استعاره؛ د انسان د ادراک وسيله

پوهندوى دکتور اجمل ښکلى

0 68

لنډيز:

ادراکي ژبپوهنه هغه ده، چې د انسان د حواسو، ادراک او ژبې پر تعامل غږېږي. د دې ژبپوهنې پر بنسټ د انسان ادراک او ژبه سره نه بېلېدونکي ځانګړنې لري. ژبه چې د اړيکو د رغولو لپاره کارېږي، مانا پکې بنسټي اهميت پيدا کوي. ټول ژبني جوړښتونه او د يوې ژبې ګرامري اۤرونه د مانا د ايجاد په خدمت کې دي.

د دې ژبپوهنې په بنسټ د انسان ادراک د جسم له مخې کېږي. انسان خپل جسم معيار ټاکي او د خپلې شاوخوا مکاني لوري د ادراک په مټ پراخوي او د مهال، مينې او نورو ډېرو انتزاعي مفاهيمو لپاره يې کاروي، چې په دې چاره کې ورسره  استعاره مرسته کوي. استعاره په اصل کې يوه حسي تجربه ده، چې د انتزاعي مفاهيمو د بيان لپاره کارېدلې. مثلا: موږ چې د عيني شيانو د ماتېدو تجربه لرو، د ژمنې د نه ترسره کولو لپاره يې هم کاروو او وايو، چې ژمنه مو ماته کړه او همداسې د نورو ډېرو انتزاعي تجربو لپاره. په دې توګه استعاره او همدا راز مجاز او کنايه د ادب له محدودې دايرې وځي او د ادراکي ژبپوهنې پر بنسټ د ادراک بنسټي اهميت پيدا کوي. دا استعارې بېلابېل ډولونه لري، چې په دې ليکنه کې پرې بحث شوى دى.

آر ويونه: 

ادراک، ادراکي ژبپوهنه، استعاره، انتزاعي مفاهيم، د استعارې ډولونه

Abstract: 

Metaphor: a device of cognition 

A metaphor is the expression of an understanding of one concept in terms of another concept, where there is some similarity or correlation between the two. a metaphor is the understanding itself of one concept in terms of another.

The perception of metaphor has changed significantly since the end of the 20th century. Metaphor is no longer considered to be a purely literary trope, and the boundaries of its usage have shifted greatly. Lakoff and Johnson(1980) were the pioneers in ascribing completely new characteristics to metaphor and changing its overall perception

Metaphor as a cognitive-semantic device which is able to reveal intuitive mechanisms of the thinking process, thus filling the gaps in the sphere of logically objective human knowledge and opening the possibility to describe abstract concepts of the human mind in terms.

We can distinguish three kinds of metaphors: structural, ontological and orientational.

In ontological metaphors experiences are treated as concrete objects e.g. containers (I put a lot of energy into preparing decorations) . When we deal with them in such a way we can “refer to them, categorize them, group them, and quantify them – and, by these means, reason about them” (Lakoff 1980:25).

The group of orientational metaphors is said to be connected with our orientation in space. Concepts are connected with physical orientation, for instance happiness is up (I’m feeling up) and sadness is down (I’m feeling down) (Lakoff1980:16).

Structural metaphor is the most productive type of all conceptual metaphors. Thanks to these metaphors, complex and abstract experiences can be understood in terms of simpler and more concrete ones e.g. LOVE IS A JOURNEY. In Metaphors we live by Lakoff and Johnson state that ‘the conceptual system is metaphorical in nature’ (1980:4). What does it mean, how can it structure the world we live in and how does it influence our activities? Let us take LOVE IS FIRE metaphor as an example.

My heart is on fire.

١- سريزه

په شلمه پېړۍ کې د فرديناند دو سوسور ژبپوهنيزې تيورۍ ډېرو نويو مکتبونو ته لار پرانيسته. په امريکا کې چلنوالې د انسان په چلن کې د ژبې پر نقش خبرې وکړې او ژبه يې د ذهن له انتزاعي مرکزه راوايستله او په تقليد يې ودروله؛ خو د بلوم فيلډ شاګرد نام چامسکي د لېږندې- زېږندې تيورۍ په رغونه په ژبه او ژبنيو په تېره نحوي رغښتونو کې د انسان ذهن او فطرت دخيل کړ. د نام چامسکي په اند، يوازې انسان دى، چې د خبرو طبيعي وړتيا لري. په دې توګه ټول انسان په ګډه يوه نړيواله ژبه لري؛ خو په کوم چاپېريال کې چې وزېږي، د هغه چاپېريال په ژبه کې دا اساسي نحوي جوړښتونه لېږدوي. نام چامسکي ژبپوهنه د دوسوسور د نښو او کلمو له محدودې راوايسته او تر جملو يې راورسوله؛ خو د ده شاګرد او بارکلي پوهنتون استاد جارج ليکاف له خپل استاد نه لار بېله کړه. سره له دې چې د لنګاکر، ليکاف او جانس په ادراکي ژبپوهنه کې هم د انسان ذهن د يوه مهم مرکز په توګه موجود و؛ خو د انسان حواس هم په دې حوزه کې ورننوتل او ويونه او ګرامر يې د مفهوم په مرکزيت و څېړل.

دې ژبپوهنه چې د انسان په ادراک بحث کاوه، ادراکى ژبپوهنه ورته وويل شو. انسان څنګه ادراک کوي؟ د ادراکي ژبپوهنې په اند، ځينې بنسټي او بتدايي حسي تجربې دي، چې انسان يې په ژبه کې پراخوي او د مفاهيمو يو جال جوړوي. په دې مفاهيمو کې انتزاعي مفاهيم هم دي. د انسان جسم لوري لري، لکه پاس-لاندې، مخکې-وروسته او ښي-کيڼ ،چې په دې توګه د انسان جسم يو مکان مومي. انسان د خپل همدې مکاني موقعيت په رڼا کې هغو مفاهيمو ته هم ګوري، چې عيني نه دي؛ خو د انسان په ادراک کې د حرکت او سکون يو اساسي مفهوم شته. انسان زمان د يوه داسې مکان په سترګه ګوري، چې تر ده مخکې، وروسته او پاس او لاندې واقع دى؛ نو وايي: روژه تېره شوه، مرګ ته ورنېژدې شوم، اختر راروان دى.

د انسان د دې مفاهيمو د بيان يوه وسيله استعاره ده. د استعارې، مرسل مجاز او کنايې په اړه موږ فکر کوو، چې دا يوازې د ادب او بلاغي علومو بحث دى؛ خو ليکاف او جانسن ثابته کړه، چې اصلا د انسان ادراک پر استعاره ولاړ دى. انسان د مفاهيمو د بيان لپاره له دې درو وسايلو نه استفاده کوي. د استعارې په درو مهمو ډولونو وېشلاى شو، چې لوريزې، وجودي او رغښتي دي. لومړى ډول د مفهوم د بامفهومه کولو لپاره لورى ورکوي، دويم وجود او درېيم ډول په وييز نه، بلکې په رغښتي بڼه يو مفهوم بيانوي.

٢- استعاره د مفهومي کولو يو لار: 

په پښتو کې موږ وايو: تبې نيولاى يم؛ خو همدا جمله په پارسي کې کټ مټ نه ترجمه کېږي.

استعاره په لغت کې پور غوښتلو ته وايي او په اصطلاح کې يوه کلمه د بلې کلمې پر ځاى راوړل دي، چې د دواړو ترمنځ تشبيهي اړيکې موجودې وي.(احسان الله درمل،  ۱۰۲)؛ خو د ادراکي ژبپوهانو ليکاف او جانسون په اند، د استعاري دا دوديز تعريف ځکه سم نه دى، چې استعاره يوه کلمه نه، بلکې يو رغښتي مفهوم دى او د يوه مفهوم لپاره د بلې مفهومي دايرې د مفاهيمو پورونه ده.د بيان په علم کې راغلي د استعاري د تعريف دويم جز(د دواړو ترمنځ د تشبيهي اړيکې) شتون هم د ليکاف او جانسن په اند سم نه دى، ځکه چې استعاره د متقاقطعو مفاهيمو پر اړيکه او د دې مفاهيمو او مشابهت ولاړه ده (Lakoff & Johnson, 1980).همدا علت دى، چې نوموړى په مفهومي استعاره کې پر تشخيص سربېره مجاز هم ورشاملوي.

د ليکاف او جانسن په اند، استعاره يوازې په ادبي ژبې پورې محدود نه ده، بلکې د ورځنۍ ژبې برخه ده او آن د انسان ادراک لويه برخه پر استعاره ولاړه ده.

د شلمې پېړۍ په اتمه لسيزه کې د ژبپوهنې په برخه کې يو نوى علم رامنځته شو، چې ادراکي ژبپوهنه ورته وايي.څرنګه چې ادراک يوه اساسي موضوع وه، په ارواپوهنه او فلسفه کې هم مطرح شوه او په دې توګه ورته يو ګډ نوم(ادراکي علوم) وويل شول.

ادراکي ژبپوهنه دې پوښتنې ته ځواب وايي، چې انسان پر ژبه څرنګه پوهېږي؟ په دې لړ کې د انسان هغه وړتياوې او فعاليتونه رااخلي، چې په ادراک او پوهېدو کې يې کاروي.د انسان د ادراک يوه مهمه وسيله استعاره ده. د ليکاف او جانسن د ادراکي ژبپوهنې په مهم اثر (Metaphors we live by) کې په دې بحث شوى، چې د انسان د ادراک لويه برخه استعاري ده.د ليکاف او جانسن په اند، انسان څو عيني مفاهيم د انتزاعي مفاهيمو د بامفهومه کولو او پوهېدو وړ کولو لپاره پور کوي.مثلا: که دوه مينان خبرې کوي، د مينې غوندې انتزاعي مفهوم د سفر د مفهوم په مټ وړاندي کوې.يعنې د سفر د مفهومي دايرې توکي د مينې د مفهومي دايرې د توکيو لپاره پور کوي:

مينه يو سفر دى

څومره لرې راغلي يو، اوس بېرته د ستنېدو امکان نشته.

زه او ته اوس په څلور لارې کې واقع يو، ته پر خپله ځه، زه پر خپله

زه فکر نه کوم، چې زموږ مينه دې کوم منزل ولري.(Lakoff & Johnson, 1980: 44)

د ادراکي ژبپوهنې له مخې، ژبه د انسان د بدن او ذهن ترمنځ اړيکه پيدا کوي او استعارې د دېٖ اړيکې مهمې وسيلې دي.انسان په فيزيکي نړۍ کې حسي تجربې کوي.د انسان په ذهن کې دا تجربې له نورو مفاهيمو سره يوځاى کېږي او له دې سره نور مفاهيم ژبه مومي او د درک وړ کېږي.مثلا: زموږ سترګې ماورا بنفش رنګونه نشي ليداى او د جسم دا محدوديت زموږ تجربه محدودوي، چې بالاخره دا محدوديت په ژبه کې راښکاره کېږي او دا راته د جسم، ژبې او ذهن تعامل ښيي.(مهند، ۹)

د انسان د ادراک يوه لار عموميت دى.انسان د جسم محدودې تجربې د انتزاعي مفاهيم د مفهومي کولو لپاره تعميموي.

د انساني جسم لوري لري، عيني نړۍ زموږ د حواسو پر وړاندې موجوده ده.انسان انتزاعي مفاهيم هم د استعارو په مټ د درک وړ کوي.يوه انتزاعي مفهوم ته وجود، لورى ورکوي او رغوي يې؛ مثلا: وخت انتزاعي مفهوم دى.انسان وخت ته لورى ورکوي او په دې توګه يې د درک وړ کوي. ماضي ورته تر خپل بدن د شاته څيز او راتلونکې ورته سترګو په وړاندې ښکاري؛ نو د اختر په اړه وايي:

اختر راروان دى، اختر رانېژدې شو.

اختر لاړ تېر شو.

په دې بېلګو کې وينو، چې انسان خپل جسم ساکن ساتلى او اختر يې د “موټر”، چې څيز دى، د استعارې په مټ وړاندې کړى، چې ده ته ورنېژدې کېږې او بيا ترې يو وخت شاته تېر شي، ځکه يې نو د “موټر” يا خوځنده څيز د مفهومي دايرې مفاهيم(راروان، رانېژدې، لاړ تېر شو) ورته کارولي دي.

داسې هم کېداى شي، چې انسان وخت لکه د غر غوندې ساکن څيز سره ورته کړي او خپل جسم متحرک کړي(Lakoff & Johnson, 1980: 41):

ورځ په ورځ مرګ ته ورنېژدې کېږو.

د يويشتمي پېړۍ پايته ته چې رسېږو، خداى خبر په څه حال به يو.

د ليکاف او جانسن په اند، استعارې خپلسرې او ناڅاپي نه وي، بلکې قراردادي وي او په يوه فرهنګ کې له بل سره توپير کوي؛ خو دا چي د انسانانو عينې تجربې چې په حواسو درک کېږي، لکه حرکت، مکان، تنفس او….، او همدا راز انتزاعي تجربې، لکه مهال، عواطف او نور ګډ دي؛ نو په ادراک او ژبه کې يې ورته والي وينو.

انسان د دويم ډول انتزاعي تجربو د بيان لپاره له عيني تجربو استفاده کوي؛ مثلا: مهال د مکان په مټ بيانوي.انسان دا کار د ژبې د مفهومي استعارې په مټ کوي.هره ژبه پر استعارو ولاړه ده، ځکه چې په اصل کې د انسان ادراک مهمه ستن استعاره ده.

د انسان د جسم، ادراک او استعاري سيستم ورته والىTypology  ته امکانات پيدا کوي، چې د مختلفو ژبو ترمنځ ګډ ټکي ومومي. په دې ګډو ټکيو کې يوه زمانه ده.په ټولو ژبو کې د زمان مفهوم د فضا د مفهوم په مټ وړاندې کېږي.زمان يو داسې مکاني لوښى دى، چې لوري لري او د انسان د جسم په يوه لور کې واقع دى.انسان چې پر مهال فکر کوي، هممهاله يې ورسره په ذهن کې د مکان د مفهوم دايره روښانه شي او داسې د مکان د مفاهيمو په مټ زمان ځان ته د درک وړ او روښانه کړي.

ليکاف او جانسن د استعارې دوه اړخه يا مفهومي قلمروه راپېژني:

يو؛ سرچينه: هغه مفهومي دايره چې ويناوال ترې يو مفهوم پوروي.

دوه؛ موخه  هغه مفهوم چې ويناوال ورته له سرچينې نه يو څه پوروي.

د لومړۍ استعارې نقشه؛ ۱ بڼه:(Evans & Green, 2006: 308)

په دې توګه ليکاف په اصل کې استعارې ته په مفهومي نظام کې د دوو قلمرونو ترمنځ د تړونکي يا نقشې په سترګه ګوري، چې څو مفاهيم پکې راټول وي.په بله وينا، د کلاسيکې نظريې پرخلاف دا کلمې يا غونډونه نه دي، چې استعارې جوړوي او بنسټ يې د سرچينې او موخن قلمرو پر اړيکو ولاړ دى.له دې زاويې نه، کلمې او غونډونو دنده ده، چې د مفهومي قلمرونو ترمنځ د تړلو لپاره زموږ ذهن راويښوي.( زهرا هاشمي، ۱۳۸۹، ۱۲۵)

که استعاره يوازې تر ادبياتو پورې محدوده نه ده او آن د ژبې لويه برخه په استعارو ولاړ ده، نو موږ ولې دې استعارو ته متوجه کېږو نه؟ ځکه چې موږ ورسره عادي شوي يو يا په ادبي ژبه راته کليشه شوې دي.

ليکاف او جانسن در ې ډوله مفهومي استعارې(۱۹۸۰) راپېژني:

٢-۱- لوريزې  استعارې:

هغې استعارې دي، چې د لوري په ورکولو مفاهيم مفهومي کوي.په دې لوريو کې پاس، لاندې، مخکې، وروسته، خوا کې، لرې او …راځي.(Lakoff & Johnson, 1980: 16).څرنګه چې د انسان بدن په فضا کې واقع دى، نو له فضا نه ماورا مفاهيم له جسم سره په تړاو کې درک کوي.

ليکاف او جانسن د لوريزې استعارې لپاره څو کليات وړاندې کوي:

خوښي پاس ده او غم لاندې دى.

برلاسى او ځواک پاس دى او غوسه او کمزوري لاندې ده.

ښه پاس دي او بد لاندې دي يا ډېر پاس دي او کم لاندې دي.

د دغو کلياتو په مټ انسان د عدالت، احساسات او …غوندې انتزاعي مفاهيم د درک وړ کوي.مثلا: موږ چې ډېر شيان ليدلي، چې لوړه فضا يې نيولې يا مو په يوه بالټي کې ډېرې اوبه ليدلې وي، چې د بالټي لوړه فضا يې نيولې وي؛ نو ”ډېر” راته په انتزاعي مفاهيمو کې د لوړ غوندې ښکاري او ب ”کم” راته رعکس ټيټ ښکاري.که د يوه چا غرور او پرختګ ته اشاره کوو؛ وايو: هغه اوس له اسمانونو سره خبرې کوي او که څوک کمزورى شوى وي؛ وايو؛ رنګ يې پرېوتى دى.

همدا ډول د زمان غوندې انتزاعي مفهوم هم د مکاني لوريو په مټ مفهومي کوو.راتلونکې راته راروانه او ماضي راته تېر شوى مکان ښکاري.پرون، تېر کال، تېره پېړۍ راته هغه مکان ښکاري، چې اوس ترې راوتلي يو او سبا، راروان کال او پېړۍ راته هغه مکان برېښي، چې ورځو به:

ارمان به وکړې، وخت به تېر وي

بيا به جهان راپسې ګورې، نه به يمه

همدا علت دى، چې ليکاف او جانسن وايي، چې انسان اصلا انتزاعي مفاهيم د حسي تجربو په مټ درک کوي.

٢-۲- وجودي استعارې: 

هغه استعاره چې مفاهيمو ته د عيني شيانو په سترګه ګوري او د مادي شيانو د خصوصيت په مټ شتون يا وجود ورکوي او بيا يې موږ د جوهر خاوند مادي څيز ګڼو.ليکاف او جانسن په دې برخه کې د “انفلاسيون” بېلګه وړاندي کوي:

  انفلاسيون مو د ژوند معيار راټيټ کړ.

د انفلاسيون زياتوالى به مو ووژني.

بايد له انفلاسيون سره مبارزه وکړو.

انفلاسيون حاشيې ته کړي يو.

(پاسنى اثر: ۲۶)

په ژبه کې ګڼې وجودي استعارې موجودې دي.پاس مو د مينې د مفهومي دايرې لپاره د سفر د مفهومي دايرې پورونه وليده او د انفلاسيون لپاره د مو د جګړې د مفهومي دايرې مفاهيم وکارول.

همداسې د پوهې، عدالت او ژوند وجودي مفهوم په لاندې بېلګو کې:

پوهه به مو د نړۍ سيال کړي.

د پوهې لمن بايد ونيسو.

پوهه به مو ژوند روښانه کړي.

پوهه ناپوهي ختموي.

………

عدالت ټولنيز ټيکاو راولي.

عدالت ملتونه ژوند ساتي.

عدالت به پړ او وړ معلوم کړي.

………..

ژوند رانه بېحده پورته شوى دى

قد ورته سعوده زما نه رسي

شاه سعود

……….

ژوند تېرېږي په خوشبو ستا د يادونو

ژونده له ما څه غواړي؟

په دې توګه د “ژوند” انتزاعي مفهوم هم موږ مستقيما نشو تجربه کولاى.دا استعارې دي، چې ژوند راته تعريفوي او موږ فکر کوو، چې ژوند يو حسي مفهوم دى.

په بيان کې يو ډول مکنيه استعاره ده، چې د مشبه به پرځاى يې له مشبه سره صفت راغلى وي.که دا صفت انساني وي، استعاره تشخيص جوړوي.د ليکاف او جانس په اند، تشخيص او مجاز په عادي ژبه کې هم شته، بلکې د انسان د ادراک اساسات دي.نوموړي تشخيص په وجودي استعاره کې راولي.پاس مو د ژوند لپاره د انسان د مفهومي قلمرو مفاهيم وکارول:

ژوند رانه نور څه غواړي؟

جنګ مو ټولنه راتباه کړه؟

سوله که راشي، وطن به پرمختګ وکړي او نظام به پښو ودرېږي؟

ليکاف او جانسن مجاز(مرسل او کنايه) هم د انساني ادراک لارې بولي، چې له تشخيص سره يې توپير دا دى، چې په مجاز کې يو اړخ حذفېږي.لويه برخه يې دا ده، چې جز د کل پر ځاى راځي:

جنګ ډېرې ککرۍ وخوړې؛ ککرۍ د سرونو لپاره

سپينه ماڼۍ وايي، چې….؛ سپينه ماڼۍ د امريکا لپاره

د ليکاف او جانس په اند په وجودي استعارو کې پېښې او کړنې د شيانو، فعاليتونه د توکيو(موادو) او حالت د لوښي په بڼه وړاندې کېږي.مثلا ځغاسته په فضا او زمان کې ځاى او ټاکلي بريدونه لري. موږ دې ته د يوه نغاړونکيشاملوونکي څيز  په سترګه ګورو، چې ګډونوال(د شيانو غوندې) لري. دا يوه پېښه ده، ځکه چې پيل او پاى لري(چې له استعاري پلوه شيان دي) او همدا راز يې د ځغاستې فعاليت ته (له استعاري پلوه) د ټوکونو يا اجزاوو په سترګه ګورو؛ نو د ځغاستې په اړه وايو:

ته د يکشنبې ورځې په ځغاسته کې يې.(ځغاسته داسې لوښى دى، چې شيان رانغاړي) يا: ته ځغاستې ته ځې؟(ځغاسته يو څيز دى).

تا ځغاسته وليده( ځغاسته يو څيز دى، چې ليدل کېږي)

د ځغاستې پاى ډېر خوندور و( پاى يو څيز دى، چې ځغاسته يې نغاړي)

په ځغاسته کې خوندورې منډې وشوې(منډې د ځغاستې اجزاا يا ټوکونه دي)

ما تر پاى چټکه منډه ونه کړاى شوه.(چټکه منډه مواد دي)

هغه له ځغاستې وووت(ځغاسته نغاړونکى څيز دى)

(Lakoff & Johnson, 1980: 34)

نورې ډېرې بېلګې هم په دې مورد کې موندلاى شو:

په فکر کې لاړم؛ يعنې فکر يو ظرف دى، چې انسان پکې د مظروف غوندې ځي.

په خبره کې وروغورځېدم.

مور مې له کوما نه راووته؛ يعنې کوما داسې يو څيز دى، چې درون و بيرون لري.

 د ليکاف او جانسن په اند، موږ په فيزيکي نړۍ کې هم شيانو ته د ظرف او احاطې په سترګه ګورو، چې درون و بيرون لري.په داخل کې يې اجزا دي او په بهر کې يې حدود دي.مثلا: کله چې ځنګل ته ګورو، ځنګل منځ لري؛ خو کله چې ونې ورو ورو کمېږي، موږ پوهېږو چې له ځنګله په وتو يو او دا راته د ځنګل حدود ښکاري.همدا چلن موږ له انتزاعي مفاهيمو سره هم کوو، د يوه ظرف، څيز، اجزاوو په سترګه ورته ګورو او د حسي نړۍ مفاهيم ورته په پور اخلو.(پاسنى اثر، ۲۹)

٢- ۳- رغښتي استعاره: 

د ليکاف او جانسن په اند رغښتي استعارې هغه دي، چې يو رغښتي مفهوم د بل مفهوم لپاره وکاريږي.زياتره ادعايي استعارې دا ډول نغاړي. د نوموړيو بېلګه “بحث جګړه ده” ده. په دې رغښت کې موږ بحث او لفظي شخړه د جنګ په مفهوم تصويري او مفهومي کوو. په بحث کې يو کس مخالف لري، چې پر هغه بريد کوي، هر کس په دلايلو د خپل دريځ دفاع کوي او په پايله کې ماتې خوري يا سوبمن کېږي:

ته له خپل دريځه دفاع نشې کولاى.

زما د دريځ پر کمزورو اړخونو يې بريد وکړ.

ماتې مې ورکړه.

په هغو ټولنو کې چې د زغم فرهنګ نه وي، بحث د جګړې مانا لري.په جګړه کې که د انسان جسم زيان ويني؛ نو په بحث کې يې حيثيت.په جګړه کې د بدن دفاع کوي او په بحث کې د خپل حيثيت؛ خو که بحث د حيثيت مساله ونه بولو، شايد د جګړې پر ځاى يې په يوه بل مفهوم کې وړاندي کړو.

په پښتو کې “د پيالې ماتول” داسې مفهوم دى، چې له حسي تجربې سره تړاو لري.د پيالې، لرګي، ډبرې ماتېدل به مو تجربه کړې وي.موږ دا رغښتي مفهوم د “ژمنې ماتولو” لپاره پور کوو:

  1. الف: بريالي پياله ماته کړه.

ب: بريالي ژمنه ماته کړه.

ج: بريالي روژه ماته کړه.

ويناوال د لومړۍ جملې (ماته کړه) مفهوم راخيستى او د دويمې جملې د درک لپاره يې کارولى.کله موږ وايو “بريالى په خپله ژمنه ونه درېد” دلته “درېدل” هم حسي مفهوم دى، چې د يوه انتزاعي مفهوم د درک لپاره کارېدلى.څرنګه چې د “ژمنې” لپاره “د ماتول” مفهوم ډېر کارېدلى؛ نو يو ډول کليشه شوى، چې موږ پکې هغه حسي والى نه احساسوو؛ خو که د دې پرځاى ووايو، چې (بريالي ژمنه ووژله)، بيا پکې نويوالى احساسوو او ادب ورته وايو.په دې توګه ويلاى شو، چې ادبي چلن له انساني ادراکه بهر نه دى او پخپله ادب يوه ژبنۍ چاره ده.ويناوال هڅه کړې، چې د ژمنې مفهوم په يوه نوي مفهوم (وژل) د درک وړ کړي.له دې نه ښايي دا پايلو واخلو، چې ادب مازې تخيل نه دى، بلکې د نړۍ په اړه د شاعر ادراک دى.شاعر ته نړۍ همداسې ښکاري.دې خبرې ته به لږ وروسته راشو.

موږ زړه د مينې او عاطفې مرکز بولو.چې له چا خپه يو، “د زړه يې رامات کړ” مفهوم ورته کاروو.موږ فکر کوو، چي زړه هم د يوه مادي څيز غوندې ماتېږي.

که د  (لمر پرېوت) پرځاى (لمر مړ شو) ووايو، مکنيه استعاره مو ايجاد کړې. په مکنيه استعاره شاعر شيان انساني کوي او شخصيت ورکوي.له “لمر” نه دلته شخص مراد دى، ځکه چې لفظي قرينه(مړ کېدل) راته وايي، چې لمر نه مري؛ خو لمر پرېوزي هم نه.د “لمر” لپاره د “پرېوتل” مفهوم پور شوى او په دې ډول د لمر د پرېوتلو مفهوم بيان شوى.

که څوک زړه خوږى نه وي، ډبرزړى ورته وايو. د زړه کلکوالى يو انتزاعي مفهوم دى، چې د ډبرې په مټ د ويلو جوګه شوى؛ خو خوږېدل پخپله هم حسي تجربه ده، چې د زړه خوږېدل او او د يوه غړي د خوږېدلو انتزاعي مفهوم پرې بيانېږي.

ليکاف او جانسن په دې استعاره کې د دوو مفاهيمو يادونه کوي، چې يوه ته سيستماتيک کولو او بل ته د مفاهيمو د ځينو اړخونو برجسته کول او پټولوايي.د “بحث جګړه ده” بېلګه کې مو وليدل، چې د جګړې مفاهيم مو د بحث لپاره پور کړي وو او د جګړې د مفهومي نظام په مټ مو د بحث لپاره د درک وړ نظام جوړ کړى و.په اصل کې استعاره د يوه فکري نظام لپاره د بل فکري نظام پورونه ده. موږ د جګړې ټول مفاهيم برجسته نه کړ، بلکې پر ځينو مو پښه راښکله او پټ مو کړل، چې دې ته برجسته کول او پټول وايي.

ګړنې، متلونه او کليشه شوي عبارتونه چې د ډېرې کارونې له امله د عادي کلمو غوندې شوې، چې مانا يې په قاموسونو کې هم موندلاى شو، په مړو استعارو کې شمېرل کېږي، چې د نورو استعارو غوندې د انساني ادراک مهمې وسيلې دي.دا استعارې د سيستم برخه نه دي، بلکې په مجرده توګه کارېږي.(اصفهاني و قربان خاني، ۱۳۹۴: ۱)

٣- پايله: 

که فکر وکړو، موږ د استعارو په جال کې بند يو.ژبه د استعارو په مټ خپله چاره ترسروي.استعارې يوازې د هنري سينګار يا مازې د ادبي ژبې خاصه نه ده او آن يوازې تر ژبې پورې محدوده نه ده، بلکې زموږ په فکر و عمل کې يې ريښې زغلولې.د ليکاف او جانسون په اند د بشري ذهن تصوري نظام- چې زموږ فکر و چلن پرې ولاړ دى- له آره استعاري دى.د دې دواړو پوهانو په اند، استعاره انتزاعي تجربو ته د ملموسو تجربو په مټ مفهوم ورکوي.په دې توګه هره استعاره دوه اړخه لري، چې يو اړخ يې پيلټکى(مبدا) او بل موخه ده.مثلا: په ((علي سوړ طبيعت لري)) يا ((زما يې تود هرکلى وکړ)) جمله کې وينو، چې د استعارې پيلټکى د لامسې حس(سوړ او تود) او موخه يې د صميميت انتزاعي تجربه ده.(ارسلان ګلفام و يوسفي راد فاطمه،  ۶۳(

لکه مخکې مو چې وويل په ادب کې استعاره له تخيل سره تړاو لري؛ خو تخيل هم راسره مرسته کوي، چې نړۍ وپېژنو.اسطورې چې د انسان د تخيل زېږنده دي، له انسان سره يې د نړۍ په پېژندلو کې مرسته وکړه؛ خو دا پېژندنه چې څنګه واقعيت دى، هغسې نه وه، بلکې انسان واقعيت په مجازي بڼه ليده او دا خبره د انسان پر ټول ادراک د تطبيق وړ ده.

موږ واقعيت د ژبې په مټ درک کوو.د ژاک لکان خبره، موږ په ژبه کې زنداني يو.ژبه راته واقعيت په استعارو کې نغاړي او موږ بې له ژبې چاره نه لرو.د ژبې ايجاد د انسان کمال دى؛ خو دا کمال محدود دى.ژبه دومره پراخه نه ده، چې هر مفهوم چې څنګه دى، همغسې بيان کړي، ځکه نو د پورونې له چارې استفاده کوي او يو مفهوم د بل مفهوم په مټ د درک وړ کوي او دا راته وايي، چې پر يوه واقعيت لانجه پخپله د هغه واقعيت نه، بلکې د ژبې د استعاري عمل زېږنده دى، ځکه موږ واقعيتونه مستقيم نه، بلکې مجازا او استعارا درک کوو او په دې توګه ويلاى شو، چې د انسان د ادراک په مساله کې تخيل لاس لري.

ژبه تخيلي يا استعاري ځانګړنه لري.ادب هڅه کوي، چې د ژبې عادي تخيلي، موسيقيي، عاطفي او مفهومي نقش لا برجسته او عالي کړي، ځکه نو نوې استعارې توليدوي، چې هممهال د شاعر او لوستونکي لپاره عاطفي ارزښت لري او يو مفهوم پر يوه فکر اړوي؛ خو دا استعارې يو وخت دومره وسولېږي، چې بيا يې موږ استعاري اړخ ته متوجه نه يو او فکر کوو، چې واقعيت ته مو سيخه او دقيقه لار موندلې ده.دا راته د انسان په ادراک کې د تخيل او له دې لارې د ادب نقش راښيي.

لمنليکونه:

  1. Transformational-generative
  2. Primitive
  3. Conceptual Domain
  4. Conceptual Metaphor
  5. Metonymy
  6. Cognitive linguistics
  7. Cognitive Sciences
  8. Space
  9. Source domain
  10. Target domain
  11. Mapping
  12. Orientational Metaphors
  13. Ontological Metaphors
  14. Synecdoche
  15. Container
  16. Structural
  17. Propositional
  18. Systematicity
  19. Highlighting & hiding

اخځونه:

  1. اصفهانى، محمد خاقانى و مرضيه قربان خانى.۱۳۹۴.استعاره از منظر بلاغت عربى و زبان شناسى شناختى. مجله علمى- پژوهشى انجمن ايرانى زبان و ادبيات عربى، شماره ۳۵، تابستان: اصفهان
  2. درمل، احسان الله.۱۳۹۷.شعرستان(دويم چاپ). سروش کتاب پلورنځى: کابل
  3. ګلفام ارسلان، يوسفي راد فاطمه. ۱۳۸۱. زبان شناسي شناختي و استعاره. تازه هاى علوم شناختى.۴ (۳)http://icssjournal.ir/aritcle-1-576-fa.html
  4. مهند، محمد راسخ.۱۳۹۳.اصول و مفاهيم بنيادى زبانشناسى شناختى. دانشګاه بو على: همدان
  5. هاشمي، زهره.۱۳۸۶.نظريه استعاره مفهومي از ديدگاه ليكاف.ادب پژوهى.شماره اول، بهار ۱۳۸۶: دانشګاه فردوسى

4- Lakoff, G. Lecture: Cascade Theory: Embodied Cognition and Language from a Natural Perspective. Youtube. 22 Oct 2013: https://www.youtube.com/watch?v=XWYaoAoijdQgfeature=share

5- Lakoff, G.& Johnson, M. (1980), Metaphors We Live By, Chicago: University of Chicago Press.

6- Minsky, M. 1980. A framework for representing knowledge. In D. Metzing (Ed.), Frame

conceptions and text understanding (pp. 1-25). New York: Gruyter.

Comments
Loading...