د تذکره لیکلو د فن په اړوند/سید عبیدالله نادر

0 19

یو تذکره لیکونکي ته ښايي ،چې د تذکرې د لیکلو قواعد او دستوري ورته څرګندي وي ،او د تذکره لیکلو د فن په رڼا کې خپله تذکره ولیکي ، بله دا چې د شاعرانو، ادیبانو او لیکوالانو په هکله یي معلومات ډیر وي .که د ادیبانو، لیکوالانو او شاعرانو په هکله په زړه پوري معلومات ولري ،دا به د ده دتذکری قدر هم ډیر کړي .او پر اهمیت به یی اغیزه وکړي ،او که د شاعر داسي شعرونه، ادبی ټوټۍ ورسره وي چې هغه د چا لاس ته نه وي ورغلي ، نو د اهل ذوق د خاوندانو د پاره چې د هماغه شاعر یا ادیب په هکله څه لټوي ،دا به ډیر زړه راښونکي او په زړه پوري موضوع وي ، کومه چې د تذکري لیکوال وړاندی کوي .  هر څوک به د خپلي خوښي شاعر په دي تذکره کې لټوي .د تذکره لیکوني تبصره او ځاني نظر به په کې ګوري . د تذکره لیکونکي قضاوت به د ده د شعرونو په هکله لولي ،که تذکره لیکونکی د هماغه شاعر یا لیکوال داسي ادبي پارچې ،، شعرونه ، نکلونه ، لنډي قیصي ،منظومی او ادبي نثرونه چې د دوستانو سره وي ، هغه یي پیدا کړي وي ، په تیره هغه مضامین او مطالب چې نه وي چاپ شوي ،او هغه د خاص د ذوق د خاوندانو سره وي ،نو په دي توګه یو شمیر هغه کسان چې اهل ذوق دي ،او د شعر و ادب سره مینه لري . دا پټ ادیبان هم د همدي تذکري د لاري چې تذکره لیکونکی پرې کار کوي ،ټولني ته معرفی کیږي ، دا د تذکری پر اهمیت باندی سخت اثر غورځوي ،که معلومات د شاعر ، ادیب ، لیکوال په هکله هر اړ خیزه وي دا به ډیره ښه وي که یو تذکره لیکونکی د شاعرانو او ادیبانو په هکله معلومات نه لري،نو ښا يي چې هرو مرو دا معلومات تر لاسه کړي ،تذکره ښايي په ډیره بیړه هم ونه لیکل شي ،چې په بیړه لیکلو کې دا څرګنده ده چې ، خامخا به په کې نیمګړتیاوي راځي یا پیښیږي ،که تذکره په اوږده موده کې ولیکل شي ،نو لیکونکو ته به دا وخت تر لاسه شي ،چې د ادیبانو په هکله په سړه سینه هر اړخیزه معلومات تر لاسه کړي . یعني د شاعرانو لیکوالانواو ادیبانو د کوچنیوالي څخه رانیولی تر د عمر تر پایه پوري په زړه پوري معلومات راغونډ کړي ،چې اهل ذوق ته د قدر وړ وي ، او لیکونکی هم د نیوکو د ګذارونو لاندي را نه شي . دا دهر انسان خاصه ده چې چې د ادیبانو شاعرانو د ژوند د لوستلو څخه ډیر خوند اخلي ، زما هم د ادیبانو ، شاعرانو ،لیکوالانو ، مخترعینو، فیلسوفانو ،مخورینو ،د ژوند د لوستولو سره ډیره مینه ده ، او همدغه وجهه یعني د لویو خلکو د ژوند لیک د لوستلو څخه می دا څو ټکي د تذکره لیکلو او اصولو ، او قواعدو په هکله یاد کړي ،ځکه بار بار می د شعراوو ژوند لیک لوستی او تری می خوند اخیستی نو د موضوع نه لیري نه شو ،کوم مضمون چې څوک هغه په ژور سوچ لولي نو دا واضحه ده ، چې د نیوکو اړخونه ورته په آسانه په ګوته کیږي ،په همدي ډول لوستونکي د ادیبانو ، د کارنامو څخه چې په ژوند لیک کې راغلي خوند اخلي ، او د دوي په ژوند باندی د تذکره لیکونکي قضاوتونه او ځاني تبصري په ادبي پرداز او الفاظو کې لولي ،چې د لوستلو څخه یي ،د دغه اړخونو احساس په خلکو کې پیدا کیږي ،اخلاقي، تربیوی ،تعلیمی ،اصلاحي فلسفي ،او انساني احساس په خلکو کې پیدا کیږي ، او د علم او معرفت د هڅونۍ اړخونه هم په کې وي ،د شعرونو او مطالبو د انتخاب په هکله ښایي چې ضروري هغه شعرونه ،لنډي قیصي ، ادبي ټوټۍ ،چې د ټولنۍ د پاره ډیر ضروری وي ، او ښه پیغام ولري ، او یوه سالمه روحیه د ځوانانو د پاره ورکوي ، یعنی داسي اشعار مطالب انتخاب شي ،چې په عین وخت کې چې دشاعرانو ژوند لیک لیکي ، نو د شاعر ، یا لیکوال د ښه اشعارو ، مضامینو او مطالبو څخه په استفادي سره یو ښه پیغام د ټولني د پاره ورکړي ، او تذکره لیکونکی خپل حسن د انتخاب هم لوستونکو ته وښایي ، په دي کې ځای د شک نشته ،چې ډیر شاعران او لیکوالان په بیلو بیلو اړخونو کې په زړه پوري مطالب لري ، نو تذکره لیکونکي د شاعر د شعرونود نمونو په ترڅ کې داسي نموني انتخاب کړي چې ټولني ته تعلیمی،تربیوی،اصلاحي،فلسفی،علمی،انتباهي ،احساس او درس او درک ورکړی ،بله دا چې په تذکره کې د شاعرانو څو نموني د شعرونو ، ادبی ټوټو، ادبی نثرونو ، نمونۍ راشي ،که څه هم چې د تذکری د حجم د زیاتوالي سبب وګرځي ،ولی چې یو مضومن شعر یا ادبی پارچه د یو شاعر راشي، او هغه هم ضعیفه وي ، دلته د شاعر قوت کلام او پراخ نظری په کې نه ښکاري ،حال دا چې هماغه شاعر به ډیر اوچت شعرونه ،ادبی پارچي ، نثرونه ، څلوریځي ،او د شعر په هر فن کې به هر څه په قوت سره لري ،که شاعر نه وي لیدلی ،نو د دي تذکري نه په هماغه کیفیت او اندازه چې تذکره لکونکي ور پیژندلی نو شاعر پیژني ،په داسي حال کې چې شاعر به په نورو اړخونو کې د شعر لکه : اصلاحي ، تعلیمی،تربیوی،تصوفی،فلسفی ،عشقي ،انتباهي ،او د علم او معرفت په هڅونۍ کې په زړه پوري اشعار او مطالب لري ،چې د شاعر بڼه او اصلی څیره په داسي نمونو کې ښه بریښي ،څومره چې نموني ښي وي هماغومره شاعر اوچت معرفی کیږي یا ښودل کیږي ، داسي هم نه چې ګوندی ټوله تذکره دي د یو شاعر په شعرونو ډکه شي ، خو د دي وینا څخه روح د مطلب دا دی ،چې په څو پارچو کې صحیح انتخاب وشي ،او د ټولني ضرورت هم په نظر کې ونیول شي ،ځکه چې په دي انتخاب بیا راتلونکي قضاوت کوی ،ښایي انسان د تاریخ دي اړخ ته هم نظر وکړي ،که د تذکرې د لیکونکي څخه ګڼ شمیر شاعران پاتي کیږي ،دا به د هغه عدم معلومات په دي فن کې وي ، د بله طرفه د نیوکو د ګذارونو لاندی راځي د تذکری د لیکونکي  ټولنیز سلوک یا اړیکي د نورو سره ده ته ډیر پټ ادیبان را په ګوته کوی ،ټولنیز سلوک د تذکره لیکونکي په معلوماتو کې د ادیبانو په هکله زیاتوالۍ راولي ،د ده ناسته ولاړه د درنو خلکو او مخورو او ادیبانو سره ، د ده  دپاره دا وخت تر لاسه کوي چې د شاعر ، ادیب، ، او یا لیکوال په هکله ښه معلومات وړاندی کړي ،دا چې د وخت او زمان ژوندی شاعران په تذکره کې راوړي چې د ده تر وخته ژوندی دي ،نو د دي کار د پاره پورتني قواعدو ،او دستورواو اصولو  ته اړتیا ده ، د جهاد نه د مخه یعني د ۱۳۵۷ کال نه په آخوا چې څه تذکرې لیکل شوی ، تر ډیره بریده د دي دستورو او قواعدو مراعات په کې شوي ،خو د جهاد په دوران کې یا وروسته د جهاد څخه چې کومی تذکرې لیکل شوي ،په هغو کې د دي دستورو او قاعدو مراعات نه دی شوی ،او شاید یو علت یی هم داوي چې د تذکرې د چاپ او حجم د زیات والي له وجهي ځیني کسان ونه شي کولای  چې دا دستوري مراعات کړي .

Comments
Loading...