(بالا- باره) پښتو دي؟/پوهاند دوکتورم.ا. زيار

 

په تاند ووبپاڼه کې مې د تېرې مياشتې پر اتلسمه د نافع همت پر (بالا-باره) وييکو(اداتو) د لنډ گنډ کښلی کمېنت په ترڅ کې د يوڅه ارتې بيرتې کره کتنې نغوته (اشاره) کړې وه، خو مټې اوس مې دومره وخت وموند چې د يوه مخامخ دوستانه ليکله لارې ددغه گرامري توکو يوڅه زيات رڼاوی وکړم او په دې توگه پخپله دده،کمېنتوالواو نورو مينه والو د ورانپوهاوي مخنيوی  وکړای شم]

گران او هڅاند ليکوال عبدالنافع همت ته

مخامخ دومر ه نه،خو په رسنيزه اوېجه کې دې له ښايسته ډېر مهاله پېژنم او بيا تر هرڅه له مخه د  خپل پښت د گوتشمېر طنز ليکوالو د يوه مخکښ په توگه،او بيا پرسيمييز کچ تر نظري ورونو راروسته زموږ د زاړه پښت سترگې پر همتا غوندېنوښتگرو زياتې خوږېږي. همداراز د  څه ناڅه عربېزم ترڅنگ دې ليکنۍ لاره لېله اوسبک وسټايل ترډېرو نورو ليکوالو زموږ له نيم پېړييزو ژبپوهنيزو آرونو سره ښه ترااړخ لگوي: [نه د خپل گړدود(ښځه راغلل-راغله-Ə) کاږې، نه (و ته) غبرگبل…؛ نه د پارسي (تا) تر اغېز لاندې (څو،ترڅو-چې)اړيکو conjunc ) tions) اړيکوييکي،او نه يې د (از)سربل تراغېز لاندې له کابل څخه ليدنه کتنه-ستاينهمرستهملاتړ-مخنيوی، دفاع] څر گندنې (expressions) رغوې او ليکې او همداراز،[نه داردو-انگر ېزي اړيکوييکو (conjucntions)او اړيکنو مځرو (relative pronouns)،لکه: (کوم چې،چېرې چې،کله چې،څوک چې، چا چې،دچاچې] پېښې کوې او له دې پلوه دې له تربرې پارسۍ سره د سيالۍ په لړکې راسره له سيمييز (l(loca)) اکر بکره (( يوهيوازېني ژبني )) در يځ) ته د پښتو دلوړېدا په بهير کې)ښه ترا برخه بنډه اخلې!

داچې تازه پر تازه دې دېته راپتېيلې چې د ليکوالي او رسنوالي ازمېښتونو په مټ خپله وړتيا او استعداد په ژبني او پښوييز (گرامري) ډگر کې هم وازمايې، نو د خپل کندهاري گړدود دوه پارسي پوروييونو (loan words)ياپوروييکوloan-(particals) (بالا- باره) دې ترڅېړنې لاندې نيولي.که څه هم له ژبپوهنبزتخنيکي پلوه دومره کره نه برېښي، خو د نږه پښتو، پارسي،عربي يا اردو انډولونو پرتله او پلټنه دې خورا په زړه پورې ده. د بېلگې لپاره د (نو)  زوړ انډول (ترو) يا (تو) موږ د منځني پښتو ادبي پېر  پاتوړې (ميراث) په توگه څرگند وو او تا يې د مرو تو په گړدود او کسرونو کې څرک و کېښ. يا يې  نور همچاري دوه درې نور  په نورو گړدودو کې او بيا(تو) ان د اردو اود غالب په پارسي شعر کې– (نو) هم پرخپل وار د( نور) رالنډه شوې بڼه ده، تردې چې اوس يې هم ځينې پښتانه تر څنگ لږوډېر (نور) هم کاروي يا يې سره راغبرگوي: (نور) يا (نورنو) دغه کار ته اړوتم؛  کټ مټ لکه پارسيوان چې د (پس) ترڅنگ(ديگر، ديگه) او(پس ديگه ميرم)! وايي!

گرامري پوهه دې هم په پوره باور له انگرېزي هغه  څخه راخپله کړې، که نه زما له پښتوپښويې (او شاگردانو او پليونيانو له هغو) پرته چې له ۱۳۵۰ل. راهيسې د (اسم-فعل-حرف-مصدر) پر بنسټ ،له مومند بابا (صرف ونحو) اوبياله ايازي تر رښتينه  د کښليو دوديزو گرامرونوځايناسې شوې او په استثنا يي توگه مې له مولوي صالح محمدکندهاري څخه يوازې ((پښويه)) نوَمونه د(گرامر) لپاره را خېستې.چې لاريمر هم پرخپل وار له کوم پښتو ښوونکي (منشي) څخه رايادښت کړې وه-زموږ پارسيوان تربوران بيا پر دې وياړي چې (ميرزاحبيب اله) يوه پېړۍ وړاندې سوچه پارسي انډول (دستور) رادود کړی دی؛زموږ دوديزو استادا نو يې پر پليونۍ (ژبدود) غوره کړی وو، خو بې له دې چې ويې کاروي او رادود يې کا ندې!

هرگوره، زه د نوې ژبپوهنې او پښويې ديوازېني ټيکه دار په توگه د (نووام چا مسکي) پسرغښتې ژبپوهنې په مخکښۍ له نويوانقلابيليدتوگو او تيوريو سره د پښتو پښتو ژبپوهنې او په دې لړکې تر ماناپوهنې او وييپو هنې راروسته د پښو يې (دستور، گرامر) د نېټه تاندۍ (update) په پار د څلورم چاپ  پر تيار ونه بو خت يم.که ته د کابل او نورو پوهنتونو له پښتو ژبپوهانوسر ټکوې ، نو همدا ما ټيکه داردغه کار هم کړی:  څه له پاسه (بالا) اتيا پښتوگړدوده مې څه د يونسکو د ژبپوهنې اطلس  پروژې اړوند او څه په خپلواکه توگه  له اسلام کلا تر اسلام اباده او بيا له بولانه تر واخانه ، هرگوره، دومره ډېر تخنيکي نه، بلکې د کډوالۍ پر مهال داوږدو اوږدو يونونو په ترڅ کې څېړلي؛ پردې سربېره  مې د کابل په ۳۵ کلن او د پېښورپوهنتون په ۲-۳کلن استادي پېر کې له زدکړيالانو هم يوه پاموړه (دېتا) راخوندي کړې ده. خو د دې منښته کوم چې ستاد (باره-بالا)  غوندې کوشني وييکي، نه په کاکړستان او وزير ستان کې مخې ته راغلي او نه په بنو او مروتو… کې .

دا دی،اوس به همستا په اجازه د( بالا-باره) يوڅه ارته بيرتهڅېړنه در وارزوم:

۱–  لومړی به زه  درته دا په زغرده ووايم چې ما دخپلې پښويې په مخنيو او بيا يې درېيم چاپ د وييکو يا پارتيکلونو (۱۹۸-)۲۱۴ )  په لړ کې  ستا دا نه دي را خېستي او لکه چې پاس يې يادونه وشوه، يوازې د پارسيځپلې کابلۍ پښتو (څو،ترڅو څوچې) او د اردو ځپلې پېښورۍهغې (څوک چې-چاچې…) تر نيو کو لا ندې نيولي چې گړسره پښتو مسخوي.

۲په دې کې څه اړنگ بړنگ نشته چې ستا دغه دوه توکه ياوييکي له آره کند هاري گړدود له پارسي راخپل کړي او لومړۍ پلا تا له گړني بهيره ليکني ته را يستي او هممهاله دې د پښوييز-رغاونيز (دستوری-ساختاری) ټوليو( مقولو) په توگه د دواړو چار او فنکشن  تر څېړنې لاندې نيولي دي– تر دې چې په اړه يې بل سيمه وال اماتور(غ.حضرتي) درسره په خپل کمېنت کې گو تې ماتې کړې دي!

۳په هره توگه، که  ته دغه دوه  پارسي وييکي(پارتيکلونه) د پښتو هغو ځا يناسيکوې، سبا به يو بل  ناڅانگوال، اماتور راولاړ شي او پارسي(اگر، مگر،چون ،چرا چندان، چندا نې، نه چندانې، همچنان، بنابرآن، بنابرين…؛ يا عربي (ليکن-امٌا، ايضا، لهذا،هکذا،عجالتاٌ، عيناٌ،بعينه، بناأ،علی ای تقدير…،  او داسې نورې بې شمېره پارسي، عربي يا اردو بېلگې چې په بېلابېلو گړدودو کې د بېلابېلو وگړو له خوا په گړنۍ او ان ليکنۍ پښتو کې کارول کېږي او پر خوار کۍ پښتو او پښويې راتپل کېږي. چې يوه نازغموړه بېلگه يې د حضرتي صا حب ملايي وزمه شيروشکر پښتو دهاو دنورو ((درفشانيو))  په لړ کې يې ژبه د (کو لتور) يوه برخه بللې:

((زما يو دوست کيسه کول چه په کوم بانډار کې چې د پکتيا برادران هم وه.خبره تر لهجو پوری ورسېده پکيتيا وال ورور زما کنداری دوست ته وويل چه کنداريان ښه آسانه لهجه لری يعنی کله چه څاه ته هم ور کوزېږی نو وائې چه زه بالا څاه ته ور کوزېږم.زما په نظر د پکتياوال ورور د دې ذهنيت علت دادی چه بالا په هره غير کندارۍ ژبه(!) کی د لوړ يا پاس مفهوم لری نو ځکه يو غيرکنداری ته بالا (پاس) څاه يا زېر خانې ته کوزېده د حيرانتيا او تبسم خبره ده.لکه چه حوصله می ختمه شوه…[خو ستر حمزه دعه شان عربېزم شاعرانه کړی:

ستا په تبسم مې حوصله وکړه_اوښکو بوگنېدلو مې شېبه وکړه ]

بيا ليکي،په عمومی محاوره کی ځينی (لغاتونه) فقط د ښار د باندی سيمو يعنی اطراف کی کارول کېږی او د ښار اوسېدونکو ته هغه لغاتونه چندان آشنا او مأنوس ندی او برعکس يو لدغو کلمو څخه( باره) او (بالا) دی ،د ښار اوسېدو نکی( بالا ) وائي خو د( باره) سره چندان او يا هېڅ شناخت نلری خصوصاً د ليکنی په نړۍ کی اصلاً دا دوې کلمې په رسميت نه پېژنی او که په کومه ليکنه کی مثلاً( باره) يا( بالا ) وليکل شی. د واده د د شپې د ښکلی لباس د لنډې نېکټائي لنډېلونګۍ حيثيت به ولری))!
او تا پخپله هم دا منښته کړې: په کندهارۍ لهجه کي کله کله د (باره) تر څنگ د (نو) کلمه هم راځي!

په دې کې خو څه اړنگ بړنگ نشته،هماغسې  چې د ننگرهار خواتههندي پور وييونه (مستعار لغات) ډېر دود لري، دغه راز د کندهار خواتهپارسي هغه، نو د حضرتي صاحب د پکتياوال برادر پر ټوکه به چې ما له يوه ننگرهاري  شاعر (س.س) برادره رايادښت کړې،هم ورسرباري کړم چې وايي:

((د سېبي تر سايې لاندي مي پشه پورته کړه، شاشې مي وکړي))!

په دې لړکې به، لکه پاس چې ورته نغوته وشوه، له بده بتر د کابلۍ پښتو (څو،تر څو-چې// … څخه(نه )کتنه، ملاتړ،ستاينه، دفاع ، مخنيوی…)او د پېښورۍ هغې (څوک چې، چاچې،کوم چې،چېرې چې، د کومو چې …) د راتپلو پلمه هم برابره شي او بياداستاد بېنوا خبرهشي چې په (اوسني ليکو ال ۱۳۴۱-۱۳۴۶)کې يې د کوم ليکوال له خولې ليکلي دي:

((دومره سوچه پښتو څه په کار، چې (پياده) وي، ولې (پلی) ووايم يا وليکم؟

اکر(حال) داچې پارسي سرچپه د عربي پوروييونو په لړ کې دغه راز پښوييز وييکي (واژک های دستوری) ورځ ترورځې راپارسي کوي،لکهتنويني کړولونه: مثلاٌ(به گونۀ نمونه)؛ لهذا-بناأ(بنابرآن، پس)؛ (کاملاٌ (يکسره، همگی)؛ فوراٌ (زود-زود تر-به زودی)؛ به هر صورت-وعلی ای تقدير(هر آينه،به هرروی)؛با وجود معهذا(با آنهم، رو يهمرفته)… .

۴ داچې بالا-باره ) دواړه پارسي آره (ريشه، منشأ) لري،نود پښوييزې ټولۍgory) grammatical cate) په توگه  يوازې په کندهارۍ گړدودي پښويه کې ارزښت درلودای شي، هغه هم چې ترڅنگ يې په همدغه گړدود کې نږه پښتو انډول(نه) نه وي، او تا يې پخپله د شتون منښته کړې!

( (د… په باره کې) وييکغونډ(پارتيکل عبارت) هم د کندهاري ليکوالو له خوا د پار سي (درباره)  انډول په توگه  په ليکنۍ پښتو کې  رادود شوی چې موږ يې نږه انډولونه (په اړه، په تړاو…) ځاينا ستی کړي دي

۵څنگه چې پښويه له آره د توکو په تېره وييکو، له مانا سره کار نه لري، بلکې پرځای يې له چار(فنکشن) نومَونې کار اخېستل کېږي، د ساري په ډول اړيکو ييکي (که-نو،خو-نو،چې-…،يو بل، يوخوا-بلخوا، که څه هم-بياهم…)  او همدا سې ته هم  نه شې ويلای چې (بالا) يا(باره)کلمې دا ماناياماناوې،بلکې دا وييکي (ادات،پارتيکلونه) داچار ياچارونه  لري يا ترسره کوې!

۶ هماغسې چې په نوموتيو اروپايي ژبو (انگرېزۍ، المانۍ، فرانسۍ، رو سۍ…)کې يوازې يو سراسري گرامر د ټوليز (عام) کارو نگ په موخه  رغول کېږي،دغه راز له ۱۹۳۶ د(( يوازېنۍ ملي-رسمي)) ژبې له قانوني کېداسره د دا سې يو سراسري پښتو پښويې پيلامه په خپله جوله کې رانښلول شوې او شل دېرش کاله را روسته يې دکابل پو هنتون دادبياتو پوهنځي  داډانې دننه پښتو څانگه کې د نوې ژبپوهنې له دودېدا اود(يوې پښتو- يوازېنۍ– کره پښتو) له غورځنگ سره هممهاله و ورو ورو د وسمهالې پښتو پښويې بهير هم را منځته کېږي. ترڅو د پېنځوسمېلمريزې  لسيزې له رابرېدا سره ورته ما تر ازما يښتي لکچرنوټونو روسته پرلغښتې(سېستماتيکه) کتابي بڼه ورکړه او پرلپسې کره شوې نېټه تاندې (update) بڼې يېتر دې دمه چاپ ته سپارل کېږې.

په دې ډول ټوليزاو ټولگټی گرامر لکه د اړوندې ژبې ((اساسي قانون)) د بېلابېلوڅېرمه هغو لپاره يوه سرچينه يا رېفرنس گرځي، لکه واخلې، د  منځنيو او لوړو زدکړو او يا ژبنيو زدکړوځو (کورسو) لپاره؛خو گړدودي، يا د بېلابېلو برخو ( نو موال، کړوال، وييکوال…) هغه، له آره د اکاد ېميکو لېوا لتيا وو په موخه ليکل کېږي. هرگوره، په هرو څو کلو کې نوې نوې خبرې او بد لنونه، په تېره گړد ودي هغه ټوليز گرامر ته ورلېږدول کېږي.

يوه بېلگه يې پر ۱۳۵۵ل.د استاد حبيبي په مشرۍ زموږ د پوهنځي په غونډه کې زمااو ډاکتر لودين  د وړاندې شوي (معياري پروسېجر) له هوکړې سره ډېری  گډونوال دې پرېکړې ته ورسېدل ، په دې لامل چې (کښې) په ډېری گړدودو کې پر(کې) او ښتی،همداراز د شمال ختيځ (چه)او غلجايي (څه-څې) کره بڼه (چې) راځي. په دې ډول په   نومهالې ټوليزې پښتو پښويه ستا او زما، دده او هغه ټولوگړدودو استازي کوي، نو ستا گيله يا داوه، هغه هم بيا د ناپښتو وييکو

په تړاو قانوني نه گڼل کېږي!

يادښت:اړوند پروسېجر له لويه سره پر دوو  بنسټونو ټيکاو لري:(۱) پښوييزهرغاونيزه يورنگي، لکه له بشپړ تېرمهال (ورسېدئ، ورسېدو، ورسېدلو…) گړدوديځېلونو (وارينټونو) څخه (ورسېد) کره بلل کېږي او (۲) وييپانگيزه (لغوي) رنگارنگيچې د گرامر پرخلاف  پکې له غورځاوي او غوراوي (طرد وانتخاب)  کار نه اخېستلکېږي، بلکې ډېر کمپېښي نږه وييونه يې راخپلېږي ،ځکه د څلورگونې  معياري وييپانگې ) (vocabulary د ژوندۍ کارېونکې ٪ ۲۵ برخه (دايکلتېزمونه)رغوي چې دويمه  ٪ ۲۵يې (ارکاييزمونهدرېيمه٪ ۲۵يې نيولوجېزمونهاو څلورمه٪ ۲۵يې (فارنېږمونه) رانغاړي– نو که ته نوموتي انگرېزي فرهنگونه، لکه وېبستر يا اکسفورډ هغه راواړوي، همدا څلور سره پا نگهبه پکې ونومېرلای (تشخيص کړای) شې. له ښه مرغه زموږ نيم پېړييزمعيا ري بهير هم دغه ازمايل شوې  لارورَوده پر مخ اخېستې او  اغېز وپايلې يې ترتا پورې ډېر ليکوالو ته رسېدلې او د گران کيسه ليکوالزرين انځور خبره، چا ته چې نه دي رسېدلې او ځنې گوښه پاتې دي، او لا تر اوسه ټول زور پر پارسي -عربي-اردو- انگلسي پوروييونو (وامواژهها) اچوي،په ((کلاسيکو)) ليکوالو کې راځي. د پوره پوهاوي لپاره.[پښتو ليکلارښود۹-۱۴) ۱۳۸۶]

۸ په ژبپوهنه کې (بالا) او (باره) ستا له خپلو بېلگو سره سم، له لويه سره دواړه اړيکوييکي يا حروف ربط (Conjunctions) بلل کېږي، نه تړوييکي (حروفعطف). دابېله خبره ده چې په ترڅ ترڅ کې څه راز اړيکي يا تړاوونه ترسره کوي:کړولي (قيدی بشپړ نيز (متممیلاملي (علتيه شرطيه، همغږي،اړوپېچ (مخا لفت، ضديتپرا ختيايي (توسعوی ټينگاري (تاکيدی) ، په نورو ټکو، دغه چارونه په څېرمه  ياضمني توگه را نغاړي.نو په دې ډول ستا په خپلو وړاندې کړو بېلگه يې غونډلو(جملو) کې، نه (باره) د(نو)،(روسته)، (خير) يا په بل پښوييز چارکې د تړوييکي (عطف ) چار پرځای کوي،او نه (بالا)!

لومړی به دې د(باره) دالاندې بېلگه در وشنم:

بازار ته ولاړم چي کور ته سودا واخلم، خو بازار تړلی و، (باره) بيرته کورته راغلم.

لومړنۍ څلورگونې غونډلې يوه گډه (مرکبه)غونډله ده: دويمه آره او ترې مخکې يوه يوهاو روسته دوې څېرمه (تابع) يا (سبارډينېت کلاز) بلل کېږي،او(چې-خو-باره) يېترمنځ اړيکوييکي(conjuctions) ؛مانا يې داچې (باره) هم دغلته ورته چار پر غاړه اخلي او بيا هله کړولي اړيکوييکيز کړول (conjunctive adverb) . ځکه (نو،اخير) لاملي (causative conjunction) هم نورڅه نه دي!

دويمه بېلگه: احمد ښکنځل راته وکړه، ما څه نه ورته وويل، دوهم (دويم) واربيا) يې ښکنځل راته وکړه، (باره، آتي، زياتي، ستي، اخير) ما هم داسي جواب ورکړ چي تل به يې ياد وي.

دلته ړومبۍ دوې غبرگغونډلې يا جوړه جملې راغلې: ( احمد ښکنځل راته وکړه، ماڅهنه ورته وويل) د زنځيري گړ ( سېگمېنتال مورفيم)،لکه ((خو)) پرځای ناز نځيري گړ ( پرا  سېگمېنتال مور فيم) هغه، يانې لنډه لارغه (مکث) راغلی چې ليکنښه يې نگښیياکامه(،) ده،او د دويمې غبرگغونډلې يا جمله يي جوړې ورسره دشمېريز کړول (عددي قيد) يانې ((دويم وار)) او کړولي وييکي ((بيا)) په مټ اړوندي پيداکړېدغلته هم ړومبنۍ ملې غونډلې (تابع جملې) له ورپسې رو ستۍ ملې غونډلې سره د(باره،اتي،زياتي،ستي، اخېر) په مټ تړاو موندلی دی– او  همداراز (نو) او (چې) په((زه نو ستا غوندي بې غيرته نه يم چي د مړو ستر گو ډوډۍ ته کښېنم)) جوړه کې درواخله!

دويم-د (بالا) دالاندې بېلگه به داسې دروشنم:

ځيني ليکوالان ( ليکوال) فکر کوي چي (بالا) د دري ژبي د لوړ (بلند) مانا ښندي، خو حال دا چي دا کلمه پښتو(!) ده او زماني قيد(Adverb of Time) بلل کېږي [پوره تخنيکي نومَونه يې مهالکړولي اړيکوييکی(temporal adverbial conjunction) ]:

۱: داچې دغه وييکی دې له څومره ييز کړول يا مقداري قيد ((نور)) چار سره په پېنځو يووستوو غونډ لو کې را ښوولی، کومه خرخشه پکې نشته، لکه:  زه بالا (نور) ستا سره شراکت نه کوم او داسې نورې؛

او همدارنگه دې چې له غځندکړول يااضرابي قيد(پاوبالا) چار سره په څلورو يووستوو غونډلوکې راڅرگند کړی، هم کوم اړنگ بړنگ پکې نشته، لکه:

اوس (پاو بالا) لس بجې دي، يا په ارته يووستې غونډله کې: احمد ته د خپل پلار له ميراث څخه په (پر) يوه کور (بالا) سل جريبه ځمکه ور ورسېده … هم همداسې درواخله!

خو بيا هم زه کړې خبره بيا راغبرگوم چې ((اوبه وي، تيمم ته اړتيانشته)) يانېدرسره په لرې نژدې گړدودو کې يې سوچه پښتوانډولونه د ټوليز گرامر لپاره شتون لري،لکه: (نور)، (څه له پاسه)، (سربېره)… !

د  ژب-ټولنيزې مرستې بلنه

تر ټولو ستومانوونکو خوږو ترخو له تا څخه د يوه وتلي ليکوال او رسنوال په توگه دا تمه ډېره کېږي چې د هسې پېچلو تيوريکو څانگپوهيزو (تخصصي)  ليکنو څېړنو پرځای د داسې دوو اړينو (ژب-ټولنيزو (سوشل-لنگوېستيکي) ربړو (پرا بلمو) په هواري کې خپلې هلې ځلې راسره شريکې کړې چې تر بلې هرې ژبې يې، د هېواد له دويمې، خو برلاسې سرکاري (پارسۍ ) سره د پښتو د سيالۍ بهير مخه سخته راډپ کړې ده او هغه دادي

(۱) د (يوې کره پښتو) نشتوالی چې د يوه گړسره ځانتنۍ (منحصر بفرد)خجپوهنې(اکسنتو لوجۍ) اړوند((واوېلي بدلون) ) سوېل- لوېديزه گړدودي ډله يا په لنډو ((کندها رۍ پښتو)) يې د نورو درو ډلو پر وړاندې درولې) او دغه ژبټولنيزه ارما نيچاره يې له خنډ وځنډ سره مخ کړې؛ نو که وکړای شې، له نورو دروگړدودي ډلو سره لږ تر لږه د(ياگانو) د يو((ليکدودي)) هومره جوړجاړي او يووالي په هاند و هڅو کې يوه برخه واخلې؛ او داهغه څه دي چې د ناروېژي ژبې ((Double Standard)غوندې د((دوه غبرگو معياري پښتوگانو)) مخه سم له لاسه نيولای شي. که نه، په څَو (کمين) کې ناستو بېلتونپالولږکيو لپاره د خپلې ژبې د ((يو مخيزې)) ځايناستۍ)) پلمه لا ښه ترابرابرېدای شي!

(۲) د دويم آرو معيار پر بنسټ له پارسي هغې سره څلوروييپانگيزه نا برابري يا نه سيالي ده، چې تر پولې اخوا  بادارانو يې د ژبپوهانو او  ټولنپوهانو له دې

(خطر زنگ) سره سم : هماغه ((غورې ليکنۍ ژبې)) له ورکاوي رابچېدای شي چې د پرلپسې پرمختلونکې علمي- فرهنگي او ورسره تړلي برېښناييز (الکترونيکي)جاجونو(مفاهيمو) له راخپلولو سره اړخ و لگولای شي، نو ياده پانگه پرلپسې غځوي او زموږ دې گوډاگيانو ته يې پرلپېلي راصاوروي!

په دې توگه يې نن سبا د څلورگوني پانگې د انډول په موخه د ځانگړو سرکاري((فرهنگستانونو))  نويزونه يا( نوواژه ها) او (دانشواژه ها) تر ميليونونو تېری کويچې پښتو دايې په زکات کې هم نه راځي!

يوه کوشنۍ بېلگه يې د مايکروسافت  د سپارښتنې له مخې د مخابراتو وزارت د(کمپيوټر ساينس) د منصور انصاري تر ادارې لاندې زما اواستاد صميم د درې زره پښتو انډولونه دي، حال داچې کمپنۍ رالېږلي هغه څه له پاسه شپږ لکه کېږي يا کېدل ، او. د اړوند لس ژبيز( انگلېسي،روسي، عربي… )گر وپ په لړکې نهمېپارسي ژبې هغه گردې راژباړلي او پر کار اچولې دي؛  تر دې چې لاسپوڅو يېزموږ د دغودرې زرو  د دودونې  مخه هم راډپه کړه !

ستااو نورو پښتو مينو ليکوالو او رسنوالو منندوی زيار

Categories: ادب,ژبپوهنه,ژبه ـ لیکدود

خپل نظر ولیکۍ

Your email address will not be published.