د محمدګل خان مومند ژوند- ژواک او اندونه/حبيب الله غمخور

0 66

په کلن کي دوزير محمد گل خان دملي هڅودياد په وياړ غونډي  ته زما ليکنه:

دمرحوم وزير محمد گل خان مومند ملي او علمي هڅې دنوروله  نظره

د لوي څښتن  په نامه  

چې ته پيدا سوې تا ژل خلکو خندا کړه

داسي ومره چې ته خاندې خلک ژاړي

د جرمني دکلن په ښارکي دکنړ کلتوري ټولني دمشر تابه جرگېغړو،اوددې درنې يادغونډي برخه والو!

په زياته خوښۍ موخبر او بلنه تر لاسه کړ ه ،چي ستاسو دفرهنگیټولنې په ابتکار دمحمدگل  خان مومند ژوند ژواک  او اندونه تر نامه لاندي دجرمني دکلن په ښکلي ښارکي تاسوديوې درنې اوشاندار ه يادغونډييا سميناردجوړېدوکوربانه ياست .

دپښتو ژبي دوتلي  ليکوال ،شاعر ،اديب اوسياستوال يادغونډي  درنو برخه والو!

اجازه راکړئ تر هرڅه وړاندي تاسو اوستاسو له لارې دټولو د فرهنګ،ادب او يومټي  افغانستان د پالندویانو اومينه والو،په ځانګړې توګه د کنړ دکلتوري ټولنې دمشر تابه جرگې غړو اوپدې  پر تمينه غونډه کي راټولشويو درنواودقدر وړفرهنگيانو اوفرهنگپالو ته د ځان اوپه سويډن کېددوستۍ کلتوري ټولنې ،دمالموښارکي دافغانانو علمی اوفرهنگي مرکز او آريانا کلتوري ټولنی دمشرتابه جرگو اوپرديسوافغانانوتاوده سلامونه اونېکي هيلي تر تاسو پوري درورسوم .

موږ ټول  ستاسو پدغه فرهنگي لويه ياد غونډه کي ځانونه ستاسواغلو او ښاغلوسره  شريک بولو اوستاسودټولنې مشرتابه اوفرد، فردغړي ته  ددېدرنې يادغونډي دجوړېدوله امله په افغاني مينه  دمبارکۍ په ويلو سره  دلوي خداي له دربارنه ددې غونډي دبريالي پاي ته رسيدو اوتاسو ته دلازياتو  برياوغوښتنه کوم .  

سره له دې چې ددې علمی اوسياسي متفکر  اوفرهنګي شخصیت دکار اوژونددټولواړخونو راسپړل اوڅېړل به له هيواد نه په ليري شرايطوکي ددې علمي سمينار تر حوصلې وتلی کاروي موږ په دې باورلرو چې پدېدرنه روانه  علمي او ادبی غونډه کي به  تاسودرنه  مېلمانه اوتکړه ليکوال دمرحوم  محمد گل خان مومند  دکار او ژوندهغه اړخونه روښانهاوراوسپړي کوم چې  په هغه باندي زموږ دنوی نسل خبرېدل اړين کاردي . زما په اند اوباور ارواښاد محمد گل خان مومند ژوند،زيار اوهڅي که مي زياتی  نه وي کړي هغه دملي وحدت او وطنپرستي دمکتب په څير دخپل ژوند په ټوله موده کې دپښتوادب  دپراختيا،روښانتیا اودغه راز  دملي سیاست په ډگرکي ديادولو اوافتخار وړ گامونه اوچت کړي دي  اوپدېلارکښي ئي دعملي کارونو ترڅنگ دقلم په مټ ډېري زياتي  ليکنی کړياوپدې ادبي اوعلمی چوپړکښي ئې  ډېرې خولې توي کړې دي .

د دغه شان ملي اوعلمي څېرواو شخصيتونو یاد ژوندی ساتل  اودهغو دآثاروخپرول او ورسره جوخت د هغوي له علمي اوملی احساس  له فیضنه ځانونه اوځوان نسل  خبرول زموږ د ټولو فرهنګپالو افغانانو اوفرهنگیټولنوملي او انساني دنده بلل کيږي . ځکه خود ګران افغانستان پدې زړهبوژنوونکو اوغم لړلو شرايطوکښي چې هرې خوادجگړې اوافغان وژنېاور بل دي دغه شان یوه علمي اوهېوادپالونکې هڅه دډير زيات دستاینېاوقدر وړکاردی .

زما له نظره دپښتنو يوه تېروتنه داده چي دخپلو شخصيتونو په اړونددقيق اوکره معلومات نلري .اقرار به وکړم چې ستاسو ددي درانه سمېنارپه برکت زه ديته مجبور سوم هغه څوک نور هم وپېژنم چې ډير پخوا یيپه ښوونځۍ کي بايد راپيژندلی واي .

یو شاعر وايي :

یوبل په کاڼو ولو یودبل وینو ته ناست یو

په مونږ کې دنفاق او نفرتونو ارزاني ده

درنو دوستانو

اغلواو ښاغلو!

ارواښادمحمد گل خان مومند دپښتو ژبي ،دادب اوشعرپه برخه کي  دقلم چلولو تر څنگ يومبارز اووتلې څېره وه .  هغه د ژوند په اوږدوكې د افغانانو دروا حقوقو په خاطر مبارزه كړې او په دغه لاره كې يېډېركړاوونه اوزحمتونه زغملي اوگاللي دي .

محمد گل خان مومند دخپل عمر ټوله برخه د گران هيواداودهيوادځوان نسل ته وقف کړه . هغه علاقه لرل اوددي لپارئي تلاښ کاوه  چي ځوان نسل پداسی روحيه  وروزل  شي چي دده په وينا دهر څه نه لمړۍ بايديو تل پاتۍ افغان وي،بيا ديوه ملت پال زلمی په توگه دنړۍ دکاروان څخه شاته پاته نشي،په علم ، پوهه او ملت پالنه کښي دچاغلام نسي، که ئې دجگړيپه ډگرکی بريا گټلې وي  نوپه سياست کی ئي بايلل ورته پيغورمعلوم شي .هغه پښتون زلمی ته دخپلي مورنۍ ژبې زده کړي ،په هغې پوهېدل اودعمرپه ټولو برخوکي هغې ته ددرانوي درس ورکاوه . دا پدې معنا نه وه چې گويا هغه دنورو ژبو دتکامل اوپر مختگ سره مخالف وو.

هغه پدې باور وچي  افغان زلمی په آدب،کلتور،فرهنگ،ټولنيزو اړيکو،لهوطن  سره مينه  انسان  ته په درناوي اوملي شهامت کي تر هيچاشاته پاته رانشي،بشري عاطفه ،انسان دوستی اونوع پرستي هيره نکړي . دهغه په نظر يوه مور بايد خپل ماشوم  په وړکتوب کښي  دوطن او انسان سره دميني په روحيه  وروزی  .

دده هلی ځلې که دپښتو ژبي دغښتلتيالپاره  دارزوني وړ دي چي زما دبحث موضوع نده ،ولې پدې لار کي یې نه هيرېدونکي خدمت کړې .

زه د وزير محمد گل خان پر ژوند ليک،علمی اوفرهني هڅونه ږغېږم ځګه تر ماوړاندي دوستانو په تفصيل پدې برخه کي معلومات درکړ او زما دليکنې موخه نده .

دومره وايم چې دخپلي ژبې دپياوړتيا لپاره هڅي دبلي ژبې سره دد ښمني علامه نده .دهمدې علمی اصل پر بنياد یې دپښتو ژبې دغښتلتيا او پياوړتيا لپاره علمي او ادبي هڅې کولې .

زما له نظره محمد گل خان مومنديوله هغو سياست والوڅخه ووچي نه يوازي ئې په سياسي ليکنو اومقالوکښي ددولتی کاروبار دپايلو اوملي يووالی پروسې  دغښتلتيا لپاره دهر مخالف پروړاندي نه پخلاکېدونکې مبارزه کول،بلکي په دولت کي ئي هم دهرچا په وړاندي ظلم ،ستم په کلکه غانده .

په حقيقت کي محمد گل خان مومند يوله هغو شخصيتونوڅخه وچي دقومي بي اتفاقیو، ژبني،مذهبی،ا ومنطقوي اختلافاتو،ملي غرورتر پښولاندېکوني سر ه سخت  مخالفت کا وه اوداډول روحيه ورته دتحمل وړنه وه .

ځکه خو هغه نه يوازي اديب اوغښتلی شاعر يادېږي، بلکې ديوې  وتلېسياسي څېرې په توگه به تل دافغان ولس په زړونوکي ددرناوي وړ ځايولري اودهغه په علمی،سياسي اوملي کارناموبه دا ولس وياړي .

وزير محمد گل خان  ټولي هڅې ددې لپاره وې چې دافغانستان په جغرافيايي جونگړه کي ټول مېشت قومونه ارام او هواسا ژوند ولري .

پرې نږ دي چي هيوادکي  دپخوا پشان دقومونو ډلگي دحاکميت پرخلافدملي حاکميت دورانېدو په خاطر راپورته اويا پدي اختلاف کي گاونډيهيوادونه خپلي گټي ولټوي .

دې وطنپال غوښتل چې  هيواد دپخوانيو اغتشا شونو اودمرکزي حاکميت پر وړاندي له توکمي اومنطقوي مخاليفتونو څخه وساتي .

محمد گل مومند يو واحد اودټولو لپاره گډکور غوښت ،هغه دخپلو ټولوامکاناتو نه  چې  لرل  یې دې موخي ته درسيدو لپاره استفاده کول .

دمحمد گل خان  ټولي هلي ځلي ملي ،انساني اوپه افغانستان کي دټولومېشتو اوسیدونکو دارام  ژوند دتامين لپاره وې .

محمد گل مومند نه غوښتل چې دا واحد هيواد  دقومونو داختلاف په جونگړه بدل سي .ځکه یې ددې جونگړې دنړېدو پر خلاف  دخپلي پوهي او ټولو دولتي ،سياسی  امکاناتونه استفاده کول .

تر کومه چي  ما ددې  شخصيت  دکړنو په هکله څېړنه کړې  داراته څرگنده سول  چې نوموړی ته ټول دافغانستان پدې جغرافيه کي اوسېدونکي قومونه  افغانان اودهرقوم دعزت اوعفت ساتلو لپاره یي دخپلو امکاناتونه په استفادې سره کار اوهڅي کړي دي .

ددي ترڅنگ هغه دتاريخ اوتاريخي پېښو په لوستلو سره دې ټکي ته جدي پاملرنه کړې چې  دافغانستان  په ټولو سيمو کي دهيواد دملي وحدت دتامين په منظرو دمختليفو قومونو گډه اوسېدنه به ددې هيواد دملي تفاهم اوملي اتفاق سره مرسته وکړي اوپه کور دننه اوله بهرنه به دهر لاس وهونکي چې غواې زموږ پدې گډ کو ر افغانستان کي کورکی جوړ کړيمخه ونيسي .

دا هغه تاريخي  رسالت دي چي متاسفانه زموږ دملک په تاريخ کي ډيرکم اودگوتو په شمير کسان ورته متوجه سوی چي يو له هغونه تاريخ په خپلو پاڼوکي وزير محمد گل خان ثبت کړی .

وزير محمد گل خان مومند په يوې سيمې پورې منسوب شخصيت نه دى . مومند بابا نه يوازې دا چې په سيمه کې به يې امنيت راوست، بلکې د ملي يووالي د ټينگېدو لپاره يې هم د پام وړ نه هبېرېدونکي کارونه کړى.

محمد گل خان مومند د سولې، سياست او فرهنگ د ډگر اتل وو .

دوزير محمد گل خان ژوندسره له دې چي دپښتو ژبې دپياوړتيااوتاريخياثارو راسپړلوسره تيرسوي،خوپه څنگ کي ئې دسياست اوافغان ولس دسياسي اوټولنيز ژونددبرخليک په هکله هم ژور ي هڅي نه هېږېدونکي اوتاريخي دي  .

هغه دعلميت اوپوهې دډگر نه بېرون يوسياستوال اودنظر خاوند شخصيت وو. ددې څوبعدی انسان اوعالم ژوندته په کتوسره موږ پدې باوريوچې ژونديې دعجيبواوغريبو داستانو ډک تيرسوی چې په حقيقت کښي دده دژوندهره اونۍ اوهره مياشت علمی اوڅېړنيز تحقيق ته اړتيالري،ترڅودهغه دژونددټولواړخونوپه راسپړلوسره زموږ دهيوادځوان نسل ته ديولارښود اوپر ملت مين شخصيت په توگه دهغۀ دعلمی،سياسي اوتحقيقاتی ميراث  وروپېژندل سي اودوې ترېنه گټه پورته کړي .

محمد گل خان مومند د هېواد د نجات نه وروسته د سردار محمد هاشم خان په كابينه كې د كورنيو چارو وزير په توگه وټاكل شو، خو ورسره يېلومړی په ننگرهار ولايت ، بيا پروان كې د تنظيمه رئيس چارې ترسره كړې. په دغو ولايتونو كې چې يې پوره كراري راوستله، نو په ۱۳۱۱ ل كال د كندهار او فراه د ولايتونو د تنظيم لپاره ولېږل شو. په ۱۳۱۳ ل كې د قطغن، بدخشان، مزار شريف او مېمنې د ولايتونو د تنظيمه رييس په توگه وټاكلشو. په هر ځاى كې يې خپله اسلامي او هېوادنۍ دنده په پوره ايماندارۍ او مېړانه سرته رسولې .

په ټول هيوادکي یې دقومونو دگډ ژوند دشرايطو دبرابرولو لپاره نه هېرېدونکي تاريخي کارونه کړې .يو وخت متل ويل یې : ((که مرگ غواړىنو کندوز ته ولاړ شه)) دهمدې د محمد گل خان مومند په مټ هغه ځاى، چېيو وخت ترې خلکو وېره کوله د افغانستان د غلو په گودام واوښت اوس خلک وايي که ژوند غواړي کندوز ته ولاړ سه .

محمد ګل خان مومند د پښتونوالې پر مثبتو رواجونو ټينګارکاوه او نور پښتانه يې هم د پښتونوالې د ګټورو دودونواو دستور باندې ټينګارته هڅول، له  درغلي، درواغو او غوړه مالۍ څخه يې ډېر بد وړل او ويل به يې دا عادتونه او خصلتونه نه يوازې د دين له پلوه غندل شوي، بلكې په پښتونواله كې هم دغو خصلتونو ته د كركې او نفرت په سترګه كتل كېږياو د پښتني فضايلو له منځه وړونكي د ي . ده چې په خپل ژوند كېڅومره سياسي تقوا،پاك نفسي او له قام سره خواخوږي درلوده له نورو خلكو څخه يې هم د دغو فضايلو هيله درلوده اوخلك به يې دغو چارو ته تشويقو ل . وزير محمدګل خان خورا صريح اللهجه او پر حق ټينګ سړىو.

محمد ګل خان پام د قام د ځوانانود تربيې په څنګ كې د قام اقتصادي بهبود ته هم اوښتى و، د هندوكش په شمال كې ډېرې سركاري ځمكېخورا شاړې پرتې وې اوبه بېكارې بهېدلې او شاړې ځمكې ځنګلونهكېدل، د سيمې خلكو د كرنې په كار كې ځانونه ډېر نه زهيرول، د للمېلپا ره ډېر دښتونه او راغونه د دوى په واك كې وو، يوازي یې يوېې اوتخميې له دوى څخه غوښت، نور به نو موسمي بارانونو ددوي كښتونهورپخول، په پراخو دښتود سيمې د خلكو وس نه رسېده چې ټول وكري او حاصل ترې واخلي، خو په افغانستان كې ځينې سيمې په تېره بيا د پښتنو ټاټوبي داسې وو چې غلو دانو يې د سيمې خلك نه شواىمړولاى، ځمكې نه وې چې وكرلې شي، د سيمې خلك به دې ته اړ وه چې د مزدوريو لپاره د هندوستان  ته ولاړ شي اوغنمو جوار له هندوستانه راوړي . محمدګل خان مومند دغه بې ځمكې خلك اوكوچيان په منتونو او زار يو  وروبلل او بې خاونده ځمكې يې د هندوكش په شمال كې پر ووېشلې،ده په دې کړو د هندوكش د شمالي برخو ډېرې بې خاونده او بې حاصله ځمكې یې حاصل خېزې او د وطن بېكاران يې په كار واچول .

د نورو له مزدوريو يې راوګرځول او د خپل ملك په ودانۍ يې اخته كړل،د ملك حا صلات يې زيات او وږې سيمې يې د خپل ملك په حاصلاتو مړېكړلې .

که لوي احمد شاه بابا دغه افغانستان موږ ته په مېراث راپرې ايښی،نو امير عبدالرحمن خان  دخپل دولتي حاکميت دټولو نيمگړتياو سره د لوي احمدشاه بابادميراث ژوندي ساتلو لپاره هم ډېر کارونه کړي . چې دملي وحدت مخالفين او پردې پرسته یې په عجيبو اوغرېبو نومو نو يادوي . تر امير عبدالرحمن  خان وروسته بيا تر هغه چې  ددې هيواد مور یوبل  زوي وزير محمد گل مومند زېږ وی  چې وطن ورته مور اودمور عزت اودرناوي   پرځان فرض بولي ددې مور دوجودپرخلاف ددښمن دهغو حملو مخهونېول چې  ددې وياړلی اوپرټولوگراني مور يو مټی افغانستان  وجود یې دټو ټه کېدو او دبې عزتی مخه یې دتل لپاره ونيول ځکه خو دملی وحدت اوغښتلی افغانستان بهرنيو دښمنانو دخپلو لاسپوڅو اوهغوچې ددې ملي پروسې په پلي کولوسره یې مالی اومادي گټی له خواښ سره مخ سوې دهغه پرخلاف نارواتبليغات پيل چې دا لړۍ تراوسه لاهم روانه ده .

دا چې بيا دمحمد گل خان مومند نه وروسته ددې مور عزت څوک ساتي اويا یې دبي عزتی ننداره کوي داد محمدگل مومند مسوليت نه بلکه ټول دهغو پر غاړه دي  کوم چې ددې مور ( افغانستان )دعزت ساتلو لپاره یې دقربانی ورکولو نه ډډه کړې  او خپل ملی مسوليت یې ندی ترسره کړئ .

مومند بابا په ۱۳۳۴ ل كال د لويې جرگې د رييس په توگه غوره شو او خپله ملي هېوادنۍ دنده يې په ډېره ښه ډول ترسره كړه .

محمد گل بابا د خپل عمر په دوران كې خورا ډېر علمي او عمراني خدمتونه كړي دي . په کندهار كې د محمديه مدرسي تاسيس، د پښتود ادبي انجمن جوړول، د طلوع افغان د ورځپانې پښتو كول، د ښوونځيوودانول، د ځوانو ليكوالو روزنه، د ميرويس نيكه د مزار ودانی، د سړكونو او لارو و جوړول  یې دبېلگې په توگه يادولاي سو .

د پښتنو ټـول ژونـد لـه پېښـو او حوادثـو ډك دى ،كـه څـوك دپښتنوتاريخ په دقيقه توګـه ولـولي، نـو ورتـه څرګنـده بـه شـي، چې دې ملت د خپل ژوند په اوږدوكـې ايلـه كـه څـولسـيزې سـرپه سر په ارامۍ او سوكالۍكې ژوند تېر كړى وي ،نور له مختليفو کړاونوسره ملگري وچې لړۍ یې تر همدا نن ورځي پوري رارسېدلې ده . متاسفانه  پردې غېرتی ولس دومره جګړې  راتپل شوي او له دومره جګړو سره مخامخ شوى او دومره طبيعي بدمرغيو ورته مخه كړې چې د نړۍ ډېر كم  ولسونه  به ورسره مخامخ شوي وي .

تاريخ شاهد دی كله چې پښـتانه دې نـړۍ تـه راځي، نو په ډزو بدرګهكېږي او هغه بلې دنيا تـه هـم ډېـر د ډزوله كبله لېږل کيږي . د پښتنومعاصر تاريخ د خونړيـو جګـړو شـاهددى ،دا جګړې  د نړۍ د ستر ښكېلاك (انګرېز) اوراوروسته دنړۍ هرزبرځواک له خوا زموږ پر ولسراتپل شوىدي .

خو څرنګه چـې زمـوږ  ولـس د تـوری مېړنـى دى، نـو د جګـړې ډېرېبرياوې يې په برخه شوي دي . ددې سره يـوپـوه وايـي : ((پښـتانه يـې په توره ګټـي اوپـه سياسـت يـې بـايلي)).  

خـو لـه دې سـره ،سره بيا هم پښتانه داسې اتلان لري چې هم يې تـوره چلـولې اوهم قلم ، هم د عمل د ډګر توريالي وو او هم د پوهې او تـدبير . لـه امير كروړ ،جهـان پهلـوان نـه نيـولې تـر شېرشـاه سـور ي، بايزيـدروښان، خوشحال خان خټك، ميرويس نيكه، لوى احمدشاه بابا پورې ټول د تورې اوقلـم، پـوهې اوتـدبير اتـلان تېـر شـويدي . په اوسني عصركې موږ يو بـل اتـل هـم لـرو، چـې هغـه هـم دتېرو مشرانو په شان د تورې او قلم ، فكر او پوهې د لوي ېشتمنۍ خاوند اتل محمد ګل خان مومند دى . د هېواد د خپلواكۍ لپاره پر مېړانې سربېره محمـد ګـلخـان مومند د سقاوي اغتشاش د تورې دورې په لـه منځـه وړلـوكـې هم لوى لاس درلـود او هېـواد يـې د جهـل، نـاپوهۍ او فسـاد لـه  منګولو څخه په ډېره لنډه موده كې خلاص كړ .

مومند بابا ديونه بدلېدونكي نظر او ارادې  خاوند وو، په سختۍ او نرمۍپه خزان او بهار، لنډه دا چي په هر ډول حالت كي پرخپل هوډاوپښتونواله لكه غر ټينگ ولاړ وو.

ده لكه د تېرو مېړنيو پښتنو غوندې د پيسو پر ځاى كيسې گټلې او پهسرمايه اوپيسو پسې نه گرځېدى، همدا لامل وو چې تل به د كابل په يوه كرايي كور كي اوسېده او تر مرگه هم په كابل كې د كوم كورگي خاوند نه شو، تر دې چي سا يې هم په بل كور كې وختله او همدا حالت د ده لوى وياړ او امتياز گڼل كېداى شي .

د محمـد ګـل خـان مومنـد دشخصيت ژوند او اثارو په باب يو شمېر بهرني  او كورني وليكوالو څه ناڅه ليكنې كړي دي، خو دا ليكنې دومره جامع اوزياتې نه دي، چې د وزير محمد گل خان مومند د شخصيت او انـدو ژونـد په اړوند پـوره معلومات ترې واخيسـتل شـي. خـو پـه ولـس او زمـوږ د خلكـو پـه  زړونو او فكرونوكې د هغه په باب ډېـري كيسـې ،روايتونه ، نكلونه شته، يادونه،خاطرې او ډېـرې نـورې نـاليكلې خبرې دافسانو په توگه ناچاپه پاته دي  .

دهرڅه نه وړاندي مي مشوره داده چې خپل تاريخي شخصيتونه دهغوي دمخالفينو په هنداره کي هم وڅېړ و . ما ته دمحمد گل مومند شخصيت دقدر وړدي کله چې مي دده په هکله دپښتنو ليکوالو ليکنې ولوستلې پرېپوه سوم چې دې شخصيت  دکوم ملي احساس له مخې دا نه ستړي کېدسونکي هلي ځلي کولې .خوکله چې مي ددې غښتلی ملي شخصيت دمخالفينو چي په واقعيت کي دهغه نه بلکي  دهيواد دملي يووالي، ملي وحدت اوددې هيواد دځمکنی بشپړتيا دښمانانو چې دپردو لاسپوڅيورته ويلاي سو،ددې شخص په هکله له واقعيت نه ليري دروغجن  معلوماتتر همدا اوسه پوري نشروي.

تر کومه چې محمـد ګـل خـان مومند د سقاوي اغتشاش د تورې دورې په لـه منځـه وړلـو كـې مهم رول لوبولی،له همدې امله دسقاو دزوي دتوري دورې پلويان  تر اوسه دمحـمدگـل خان مومنـد پر خلاف ليکنې اوتهمتونه وايي .

دبېلگې په توگه در آیینـۀ تاریـخ تر نامه لاندي محمد مرادی چې کاملا يو ايراني پلوه ليکوال دي  ليکي :

شاید بسیاری از خواننده‌گان عزیز اسم «محمدگل خان مومند» را شنیده باشند. زمانی که نادرخان، پدر ظاهرشاه به کابل آمد و به حاکمیت کوتاه و نوپای «حبیب ‌الله کلکانی» پایان داد، اسم محمدگل خان مومند مطرح شد،چون او یکی ازحامیان نادرخان وبازوی پُرتوان اوبه شمار میرفت . مومند پس از کشته شدن نادرخان و آغاز دورۀ سلطنت محمدظاهرشاه،به مقامات بالای دست یافت که تقرر او به عنوان وزیرداخله در کابینۀ «محمدهاشم خان» صدراعظم و عموی ظاهرشاه،یکیاز آنان بود. او پس از خوش‌خدمتی فراوان به دربار، به سمت‌ های بالاتریرسید و سال‌های مدیدی در چندین ولایت افغانستان از جمله قندهار، فراه، هرات، بدخشان، فاریاب و بلخ، به عنوان رییس تنظیمه که در آن زمان یک پُست و مقام مافوق بود، فعالیت کرد. مومند مدتی در سمنگان، کابل و ننگرهار نیز حضور داشت و فراتر از توقع دولت مرکزی، اهدافیرا که برای آن مأمور شده بود، به‌سر رساند. مومند یکی از طراحان جابه‌جایی و اسکان هم‌تباران خود از یک منطقه‌ به‌ منطقۀ دیگر بود. در حقیقت او پس از عبدالرحمان، دومین نفری بود که به استقرار کوچی‌هادر ولایت ‌های شمالی افغانستان مبادرت ورزید؛ البته با این تفاوت که مومند، در یک برنامۀ آرام که اکنون به «جنگ نرم» شهرت دارد، اقدام به این جابه‌جایی کرد.

کسانی که با سبک نوشتن نگارنده این سطور آشنایی دارند، تمام اشکال قوم‌گرایی و تعصب حتا از نوع دینی و مذهبی آن، در نوشته‌هایشمردود و محکوم است. اگر در این یادداشت از تعصب محمدگل خان مومند سخن به میان آمده است، این بدان معنا نیست که در جایدیگری از کارنامۀ دیگران مثل حبیب ‌الله کلکانی انتقاد نکند و نکرده باشد.

به هر حال، یکی از تعهداتی که محمدگل خان مومند از هم‌ تباران خود برای انتقال به شمال افغانستان و واگذاری امتیازاتی مثل علفچر و چراگاه و زمین‌های زراعتی و کشاورزی، می‌ گرفت، حفظ سنت‌ هایقبیله یی و تعهد به فرهنگ «پشتون‌ولی» بود. مومند چنان به زبان پشتو تعصب میورزیدکه اگر یکی از پشتونها با او به فارسی صحبت می‌کرد،چهرۀ خودرا از او برمی گرداند و یا اگر بر سر سفره‌اش نشسته بود، برمی‌خاست و خانۀ میزبان خود را ترک می‌کرد .

دامتعصب ليکوال هغه قيصه دري ژباړي  کوم چې  يووخت  وزیر محمدګلخان د هېواد د شمال کوم ولایت ته سفر کړی وو؛ هلته د ناقلینو له ډلېد کوم پښتون میلمه شوی وو، د ډودۍ پر مهال ناقل پښتون خپل زوی ته وویل:(برو بچیم دسترخوان بیار) پر وزیر محمد ګل خان ډېره بده ولګېده؛ له ځایه پاڅید ویې ویل: ته موږ دلته را استولی یې،ځمکه پوله پټی مودرکړی تر څوپه شمال کې پښتانه میشت شی، د دې هېوادقومونه سره په دې هېواد کې وپاشل شی، ته په ځای د دې چې پښتواو پښتونوالې وپالی پښتو دې هېره کړی او غیر پښتون شوی یې .

دلته یې هغه پر کاغذ ليکل  سونورو بېلگوته هم اشاره وسي  :

دوزير محمد گل خان دملي اوعلمي شخصيت په اړوند نورو ليکوالو هم ليکنې کړي دبېلگې په توگه :

د بهرنيو پوهانو له ډلې څخه يو هم  دډاكټر پيچكا چكوسـلواكيايي عالم  د محمد ګل خان مومند يادونه كوي، هغه د پښتو يو لوى عالم بولي او په خپل اثر ((پښتو خج څېړنـه )) كـې د محمـد ګـل خـان مومند له اثارو څخه ګټه اخلي .

مشهورعالم اوسياستوال د عبدالروف بېنوا هغه د پښتنو د يو مشر او مبتكرليك وال په توګه  راپېژني او په ((اوس ني ليكوال )) كې يېېپېژندنه داسې كوي : (( خو دلته دى د وزير يا رئـيس پـه حيـث نـهمعرفي كوو، بلكې دلته درته د پښتنو، پښـتو او پښـتونولۍ د يـوهلېوال مشر او مبتكر ليكوال په نظر ګورو . مبتكر ي يې ځكه بولو، چې ده د پښتو ژبې د ليكنې او ګرامر لپاره له ځانه دتورو نوي شكلونه او نوي تعبيرونه منځته را ايستلي وو، چـې د ده ځينې اثار په همغو اشكالو او تعبيرونو چاپ شوي هم دي .))

(( پښتونستان)) نومي اثر ليكوال، عبـدالمنان دردمنـد يـې د پښتنو د نوميالي مشر په توګه راپېژنـي .

د ((زمـو ږ غازيـان )) مولف محمد ولي زلمى يې د مل ي مشر، س تر خدمتګار، د پښتو ژبې د پالونكي او غازي په توګه رامعرفي كوي .

استاد محمد اصف صميم يې د يو بشـپړ پښـتون كركټـر او دخپلوايډيالونود اتل (زما اتل ) په توګه راپېژني او همدارنګـه نور ليكوال يې په نورو درنو نومونواوالقابويادوي .

خو څرنګه چې په عمومي ډول افغـاني ټولنـه لـه ليـك لوسـت څخـه بېبرخې ده، نو هغومره چې زموږ د اتلانو په باب زموږ دخلكو په زړونو او فكرونو كې يادونه پراته دي، هغومره نـه دي ليكـل شـوي او چاپ شوی .

دغه ستر پښتون بابا او ملي شخصیت پر پښتون قام او کهول باندیحق لري چې باید د هغه د هلو ځلو، زیار او زحمت منندوی اوسي اوتل یې درناوي وکړی .

خو افسوس دا چې زموږ د وخت حاکمانو او امیران د خپلې سياسي بقا او پناه په منظور د ناوړو مصلحتونو په خاطر ددا ډول سترو او باتورو، درنو اوغښتلو مشرانو تش نوم هم په خپلو ویناوو کې ندي اخیستی .

زه پدې باب د هغوي څخه کومه توقع نه کوم.البته توقع او غوښتنه مې له پښتون قام په ځانګړې توګه له روڼ اندو ویښو او لوستو پښتنوځوانانواو سياستوالو څخه دا ده چې د وزیر بابا په شان خپل درانه مشران باید هیر نه کړي او د هغوی لاره او فکر دزما دشرايطو په نظر کي نولوسره د خپل سياسي ژوندسر مشق وګرځوي .

په اخيرخپلي خبري د نگيال صاحب پدې رښتيانيو ټکورانغاړم چې وايي : ((دازمونږدقام بدقسمتي ده چي مونږ خپل مړی ژوندي کوواوخپل ژوندي وژنو)) دارښتياده چي موږ خپل ژوندي وژلي او وژنو يې ،خومړی موډيرلږ څه چي بېخی لږ  ژوندي ساتلي دي . په موږ کي چي څوک مړسيهغه پړسي دابيادپېړيودنصيبونوخبره ده چي کله ناکله په چادژوند وږمهولگېدلې ده او کوم چا ياد کړ .داچي په يوه دومقالوموږ يومړی ژوندیساتلاي سوهسی ځان خوشحالوو.گنې حقيقت دادی چي موږلهمړواوژونديودواړوسره جفاکړې ده.

اغلواوښاغلو!

هيله مي داده چي پدغه علمي اودرنه يادغونډه کي دښاغلي محمد گل خان مو مند دملي ، سياسي،فرهنگي او آدبي چوپړ پر ارزوني  اوددې لويشخصيت پردرناوۍ سر بېره  دهغوله چاپه پاته اثاروپه هکله دلارو چارو وسنجولو په اړوند گټورگامونه  اوچت شي  . دابه دټول افغان ولس په ځانگړې توگه دپښتنولپاره دلوي افتخارځاي وي چي دا کار ترسره  اوناچاپه  اثار یې دچاپ بخت  ومومي .

ستاسوددې درنې ياد غونډې له تريبون  څخه په استفادي سره په افغانستان کي دولتی  مشرتابه او اړونده چارواکوته وړانديز کوم  چي :

دکابل په ښارکی دي يوه علمي مؤسسه او واټ دوزير محمد گل خان په نوم ونومول شي .

زه  يو ځل بيا تاسو ددې درني غونډي اوعلمي سيمنارجوړونکو اوبرخوالو ته پدي ملي او فرهنگي چوپړکي دلوي خداي له دربارنه دزياتو برياليتوبونوهيله کوم . اودپښتو ژبي دغه ستر اديب ، شاعر ،ليکوال او غيرتي سياست وال  پاکي  روح ته ددعالاس پورته کوم .روح دې ښاد اوياد دې ابدي وي . ومن الله التوفيق  

Comments
Loading...