خپل کولتور څنګه وپالو؟/ اجمل ښکلی

0 60

د ژوند د تېرولو لار ته په عامه مانا فرهنګ وايي. يو ملت يا قوم څه ډول فکر او چلن وکړي؟ دا له خپل کلچر نه زده کوي. کلچر په مادي او معنوي وېشل کېږي. مادي کلچر لکه جامې، د سينګار وسايل، لونګۍ، د خوراک او څښاک وسايل او نور دي او معنوي کلچر د کشر، مشر، پلار زوی اړيکه، ښځې او کوچني او په ښادۍ غم او نورو وختونو کې د يوې ټولنې د چلن طرز رانغاړي.

د فرهنګ بل اړخ مدنيت دی. دا دواړه کلمې د مانا له پلوه نېژدې دي. په ځينو متونو کې هممانا هم کارېږي؛ خو بالعموم په ماډرنيزم کې د امريکا، افريقا او آسيا له بېلابېلو قومونو سره د اروپايانو پر تبعيضي او له ټولنيز ځانمينتوب(نرګسيته) ډک چلن د پوهانو د نيوکې په پايله کې دا تصور راپيدا شو، چې هر قوم فرهنګ لري، ځکه چې ژبه لري؛ خو هر قوم يا ملت متمدن نه وي. دا تصور هم له نرګسيته خالي نه و او پر وړو قومونو د خپل فرهنګ د تپلو وسيله وه.

ښارونه چې له صنعتي انقلاب سره پياوړي شول، د مدنيت اصطلاح د ښاريتوب په مانا وکارېده. د ښار او کلي ترمنځ د کلچر له مخې کرښه راښکل شوه. څوک چې په ښار کې وو، مهذب وو او د کليو د خلکو چلن، خبرې او فکر نامهذهب وبلل شول. ښار دا فضيلت په ظاهره د اخلاقو له امله ترلاسه کړ. د ښاريانو ترمنځ متقابل احترام، جان او قربان، د يو بل په کار کې نه مداخلې او داسې نورو ښاري مدنيت يې له کليوال کلچره بېل کړ. دې بېلتون د مدنيت او فرهنګ ماناوې هم توپېر کړې. چې اخلاقي فضيلت ولري او چلن او فکر يې مهذب وي، هغه فرهنګ د تهذيب لوړې پوړۍ ته رسېدلی.

که داسې وي، د کلي مثالي سپېڅلتيا، شهامت او نور ولې د مدنيت نښې نشوې يا د ښاريتوب پر ستونزو ولې پښه راښکل شوه؟ دا راته وايي، چې د مهذب او نامهذب ترمنځ توپير په ځواک کې و. د تجارت او صنعت له ودې سره فيوډالي نظام ورو ورو ګوښه شو. کومو خلکو چې شته او سياسي نفوذ پيدا کړ، ناسته پاسته، خبرې، لباس او نور يې مهم شول، خلکو ته د تقليد بېلګه شول او په ملي او نړيوال دريځ يې د ځان د مطرح کولو لپاره له ماډرنو وسايلو استفاده وکړه. په دې اړه ډېر پخوا هاشم سرواني ويلي وو، چې ژبور ورله ورځي وينار يې اروي/ د درهم خاوندان تل وي په وياړونه. د سرواني په وخت کې به ښايي ځمکوالو پيسې درلودې؛ خو د سوداګرۍ او صنعت له ودې سره د خزانو کيلۍ سوداګرو او کارخانه دارو ترلاسه کړې، چې د اقتصادي بېخبنا له تحول سره د فرهنګ مخبنا بدلون وکړ.

مارکس د اقتصادي بېخبنا او فرهنګي مخبنا ترمنځ يوه اړخيز اړيکه ويني. يوازې بېخبنا، مخبنا بدلولای شي، معکوس يې سم نه دی؛ خو په اوسني مصرفوونکي کلچر کې وينو، چې فرهنګ پخپله د ګټې وټې په يوه څيز اوښتی. دا خبره به لږه وروسته وڅېړو. اوس به دا ووايو، چې هغه کومې ستنې دي، چې يو فرهنګ برلاسی کوي.

فرانسس بېکن په رنسانس کې ويلي وو، چې علم قوت دی. فرهنګ د نړۍ او ژوند په اړه موږ له نړۍ ليده  برخمنوي. زموږ فکر له څلورو سرچينو خړوبېږي: نقل، عقل، تجربه او ښکلاييز ذوق. فرهنګ دا په بېلابېلو برخو کې رانغاړي يا به دا ووايو، چې  د فرهنګ څلور لويې ستنې دي: يو؛ دين، چې پر وحې او نقل ولاړ دی، دوه؛ ټولنيز علوم(لکه فلسفه، تاريخ او…)، چې له عقله خړوبېږي، درې؛ ساينسي علوم چې له تجربې راپيدا کېږي او څلور؛ هنرونه چې د ښکلا د احساس زېږنده دي. د دې ټولو ترمنځ دا توپيرونه نسبي دي. دوی تل له يو بل سره په تعامل کې وي.

د کوم فرهنګ چې دا څلور ټايره ودرېږي، هغه ورو له نړيواله دريځه ګوښی او پای کې مړ شي. د پخوانو قومونو د فرهنګ او ژبو د مړينې يو مهم لامل دا و. د ګوښيتوب په پړاو کې دا ټولنه د ولاړ ډنډ غوندې شي، چې په ظرف کې موجود فرهنګ يې د اوبو په څېر خوسا شي. بيا پکې مردارې حشرې او خزندې پيدا شي، له څښاکه او اودسه ووځي.

د فرهنګ پاسنۍ څلور ستنې هغه ځواک دی، چې د يوه فرهنګ د تسلط تر شا ولاړ دی. د دې څلورو ستنو په مټ فرهنګ په معاصره مانا په مدنيت واوړي، تاند او پياوړی شي او په دې ډول پکې د نورو فرهنګونو د لاندې کولو شيمه پيدا شي، ځکه چې په ديني تصور، ټولنيزو او ساينسي علومو او هنرونو کې خپل توليد پيل کړي.

کمزوري فرهنګونه په دفاعي حالت کې وي او کله کله د وارخطايۍ له امله د سر پرځای د پټکي د بچولو هڅې کوي. پښتانه وايي، اوبو اخيستی، زګ ته هم لاس اچوي. کمزوري ملتونه ښايي په دې وغږېږي، چې فيسبوک او فون مو ځوان نسل خراب کړ يا له غربه وېره او ورسره دوښمني وکړي، چې زموږ ارزښتونه يې مسخه کړل؛ خو په خپلو ارزښتونو ګوتې نه وهي او نه د فرهنګ پر اساساتو بحث کوي.

 ما فکر کاوه، چې په سوپ کې هغه کومه خوبي ده چې په پرتمينو هوټلونو کې يې ځای زموږ ښوروا نشي نيولای. يا زموږ لاوڼ ولې په نړيوال کچ د خوړو مېز نشي سينګارولای؛ خو پيزا يې کولای شي. که د خوند خبره وي، هغه زموږ په شوله کې هم شته؛ خو زموږ شوله ولې زموږ د فرهنګي تسلط ښکارندويي نه کوي. ښايي تاسو ته به خندا درغلې وي، چې پيزا مې له لاوڼ سره په يوه کتار کې کېښوده يا زما خبره درته داسې ښکاره شوې وي، لکه څوک چې درته د اوسنۍ برېښنا پرځای د شونټۍ وړانديز وکړي؛ خو ستاسو خندا ګنې افادي بنسټ لري؟ لاوڼ او شوله د خوړو شرايط نشي پوره کولای؟ که يې شي؛ بيا ستاسو د خندا لامل هغه چاپېريال دی، چې دا دواړه پکې خوړل کېږي او دا چاپېريال هممهاله پوړيز ژوند ته اشاره کوي. يعنې ستاسو د خندا لامل جوهر نه، بلکې اضافت/صفت دی. هغه فرهنګي تسلط چې سوپ يې لري، ښوروا يې نه لري.

په پاکستان کې پنجابي کالي نور قومونه اغوندي، ترخه پنجابي خواړه په پرتمينو هوټولو کې حيثيت لري، ځکه چې سياسي او اقتصادي ځواک له پنجابي سره دی. پښتانه چې په افغانستان کې اکثريت دي، دا پوښتنه يې وره ته تندغرې ولاړه ده، چې خپل کلچر ولې په ملي او نړيوال دريځ نشو مطرح کولای؟

له دې ځايه يوې بلې پايلې ته هم رسو او هغه دا چې وسايل يوازې کارېدونکي شيان نه دي، بلکې نښې دي، چې مانا لري. نښه پوهنه وايي، نښه هغه ده چې له ځانه پرته يوه بل څيز ته اشاره وکړي. پيزا يوازې د خوند لپاره نه خورو، بلکې د ځان د لوړ ښودلو او په ممتازه طبقه کې د شمېرلو موخه مو هم پکې نغښتې وي؛ نو هغه چې لاوڼ خوري، له ټولنيز پلوه راته تر ځان ټيټ ښکاري. وسمهال د زيات توليد له امله شيان يوازې د اړتيا نه، بلکې د موډ له مخې اخيستل کېږي. که نوی موډ لباس، موټر، موبايل او نور راشي، خلک زاړه وغورځوي، نوي واخلي. همدا لامل دی، چې د نوي ماډل موبايل سيټ په راتګ د زوړ ماډل بيه وغورځېږي او دا ځکه چې نوی موډ پېرونکي ته د برترۍ احساس ورکوي. په معاصر وخت کې هره فرهنګي نښه د تسلط وسيله ده، چې د بل فرهنګ نظام ته ننوځي او د يوې ځايي نښې ځای نيسي.

په ماډرنيزم کې سيمه ييز فرهنګ د استعماري فرهنګ پر وړاندې نشو درېدای، ځکه چې د استعماري فرهنګ د تسلط سوال و؛ خو پوسټ ماډرن شرايطو سيمه ييزو فرهنګونو ته د مزاحمت او د ځان د مطرح کولو امکانات برابر کړل. ځواکمنه نړۍ له يو ډولتوب سره تنګه شوه، زړه يې تنوع غوښت. دې نورو قومونو ته د خپل فرهنګ د مطرح کولو له لارې د پرمختګ او تسلط شرايط برابر کړل.

پخوا نامستقيم خو اوس مستقيم فرهنګ د پېر و پلور په څيز اوښتی. د هند او ترکيې غوندې ګڼ هېوادونه پر نړيوالو په بېلابېلو بڼو خپل فرهنګ خرڅوي او خپل سياسي تسلط او اقتصادي ځواک پياوړی کوي. د هند کلچر چې موږ ته خرافاتي ښکاري، په نړيوال بازار کې پېرونکي لري.

د سوپ او ښوروا په بېلګه کې مو د برېښنا او شونټۍ مثال هم ورکړ؛ خو له برېښنا نه تر شونټۍ پورې سفر زماني دی او زمان آفاقي دی؛ خو سوپ او ښورا د فرهنګي حوزو شيان دي. مغلوب قومونه په دې ورانپوهاوي اخته وي، چې خپل فرهنګ ورته شونټۍ ښکاري. دا ډول فکر همداسې ناسم دی لکه د نه تعامل فکر چې سم نه دی. هغه خلک چې د خپل فرهنګ په اړه سراپا منفي او د نړيوالو فرهنګونو په اړه سراپا مثبت فکر لري، ترکستان ته روان ښکاري او د معکوسې  نظريې خلک يې هم.

اوس چې د تعامل مهال دی،  يوازې پر خپل فرهنګ اکتفا کولای شو؟ تجربه د دې ځواب په “نه” راکوي. انسان يوازې د تخليق نه، د تقليد له لارې هم ژوند زده کوي. تاريخ وايي، چې ټولنو د ځان د بډاينې لپاره تر خپل فرهنګه محدودې نه دي پاتې شوې، له نورو يې د جنګ، خوراک څښاک وسايل، لباس، نظام، نظريې او چلنونه هم پور کړي او ځان يې پرې پياوړی کړی. کومو قومونو چې دا تصور درلودلای- چې زموږ فرهنګ مطلق سم او بشپړ دی- تر خاورو لاندې شوي دي او کومو قومونو چې خپل کلچر ته چورلټه شا کړې، هم له ذهني پلوه غلامان او مغلوب شوي.

که له نورو فرهنګونو سره د تعامل په لړ کې د څه اخيستو خبره مطرح وي، د ورکولو خبره هم مطرح ده. د وخت او بازار له اړتياوو سره د برابرولو لپاره اړ يو چې په خپل فرهنګ کې ګوتې ووهو. هغه شيان لرې کړو، چې اوس مو نه لګي او چي لګېږي مو د نړيوال مارکيټ او خپل ځان د کارولو لپاره يې وتوږو. دا کار جرات په دوديزو ټولنو کې جرات غواړي. څه وخت مخکې مې په وسمهال کې د تصوف پر استفاده ليکنه کړې وه. ځينو ملګرو مخالفت کړی و، چې پخوانۍ زمانې ته د تصوف نسبت او بوچي کول يې سم نه دي.  د دې لامل دا و، چي تصوف ديني اړخ لاره او مقدس ګڼل کېده؛ خو زما اشاره په اوسنۍ بوخته نړۍ کې د تصوف افادي اړخ ته وه.

خپل فرهنګ د علومو د توليد او انتخاب او انتقاد په مټ د خپلې او نړۍ د استفادې جوګه کولای شو او له دې لارې په نړيوال سټيچ ځان مطرح کولای شو.

Comments
Loading...