تصور او مانا / محمد مصطفی سمون‎

0 109
د منطق په علم کې د انسان ذهن له یوې هندارې سره تشبېه شوی دی. دغه تشبېه ګانې نه یوازې له منطق پوهانو سره په منطقي مفاهيمو کې ملې وې، بلکې کولای يې شول، چې د ځینو نورو مفاهیمو په رامنځته کولو کې هم اغېزمنې تمامې شي.
له هندارې سره د انسان د ذهن د تشبېه کولو وجه:
له دې ډول تشبېه څخه د ګټې اخیستلو دلیل د ذهن او هندارې ترمنځ مشترکه وجه ده، چې په اصطلاح کې انځور اخيستنې ته وایي.
منطق پوهان په دې عقیده دي، چې د انسان ذهن هندارې ته ورته دی، څه یې چې مخې ته راشي، انځور  یې اخلي او اخیستل شوی انځور یې په ذهن کې د هندارې د انځور په شان، ټول هغه څه، چې ورته مخامخ دي، په ښه توګه ښودلی شي.
نو په دې اساس هغه څه چې په هنداره کې دي، موږ هغه څیز ته انځور وایو. او دا انځور ډېر هغه انځور ته ورته وي، چې په ذهن کې جوړېږي او منطق پوهان هغه ته تصور یا ذهني صورت وایي. کېدای شي، چې د ځینو نورو مفاهېمو په رامنځته کولو کې هم نقش ولري.
تصور: ته په انګلیسي کې conception,fancy,ideal,image,imagery,,impres ،imagination ،assumption. وایي، چې موږ تصور د تخیل،اېډیال، فهم، حدس، احساس، فکر، وړاندوینې او فرض کولو په مانا استعمالوو؛ خو په اصل کې زموږ په ذهن کې د هغه څیز انځور دی، چې لیدلی مو نه وي او په ذهني زېرمتون کې مو ورته ترسيم کړی وي، چې د هر فرد د لید او ذهني اخذ مطابق ورته انځور جوړېږي.
تصور کله د افرادو د لید تر محدودې پورې وي، چې انساني ادراک، تدبر او احساسات ورسره تړلي دي.
تصور ذهني شکل دی، چې د یو بل څیز اسناد نه وي. لکه د میاشتې، لمر او ……..  تصور: د صوري منطق په مقابل کې تصدیق دی، چې د یوې سمې مانا درک او د قضایاوو پېژندلو ته وايي.
تصور په ساده شکل د اشیاوو علم دی، بغیر له دې چې پر هغه یې حکم کړی وي.
تصور د تصدیق په شان د ذهني نړۍ مربوط دی.
د تصور تعریف ( پېژندنه):
د تصور لغوي مانا د صورت له کلمې اخستل شوې، چې د څیزونو د شکل په مانا دی.
 په دودیزو خبرواترو کې تصور په اصطلاح کې د مُهر (ټاپې) او یو څیز منلو لپاره استعمالیږي، مګر د منطق په علم کې  تصور د لغت لپاره په درو بېلابېلو مفهومونو استعمالېږي:
۱: تصور د علم په مفهوم.
۲: تصور د تصدیق په مفهوم.
۳:تصور د تصور په مفهوم.
۱:  تصور د علم په مفهوم:
لومړنی مفهوم چې منطق پوهان یې د تصور له مانا اخلي علم دی.
 نو له همدې امله د منطق پوهانو له نظره علم د تصور نوعه ده.
باید متوجه اوسو، چې هر تصور علم نه دی، مګر یوازې هغه تصورات علم دی، چې له هغو سره هېڅ د تصور شرط په نظر کې نه وي نیول شوی.
۲: تصور د تصديق په مفهوم:
دویم مفهوم چې په هغه کې د مانا تصور کارېږي د تصدیق مفهوم دی.
ډېریو منطقپوهان تصدیق د تصور له حکم سره تړلی تعریف کړی؛ نو له همدې وجې د تصدیق په تعریف کې له تصوره ګټه اخیستل کېږي.
 ۳: تصور د تصور په مفهوم:
اخرین او ښه منطقي مفهوم چې په هغه کې د تصور له کلمې استفاده کېږي، هغه د تصور اصطلاح ده.
په منطق کې تصورات د هغه علومو له څانګې څخه دي، چې د تصدیقاتو په مقابل کې کارېږي او ډېریو منطقپوهانو هغه د ادراک له حکمه لرې کړي دي. نو له همدې وجې ویلی شو، چې تصور د ذهني انځور په ګرداب کې مترسم شوی فهم دی او مانا عیني حقیقت دی، چې موږ یې له شته متن څخه اخلو. تفکر له را یادولو، خیال کولو یا تخیل او د افکارو یو شان کېدلو، استدلال او تعقل څخه عبارت دی؛ خو د تفکر په بحث کې تر ډېره حده تعقل ته پام کېږي. چې دلته په انساني درک پورې اړه لري؛ خو په درک کې هم بدلون رامنځته کېږي؛ لکه:
د ادراک بدلون: د درک یا فهم له ځانګړتیاوو څخه یو هم بدلون دی، د بېلګې په توګه: که چېرته یوه شي ته ډېر ځیر شو؛ نو زموږ درک به د هغه شي په هکله بدلون وکړي او که یو متن څو ځله ولولو؛ نو د درک لوری به مو د متن په اړه نور هم ژور شي.
تصور د حس په مانا هم استعمالېږي، چې د حسي حرکت له مخې خپل راتلونکي برخوردونه متصوروي؛ لکه: په لوړ ځای د درېدو څخه داسې حس کوو، چې پښه به مو وښویېږي او لاندې به ولوېږو؛ خو په اصل کې دا عمل نه ترسره کېږي، بلکې په ذهن کې ورته ذهني تصویر جوړېږي؛ نو ځکه وایو، چې تصور او حواس د انساني درک مرستندویه عناصر دي.
حواس ( senses): په ټولیزه توګه حواس په دوو ګروپونو اصلي ( بهرني) دننه ( فرعي) وېشل کېږي.
اصلي حواس(basic senses): منظور ترې د پينځه ګوني حواس دي، چې د باصرې لپاره رڼا، د سامعې لپاره غږ، د شامعې لپاره ګاز او د ذایقې لپاره خوند دی.
فرعي حواس (subordinate senses):
 دا ډول حواس د ګرمۍ، سړښت، درد، خوځښت، تعادل او نورو څخه عبارت دي. دا حواس د مغز لپاره دننه معلومات برابروي. فرعي حواس د اصلي حواسو بر خلاف کله چې پر یوه غړي یا یو ځای کې سره راټول شي؛ نو په ټولو غړو، عضلو، بندونو او د بدن د پوستکي لاندې پیدا کېږي.
حسي او درکي برخوردونه هم په تصوري لید خپل اغېز شیندي، د دوی په توپیر به هم لږ تم شو.
احساس په عام ډول د حسي خامو معلوماتو د بهیرونو ټاکنې او بدلون ته اشاره کوي؛ خو ادراک په انتخاب، جوړونې، سازمانوونکي او حسي معلوماتو پورې اړه لري.
د هر خوځنده فکر سره د مانا تصور موجود وي، چې له شته څیزونو څخه یې اخلي، مانا اصل کې د فرد په درک پورې اړه لري، یعنې فرد لومړی یو څه درک کوي، وروسته ترې مانا اخلي، چې د شته لفظ، لغت او وینا ترشا پرته مانا څنګه ده. دا ځکه چې د هر ویي ( لغت) او وینا تر شا د ټولنې چاپېریالي اغېز هم وي او د متن ( context) ځای پېژندل، مفهوم اخیستنه او د استعمال ځای یې د مانا په پوهاوي کې ډېره مرسته کولای شي.
د مانا څېړنه د ژبپوهانو له نظره د ځایونو له مخې توپیر لري.
ژبپوهان په تېره قاموس لیکونکي مانا د ویيپانګې د تعریف تر محدودې پورې ښیي.
ډېری ژبپوهان او ځینې فیلسوفان او ارواپوهان وایي، چې د مانا ځای ذهن دی او په دې عقیده هم دي، چې په یو ډول د فکر او مفاهيمو ترمنځ له ژبنیو اړیکو سره کار لري.
ځینې ژبپوهان د داسې مانا په لټه کې دي، چې د ژبې او بېرونۍ نړۍ ترمنځ اړیکې پیدا کوي.
او هغه څیزونه، پېښې او واقعیتونه تر غور لاندې نیسي، چې د مربوطې مرجع موخې ته ورسېږي.
د یوه ادبي اثر مانا له ژبې څخه شروع کېږي، چې ژبپوهنه او د جملې جوړښت په خپله غېږه کې رانغاړي؛ نو په همدې خاطر هېڅ شی هم د ژبې له کیفیت څخه خالي نه دی. ژبپوهنیزې بېلګې، غونډله پوهه، مورفیممونه، فونیمونه او ټول ژبني توکي د متونو په مانا کې دخیل دي.
د مانا موندل د مفاهیمو او فکر کولو په اساس: 
ژبپوهان د ذهني طرز له مخې له مانا سره کار لري، چې د انسان ذهن د یوې کلمې په مانا پسې ګرځي. چې د دې طرز له مخې د کلمې مانا په ذهني انځور پورې اړه لري؛ لکه د dog له کلمې سره زموږ په ذهن کې انځور مترسم شي؛ خو دا کلي تصویر وي، یعنې مشخص نه وي.
د عام او خاصو نومونو توپیر هم همدلته وي، چې عام نومونه له ګڼو ماناوو سره زموږ ذهن ته راځي. دا ځکه چې مشخص څیز نه وي، چې موږ هماغه مانا ترې واخلو، چې د ویونکي یا په متن کې د ذکر شوې کلمې موخه وي. د dog له کلمې سره ذاتي او جوړښتي بېلګې ذهن ته راځي، چې د تصوري مانا ترڅنګ نورې ظاهري ماناوې شته؛ خو هر فرد خپله مانا ترې اخلي.
نو ویلی شو، چې کله کله مانا د تصور په بنا ټاکل کېږي او دا تر ډېره هغه وخت پېښېږي، چې د تصور او هغې پېښې تر منځ نږدېوالی او یا یو شانوالی موجود وي، چې مانا په تصور کې په خوځښت راولي.
                
       ماخذونه
۱: احمدزی، ګلاب.( ۱۳۹۳ ل. ل). ارواپوهنه. کابل: میوند خپرندویه ټولنه.
۲: استرانګ برتون، رزماری دوشین و اریک واتیکیوتیس بیستن (۱۳۹۵)، زبان شناسی ( فاطمه عظیمی فرد و فایقه شاه حسینی) تهران: انتشارات آوند دانش.
Comments
Loading...