کــس خدایه!پیدا کړي ، چـــــي د زړونو مدعا وي

په لیدو چي یي ، ټـــکور شي ،د دردمنو زخمــی زړونه

مسیحا زمــــــونږ د رنـــځ وي ، پرهارونـــو ته دوا وي

چي په علم کړي روښـــــانه ،دي دیوانو تیــــــاره زړونه

نکته سنـــــــجه ســخندان وي ، ښـه تاثیر یي په وینا وي

چي په نور د معرفت یي ، وي ظــــاهر باطــــن روښانه

پاک خرقی لاندی جـــــامو کې ، لـه تذویر او له ریا وي

په ویناوو د حکـــمت چي ، سر کشان لارې ته سم کړي

د خـــوږمن زړونــــــو دوا شي ، د بی لارو راهنما وي

د فاني ژوندون له مـکره ،غــافلان ترې نه آګـــــاه کړي

چي خبر په ســست بنیاد ، او مــــکارۍ د دي دنیــــا وي

ستړي سترګي مــــو کـــلونه ، د دردمنو لارې څــــاري

خــدای دي دا دردمن پیـــدا کړي ،که زمونږه په دعاوي

سید عبید الله نادر

خوږمن احساس

دا ســـــــــــــــست بنیاد ، دلتـــــــــه لــــرزان وینمه

دانشــــــــــوران ،اخــــــــــــــته په ځــــــــــان وینمه

خوږمن احســـــــاس په ورکیـــــــــــــدو دی، زمونږ

خـــــــــاوند د درد ،تل پریشـــــــان وینــــــــــــــــمه

هر خـــــــــوا حــــــــالات ، زمونږ دردمـــن ژړوی

په ژړیـــــــــدو ، صـــــــــا حـــــبدلان ویـــــــنـــــمه

د نا امـــــــــــــیدۍ ، په خـــــــــــــا نقاه کې یو ناست

په ژور ســــــــــوچ کې ، غمــــــــــــخواران ، وینمه

د خــــــــــپل د زړه او د ضـــــــــمیر په ســـــــتر ګو

په چـــــــاپیریال کې می ، دیـــــــــوان وینــــــــــــــمه

غوره یو رنګ، د صــــــــــــــــلابت ځـــــان ته کړئ

ځــــــکــــــــه چـــي هر خــــــــــــواته ، طوفان وینمه

دیو و د د ګــــــرځي ، د انســــــــــان په جــــــــــامه

صـــــاحب نظر ورته ، حـــــــــیران ، وینــــــــــــمه

ښایــــــــــــسته ګلشن نه د نفــــــــــــرت راځي ، بوی

اغــــــــــــــزن مــــاحــــــول د ګلـــــتان ، ویــــــــمه

په زړه ځـــــــــــوریږي ، د احســــــــــــــاس خاوندان

ځـــــــــان ته حـــــــــیران ، مهـــــربانان وینــــــــــمه

د بی حــــــــــــــــــیا دښــــــــــمن ، مــــــوده د پایښت

خدایږو چي لنډه ، په جــــــــــــهان وینـــــــــــــــــــــمه

چي مــــــــــو راویښ کـــــړي ، د غفــلت له خـــــوبه

شـــــــورو فریاد کې ، بلـــــــــــــبلان وینــــــــــــــــمه

تیاره ماحــــــــول ، او نادانۍ ، د لاســــــــــــــــــــــه

عمــــرونه کیږي ، چي هجـــــران وینـــــــــــــــــــمه

منګـــــــــــــــول رسۍ ته ، د وحــــــــــــــدت واچوئ

ځــــــــــــــــکه چی دي کې مو ، درمـــــــــــان وینمه

ســـــــــــــــــــوری ســــوری ، زړه د (نادر)شي تا ته

چی باغ و بڼ کې دي ، خــــــــــــــــــزان وینــــــــــمه

سید عبیدالله نادر

وطنه

نه د تــقریر، نه دي تحــــــریر، نه د تد بیـر لرې څـوک

اهل تقریر چیرته دي اوس، نکــــته دانان دي څــه شـول

چی خــــطابي کــــی به یی، خپي د استــــــعمار لرزیدی

آخوله ور، آســـخنور، آ سخـــــــندان دي، څــــه شــــول

په معیـــارونو د تقریر چــی یی، ویـــــــنا وه، جــــــوړه

نکــته دانان، نکـــــــته فـهمان، او ادیبان دي څــــه شول

چی دا خــيرن ضمـیر باطن مو، په وینـــــا کړي روښان

په رمــوزاتو باندی پـــوی، صــاحبــــدلان دي څـه شول

چی د مـحفل یاران په جــــوش او په خــــــــروش راولي

د معرفت په ډیوی، ســــــــوی پتنـــــــــګان دي څه شول

چی انګــازی دعـلم وفن یی، په دنیــــــا وي خـــــــــورې

په معرفت باندی سمــــــبال، دانشــوران دي څـــــه شول

په علــــمــیت او فـضـــــــیلت چـی یــــی، جــهان نازیده

د سیـد جمال په څیر رښتیني، عـــالمــــــان دي څـه شول

تل بیــــــماران چـی په کــړاو کی، د وطــن وو هـــغوی

د سید حـسن په څیر دردمنه، غمـــــخواران دي څه شول

چی د وطــن په غم یی تل ژړا شیــــــــــون وو، شـــعار

چی د په قــــــــدر پوهیېدل، آ قـــــدر دان دې څـــه شول

په شــهامـــت چــی یی ډاډه ول، دخــــــــــوارانو زړونه

لکه اکبر غـوندی نیـــازبین، شــــــهریارن دي څـه شول

چی یی تکـــل وو، چی لکۍ د استـــــــعمار غوڅه کړي

د ایوب خان په څیر زړور، شهســــواران دي څـه شـول

چی په کلــــــــنو تری نه ایره کړه، په خـــوب کی غــلیم

د ملا مشـــک او میر بچه غوندی، غازیان دي څه شول

محمد جان خان، ميرزمان خان چی ول غــازیان درمان

د شهـامت شـــمله داران، ښــکلی خـــــانان دي څه شول

چی د پرهــر او د زخـــمو، دي وو، عــــلاج ورســـــره

اهل درمــان دي چــیرته دي، آ طبــيبان دي څـــه شــول

چی ترګــونډو لاندی، هـــوی، او خـــپل هــــوس راولي

هوی د نـفس باندی غــالب، پهــــلوانان دي، څــه شـــول

چــــی د نازو بارونه یــــی وړل، د مــحـــــبت په اوږو

هغــه دردمن په زړه خـوږمن، مــهربانان دي څه شــول

چـــی د یارۍ او یارانــــۍ په لار، له ســـــره ول تېــــر

د یارانۍ په دود خــــــبره، آشـــنایان دې، څــه شــــول

له باغ وبڼه، کــوچـــیدلی ، خـــوش الحـــانه مــــارغان

په ګلـــستان څــه پریوتل، عـندلیبان دي، څـــــه شـــول

سید عبیدالله

حضرت بایزید علیه رحمه

یو روښان ضمیره لاروی چی زړه یی د معرفت په څراغ روښانه وو،د حضرت بایزید څخه پښتنه وکړه ،چي ای د ټولو مریدانو مراده ؟ دا رښتیا راته ووایه ؟چي دومره د سعادت او معنویاتو ګنج تا له کومه ځایه حاصل کړو ؟ حضرت بایزید علیه الرحمه ووییل : چي زما د مور د یوی قطرې د اوښکو څخه داشاهد د مقصود زما تر څنګه شو ، هره شپه به چي مور می بیده کیدله د هغی خپو ته به زما بسترپروت وو ، مور به می د شپی تر نیمایی پوری   زما سره ، قیصي کولي ، او رازونه آوازونه او سرودونه به مو درلودله ، زمونږ قیصي به له شاتو او شکری هم خوږي وي ، زمونږ نغمی به د سحر د باده څخه هم روح نوازه او روح بخښونکي وي ، نا ببره یوه شپه هوا خړه پړه شوه ، او درنه واوړه زمونږ په کلي او کور پریوته ، یخ دومره زور شو چي وینه به یي په بدن کي سړوله او د یخنۍ د دمه به لمبه مړه کید له ، نیمه شپه شوه او مور می د خوبه راپاڅیده ،او زما څخه یي اوبه وغوښتي ما د یخنۍ د زوره په لرزانو لاسونو د اوبو جام واخیست او د مور سرته راغلم خو مور می دوباره په خوب کې ولاړه او زه د حیا ادب او احترام څخه کلک د مور سرته ودریدم ،څو شیبی وروسته می احساس وکړ چی یخني جام زما په لاس کې ونښلاوه ،زه د مور سر ته سترګي په لاره جام په لاس او ساه تر ستونۍ سپره ولاړ وم ،سهار وختي چی د فیض او رحمت دروازۍ خلاصیږي مور می هم د لمونځ  د پاره پاڅیده او ما ته یي وکتل چی د ولي د ونۍ په شان رپیږم او لرزیږم ،او سر تر پایه سپین اوختۍ یم ، نو مور می ماته ووییل :چی د څه د پاره دي جام کېنښود ؟ او ځان دي دومره په عذاب کړاو کې پریښود . ما ووییلي ای موری دا خطا وه چی ما جام د ځان د هوسایني د پاره ایښی وای ،که تا زه زما نه ،اوبه غوښتی وای او زه دي د ادب نه لیری په خوب لیدلای وای نو دا ماته ښه نه ښکاریده ،مور می زما د وینا څخه ډیره غمجنه او متاثره شوه ،او یو آه یی د زړه نه وایستی او د هغی سره یي یوه قطره اوښکه د سترګو راوڅڅیده نو په دي توګه د مور هره قطره د اوښکي د معنویاتو ګنجونه زیږوی او سړی د هغی قطری څخه سمندر شي

د استاد خلیل الله خلیلی یو شعرنه په پښتو ادب کې ژباړه

سیدعبیدالله نادر

دیو جانس کلبی د یونان یو فیلسوف

آن دل که پریشان شود از ناله ای بلبل

در دامنش آویز ، که با وی خبری هست

عرفی

د علم او حکمت په زده کولو سره ډیرو د علم او معرفت خاوندانو،په خپل ضمیر او باطن کې بدلون راوستی ،که انسان د علم څراغ په خپل ضمیر او باطن کې روښانه وساتي نو د حقایقو د کشف و خواته مخه کوی ،او په ډیرو رموزاتو پوهیږي . د یونان د مشهورو فیلسفوفانواو د حکمت د خاوندانو څځه چی د تاریخ په اوږدوکی ډیرو د معرفت خاوندانو د د ده د پند او حکمت نه ډکو خبرو او کنایو څخه ډیر څه زده کړي ، او د ده کنایو ډیرو قدرتمندانو ته د خودۍ ټکان ورکړی . او د علم او معرفت خاوندانو تری د عالی همت درس اخیستی ، ده په خپل طنزونو او کنایو د ژور فکر خاوندان په حیرت کې پریښي .او دا د حال خاوند (دیوجانس کلبی ) دی . دیو جانس کلبی د یو خم یا مټ په مینځ کی ژوند کاوه ،چي د دنیا یي وسیلو څخه یوه جوړه پاک او ښه کالي درلودل چی هغه یي هم مریدانو د تبلیغ په سلسلسه کې په حلاله ټوګه ورته بخښلی وو . د مټ په مینځ کې ورسره یوه کاسه وه چی د اوبو څښلو د پاره وه . چی په هغي کې یی اوبه څښلی ، یوه ورځ یی یو ماشوم ولید چي په خپلو لپو یی اوبه څښلی د دي صحني په لیدلو سره (دیو جانس کلبی) کاسه هم لیری وغورځوله ، او د ځانه سره ووییل : چي دا هم په دنیا کې نه په کاریږي ، داسی ښکاري چي دیو جانس کلبی د دنیا د رموزاتو او اشاراتو څخه ډیر ژر د عبرت ټکي راټولول او ژر یي عبرت اخیستی ،تند او شاهینی پرواز یي د خیال درلودی او رموزاتو ته د رسیدلو رسا ذهن ورته خدای تعالی ورکړی وو ډیره مشهوره کیسه ده چی سلطان سکندر په خپل هغومره حشمت جاه او جلال سره چی ګڼ شمیر دولتی چارواکی ورسره ول ، د دیو جانس کلبی د محلی څخه یعني کوم ځای کې چی (دیو جانس کلبی)اوسیده سلطان سکندر تیریده سلطان چی د فتوحاتو په غرور او نفسانی هوی او هوس کې ډوب وو . نو دي ته یی پام شو ، چی دیو جانس کلبی ده ته هیڅ پا ملرنه و نه کړه یعنی هیڅ اعتنا یی ونه کړه ،نو سلطان د دیو جانس کلبی و څنګ ته رانژدي شو.او ورته یی ووییل : چي زه دي وپیژندم .نو دیو جانس کلبی ورته ووییل چی هو ما وپیژندی .نو سلطان سکندر ورته ووییل : نو ولی دي ما ته احترام و نه کړ دیو جنس کلبی ورته ځواب ورکړ . چي ته زما د بنده ګانو بنده یی طمع ،غرور او هوی او هوس دا زما بنده ګان دي ، او ته د هغوی بنده ګی کوی .په داسی حال کې چی ته زما د بنده ګانو بنده یی نو څنګه ما سره برابری کولای شې ، سلطان په عالم د معنویاتو کي سخت د خپل ماتي او شکست احساس وکړ ،د دي خبری د خوریدو سره په زرهاوو کلنو ډ پادشاهانو په دربارونو کې د عبرت د پاره دا کیسه پاتي شوه .دا نه یواځي د سلطان د پاره د عبرت درس وو ،خو د هغی نه وروسته ډیرو مغرورو تاجدرانو او سلطانانو ته د عبرت درس وګرځید ،د ده دکنایو څخه یوه دا ده چي په رڼا ورځ څراغ په لاس په ویرانو کې ګرځیدی او د لټون سترګي یی غړولی لارویانو تری وپوښتل چی په دي رڼا ورځ څراغ په لاس څه لتوې .دیو جانس کلبی ووییل :چی یو ریښتینۍ انسان لټوم .چی ظاهر او باطن یی یو وي نه لکه ځیني انسانانو په شان چی صورت یی د انسان وي او باطن یی د دیو وي ، نو لارویانو ورته ووییل داسی کس نه پیدا کیږي مونږ ډیر لټولی دي ، نو دیو جانس کلبی وویل: چی زه هم هغه لټوم چی نه پیدا کیږي آ چی نه پیدا کیږي زه د هغي پسي ګرځم .د دي خبری اثر د هغی زماني نه ډیرو پیړیو را پدي خوا تر ننه پوری پاتي دی .ان چی تر مولانا جلالدین بلخی پوری رسیدلی نو مولانا د دیو جانس کلبی دي قیصی ته داسی اشاره کوی او داسی وایی

دي شیخ با چراغ همی ګشت ګرد شهر

کز دیو دد مـلولـم وانســانم آرزوســــت

زین همرهان سست عناصر دلم ګرفت

شیر خدا و رستــم داســـتانم آرزوســت

ګفتم که یافت می نشود ، جســـته ایم ما

ګفت آنکه یافت می نشود ،آنم آرزوست

فلسفی لټون

د هر چا فکر او تصور،د اسرارودرک نه شي کولای .په تیره د اسرارو حل خو، ډیر د عقل او هوش خاوندان هم نشي کولای ،او ډیر عالمان یي په ګونډوکړي .دا یو څو دانایان دي چي د عالم هستي په رموزاتو او اشاراتوتر خپلي اندازی او وسی رسی .او داسي خلک هم په تیروزمانیواو پیړیو کې ډیر تیر شوی .خو دا د ژور سوچ خبره ده ، چي هغوی د دي دومره رسایي او پوهی سره سره بیا هم داسي وایي او دخپل د عاجزۍ او ناتوانۍ اقرارکوی .لکه په دي فارسی شعر کې چی عمرخیام وایي :

هرګزدل من ،زعــــــلم محروم نشد

کم بود زاســــــرار،کـه مفــهوم نشد

هفتاد دو سال فکر کردم شب وروز

معلومـم شــد که هیچ معــلوم نشــــد

سره له دي چي ډیر اسرار او رازونه ورته مفهوم شوی یا بل عبارت ورته ښکاره شوي خو بیا هم د کلونو،کلونو سوچونو وروسته ،دا شاعر ته معلومه شوی چي هیڅ هم معلوم نه شول ،د خلقت له پیل څخه تر ننه پوری ډیرد ژور سوچ خاوندانوپه دي اړه خپل ذهنونه آزمییلي ،په تیره شاعرانو په راز راز انداز کې یي خپل فلسفی مطالب او رایي ځای کړي . عمر خیام چی داسی فلسفی افکارو او سوچونو کې تر ټولو دمخه دی نو په خپل یو شعر کې داسي وایي ،

اســــــــــرارازل را نه تــو داني و نه من

این حـرف معــما نه تو خـــوانــي ونه مـن

هســـــــت از پس پرده ګفــتګوی مــن وتو

چون پرده در افتد ، نه تو مـــانی و نه من

خیام د اسرارو فهم یی د بشری سطحي د فهمه اوچت ګڼلی چی انساني درک یي د فهم څخه عاجز دی.ترکومه ځایه پوري چی نارسا عقل پولادین وزرونه آزمایلی شي ،نود ځپل سوچونوپرواز یي ، آزمییلي ،نو د خلکواو د فکر د خاوندانو د سوچونو په پایله کې یو ډول اشارات او عبارات مونږ ته پاتي دي . چي تر یو ځايه یا یوه حده پوری ،د انسان د تسل وړ ګرځیدلی شي . او هغه تسل دا دی ، چی د انسان نارسا فکر و خیال ته د خدای تعالی (ج)د اسرارو په حریم کې هیڅ لاره نشته ، ځکه مونږ نه هغه اسرار لیدلای شو ،او نه پری پوهیدلای شو ، خو څرنګه چي د انسانی سوچ سلسله آزاده ،او د فکر او سوچ د تناب غځیدلو کړۍ ، دا د بشر د خلقت څخه تر ننه پوری په تیره د ژور سوچ خاوندانو خاصه ده .یعنی د دي آزادی د هر چا سره شته چي په زړه پوری مساییلو ژور سوچ وکړي .او د مسآلو د حل څخه فلسفی خوند پورته کړی . ولی چی ژور سوچ په کاییناتو ، او په خپل ځان انسان خدای ته نژدي کوی ،او د انسان ضمیر ته روښنایی بخښي لکه په دي فارسی شعر کې چی بیان ډیر ښه شوی .

چو شمع از پی علم ،باید ګداخت

که بی علم نتوان ،خدا را شناخت

نو په دي توګه شاعرانوخپل فلسفی تصورات او نظریات د شعر په قالب کې بیان کړي .چی یو لوی مطلب یي په خپل خاص ذوق او سلیقی سره په څلوریځو کې ځای کړی .داسی اشعارو کې فلسفی،ادبی،تعلیمی،انتباهی او تعلیمی درس پروت وي ، څرنګه چي د انسان د عاجزۍ په هکله ډیرو څه وییلي دي نو د عمر خیام په دي څلوریځ کې د دي ښه ذکر شوی ،

کس مشــکل اسرار ازل را نګـــشاد

کس یک قدم از نهـــــاد ،بیرون ننهاد

چون بنــګری از مبـــــتدی واز استاد

عجزاست به دست هرکه از مادر زاد

««««««««««««««««««««««

دوری کــه در او آمـــدن و رفتن ماست

او را نه بدایــت ،نه نهــــایت پـیداســـت

کس می نزند دمی ، درین معنی راست

کین آمدن از کجــا و رفتن به کجــاست

««««««««««««««««««««««

خو هغه قرار چی په په یوه فلسفی لټون کې،تر کومه ځا یه چی انسان یوی پایلی ته ورسیږي ، هغه هیڅ چاته په لاس نه دی ورغلی . او ټولو تر خپله حده او د علم او پوهی په اندازه یی په دي میدان کې خپلي د تحقیق  خپی تڼاکی کړي ،بوعلی سینا چی د نړۍ یو لوی فیلسوف عالم او طبیب تیر شوی د ټولو علومو د پوهیدنی په خوا کی یي د شعر سره هم مینه وه .نو په خپل دي لاندنی څلوریځی کې داسی وایی:

دل ګرچه درین بادیه بسیار شــــتافت

یک موی ندانست ولی موی شګافت

اندردل من هزار خـــورشـــید بتافت

آخر به کمـــــال ذره یی راه نیـــافت

د فلسفی لټون د هڅو په لړ کې ،کوم فلسفی سوچونه او فکرونه چی ما کړي او کومی پایلی ته چی رسیدلی یم .زما دا دوه څلوریځي به همد فلسفی افکارو د خاوندانو له پاره د تسل او مننی وړ وي :

په سوچونو زړه ته می را نه غــلو قرار

نه خیـــالات دفلســــــفی می شـــو،مهار

شیرین عمر په حیرت کې ،رانه تیر شو

خو شکاره نه شو، د پردي شــاته اسرار

«««««««««««««««««««««««

په زرګونوســـترګي په کــار دي ، چي دي ووینو قدرت

بی حــــابه عقل وهـــوش، چی اندازه دي کړو عظــمت

په دا لږه عقل و پوهه ،چی مونږ واړه پری مــغرور یو

ډیره ګـــرانه ده چــــی پوی شـــــو، په معمــــا د ازلیت

«««««««««««««««««««««««««««««««««

د مجلس آداب او د بحثونو اغیزه   

د خبرو په وخت کی ضروری ده ،د مخه لدي چي خوله د وینا له پاره خلاصه کړو ،لمړی په خپله خبره په ژور دقت سره سوچ وکړو ،او بیا یی د عقل په تله کې واچوو،او وروسته له هغی چی په وینا خپله خوله خلاصه کړو ،باید د فارسی د دي وجیزی په استناد سره چی (تا مرد سخن نګفته باشد عیب و هنرش نهفته باشد )رښتیا خبره هم همدا ده چي د  درنو او پوهو خلکو په مجلس کې د انسان عیب و هنر ټول د انسان د ځپلی خولي او معلوماتو څخه اندازه کیږي .ځکه چي پوه سړی د علم اومعرفت څخه ډک انسان په خپلو خبرو مجلس کې دراو ګوهر وروي . خو نادان او جاهل د خپل د لمړنیو کلیماتو د پیل سره په مجلس کې تلل کیږي .تر ټولو غوره دا ده چی انسان چوپتیا غوره کړي ،په چوپتیا کی وقار او دروند والی پروت دی .چوپتیا هم ښایي په دي مفهوم وي ،چی د نوروبحثونو ته غوږ کېښودل شي . او د نورو د بحثونو څخه د خپل ځان دپاره د معلوماتو تر لاسه کول او یا ځیني اخیستنۍ تری وشی ،ځیني خلک داسی هم وي چي وګوري په مجلس کې ځیني سیالان یي غږیږي ، نو د دي له پاره چی د خپل سیالانو نه وروسته پاتي نه شي ، نو هغو سره د سیالۍ د پاره هم ناڅاپه په بحث کې ځان واچوی ، او په دي توګه غواړي چی د نورو پام ځان ته راواړوی ، دا کار د مجلس او خبرو اترود آدابو په خلاف یو کار دی ،د انسان شخصیت ډیر ټیټ راولي که څوک غواړي چي مجلس د ټولو وینا واوری او ځان ته معلومات تر لاسه کړي ، یا د خپل ذهن د رسایی یا د اوچتولود روزلو د پاره لوړ بحثونوته غوږ کیږدي،دا ډیر ښه کار دی .د شخصیت د ودی لپاره ډیر اغیزمن کار ګڼل کیږي .په تیره که دا بحثونه هر اړخیزه وی ،دا ډیره ښه ده .هر اړخیزه په دي معنی چی بحثونه علمی فلسفی،اخلاقی،تصوفی دیني،ادبی او دعلم او معرفت د تشویق د پاره وي . د داسی بحثونواوریدل د انسان په روحیاتو لوړ اثر کوی .د ښه خلکو د ناستی پاڅی سره د مجلس په نزاکتونو هم انسان پوهیدلای شی ،که څوک د خبرو د اوریدو په وخت کی ښه رسایی ولری یعنی دا چی په مفهوم اومعنی ژر ورسیږي .د بحث په ترڅ کی وار د واره ځان سره په اوریدل شوو خبرو ژورفکر وکړی .نو انسان ته هغه ټکي په لاس ورځي چی کولای شی یو څه ناڅه د موضوع په اړه چی اوریدل شوی او یا یی د مخه اوریدلي ،یو څه ولیکې . لنډه داچي زمونږ. ناسته پاڅه ښایی داسي وی چی د نورو د پاره سر مشق وګرځي . او نور خلک زمونږ د مجلس څخه نه هیریدونکي برداشتونه وکړی . د خبرو او بحث په وخت کې یو بل ته وار ورکول ، او د مشرانو د خبرو د ختمیدو وروسته ، خپله خبره کول دا د بحث د آدابو یوه ستنه ده . چي د  دي ټکي رعایت پر ټولو لازم دی .او نور رموزات هم چي د مجلس او د بحثونوپه آدابو کې شامل دي ،په دي باندی پوهیدل لازمی اوضروری کار دی ، د تاریخ په اوږدو کې تل بحثونه اومجلسونو د ځوانانو په راتلونکو باندی اغیزه کړی . او په راتلونکو کې به هم همداسی وي .دا خبره د نړۍ د لوړو او نامتو شخصیتونو په پیژندن پاڼه کې څرګندیږي چي د دوی په خپل قلم لیکل شوی . ځکه چی ټولو دا خبره په ډاګه کړی،چی ما د فلانی شاګردی کړی ،او د هغی د ویناوو او بحثونو څخه دي ځای ته رسیدلی یم . یا فلانی زما پیر وو ،او زه د هغه د مریدانو په جمله کې یم ، چي د پخوانی شاعرانو ،لیکوالانو او نامتو شخصیتونو په پیژندنه کی دا لیدل کیږي .لنډ مطلب دا چی ځیني بحثونه لکه : ادبی،فلسفی،سیاسی،انتقادي،تصوفی،دیني،عشقی،علمی ،ساینسی دا رنګه بحثونه د شخصیت په روزنه کې اغیزه کوی ،

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د اندیشه له کتابه څخه د محمد حجازی لیکنه د فارسی

څخه ژباړه

بودا

بودا : ای پورنا دغه نادانه ډله چی ته د هغو د هدایت پسی یی ، چی دوی سمی لارې ته هدایت کړی .دوی ډیر ستمکاره ،سرکشه او قهرجن دي.کیدای شي پرتا راوپاریږي او تاته شکنځل وکړی ،پورنا : ……. که دا خلک پرما راوپاریدل او ماته یی شکنځلی وکړی .زه دخدای شکر ادا کوم چی دا خلک څومره ښه او نازنینه دي چي په شکنځلو بسنه کوی او په لاس او ډبرو می نه وهي ،بودا: که په لاسونو او ډبرو دي ووهی بیا څه ؟ منت ګذار یم ،چي دا خلک څومره ښه او مهربانه دي چي په ډبرو او لاسونومی وهی او ما آزاروی ، په چړو او تیغونو می نه وهی . بودا: که په چړو او تیغونو دي ووهي ؟ شکر ادا کوم چی دا خلک څومره رحم دله دي چي په لرګیو او چړو می وهي ،خو سا می رانه نه اخلی ، بودا :که له تا څخه یی سا واخیسته بیا څه کوی ؟  پورنا :سا ورکوم او منت ګذار یم ،چي دا خلک څومره نیکو کاره دي چي داسی یو خیرن بند زما له روانه په آسانه پورته کوی .بودا: ته ای پورنا ستا په حال دي آفرین وي ،ورځه آزاد کړه ته چي د زړه خاوند یي دلداری او ډادګیرنه ورکړه ،ته د نیروانا بهشت ته رسیدلی یی،او هغوی چي لیواله دي هم ورسوه

 ترخه خاطره       

یوه شیبه د مخه په کلي کي ، سخته درنه بمباری تیره شوی وه .چي زه کلی ته راورسیدم ،کلی په لویو کنډوالو بدل شوی وو .او د کنډوالو د مینځ څخه چي د لویو څاګانو په شانی وو لوګی خاته چي د درنوبمونو د ارتولوڅخه مینځ ته راغلی وو ،شا او خوا درنه چوپتیا وه ،چي ډارونکی حال یی درلوده ،او داسي ښکاریده چی د بی ګنا خلکود وبال نتیجه ده .کلي ته نژدي کمرونه وو چی د کمرو لاندی سیند غزیدلای وو چي آرامه څپی په کې بی خبر له هر څه لکه د پخوا په شان پورته کیدی .او تا به وییل چي هیڅ یی نه دي لیدلي ، د سیند د اوبواو څپو شرهارد نسیم په چلیدو سره له لیری څخه غوږونو ته رارسیده ،د توتانو وخت وو،او د بمبارد دهشتناکه آواز او ټکان سره ټول پرځمکه راټوی شوی وو .تا به وییل چي د خوراک د پاره څنډل شوی دي .څو قدمه مخکي مات کنډولي او منګي می په نظر ولګیده .داسي راته وبریښیده چي ګوندی انجوني د اوبو راوړلو په حال کې وي ،چي د روسانو وحشیانه بمبارد پیل شوی ،خو په کنډولیو کې د اوبو یا نم اثر نه لیدل کیده ،د بلي خوا وړاندی برجونه ټول نړیدلی وو.برجونه او دیوالونه داسی نړیدلی وو ،چي په سپینه او رڼا ورځ کې یی یو دهشتناکه بڼه غوره کړی وه ، د برجونو مخی ته دیره وه .چي همدا د توتانو وني په کې ولاړي وي ، او د وني لاندی کټونه ایښودل شوی وو .په کټونو کې واسکټونه او څادرونه لا پراته وو ،داسی ښکاریده چې د کلی خلک د بمبارد د مخه د بانډار په حال کې په دیره کې ناست ول .چې بمبارد پیل شوی .نو دکلی خلکو د بمبارد د وجهی نه ځنګله ته پناه وړي وه .په ډیره سړه سینه می غوږ ایښی ووچی ګوندی د چا غږاو یا کوم آشنا غږ می تر غوږه شي ،داسي چوپتیاوه چي تا به وییل چې ټوله دنیا بیده ده ، د مخه له بمبارد څخه به د دیرې په ونو کې تل د مرغیوآوازونه وو ،چنچڼو، مرغانو،اوصحرایی مرغیوبه ډیر آوازونه ول ،خو وحشیانه او دروند بمبارد له وجهی څخه بلبلانو او مارغانو خپل ځایونه دي وحشیانو (روسانو)ته پری ایښی وو ،د دي سهمناکه آواز د ویری څخه هومره لیری تللي وو ،تا به وییل چي نور د دي دنیا څخه وتلي دي ځیني مالونه او څاروی د بیرحمانه بمباری له وجهی ټوټه ټوټه پراته وو .آ خوا په آخور کې چي د غټو توتانو لاندی وو.او دیری ته نژدي وو ، د موږیو تر څنګه پړي شلیدلی پراته وو،له ډیره وحشته څیني غویانو او ځناورو خپل پړی شلولی وو،او ځنګله په لور یی ځغاستلي وو .داسی د دي وحشیانه بمبارد څخه ایریدلی وو ،چی خپل ځناور توب یی له یاده وتلی وو،ځنګل کلی ته نژدي د سیند تر غاړه وو .ما اوریدلی وو چي ډیر ځل به چی بمباری کیدله دوی به د روسانو د بمباری له وجهی د خپل ټوله کورنۍ سره ځنګله ته پناه یوړله ، د قلا ګانو څخه تیر شوم او سیند خواته می مخه کړه خو لمړی د کلی د جومات دروازی ته مخامخ شوم ،د جومات دروازی خولی ته یو جوړه زاړه بوټان ایښي وو ،چی دا د همدي کلی د ملا وو ،چي ما یی په خپو کې لیدلي وو ،لنډه یی دا چی په نرۍ لاره کې چی ښي او کین اړخ ته یی نړیدلي دیوالونه وو خپل تګ لاری ته می دوام ورکړ،بیا په تیره تر څو دسیند وخواته لاړ شم لا یو څو قدمه نه وم تللی چي د دیواله د شاه څخه می د سپیوو سینګهار تر غوږ شو،چې د دیواله تر شاه واوختم ،کتل می چی څلور پنځه سپی د دیواله خواته غلي ناست دي ، او په ډیرعاجزانه شکل او طور ماته ګوری ،دا هغه سپی وو چی په کلي کې به زمری هم راغی نو په زمری باندی یي هم حمله کوله خو د دي وحشي روسانو د وحشیانه بمبارد له وجهي یي خپل سپی توب هم هیر کړی وو .اوبیا په تیره د روسانو د ناپالم بمونودهشتناکه آواز او د روسانو د وسایطو غرهاردومره دوی ایرولي وو. او عاجزه ناست ول ،چی د سپیانو په کتو کې زما نه د یوه احساس ترحم تقاضا لیدل کیده ، زه ډیر په مینه ور نژدي شوم خو هغوله ما نه ایریدل،داسی راته وبریښیده چی دوی ګمان کوی چی دا د دي دومره لوی مصیبت راوړونکی زه یم ، کله به دوی ته ډیر مهربانه ښکاره شوم او لکۍ ګاني به یی راته وخوځولی کله به هم له ما څخه وتیښتیدل ما د دي منظری تماشا کوله او د معنی نه ډک په یوه سوچ او ژور فکر کې لاړم ،چی شرحه یی ډیره ګرانه ده .نو د سیند په طرف په خپله لاره رهی شوم.د سیند په غاړه د ګڼو ونود لاندی نه ږغ پورته شو،چې راځئ مه ایریږئ انوراکا دی .هوکئ هغه زه وم ،ټوله په مینه سره زما تر خوا راغونډ شول ،ماشومان په داسي حال کې چی تخته د مشق او کتابونه یي دتخرګ لاندی نیولي وو ،د ګڼو لوخو او ونو له مینځ څخه راووتل دوی به د لوخو په مینځ کې په اوبو کې دریدل کوم وخت به چی وروسانو وروسته د بمبارد څخه خلک لټول، نو غټ او واړه به  به د سیند تر غاړه د لخو په مینځ کې پټیدل ،د لخو په مینځ کې د اوبو ډنډونه وو او هلکان به هلته پټیدل چی کله به روسان ځنګله ته نېژدي کیده دوی به ګڼو لوخو ته پناه یوړه ځکه هلته په آسانه نه لیدل کیدل ،کله به چي ماشومانو د خطر احساس وکړ.نو سرونه به یي د اوبو د لاندی د ننه کړل .چې ګوندی و نه لیدل شي ،خو زما د راتګ څخه چی خبر شول ټول په ډاډه زړه د لوخو د مینځ څخه راووتل ، ژر می تپوس وکړ ، چي څوک خو به مړه نه وي ،هغوی ووییل : چی څو کسه زخمیان دي چی هغه هم ډیر ژور نه دي ، ما د خدای(ج)شکر ادا کړ .د دي منظر د لیدلو سره ماته دا رایاد شول ،چي پخوا به زمونږ سپین ږیرو ویل :چی روسان په آخور کې ډوډۍ خوری دا بچیان چی تازه خپلو لمړنیو ښوونځیوو او سبقونو څخه راګرځیدلي وو ،د دوی په کوچنی ذهنونو کې د نن ورځ دهشتناکه خاطره ثبت شوه . چی په کې ټول کلي او کورونه ونړیدل ،او د دي نسل په ذهن کې دا یوه خورا بده خاطره پاتي شوه ،

سیدعبیدالله نادر

زمونږ تاریخ

د دری سوه یا څلور سوه کالو راپدي خوا چی خپل تاریخ لولم ،تر ډیر حده زمونږ تاریخ د ورور وژني شاهد دی.  ورور خپل ورورد تخت او تاج یا د پادشاهۍ د حصول د پاره یا یي وژلي او یا ړاده کړي ،او یا یی د خپل د قدرت د بقا او ساتلو د پاره ګڼ شمیرروښان اندي په بیلو بهانود زندان تورو تمبو ته ټیل وهلي ،تر ټولو خو عجیبه خبره دا ده چی د زندان د عذاب او راز راز شکنجو نه پرته ،د بندیانوزامن او اولادونه او د کورنۍ نور غړی یی د تعلیم څخه محرومیدل، یعني د استبدادۍ حکومتونو وکدارانو به د زندانیانو د کورنی غړی به یی د مکتبونو څخه اخراجول ، پرته له دي چي دوی دي ټکي ته پام وکړي،چي د دوی بیسواده پاتي کیدل ، د راتلونکي ټولني او نسل د پاره لوی عذاب دی ،او هم لوی تاوان زمونږ ټولني ته په دي کار باندی رسیږي ،او یا به دوی د خدای مخلوق په ډیره کمه ګناه د توپونو خولي ته وتړل او دوی به یی په توپونو والوزول ،چی بیا دوی د ډی کار د تر سره کولوسره رتلونکی نسل ته کیني او کرکه پریښی .او خپلو کورنیو ته دښمنان زیات کړي .او هم بیا داسی کسان چی پلرونه یي په داسي شکلونو وژل شوي ،د دوی بچیان په یوه خاصه بی باورۍ او بی تعلیمۍ کې لوی شوی .چی په راتلونکو کې یی بیا په هیڅ چا باور نه دی کړی .او همدغی بی باورۍ ډیری ستونزی او اندیښنۍ د ټولنی د پاره را ولاړي کړي ،د یو صاحب هوش او ژور فکر خاوند د پاره داسي جوته کیږي چی په هغه وخت کې د علم د حصول او زده کړی ډیر زیات ضرورت لیدل کیده ،خصوصأ د چارواکو د پاره ډیر زیات ځکه د وخت چارواکي د علم او معرفت څخه ډیر لیری وو.چي دلته د میر غلام محمد غبارد افغانستان د تاریخ په مسیر کې کتاب د دوهم توک څخه دا نقد قول رااخلم چی د (چهره دیګر خانواده حکمران لاندی لیکل شوی ،چي د دوی لیری والی د علم او معرفت څخه ښایي ،(بعلاوه این صفات محمد هاشم خان و شامحمود خان که اینک عنان اداره کشور را در دست داشتند ،هردو از علوم جدید و قدیم جهاني بی خبر بوده ودر هیچ رشته مطالعه و اندوخته یی نداشتند ،لذا از دیدن رجال دانشمند و عالم رم می نمودند .واشخاصی را جمع می کردند که سویه علمی آنها ازخود شان نازلترباشد ،ویا خود رانازلتر معرفی کرده بتوانند .)ځکه دا ټول مسایل ستونزی او مصیبتونه د جهالت او نادانۍ نه سر چینه نیسی ، علم د انسان زړه او دماغ لکه څراغ روښانه کوی ، ولی چي د علم په حصول سره خدای هم ښه پیژندل کيږي .چي دا ښکلي دفارسي بیت روح د مطلب ښه ادا شوی :

چو شمع از پی علم باید ګداخت

که بی علم نتوان خدا را شناخت

تر کومه ځایه چي دخپل تاریخ پاڼي د نظره تیروم د علم وفن کمبود یا کم والی په تیرو واکمنانوکي زیات محسوسیږي ،همدا وجهه ده چي دوی ډیر بی تدبیره وو ،او د یو لنډ واټن لید توان دوی درلوده هیڅ یو د یو پراخه نظرخاوندان نه ول .او نه یی په لیری راتلوني نظر پریواته ،بله موضوع دا ده ، چي هغه شهامت او زړور تیا چي حقیقی واکمنانو له پاره په کار ده ، په دوی کې نه وه ځکه چي دوی ځیني خلک د ځان له ویري هم وژل ،دښمن هم په خپلي هوښیارۍ سره د دي درک کړی وو ،نو څو کسه به یي د حکومت د مخالیفونو په نامه دوی ته په ګوته کړه ، وروسته به هغه مخالیفین د دښمن سر سخته دښمنان ثابت شول ،یعني هغه به د انګریزانو یا نورو مخالیفین ول ،دوی به هم سم دستی د ځان له ویری هغوی ونیول او اعدام به یی کړل او یا خطرناکه زندانونوته به یي ولیږل ،زما په اند دا څو کرخي دي چي د خپل تاریخ څخه زه پایله یا نتیجه اخلم ،بل ټکی چي ډیر مهم دی چي د نیوکی حوصله دوی سره نه وه ،چا سره چی دنیوکو حوصله او زغم نه وي نو د ترقۍ او پرمختګ ادعاوی یی هم بی بنیاده ثابتیږي ،که چا به په دوی نیوکه وکړه هغه به محکوم وو ،نو که څوک د پوره علم و معرفت خاوند وي او پوره زده کړه ولری او یا فطری استعداد ولری په دي حکمت ښه پوهیدای شي چی دغه خلک چی دا نیوکی کوی او ځانونه د شکنجو او توپونو خولو ته ورکوی ،دوی هم په دي ملت ځوریږی او دوی سره به هم یوه تګ لاره وي ، نو په کار وه چي دوی له ځانه دومره سوچ کړی وای ،راځئ چی د دوی څخه په مشوری سره د ټولنۍ د سوکالۍ د پاره په ګډه ګامونه اوچت کړو ،او د دردمنو اندیښنۍ هم لیری کړو ،چي دا یی صحیحه طریقه وه ،بل زمونږ په تاریخ کې دښمنانو د پادشاهانواو وکمنانو د ساده ګی او بی علمۍ څخه نوری ناوړي ګټی پورته کړي ،چی هغوی یي په راز راز دیسیسو دي ته اړ ایستی ، چی په دوی معاهدی یا تړونونه لاسلیک کړی .بل کم والی زمونږ د استبدادی حکومتونوپه واکمنانو کې دا وو چی د پردي شاته لاسونه یعني د دښمن دسیسی یی نه لیدلی ،چی دا لیری لید هم د تیروتاریخونو د لوستلو څخه حاصل کیږي ،نو هغوی د خپل تاریخ څخه بی خبره ول ، او یا په دوی کې ګڼ شمیرو دا سواد نه درلود چي خپل تاریخ ولولی، او بیا دتیر تاریخ او تیرو تجربونه په ګټی څخه د اصلاح د پاره قدمونه اوچت کړي ،هغوی قدم په قدم سهوی او خطاګاني کړي نو راتلونکي نسل ته ښایي چي د تیرو تاریخونو څخه عبرت واخلی او د فارسی په دي مقولی سره چي وایي (تجربه های ګذشته مشعل راه آینده است ، یعني د مشکلاتو د حل له پاره او په خصوص د حکومت دارۍ له پاره انسان باید د تیرو تجربو څخه کار واخلی ،نن د تاریخ په لوستولو سره هر بادرده او د  فهم او احساس خاوند ځوریږي .

چي کاږه ږدي قــدمونه ، په خپل جهل هم نه پوهیږي

آخوا ،زړونه د دردمنو ، په لیــدو یی زخمی کــــیږي

زمونږ د تاریخ یوه برخه د ژوری اندیښنی وړ ده .او هغه داده ،چی کله به چي زمامدارانو یا واکمنانو د قهر او غضب لاندی کومه کورنۍ راغله په هغوی کې به یي ډیر بی ګنا کسان و وژل لکه څرنګه چی پورته ذکر شول ،د هغوی بچیان به د تعلیم څخه محروم کړل ، مرحوم غبار د( افغانستان درمسیر تاریخ ) په دوهم توک کې د وحشت او ترور تر عنوان لاندی لیکی.(جنرال شیر محمد خان چرخي با سکوت و خونسردی ریسمان دار را استقبال نموده ،هیچ حرفی نزد ،این شخص به شجاعت معروف بود .جنرال غلام جیلاني خان چرخي در پایه دار فریاد کرد ، که اګر کشته شدیم پروا ندارد تنها می خواهیم که فرزندان ما از تعلیم محروم نګردند،ابته این خواهش از دشمنی که مردانګي را نمی دانست رد ګردید .و داستان این خاندان مانند داستان خاندان محمد ولی خان به انجام رسید .دلته یوه خبره د پام او ژوری اندیښنۍ وړ ده، چي غلام جیلاني خان چرخي د مخه له دي چی پانسی رسۍ یی غاړی ته واچول شي ،او اعدام شي .غږکوی چی مونږ خیر دی که مړه شولو،او له میځه لاړو خو زمونږ ماشومان د تحصیل څخه محروم نه شي .چی په دي کې دا ټکي ژور سوچ ته اړتیا لری .چی غلام جیلانی خان اعدامیږي ، او مړ کیږي او د پانسي رسۍ یی په غاړه کې ده .آیا د ده د ماشومانو تعلیم او تربیه به په ده څه اثر ولری، خو دا وضحه خبره ده .چي وطن او راتلونکی د پاره چی دی د اعدام په وخت کې هم ورته ادیشمند دی ، او د ده تدبیر ،ښه سړیتوب پوهه او لر لید ښایي ، چي د راتلونکي ټولني له پاره او راتلونکی د سوکالۍ او آرامی د پاره خپلو وطندارانو ته د ښه خدمت د پاره خپل اولاد په علم او معرفت روزل شوی غواړي ،د ده په غږ کي دا معني پرته ده ،خو دا د پردو جیره خواران په دي نه پوهیدل ،او بله خبره په دي کي دا ده چی شاید د هر لوستونکی په ذهن کی راشی ،چی د هغی وخت زمامداران چی دی وژني او دا رنګه چی د ده په غاړه د پانسی بړی اچول شوی ،چی دا حالت په نورو تکرار نه شي او هغوی یی په غیر مستقیم توګه خپلي نا پوهي نادانۍ او بی سوادۍ او جهالت ته متوجه کول ،چی د دي نه پایله دا ده .زمونږ راتلونکي لکه زمونږ د استبدادی حکومتونو د واکمنانو په شان دا د یاده ونه باسی ،چی په راتلونکو کې به په دوی قضاوت کیږي ،چی د هغوی د راتلونکو قضاوت ته هیڅ پام نه وو ،چي په دوی به چیری هم قضاوت کیږي یا د دوی اعمال د قضاوت په تله کی غورځیږي، نو مونږ ته ښايی چی د هغوی څخه عبرت واخلو ،او د راتلونکو قضاوت له پامه ونه باسو ،

۲۶/۱/۱۳۷۸

د الهام فرشته

پریږده چی د ګلبوټي د لاندی په هوسا خاطر پریوځم ،او خپل د پریشانه خیالونو تناب د کاییناتو په دي پراخه نظام کې وغزوم ، مګر داسي به وي چي یو ځل په ژور سوچ کې په خود راشم ،او په خپل حال وژاړم ،ځکه په خپل حال ژور سوچ کول د عبادت نه کمه نه ده ، ولی چې هره شیبه ، هره لمحه ،او هره لحظه ،د خدای تعالی په قدرتونو،او عظمت ژور سوچ کول ،دا په خپله لوی عبادت دی ،پریږده چي لږه شیبه  په معنویاتو کې ځان ورک کړم ،چیرته لاړې ای د معنویاتو او الهام فرشتۍ راشه یو ځل ما هم د بیخودۍ خواته بوځه .

د حالاتواثرات زمونږ د وړو بچیانو په وړو ذهنونو کې

دومره زمونږ لوی او واړه د ډزو او باروتوپه هوی کې د سا ایستني سره عادت شوی ، چي که اوس د ماشومانو مخي ته د امتخان او انتخاب په طور ،قلم ،کاغذ،کتاب، او د علم او معرفت وسایل او تر څنګه یی مرمۍ، ټوپک کلاشنکوف ،راکټ او آوان کیږدو،او ماشومانو ته ووایو، چي د دي څخه یو وټاکئ نو د ماشومانو لاسونه بی اختیاره ،د ټوپک مرمۍ ،راکټ او کلاشینکوف خواته اوږدیږي اودا ځکه چې څلویشت کاله په دي وطن کې جنګ روان دی ، او اوس هم دا تحمیلي جنګ  ، دوام لری ، زمونږ ماشومان اوځوانان د یو چا د مرګ د کلیزی مراسم په ځای د دي چی د یوې غونډی په ترڅ کې ونمانځی نو زمونږ ځوانان یي په ډزو نمانځی په داسي حال کې چې د ډیرو خلکو د ډزو څخه نفرت دی .او ډیرو خلکوته د دي ډزو څخه روحي تکلیفونه پیدا شوی .او پیدا کیږي ،ځکه د کال ۱۳۷۰نه تر ۱۳۷۴ کلنو په موده کی د سیاسی مشرانو د خپل مینځی جګړو اثرات لا تر اوسه زمونږ د خلکو په ذهنونو کې پاتي دي ،

د خاطرو ډیوه

نور زما د تصور په تل کې ستا د خاطرو د ډیوۍ رڼا مخ په تتیدو ده ،او اوس ستا د مخ تصویر څرنګه چی به پخوا هره لمحه هره شیبه زما د ذهن په آسمانونو کې ځلیده .اوس زما د خیالونوپه ورشو کې ستا انځور نه ښکاری داسي ښکاری چې نور د تل لپاره زما د ذهن او زړه له دنیا څخه ته وځې، په حقیقت کې د زمانی سټریااو ناخوالو زما په ذهن کې ستا دتصویر مخی ته پرده غوړولی ده ،اوس په خوبونو او خیالونوکې هم نه راځې ستا د ښکلي مخ رڼا اوس زما د تصور په دیوالونو رڼا نه غورځوی ،څومره چي د خیال غیږه پراخوم ، او لیری لیری واټنو ته نظر زغلوم ،ستا تصویر نه ویینم ،ډیر کلونه دمخه به شپه اوورځ زما په تصور کې ګرځیدې .

  د صاحبدل ژبه

                        داسي څوک نشته،چی شي پوه دهر یو ګل په ژبه

په غرورغــو کې ، د بورا او د بلــــــــبل په ژبه

خــاونده ورکـــــــړه د رازونو نیـــــــــازونو ژبه

چي وپوهــیږي ،د دردمن ، او صاحــبدل په ژبه

                                                                                        لکه څرنګه چي د یو طبیعی منظری ښکلا چې ډیره ښه په زړه پوری منظره وي او د هغی په لیدلو د انسان روح او روان تازه کیږي نو هماغسی د هغي منظری تازه اومعطره هوا چې د ګلونود وږمو سره نغښتی ده ،د انسانانو د ماغونه تازه کوی .او زړونه یی روښانه کوی ،نو د صاحبدل وینا هم د هماغسی منظری په شان د انسان روح او دماغ تازه کوی .او وینا یي په زړونو اثر کوی .لکه څنګه چی د عمر تر پایه هغه منظره د انسان د خاطر څخه نه ووځي ، او تل د انسان په یاد وي ، نو د صاحبدل وینا هم د انسان په زړه کې پاتي کیږي ،د پند آمیزه خبرو څخه یي انسان پند اخلی ، او د انتباهی څخه یی انسان ټکان خوری او په خود راځي ،یعني انتباه تری اخلی ، او د مجلس د نزاکت فهمی څخه د نزاکت فهمۍ درس اخلي ، د حافظ دا شعر به بده نه وي چی ډیر ښکلی د صاحبدلانو په باره کې وایي :

ګر سنګ از حدیث بنالد ، عجب مدار

صاحبدلان حکایت دل خوش ادا کنند

د نزاکت پوهیدني یا نزاکت فهمۍ په هکله لنډه کیسه

نظام الملک د سلجوقیانود دربار وزیر وو ، چی په پوهه او دانایی کې ډیر مشهور وو ،او دا تر ننه پوری د هغی د علم وفضل او معرفت انګازی تر مونږ پوری رسیدلي ، وایی چې د ده عادت داسي وو چی چا  به د خوړو څخه که څه هم چې ډیره لږه اوکم به هم وو ورته راوړ نو نظام الملک به د ناستو کسانو سره وویشل ،یوه ورځ یو بزګر د ده حضور ته دری داني بادرنګه ،چی په پخوا به یی د نوی ګل او نیک فال په نامه لویانو ته وړل کیدل ، او دا یو دود وو او اوس هم په ځیني ځیو کې رواج لري ،نو نظام الملک هغه دری واړه په یواځي وخوړل .پرته له دي څخه چه یي د ناستو کسانو په مینځ کې یی وویشي ،یو کس چي د ده په مخ کې لږ ګستاخ غوندی وو ،تری نه یي وپوښتل چی د ډی سبب څه وو ،چي دا نن یی د خپل عادت پر خلاف بادرنګ یواځی وخوړل او حاضرین یی محروم کړل ،نظام الملک ووییل :کله چې ما لمړی بادرنګ وخوړډیر تریخ وو ،او همداسی دویم او دریم ورپسي ډیر ترخه ول ،ما د ځانه سره ووییل : که دا دناستو کسانو په مینځ کې وویشم ،د دي د تریخوالي تحمل به هیڅوک و نه شي کولای ،او خامخا به شکایت وکړي ،او حیا د دي مانع وګرځیده ،ځکه هغه بزګر چې په یو امید راغلی وو هغه به ډیر ناهیلي شي او د شرمسارۍ احساس به وکړي .

د یوه جنګي سر تیری د پند نه ډکه یوه کیسه،

نن مجبوره شوم ، چی د دښمن په یوه سر تیری باندی ډز وکړم ،کله چي پرمځکه راوغوځیدی ،نو د خپل د ښځي نوم یی واخیست او څو ځلي یی ږغ وکړ ماریا ،ماریا او زما د سترګو وړاندی یي ساه ورکړه ، یوه غاړکی یی په غاړه کې ځړیدلي وه ، چی د یوی ښځي او یوی ماشومی عکس په کې وو ،او په قوی ګمان سره چی همدا ماریا وه ،د ده ماینه یا ښخه ،باور وکړه چي د ځانه څخه می نور بد راغي ،او د جنګه څخه می ډیره کرکه ، اګرکه ډیر ځله به ما کوښښ کاوه چي د دښمن خپه په نښه کړم .او هغه هم په دي منظور چې دښمن زما د تعقیب څخه لاس واخلي ،خپلي اوچتي انساني همدردۍ او زړه سوانده دا اجازه نه راکوله ،چي انسان ووژنم ،او دا ځما عادت وو، چي هر کله به می دښمن د خپي له خوا ټپي کړ ، خو له بده مرغه څرنګه چي ما د دي سر تیری خپه په نښه کړه ،هغه نا څاپه سر ټیټ کړ او مرمۍ د ده په سینه ولګیده ،اوس به نو د هغي دا وړه ماریا  څومره د دي انتظار وباسي ،او د ده ماریا به څومره شالونه او ګرمی جامی اوبدی ،او پلوری تر څو خپله ګذاره پری وکړي ، په دي تمه چي یوه ورځ به یی څښتن د جګړي څخه بیرته راوګرځي ، ماریا بیچاره به په دي هم نه پوهیږي ، چي د ده څښتن د باران د لاندی د آخری ځل له پاره د ده نوم په خوله واخیست ،د بشر بد ترینه فکر اوتصور جنګ دی ، ما په خپل ماشومتوب کې دا فکر کاوه ، چي مګر دا انسانان مجبور دی چی سره و جنګيږی ؟ او اوس ګورم هوکي ځیني وخت مجبور دي ،ځکه هغوی چي د جنګ دستور ورکوی ،د باران ،چقړو،خټو،یخنیو،ولږه ،او بی خوبیو د ستم لاندی نه دي ،او د مرمیو د بارانه څخه هم بچ دي ،او د ماریا د شنو سترګو د لیدو په آرمان نه مري .هغوی په خپل ګرمو کورونو کې په پستو فرشونواو بالښتونو ډډه لګولي وي ، او حلقه حلقه د سګروټو دودونه هوا ته غورځوی ،کاشکي می خپله سلاح یا وسله د هغه کسانو و سیني ته نیولي وای ، هغوی چي په خپل ګرمو کورونو کې ناست وي ، او ماشومان یي په لویو ،پراخوحوضونو کې لامبي او د نیا د ټولو نعمتونو څخه برخورداره وي ،او هغوی په ډیر قیمتي قلم ، لکه د ماریا په شان د زرګونوماریا ګانو د څښتنانو د مرګ حکم لاسلیک کوی.

زما مشرب        

چې په چپه خوله ،وږمی شـــیندم ماحــــول ته

د بســتان کې د فــــطرت ، شــاګرد دګـــــل یم

معــرفت ســـــره می میـــنه ده په ،زړه کـــــې

                   په بوســــتان کــې د ادب ، لــــکه ســنبل یـــم

                   په فریاد سره می ،ويـــش چې غـــــــافلان شي

عبرت ګـــاه کې د دنــــــیا ،لـــکه بلــــــبل یـــم

په  وینـا چې ترې ، روښــان شي،تیاره زړونه

د عبرت په خــانقــاه کې ، صـــــاحــــــبدل یم

د هــغي دم مــی ، تر ننــه آرام نشـــــــــــــــته

بنــدیوان چـــــې د هغـه، چــــــــــپه کــــاکل یم

له مینا سره می، خـــــوی هلتــــــه دی نغښتی

چــــــې آرام یــــي ، په آوازه ، د قـــلقــــل یم

له عالمـــه ځـــاریدل زمــا مشـــــــــــرب دی

نه بد خــــواه د یوه قــــــــوم ، او نه د بل یــم

پاکــــــه ربه ! په رحمــــــــــت دي زه ډاډه یم

ستا په فضـــــــــل او په کــرم ، مــــــتوکل یم

په خـلوت کــــې ځـــــان هم نه بولم ، بی تا نه

داسي انګیرم ، چې حضور کې دي شــــامل یم

ستا تصویر می په محــراب کې ، د زړګي دی

هســــــــي نه چې سـتا له یاده زه غـــــافـل یم

له دي غمه ، چې یو څــــو ورځي ، میلــمه یم

ژړهغونۍ ، په خـــپل حــــــال باندی می تل یم

چې د ځان اوځان ځــــــانۍ نه ،رابهــر شــوم

هله پوه شوم ، چــــې زه اوس پیری ، کامل یم

ځــــان کم نه بولــم ذرې نه ، په هــــر دم کـې

آیـیني ته چــــې د عــــــــــــــجز ، مقـــابل یم

دا ارشـــــــاد له عاجــــــــــزیه ، راته شــوی

خاکسارۍ کې چې ، د خپو خــــاورې د کل یم

سید عبیدالله نادر

یوه خاطره 

د یوی ډلي سیاستمدارانو موټرونه ،څرنګه چي خورا زیات قیمتی موترونه وو ، او د سیاستمدارانو خاصه ده چي د خپل د امنیت په خاطر په ډیره بیړه د محل څخه تیریږي نو څو موټره د یوه څلورلارې څخه د تیریدو په حال کې وو . دا چي په ډیره چټکتیا تیریدل نو پر سړک یي دوړي او خاورې و شیندلی، د سړک دوړي او خاوری د لارویانو سترګو ته ولویدی . او ټولو خپلي سترګي وموږلۍ .نو یو دوست می چي په خوا کې وو .د ټوکي په انداز کې یي ووييل : چي سیاستمداران څرنګه چي د سیاست په ډګر کې د خلکو په سترګو خاورې شیندی، داسي اوس یي په سړک کې هم زمونږ په سترګو دوړي او خاورې و شیندلي ، او دا د نن ورځي د سیاست یو اړخ دی .

یو تریخ حقیقت

دا یو څرګند حقیقت دی ،او ټولو ته ښکاره ده چی مونږ د وختونو څخه ښه ګټه نه ده اوچته کړی .حتی که وختونه زمونږ په ګټه هم راغلي ،خو مونږه تری ښه استفاده نه ده کړی .یعني وختونه مو نه دي مهار کړي .یا دغفلت له وجهی او یا هم د کم استعدادۍ له وجهي فرصتونه او وختونه زمونږ له لاسه تللي ،

وخت غنیمت دی ،خو له لاسه وځي

ژرشه چې وخت په تیریدو دی ګله

خو بر خلاف دښمنانو ډیر د وختونواو فرصتونو څخه ښه ګټه اوچته کړی، او هغوی د وختونو په قدر تر مونږ ښه پوهیدلي ،یعني حالا تو څخه یی دخپل ملک او خلکو د پاره ښه کار اخیستی .نو راځئ چې د فرصتونو او وختونو څخه ښه ګټه پورته کړو ،او شرایط د خپل په ګټو وڅرخاوو ،د زمان څخه ښه استفاده وکړو ،لکه دا نورو ملکونو خصوصا ګاونډیانو چې کړې او کوی یي .په اوسني شرایطو کې د خپلو سترګو په وړاندي ښه وینوچې زمونږ د چارواکو څخه ښه وختونه په تیریدو دي .او باید مونږه هم و خت څخه د خپلو خلکو او خپل ملک د خدمت د پاره تری هغه ګټه اوچته کړو چې لازمه ده .

زمونږ د خلکو لید د راتلونکي نسل په هکله ، د پرمخ تللي هیوادونو په پرتله

د د نیا د خلکو ذهنیت دا دی ،چې راتلونکي نسل د سوکالي د پاره ډیر خدمتونه وکړي ،او ډیری آسیانتیاوي برابري کړي .پرته له دي چې د همدي وخت او زمان خلک چې په کښي ژوند کوي ،دوی په خپله ډیری ستونزي ګالي ،خو له بده مرغه زمونږ په وطن کې د کم سواده خلکو څخه په تیره دا اورو ، چې هر څه کیږي ، همدا اوس دي په مونږ ښه وي ، یعني په مونږ دي ښه تیره شي ،اوس چې مونږ خوشحالي او آرامي د دي وطن ونه وینو، په راتلونکي نسل دي خدای اور ولګوي ،په داسي حال کې چې داسي نه ده ، مونږ باید ډیر لیري راتلونکی په نظر کې ونیسو ،او د راتلونکو نسلونو د پاره خدمت وکړو ،او آسانتیاووي وربرابري کړو .د موضوع د بلاغت او ښه رسوني د پاره به فکر کوم ، دا لنډه کیسه بسیا وي ،

وایي چې یو پادشاه د ښکار په نیت مخ په سارا تللی وو ،په لاره کې یی یو غریب اوډیر زوړ سړی ولید ،چې میوه داره نیالګي کری ،او ده هغه نیالګی کره ،چې هغه ډیر عمر پس حاصل ورکوي ، نو پادشاه ورته رانږدي شو ،او په ټوکه یی ورته ووییل :دا نیالکی چې ته یی کرې ،پر دي ډاډه یی چې د دي حاصل به وخوري ،په داسي حال کې چې دا ونه زنډ وروسته حاصل ورکوي ،دنیا دیده سپین ږیری د معرفت په رڼا کې ډیر ښکلی ځواب ورته ورکړ. او وي وییل :ډیر ځله پخوانیو وکرل او مونږیی میوی وخوړي ،نو مونږیی کرو تر څو راتلونکی نسل یی وخوري . پادشاه چې په خپله هم زړه یی د معرفت په نور روښانه وو دا خبره یی ډیره په زړه ښه ولګیده ،او د عبرت ټکان یی وخوړ او خبره یی خوشه شوه ،دومره یی خوشه شوه چې سم دلاسه یی سپین ږیري د پاره د یو شاهانه خلعت او بخشش امر ورکړی ،سپین ږیری ډیر سخت کټکټ په خندا شو ،او ډیر یی وخندل ، پادشاه تري نه پشتنه وکړه چه څنګه دي وخندل ،  ! روښان ضمیره سپین ږیري ، داسي ځواپ ورکړ : چې د نورو نیالګي پس د ډیرو کلنو حاصل ورکوي ، زما نیالګي همدا اوس حاصل ورکړو ،پادشه په خپل هم په خندا شو او نوره هم دا خبره پری ښه ولګیده ،او د نور بخشش امر یی هم ورکړو ،که نورو د راتلونو نسل د پاره خدمت کړی وای مونږ به په دي حال نه وو.  د وطن د یو دردمن شاعرسید حسن(حسن) شعر د ی چې وایی :

کــه نوروآســـایش او آرام غــــــــــواړې

ګهوارې غوندی د ځان کړیدل زده کړه

د لویی ،کبر او غرور ،خود خواهی تکبر او ځان لیدني په هکله

د انسان بی حده عاجزی

(هر ګز از متکبربوی معرفت نیاید)

(بایزید بسطامي

ته چــې هر چاته په خـــــــوارو سترګو ګوري

لا ړومبی ، به ستا صورت په خاورو خوار شي

هغــــــــــــه زړه به له تــــــــوفانه ،په امان وي

چې کشــــــــتۍ غوندي ، دخلکو بار بردار شي

«««««««««««««««««««««««««««

د ځینو خلکو مرګ داسي هیر وي چی د هیڅ عبرتناکه واقعی یا صحني څخه عبرت نه اخلی ،او نه بیداره کیږي، خو تر څنګه یی داسي انسانان شته ،چې هره لمحه هره شیبه یی په خپل حال باندی پام وي، خو څوک داسی هم وي چې د ګور کَن د کَلندونو په آواز راویښ شي ،لکه زما د دي شعرپه حواله چې د غربی عالم یوه لنډه وینا می په دي دوه بیتوکې راوستی :

څوک هر لمحې کې د دنیا له مکارۍ وي خبردار

څوک په آواز د کلندونو، د ګور کن کې شي بیدار

خو نن مونږ داسي غافلان ګورو چې د دغی پورتنیو ټکو د درک احساس ورسره نشته ، خو د دي با وجود د حیرانتیا خبره دا ده ،چی د داسي مطالبومضامینو په مفهوم او معنی هم نه رسی .او د زماني په سلګونو اشاراتو باندی نه بیداره کیږی .یعني غافل دنیا ته راځي او غافل مری .دومره د دي دنیا په ظاهری بڼه غولیدلي او تیروتلی دي چې په تش قدرت او مقام ځان ورک کړي .او داسي لویي کوی چې خپل عاجزی هیره کړي .نور خپل ځان نه ویني او په یو ساده بحث کې يی ډیر عادی او ساده خلک د دوی د کبر او لویی درک کولای شي ، د پوهي او معرفت خاوندان خو لا پریږده ، د ښمن له خوا به ترې کاذبه شخصیتونه جوړ شوی وي ، او سرمایه به یی د چور غلا د لارې پیدا کړي وي ، خو په بحث کې که ورسره ګډ شوی ،نو د خبرو څخه به یی داسي ښکاري ،چې مرګ د ده په خپل لاس کې دی ، او مرګ یی سره هیر وي  . چې زما دا شعر د دوی د حال سره سمون خوري چې د حضرت بیدل د دي شعر ژباړه هم ده :

یک قدم راه است بیدل ، از تو تا دامان خاک

بر سر مژګان چو اشک استاده ای هوشیار باش

آترڅـــو به په غرور کې یی لویدلی

په نشـــــو کې دقـــدرت یي لوبیدلی

خبر اوسه چې تر ګوره مزل لنډدی

لکــــه اوښـــکه، په بڼو یی دریدلی

خواجه عبدالله انصاری چې ډیر لوی عالم شاعر او متصوف دی او په فارسی ادب او په تیره د فارسی ادب په دنیا کې لوی مقام لري نو د ده په یوه څلوریځه کې د عاجزۍ د درک په هکله د اهل ذوق او عبرت د خاوندانو د پاره ښه پیغام په کې نغښتی دی دا شعر می ډیر خوښ دی .او د ډیر ورکوټوالي څخه می په ذهن کې ثبت دی .او دا شعر دی:

عیب است بزرګ برکشیدن خود را

وزجمــــــله خلق برګزیدن خود را

از مردمــــــــک دیده بباید آموخت

دیدن همه کس را و ندیدن خود را

«««««««««««««««««««««««

درنه چوپتیا ده ، په نظر کې د غافل په ادیرې کې

د عبرت رســــا غوږونه ،ترې نه اوري حکمتونه

نادر

تر دي لوی عبرت نشته چې ادیرې ته وګورو ،او په خپل حال نظر واچوو ،چې په دي درنه چوپه چوپتیا کې د عبرت غوږونو ته دا آواز راځي ،چې ګوندي مړي د حال په ژبه دا وایي :

چې تیریږې می له قبره په غرور او په خرام

دلته وګوره آیینــــــي کې د عبرت خپل انجام

نادر

په ریښتیا چې د عبرت په آییني کې کتل د معرفت څراغ په زړه کې روښانول دي .د نازک بینواو عبرت بینو سترګو له نظره که دي دنیاته ځیر شو. د څښتن تعالی د قدرت په وړاندي ، د خپلي عاجزۍ درک کول او دزماني د اشاراتو څخه درس اخیستل دا د صاحبدل او روښانضمیره انسانانو خاصه ده ، مړی ښخول او په تیاره ګور کې یي یواځي پریښودل دا هم د عبرت اندازه او عبرت بینو سترګود عبرت او انتباه د اخیستو د پاره بیدارونکی درس دی.خو د دي د پاره د لټون سترګي او د عبرت اوریدونکی او شنوا غوږونه په کار دي .د عبرت خاوندان په خپل عبرت اندازه نطر کې د ګل د هر پاڼی د توییدو څخه دا څو کرخي د عبرت راټولوی .

هره پاڼه چې دګل څـــــــــــخه تویږي

صاحبدل په خپل انجام باندی پوهیږي

نادر

ځکه په هره پاڼه هر ښاخ کې ،لنډه یي دا چې په خس وخار کې د عبرت ټکي پراته دي .

هر ورقی د ګلشن کې ستا حــکمت دی

د بلبلو په ثنــا کې ستــــــــا صفت دی

په نظر د عبرت بین په دي چمن کې

هره پاڼـــــه یي ، دیوان د معرفت دی

نادر

خو دلته د رڼو سترګو خاوند په کار دی ، چې  په اړخونو او ماحول په خلاصو سترګود معرفت له دریچی څخه نظر واچوی .

د رڼو ســــــترګو خاوند دلته په کار دی

چې اسرار د دي چمن ورته ښکاره شي

نادر

او یا دا چی :

د عبرت نښي به ډیری ورښکاره شي

چا چې سترګي دي پرانیستی د لټون

د عاجزۍ د درک د پاره ښه لاره ، دا ده چې انسان لمړی خپل ځان د معرفت په جامه او زیور سمبال کړي ،او له دي لیارې خدای تعالی ته هم نژدي کیدای شي .لکه د فارسي  د دي شعر په مصداق سره :

چو شمع از پی علم باید ګداخت

که بی علم نتان خدا را شناخت

ځکه دا یواځینۍ لاره ده چې انسان د خپل عاجزۍ درک کولای شي . د معرفت خاوندان هره لمحه ،هره لحظه ، او هره شیبه خپل حال ګوري . لکه هره شیبه چې یی مرګ نژدي وي ،او د اجل په انتطار وي ،او دا حالت هم انسان ته بصیرت بخښي ،او بصیرت یی ورزیاتوی ،او دا موضوع دردمند شاعر رحمن بابا چې په فاني د نیا باندی ترټولو فلسفیانو زیات فکر کوی ،او په خپل هر شعر کې د فاني دنیا د مکارۍ او بی وفایی څخه سر ټکوی .نو په خپل دي شعر کې د فاني دنیا د سست بنیادۍ په هکله د معرفت د خاوندانو د پاره ستر پیغام لري . داسي وایي :

زه له دي دنیـا نه ،تلونـــۍ په شــــــــتاب یم

لکه پاڼه د خــــــزان پښـه په رکـــــــــاب یم

که هزار آبادی کـــــــــړمه په جـــــهان کې

غرض دا چې نهـــایت خـــــــانه دخراب یم

که می اصـــــل د حیات ، لـه اوبـــــــو دی

بیا خو داچــــی د اوبو په ســـر حــــباب یم

دا جهان قصــاب خانه کړه خــــــدای وماته

پا بســـته ولاړ ، په غـــــــولي د قصاب یم

چې د خـدای د مــعرفته خـــــــــــــبر نه یم

معلومیږي چــــــې یا دیــو یم ، یا دواب یم

که صورت می د سړي دی زه یی څه کړم

په معنی کې د چهـــــار پایو، په حساب یم

لکه بت چې ، په رڼو ســــــترګو ویده وي

هسي زه په بــــیدارۍ کې ،وړی خواب یم

دا د رحمان با با ژړا ده په خپل حال باندی ،چې ظاهرأ خپل ځان ته خطاب کوي ، خو داسي د معرفت په صاحبدلانه وینا کې راپیچي چې هر دمعرفت خاوند د عبرت په دي هنداره کې ځان ویني .او هم د عبرت د خاوندانو د پاره ډیر یو ټکان ورکونکی نقش لوبوی .رحمان با با د دنیا د بی وفایی نه لاس په سر او هومره ژړه غونی دی ،چې خپل یو بیت کې داسي وایي :

په خندا کې مي ژړا ده ، لکه شمع

له عالمه پټ پنهم ، د ځان په وير یم

او بل ځای د غافلانو د پاره چې فکر کوي ،چې تل تر تله به ژوندي وي ، داسي وایي:

چې په نور څـــــــه پوري زړه تړي بی خــدایه

څه دي زده چې دا به ځایی  کړی، که بی ځایه

داخـــونشـــــــته چــــې به تل تر تلـــــــــه پايي

که بیا پایي، خــــو تر ســـــلو کــــــــــــالو پایه

که دي ســــل کاله شــــي عمر خو به تیر شي

دغـه پســــــــه به بیا څــــــه کړی ، راته وایه

سم دلاســـــــه چـــــــاری نشـي ، مرد هغه دی

چــــې بیدار وي ،له غلــــــــیم و تـــه له ورایه

ته په اصــــــل کې سړی یی ، څــاروی نه یی

د چـــارپایو ، چـــــاری مـــــــه کوه ، دوپــایه

وړاندی ســـــرای لــــره توشـــه تړه ، رحمانه

څو سفر دي کــــړی نه وي ، له دي ســـــرایه

بل ځای هغه انسانانو  ته چې ، غفلت ،لویي او تکبر یي د عبرت سترګي ړندي کړي ،او ځینو ته په خوار نظر ګوري .داسي انسانانو ته وايی :

ته چې هر چاته په خوارو ســـــترګو ګـــــوري

لا ړومبی ، به ستا صورت په خاورو خوار شي

هغه زړه به له تــــوفانه ،په امـــــــــــــــــان وي

چې کشـــــــــتۍ غوندي ، دخلکو بار بردار شي

***************************************

او یا دا شعرد رحمان با باچې وایي:

چې مدام یی ، د سنجاب د پاسه خوب کړ

اوس په خمـــکه بی بستره ، بی بالین شو

د رحمان خاطر به ولي ، پریشان نه وي

چې پریشان ورڅخه ، جمع هم نشین شو

معرفت خاوندانو ته دا پاتي چې په خس و خار باندي وژاړي ، یعني د هر څه درک وکړي،یعني خپلي د بصیرت سترګي پرانیزی، او خس او خار هم بی حکمته و نه ګڼي ،لکه څرنګه چې حضرت ابوالمعاني بیدل په دي شعر کې داسي وایي :

تا چـــــــند به هر مرده و بیمار بګریم

وقتست ، به خود ګریم و بسیار بګریم

زین باغ ګذشـــــتند ،حریفان به تغافل

تا من به تمــاشــای ګل و خار ،بګریم

بربیکســیم ، رحم نه کردند رفیـــــقان

فریاد به پیــــش کی ، مني زار بګریم

اګر که د رموزاتو لیدل او اوریدل هم هم هماغسي د عبرت شنوا او محرم غوږونه غواړي ، هر څوک دا پیغام نه شي اوریدلای ،لکه څرنګه چې حافظ علی الرحمه وایي:‎

تا نګردي آشنا ، زین پرده رمزی نشنوی

ګوش نا محرم نباشد ، جای پیغام سروش

او دا د علم خاوندان دي چې دي دنیا ته په فلسفي نظر ګوري او د علم او حکمت په پوهیدو سره د رموزاتو د پوهیدوخواته لاره پیدا کولی شو

 ،نو مونږ ته په کار ده چې د ژور سوچ  څخه کار واخلو ،او خپل مسوولیتونو ته ځیر شو .او په فاني دنیا کې په داسي یو حالت کې اوسو .چې ګواکي هر لحظه هر لمحه ،د رفتن آواز په مونږ کیږي ،

لکه دا دوه شعره :

بی خـــــــــبره یو شیبي کې ، له فاني دنیا یم تلونی

په خپل حال باندي مي پام دی ، ځکه یمه ژړه غونۍ

نادر

«««««««««««««««««««««

په وجود کې روح او تن راته ژړیږي

اشارت چې د رفتن راباندی ، کیږي

نادر

خبر دار له خپله حاله وي ، مدام

چې د زړه په سترګو چا ولید انجام

نادر

ډیر د بصیرت خاوندان دي ، چې په رڼو سترګو او شنوا غوږونو عالم فاني ته ځیر دي ، لکه زما دي شعر کې

له لويی او له غروره بصــــیرت کړمـــــــــه جــــــلا

له صحرا نه ، دامـکان یي کړم ، عـــــــالم ته د معنی

کرامت او بزرګي ، راته هلــــــــــــــته شـوه حـاصله

چې خیشتی می ، دخپو خاوري کړي ، د عجز په ژړا

د عبرت خاوندانو د فاني دنیا څخه همدا درس اخیستی ،ځکه د حال خاوندانو او ټولو د معرفت خاوندانو چې لږ علم هم ورسره وو ،د خپل عاجزۍ درک یی کړی .ځکه کله په عاجزی درک او په خپل عجزی پو هیدل هم د عبادت نه کمه نه ده و

لکه زما د دي شعر په مصداق :

کله کله په خـــپل عجز باندی نظر

په حالت د هر انســـــان کوی اثر

بزرګانو لدې ،لیارې نه و هر کله

په حــــــریم د ولایت کړی ، ګذر

بده به نه وي چې دا د فارسی څو بیته ، د پروین اعتصامی د مزار د ډبری څخه رانقل کړم ،چې ډیرو پوهو خلکو او د معرفت او حکمت خاوندانو دا شعر خوښ کړی .

او بیدارونکی پیغام په کې پروت دی:

بیند این بســـــــتر و عبرت ګیرد

هرکه را چشم ، حقیقت بین است

هر که باشی و ،ازهر جا برسی

آخرین منزل هســــتي این اســــت

آدمی هرچــــــــــــه توانــګر باشد

چو بدین نکته رسد ، مسکین است

اندر آنجـــــــا که قضا حمـــله کند

چاره تســلیم و ادب ، تمکین است

زادن و کشـــــتن و ، پنهان کردن

دهر را رســم و ره ، دیرین است

خرم آنکـــس ،که درین محنت ګاه

خاطری را ، سبب تســـکین است

نو که د روح په بڼ کې سیر د عالم معنی کوئ،نو په رڼو سترګو په خپل حال نظر واچوئ ،ځکه د معنویاتو ګنج په تکبر ،لویي ، او ځان خانۍ کې لاس ته نه راځي ،په خپل حال نظر کول انسان دمعنی و خواته راکاږي .یو قدم د ځان ځانۍ څخه راوتل او عاجزی اختیارول ، معنی دا چې خپل ضمیر روښانول دي ،په خپل حال نظر کول هم د عبادت نه کمه نه ده ،ځکه ډیرو د عاجزۍ د لارې نه د معنویاتو د عالم وخواته لار موندلی ، که انسان ځان ځانۍ کې ډوب شو ،نو خپل ځان یواځي ویني نو هیڅ هم نه شي لیدلای ،

په پای کې

زما د یو شعر یو څو بیتونه دي چې د دي لیکنۍ سره سمون خوري ، او وینا ته هم بلاغت ورکوی دا لوستونکو ته وړاندی کوم،

تر څــــــــــو به سپړو، د یو بل عـــــیبونه

خپل آیینــــــي کې ،ځـــان کــتل دي په کار

لویي ګـــــــذار کړو ، د ذلــــــت کندی، ته

په خپل حالـــــــت باندی ، ژړل دي په کار

هر قدم مخي ته ، عـــــــبرت نښـــــــي دي

لږ په رڼو ســـــــــترګو، لیدل دي په کـــــار

له مکــــــارۍ د دي دنیـا یو ، غــــافــــــــل

لدې غفلـــــــــــــــــته ، راوتل دي ، په کار

چې په اسرارو باندی ، سر مو شي خلاص

په رموزاتـــــــــو ، پوهیــــدل دي ، په کار

نادر

د سولي پیغام    

دا به بهار به انشــــاالله چې د ســــمون راځي

په هر ګوټ کې د وطن به ،ستر بدلون راځي

د بهــــبود زیرۍ احســــاس کړلو، دردمــــنو

چې تاریخ د دي وطن کې ، اوښــــتون راځي

تیارې به لیري شي ، هر خـــوا نه د جـــــهل

یو ځل بیا به دي چـمن کې ، ســـباوون راځي

د مسیحــــا په څیر به یی ووینـــې ،نژدو کې

چې رهبر به د نجات، او د خلاصــون راځي

له نا امیده زړو به ووځــــــي ، غمــــــــــونه

د غمونو په کورګي ، به شبیــــــــخون راځي

د فراق تیارې به ختمـــی شي ، په مونږ نور

رڼایــي به هر لــــوري ، د ژوندون راځــي

نا آشــــنا دیار څـخه دي ، آســتازي ، روان

ورسره پیغام د ســولي ، او ژوندون راځــي

کتل په کار دي خپل آییني کې    

ستا مـعرفت کـــــــې چـــــې آشــــنا یو

پابند د میـــــــني عشـــــــق و وفـــــا یو

په عظــمت کې ،ســـــــتا کمــۍ نشــته

تقصیر زمونږ دی، چـــــــې نارسـا یو

جوړښت مو یو دی غــــــافل له دي یو

له یوي خـــاوري ، لــه یو اجــــــزا یو

زمــا اوسـتا نور فرق به په څــــه وي

چې پیدایښـت کــې یو شــــان پـــیدا یو

ځان ځاني هومره ، لویي کې ډوب کړو

چې ټول جــهان ته ، رســــوارســــوا یو

کــــاروان د عـلم ، فلــک ته وخــــوت

مونږ له غفـــــــلته، په څــــه هــــــوایو

نقصان په هر شي ویـــــــنو ، له جهله

د سترګـــو عیب دی؟یامونږ خطـــــایو

لکــــــــــه ذرې مونږ ، د لمــر رڼا ته

هر چانظر کې  ، ځــــانونه ښــــــــــایو

کتـــــــل په کــــار دي، خپل آییني کې

څــــو  به یـــــــو بل، عـــــیــــبونه وایو

تکــــیه چــــــې نشــــئ ، دنیــا په چارو

چـــې ســترګو ،رَپ کـــې ، بادِ ، فنا یو

دښـــــمن مـــو څــــاري له هـرې لوري

مونږ ناخــــــــــــــبره ،دا څــــــــه بلا یو

عبرت تــــــــیریږي د ســـــترګو وړاندی

مــونږه وړانده یو؟ او کـــــــه بیــــنا یو؟

نه دي عنوان زیــب ، نه دمضــــمون شو

نه دچــا درد کــــــې ،د زړه دوا یـــــــــو

روح مو اســـــیر دی ، وچ تعــصب کې

د معـــــــرفــت نه، ځـــــکه جـــــــــلایو

کرکي نـــفرت مو، زړونه تیـــاره کــړل

په انتــــظـار دې ، یـــــــوې رڼـــــــــا یو

ترڅو به شـــخړي، د ځــــان ځـــانۍ وي

یا د نفـــاق په ، لومــــــــــــــــه کې پایو

که ځان ته ځیر شـو ، په دې به پوه شو

چې حقیـــــقت، کــــــې وړ د ژړا یــــو

د تذکره لیکلو د فن په اړوند

یو تذکره لیکونکي ته ښايي ،چې د تذکرې د لیکلو قواعد او دستوري ورته څرګندي وي ،او د تذکره لیکلو د فن په رڼا کې خپله تذکره ولیکي ، بله دا چې د شاعرانو، ادیبانو او لیکوالانو په هکله یي معلومات ډیر وي .که د ادیبانو، لیکوالانو او شاعرانو په هکله په زړه پوري معلومات ولري ،دا به د ده دتذکری قدر هم ډیر کړي .او پر اهمیت به یی اغیزه وکړي ،او که د شاعر داسي شعرونه، ادبی ټوټۍ ورسره وي چې هغه د چا لاس ته نه وي ورغلي ، نو د اهل ذوق د خاوندانو د پاره چې د هماغه شاعر یا ادیب په هکله څه لټوي ،دا به ډیر زړه راښونکي او په زړه پوري موضوع وي ، کومه چې د تذکري لیکوال وړاندی کوي .  هر څوک به د خپلي خوښي شاعر په دي تذکره کې لټوي .د تذکره لیکوني تبصره او ځاني نظر به په کې ګوري . د تذکره لیکونکي قضاوت به د ده د شعرونو په هکله لولي ،که تذکره لیکونکی د هماغه شاعر یا لیکوال داسي ادبي پارچې ،، شعرونه ، نکلونه ، لنډي قیصي ،منظومی او ادبي نثرونه چې د دوستانو سره وي ، هغه یي پیدا کړي وي ، په تیره هغه مضامین او مطالب چې نه وي چاپ شوي ،او هغه د خاص د ذوق د خاوندانو سره وي ،نو په دي توګه یو شمیر هغه کسان چې اهل ذوق دي ،او د شعر و ادب سره مینه لري . دا پټ ادیبان هم د همدي تذکري د لاري چې تذکره لیکونکی پرې کار کوي ،ټولني ته معرفی کیږي ، دا د تذکری پر اهمیت باندی سخت اثر غورځوي ،که معلومات د شاعر ، ادیب ، لیکوال په هکله هر اړ خیزه وي دا به ډیره ښه وي که یو تذکره لیکونکی د شاعرانو او ادیبانو په هکله معلومات نه لري،نو ښا يي چې هرو مرو دا معلومات تر لاسه کړي ،تذکره ښايي په ډیره بیړه هم ونه لیکل شي ،چې په بیړه لیکلو کې دا څرګنده ده چې ، خامخا به په کې نیمګړتیاوي راځي یا پیښیږي ،که تذکره په اوږده موده کې ولیکل شي ،نو لیکونکو ته به دا وخت تر لاسه شي ،چې د ادیبانو په هکله په سړه سینه هر اړخیزه معلومات تر لاسه کړي . یعني د شاعرانو لیکوالانواو ادیبانو د کوچنیوالي څخه رانیولی تر د عمر تر پایه پوري په زړه پوري معلومات راغونډ کړي ،چې اهل ذوق ته د قدر وړ وي ، او لیکونکی هم د نیوکو د ګذارونو لاندي را نه شي . دا دهر انسان خاصه ده چې چې د ادیبانو شاعرانو د ژوند د لوستلو څخه ډیر خوند اخلي ، زما هم د ادیبانو ، شاعرانو ،لیکوالانو ، مخترعینو، فیلسوفانو ،مخورینو ،د ژوند د لوستولو سره ډیره مینه ده ، او همدغه وجهه یعني د لویو خلکو د ژوند لیک د لوستلو څخه می دا څو ټکي د تذکره لیکلو او اصولو ، او قواعدو په هکله یاد کړي ،نو د موضوع نه لیري نه شو ،کوم مضمون چې څوک هغه په ژور سوچ لولي نو دا واضحه ده ، چې د نیوکو اړخونه ورته په آسانه په ګوته کیږي ،په همدي ډول لوستونکي د ادیبانو ، د کارنامو څخه چې په ژوند لیک کې راغلي خوند اخلي ، او د دوي په ژوند باندی د تذکره لیکونکي قضاوتونه او ځاني تبصري په ادبي پرداز او الفاظو کې لولي ،چې د لوستلو څخه یي ،د دغه اړخونو احساس په خلکو کې پیدا کیږي ،اخلاقي، تربیوی ،تعلیمی ،اصلاحي فلسفي ،او انساني احساس په خلکو کې پیدا کیږي ، او د علم او معرفت د هڅونۍ اړخونه هم په کې وي ،د شعرونو او مطالبو د انتخاب په هکله ښایي چې ضروري هغه شعرونه ،لنډي قیصي ، ادبي ټوټۍ ،چې د ټولنۍ د پاره ډیر ضروری وي ، او ښه پیغام ولري ، او یوه سالمه روحیه د ځوانانو د پاره ورکوي ، یعنی داسي اشعار مطالب انتخاب شي ،چې په عین وخت کې چې دشاعرانو ژوند لیک لیکي ، نو د شاعر ، یا لیکوال د ښه اشعارو ، مضامینو او مطالبو څخه په استفادي سره یو ښه پیغام د ټولني د پاره ورکړي ، او تذکره لیکونکی خپل حسن د انتخاب هم لوستونکو ته وښایي ، په دي کې ځای د شک نشته ،چې ډیر شاعران او لیکوالان په بیلو بیلو اړخونو کې په زړه پوري مطالب لري ، نو تذکره لیکونکي د شاعر د شعرونود نمونو په ترڅ کې داسي نموني انتخاب کړي چې ټولني ته تعلیمی،تربیوی،اصلاحي،فلسفی،علمی،انتباهي ،احساس او درس او درک ورکړی ،بله دا چې په تذکره کې د شاعرانو څو نموني د شعرونو ، ادبی ټوټو، ادبی نثرونو ، نمونۍ راشي ،که څه هم چې د تذکری د حجم د زیاتوالي سبب وګرځي ،ولی چې یو مضومن شعر یا ادبی پارچه د یو شاعر راشي، او هغه هم ضعیفه وي ، دلته د شاعر قوت کلام او پراخ نظری په کې نه ښکاري ،حال دا چې هماغه شاعر به ډیر اوچت شعرونه ،ادبی پارچي ، نثرونه ، څلوریځي ،او د شعر په هر فن کې به هر څه په قوت سره لري ،که شاعر نه وي لیدلی ،نو د دي تذکري نه په هماغه کیفیت او اندازه چې تذکره لکونکي ور پیژندلی نو شاعر پیژني ،په داسي حال کې چې شاعر به په نورو اړخونو کې د شعر لکه : اصلاحي ، تعلیمی،تربیوی،تصوفی،فلسفی ،عشقي ،انتباهي ،او د علم او معرفت په هڅونۍ کې په زړه پوري اشعار او مطالب لري ،چې د شاعر بڼه او اصلی څیره په داسي نمونو کې ښه بریښي ،څومره چې نموني ښي وي هماغومره شاعر اوچت معرفی کیږي یا ښودل کیږي ، داسي هم نه چې ګوندی ټوله تذکره دي د یو شاعر په شعرونو ډکه شي ، خو د دي وینا څخه روح د مطلب دا دی ،چې په څو پارچو کې صحیح انتخاب وشي ،او د ټولني ضرورت هم په نظر کې ونیول شي ،ځکه چې په دي انتخاب بیا راتلونکي قضاوت کوی ،ښایي انسان د تاریخ دي اړخ ته هم نظر وکړي ،که د تذکرې د لیکونکي څخه ګڼ شمیر شاعران پاتي کیږي ،دا به د هغه عدم معلومات په دي فن کې وي ، د بله طرفه د نیوکو د ګذارونو لاندی راځي د تذکری د لیکونکي  ټولنیز سلوک یا اړیکي د نورو سره ده ته ډیر پټ ادیبان را په ګوته کوی ،ټولنیز سلوک د تذکره لیکونکي په معلوماتو کې د ادیبانو په هکله زیاتوالۍ راولي ،د ده ناسته ولاړه د درنو خلکو او مخورو او ادیبانو سره ، د ده  دپاره دا وخت تر لاسه کوي چې د شاعر ، ادیب، ، او یا لیکوال په هکله ښه معلومات وړاندی کړي ،دا چې د وخت او زمان ژوندی شاعران په تذکره کې راوړي چې د ده تر وخته ژوندی دي ،نو د دي کار د پاره پورتني قواعدو ،او دستورواو اصولو  ته اړتیا ده ، د جهاد نه د مخه یعني د ۱۳۵۷ کال نه په آخوا چې څه تذکرې لیکل شوی ، تر ډیره بریده د دي دستورو او قواعدو مراعات په کې شوي ،خو د جهاد په دوران کې یا وروسته د جهاد څخه چې کومی تذکرې لیکل شوي ،په هغو کې د دي دستورو او قاعدو مراعات نه دی شوی ،او شاید یو علت یی هم داوي چې د تذکرې د چاپ او حجم د زیات والي له وجهي څیني کسان ونه شي کولای چې چې دا دستوري مراعات کړي .

د عبرت ګذر ګاه

له ســترګو می د اوښــــکو دریابونه ، لـــکه باران ځي

چې وینمه له مخي می ، څــــه خواږه خواږه یاران ځي

د عبرت نښـــي به نور څـــه وي ، ګذر ګــاه کې د دنیا

یو په یو چې مو لــه مخي ، هره ورځی آشــــنایان ځي

پښــیمانه د هفــــــــــتو ، مـیاشتو، ورځـــــو او کـــــلَویم

ځکه هر لمحه د خولي نه می ، آهـــــــونه او افغان ځي

بی قدرۍ او بی ارزۍ کې ، ښه وخــتونه رانه تیر شول

چې د عمر په بازار کـې ، اوس هر څه رانه ارزان ځي

په ویره ویره درومومم ، په هـــر ګرزونې ، او پیچومو

چې دیوان په قـــــــــافلو کې ، په څیره کـې د انسان ځي

چې په لاره تیریدل ، ښـــایسته ښــــــــــــــایسته ، مخونه

اوس د وهم دې کـــــــوڅو کې ، اهرمن او شیطانان ځي

د عزلت په ګوټ کې ناست یم ، له هر څه نه بی پروا یم

خو قدرت د هنـــګامو پســـــــي ، څــــــو تنه نادانان ځي

هر مشرب د سر بازۍ ، د خــــود فروشو ، خاصه نه ده

د وطن په میــــــنه مست هم ،څو بیــــخوده ، عاشـــقان ځي

لا به ډیری جــــــنازې ، د معرفت دلـــــــــته کې ، وشي

که تیارو کــــــــــــې مو د جــــــهل ، د علم طـــالبان ځي

دښمــــــنانو په خپل پوهه ، ښـــه وختونه مـــــــهار کړي

هر لمحه زمونږ له مـــــــخي ، فرصــــتونه د دوران ځي

دا آرمـان به مــــــو دسولي ، په هیڅــــــــــکله پوره نشي

چې د اَمن فیصــلي ته ، بیســــــــواده شــــــــوده ګان ځي

د ضمیر او د وجـــــدان له محکمی نه به ، خلاص نه شو

که نا هیلي زمونږ له دَر څخه ، بی وزلي او خواران ځي

د ګلـــــــــونو په اســرارو پوهیـدل هم ، کـــــــــرامت دی

پوهـــــــیدو د دغي رمــــــز ته ، تل تر تله بلـــــبلان ځي

دا چا راته وژلي ، دا د دي لارې مشــــــــــــــــــــــعلونه

چې په تورو تروږمو کې مو د هــــیلي کـــــــــاروان ځي

خاوندان د علــــم وفـــــن یي راته ټـــــــــوله زندۍ کړي

خامخـــــــا به د قسمت و فیصــــلي ته ،لیونــــــــیان ځي

څوک مــعراج د انســـــانیت ، معرفت په رڼا غـــــواړي

څوک له خپل جهل او جها لـته ، په لاره د حــــیوان ځي

Comments
Loading...