ادبپوهنه او ژبه / ډاکټر نظام الدین کټوازی

0 90

ادبپوهنه او ژبه

له ښایسته ډېر وخت راهیسې (د تېرې پېړی له نیمایی ورورسته) د لوېدیځې نړۍ په ادبیاتو کې د ادبپوهنې او ژبپوهنې په اړه نوی طرز فکر، نوی څېړندود معرفي شوی. دغه څېړندود د ادبپوهنې او ژبپوهنې د مسالو، موضوع ګانو او څېړندودونو ترمنځ د اړیکو پر بنسټ ولاړ دی. په دې ترڅ کې د لوېدیځو هیوادونو په ادبیاتو کې د ادبي ژبپوهنې (Literaturlinguisti) اصطلاح را منځ ته شوې.

ادبي ژبپوهنه په دې هیوادونو کې  د یوه دسیپلین په څېر د علمي موسساتو، پوهانو، سیمنارونو لپاره د څېړنې او بحث یوه په زړه پورې موضوع ګرځېدلې ده. د مثال په ډول، په المان کې د ګیسن د پوهنتون له خوا له ۱۹۷۱ څخه راهیسې د دې موضوع ته یوه درې میاشتنۍ مجله ځانګړې شوې.

دغه مجله د ادبپوهنې او ژبپوهنې (LiLi) په نوم چې د دې دواړو علومو یو مخفف نوم دی، خپروي. مجله د خپلو هدفونو په اړه لیکي: “ لي لي له ۱۹۷۱ څخه راهیسې د ادبپوهنې او ژبپوهنې په منځ کې د مفهومونو او علمي پېژندنو پروګرام په مخ وړي….او تاریخي او تیوریکي څېړنې سره یو ځای کوي. مجله د “لابراتوار” تر عنوان لاندې ردیف کې د ادبي او علمي نویو موضوعاتو په اړه خاکې، طرحې او مسألې خپروي. ”

د دې اصطلاح مظلب دا نه دی چې ادبیات د ژبپوهنې لپاره د ځېړنې موضوع وګرځوي، بلکې د دواړو مستقلو علومو په برابر اهمیت ټینګار کوي او پورته یاده شوې موضوع تر ځېړنې لاندې نیسي. دغه ځېړندود د ژبنیو علومو په کتنه کې یو نوی بعد پرانیستی او مرکزي ټکی یې دادی چې هر متن یو فیزیکي جوړښت لري او د معنا پوهنې او ګرامري قواعدو له مخې د سره تړلو او پېچلو ژبنیو سیمبولونو یا نښو یوه ټولګه ده. له دې امله، په ادبپوهنه د پوهېدو لپاره دې ته اړ کیږو چې د ژبې او ژبپوهنې بنسټیز اصول او قواعد په لنډ ډول له نظره تېر کړو.

دا لیکنه یوه ناڅېزه هڅه ده چې په پښتو ادبیاتو کې د ژبپوهنې د بنسټیزو مقولو د یادونې په مټه د ادبي تفکر یوه نوي ډول ته لار پرانیزي. په دې لیکنه کې ژبپوهنیزې مقولې تر هغه بریده د یادولو وړ بولو چې د نوي ادبي تفکر په روښانه کولو کې مرستندویه وبریښي. له دې امله د ژبپوهنې د ترمونو او بنسټونو توضیح د دې لیکنې اصلي موخه نه جوړوي، یوازې د ژبپوهنې په اساسي مفهمونو تمرکز کیږي او هدف دا دی چې په سیسټماتیک ډول او پوړ په پوړ د ادبپوهنې یوه نوي، سره تړلی او نومیرلي مفهوم  ته ورسیږو. په دې ډول به له یوې خوا د ادبپوهنې او ژبپوهنې په منځ کې تړاو هم تر یوې اندازې روښانه شي اوله بلې خوا زه فکر کوم، د نویو ژبپوهنیزو ترمونو له توضیح سره داسې بنسټ ایجادیږي چې ادبیات له مرموزو، ایډیالوژیکي او اروا پوهنیزو تعبیرونو څخه وژغورو او د هغه په مادي اړخ یعنې ژبنیز جوړښت باندې زور واچووو. د دې څېړندود له مخې ادبیات یو ژبنی ځانګړی جوړښت دی چې ځانته خپل قواعد لري.

د ټولنیز موجود په حیث، انسان له نورو سره د د پوهېدو او پوهاوي په مقصد د افکارو  تبادلې، مکالمې او مراودې ته محتاج دی. ژبه هغه وسیله ده چې د انسان په ژوند کې د افکارو او پیغامونو د تبادلې دغه اړتیا پوره کوي. مګر ژبه څنګه دغه چار تر سروي او له کومو وسیلو او طریقو څخه د پوهېدو او پوهاوي لپاره کار اخلي؟ دغه پوښتنې به د نوې ژبپوهنې په رڼا کې راوسپړو.

ټول مادي اجناس چې د ټولنیز تولید محصول وي زموږ  په ژوند کې بېلا بېلې دندې اچرا کوي. موږ له هغو څخه د خپلې بقا لپاره یا په سیده ډول د ابزارو په څېراستفاده کوو لکه له قلم څخه د لیکلو، له ګیلاس څخه د څښاک، له جامو څخه د اغوستلو یا پټولو لپاره کار اخلو او نور یا په چاپېریال کې داسې اجناس او وسیلې هم تجربه کوو چې موږ له یوې حادثې، کیفیت یا حالت څخه خبروي، موږ ته معلومات را لېږدوي. دغه ډول اجناس په ناسیده ډول په نړۍ کې زموږ بقا یقیني کوي. په عموم ډول شیان چې په ټولنیزه مراوده کې نقش لري، یعنې د کلتور یوه برخه وي، هغو ته نښه یا سیمبول ویل کیږي. د پوهنې هغه څانګه چې د نښو یا سیمبولونو له سیسټم او د نښو د پېچلو شکلونو له مطالعې سره مصروفه ده سیمیوټیک (semiotik) ‌بلله کیږي. سیمیوټیک د ادبي علومو د پوهانو له خوا داسې تعریف شوې:

“سیمیوټیک هغه پوهنه ده چې د افکارو په تبادله کې د ښکېلو افرادو له خوا د معنا د لېږد عمومي پروسه تر څېړنې لاندې نیسي.( , 1994 Schulte- Sasse , R. Werner)  ”

فردینانه دوسوسور 1857-1913) ( د نوې ژبپوهنې بنسټ ایښودونکي، ژبپوهنه د سیمیوټیک دیوې برخې په څېر ګڼلې او ژبنۍ کلمې هم نښې بولي چې یو ځانګړی جوړښت لري او د ژبې د قوانینو په دننه کې معنا لیږدوي. په دې لړ کې د نښو درې ګوني عمومي ډولونه پېژندل شوي: د اشارې نښې (              )، تصویري نښې (*) او ژبني نښې. هره نښه خپل اصول لري چې له مخې یې د شکل او د هغه شاته د مفهوم په منځ کې اړیکه تعبیریږي او په دې ډول نښې معناوې لېږدوي. د اشارې یا تصویري نښې زموږ توجه هغو شیانو ته را اړوي چې راته نژدې وي یا په یوه مشخصه موقع کې ورسره مخامخ کیږو. د دې ډول نښو معنا محدوده وي. “اوس” او “دلته” شیانو یا کیفیتونو ته اشاره کوي. په لیږ توپیرسره ،تصویري نښې دا وړتیا لري چې د تصویر او د هغه جنس یا حالت، چې ورته منسوب شوې وي، تر منځ د ورته والی تصور وکړای شو. ژبنۍ نښې (توري)  په دې ډول معنا لېږدوي چې د یوې ژبې د ویونکو تر منځ تړون شوې وي چې د یوې نښې شاته کومه معنا پرته ده. د یوې ژبې ویونکی د ټولنیز، تاریخي او فرهنګي ګډ ژوند په اوږدو کې دې توافق ته رسیدلي وي چې یو ژبنی سیمبول څه معنا لري. ځکه نو دې نښې ته تړوني نښه هم وایي. په ټوله کې د نښو د لومړیو دواړو ډلونو د انتزاع او تجرید کچه محدوده وي. دغه نښې نه شي کولای د یوې ژبې د ویونکو په منځ کې د احساساتو او افکارو د تبادلې ټولې اړتیاوې پوره کړي. . ژبه له درېیو واړو طریقو څخه د پوهېدو او پوهاوي لپآره کار اخلي.

ژبنۍ نښې د څه شي استازي دي؟

که یو چاته ووایو چې “ زه یوه مڼه وینم. ” د دې مفهوم د رسولو لپاره په بنسټیز ډول موږ له درېیو طریقو کار اخلو. یا به یوې مڼې ته چې زموږ په مخکې پرته وي، اشاره کوو، چې د اشارې نښه ده، یا به د کاغذ پر مخ د مڼې شکل وباسو، چې تصویري نښه ده یا به د مڼې کلمه له خولې راوباسو ( په لیکنۍ بڼه د تورو په ذریعه) چې سیمبولیکه نښه ده. په درې ګونو نښو کې وروستۍ نښه یعنې ژبنۍ نښه د ژبي بنیاد او تر ټولو لویه برخه جوړوي. څرنګه چې انسانان د خپل نژدې چاپېریال ، عادي شیانو او حالتونو له دایرې څخه بهر غواړي په خپلو منځونو کې د داسې پېښو او اجناسو په اړه یو بل ته پیغامونه او خبر ولېږدوي چې پخوا تیر شوي وي یا ښایي په راتلونکې کې ورپیښي شي، په داسې حالاتو کې دوه ګونې لومړۍ نښې د انسان دغه پراخې معلوماتي اړتیاوې نه شي پوره کولای. انسان داسې سیمبولونو ته محتاج دی چې په پیغامونو کې د هغه فانتزي، ارمانونه ، وېرې او احساسات نورو ته ولېږدوي. د دې اړتیا پر بنسټ د پوهېدو او پوهاوي لپآره سیمبولونه ایجاد شوي چې د لېږد د وسیلې په څېر کار ورکړي. د سیمبولونو تر ټولو پېچلی او هر اړخیز سیسټم چې ټولې نښې د معنا د لېږد را لېږد لپاره پکې کارول کیږي، ژبه ده. په نوي ژبپوهنه کې کلمې یا وییی هم سیمبولونه دي چې ژبنۍ نښې یې بولو.

ژبنۍ نښې څنګه جوړښت لري او څنګه معنا لېږدوي؟

ژبپوهنه چې د ژبنیو نښو عمومي قوانین تر څېړنې لاندې نیسي ، د ژبنیو نښو د څېړنې دنده لري. ژبنۍ نښې دوې خواوې لري. هره نښه یو فیزیکي جوړښت لري چې د غږیزو غړو په ذریعه د اواز په بڼه تولیدیږي او موږ یې اورو یا یې د تورو په شکل کې وینو او لولو. د ژبنۍ نښې بله خوا هغې ته منسوب شوې معنا ده. د ژبنۍ نښې ( دال، ښووند) او هغې ته د منسوب شوې معنا ( مدلول، ښوولی) تر منځ  اړیکې په بشپړ ډول بې قاعدې او خپلسرې دي. په دې معنا چې د دال او مدلول په منځ کې هیڅ ډول طبیعي یا منطقي تړاو نه وي موجود. که څوک وغواړي پوه شي چې موږ په پښتو کې زمري ته ولي د “ زمري” کلمه غوره کړې او یو بل څه نه ورته وایو، د دې پوښتنې ځواب نشته. د ژبپوهنې له مخې د ژبنۍ نښې معنا د ټولنې د عرف او تاریخي فرهنګي ګډ ژوند په بهیر کې د ویونکو له خوا ټاکل کیږي او د یوې ژبې ویونکی د هغې په تعیینولو کې یوې هوکړې ته رسیږي، چې یو ټولنیز تړون دی. د ژبپوهنې هغه څانګه چې د ژبنیو نښو معنا څېړې سیمانتیک(semantik) یا معنا پوهنه ده.

هیڅ ژبنۍ نښه له غږ څخه پرته په خپلواک ډول نه تصور کیږي. هره ژبه د غږونو ځانګړی سیسټم لري چې  د بلې ژبې له هغې څخه توپېر لري. هر ژبنۍ اواز یو غږیز واحد ( فونیم) دی چې د یوې ژبې په بېلا بېلو لهجو کې په بېلا بېلو  ډولونو سره تلفظ کیږي. د دغو غږونو څېړنه د غږ پوهنېPhonologie)) دنده ده. غږ پوهنه د ژبپوهنې هغه څانګه ده چې د یوې ژبې ځانګړي او ارزښتناک غږونه تر څېړنې لاندې راولي لکه څنګه چې د ویونکو له خوا ډلبندي شوې وي. دغه کتګورۍ د هرې ژبې غږیز واحدونه یا فونیمونه دي. ژبنیز غږونه له دوو جهتونو څخه تر څېړنې لاندې نیول کیږي. له یوې خوا غږونه یو عمومي فیزیکي جوړښت لري او د تولید په وخت کې بېلا بېلې ځانګړتیاوې ښیي له بلې خوا ژبنیز غږونه یو بنسټ جوړوي چې له مخې یې ویي یا کلمې د معنا په لحاظ له یوې بلې څخه بېلوي. د غږونو د فیزیکي جوړښت څېړنه د فونیتیک (Phonetik)) د پوهنې دنده ده او هغه غږونه چې په یوه ژبه کې د نښو معنا له یوې بلې بېلوي او د یوې ژبې غږیږ سیسټم د فونولوژي (Phonologie) په پوهنه کې څېړل کیږي( J.Link,1997)                      

یو ماشوم تر ۵-۶ کلنۍ پورې د خپلې ژبې ټول غږونه په خپل چاپېریال کې د تقلید په ذریعه کسب کولای شي. ژبني غږونه په بېلا بېلو ډولونو تلفظ کیږي. د ژبې یوه ځانګړتیا  دا ده چې مختلف غږونه په ډلبندیو وېشي. دا د ژبې هغه خصلت دی چې موږ د نښو او معناو په منځ کې د اړیکې د موندلو په برخه کې پرې بحث وکړ. د غږونو مختلف شکلونه د یوې کتګوري د عناصرو په ډول چې عمومیت لري پېژندل شوي. دغه کتګوري فونیمونه دي. پښتو ژبه ۳۶ فونیمونه او ۳۰  توري لري. موږ د هر فونیم لپاره یو ځانګړی توری نلرو، نوځکه د ژبنیو غږونو په څېړنه کې یوه ربړه دا وي چې د یوې ژبې د غږ د ډول او د لیکنۍ بڼې په منځ کې توپیرونه راڅرګندیږي. پښتو ژبه هم له دې ستونزې څخه مبرا نه ده. د مثال په ډول، په پښتو ژبه کې موږ د لنډ واو او اوږد واو چې دوه فونیمونه دي یو توری (و) په کارو، لکه د زانګو او ټټو په کلمو کې. دغه ربړه په ډيرو ژبو کې عا مه ده. د دې ربړې د هوارولو لپآره او سمهال له نړیوال فونیټکي ابیڅې (IPA) څخه کار اخیستل کیږي. دغه سیسټم په دقیق ډول ژبني غږونه د تورو په ذریعه څرګندولای شي. د زیات تفصیل لپاره وګورئ : (پوهاند زیار ۲۰۱۶)

د یوې ژبې غږونه په دې بنسټ څېړل کیږي چې غږیز غړي د هغو په تولید کې  څه نقش لري، او غږیز غړي د اوازونو د تولید په موقع کې کوم حالت اختیاروي. په پښتو کې په عموم ډول درې ډوله ژبنیز غږونه بیواک، اواز لرونکی یا خپلواک غږونه او غبرګغږونه لرو. د خپلواک غږونو شمېر اوو ته رسیږي.

د فونیمونو په بحث کې د دې خبرې یادول ضروري ده چې هر یو  توک یې یعنې فونیم له بل هغه څخه توپېر لري. د فونیمونو له یو ځای کېدو څخه یو مورفیم جوړیږي. مورفیم تر ټولو کوچنی مانیز واحد دی. که په دوو مورفیمونو (کلمو) کې یوازې یو فونیم له یو بل سره توپېر ولري، دغې جوړې ته په ژبپوهنه کې تر ټولو کوشنۍ جوړه (minimalpaar) وایي. د مثال په ډول د “ کور” او”  پور” په کلمو کې یوازې یو فونیم چې د دواړو هغو په پیل کې راغلی له یوه بل سره توپیر لري او نور چاپېریال یې سره یو شانته دي. دغه غږیز واحدونه / ک/ او /پ/ د دې سبب شوي چې کلمې د معنا په لحاظ سره بېلې کړي. د دې یادونه ځکه ضروري وه چې وښیي ژبه په بنیادي ډول د تقابل پر اصل ولاړ ده. دلته دغه اصل د ژبې تر ټولو کوچنی جوړونکی واحد یعنې د فونیم په کچه لیدل کیږي. د تقابل اصل په نورو کچو هم د تشخیص وړ دی چې وروسته به اشاره ورته وشي.

 فونیمونه په یوازینی ډول کلمې نه جوړوي او له دې امله داسې ژبني توکي نه دي چې معنا ورته منسوبه شي. د فونیمونو ترکیب معنا لرونکي وییې یا مورفیمونه جوړوي چې هر یویې یوه معنا یا څومانیر اړخونه لري. د ژبنیو نښو په منځ کې د اړیکو څېړل د معنا د پوهنې (Semantik) دنده ده. د معنا پوهنې له مخې څومره چې د ژبنیو نښو او هغو ته د منسوب شویو مفهومونو تر منّځ اړیکې مهمې دي هغومره د بېلو کلمو تر منځ اړیکې ارزښتناکې دي. هره ژبنۍ نښه خپل ارزښت د معنا د ایجاد په سیسټم کې دننه د هغې اړیکې له لارې تر لاسه کوي چې له نورو کلمو سره په تقابل کې دریږي. په دې حساب معنا  یوه ارتباطي کلمه ده او د دوو عناصرو د موجودیت او د دوی له تړاو څخه راوتلې ده. معنا په یوازیتوب کې نه، بلکې له نورو عناصرو او په معمول ډول له ژبې څخه بهر د نورو اجزاوو په راګډولو او تصور کولو سره تولید او لېږدول کیږي. که موږ د “ هلک ” کلمه واورو د هغې په معنا ځکه پوهیږو چې په مقابل کې یې د “نجلۍ” کلمه پېژنو. د دې دوو کلمو په منځ کې اړیکې اوس دوه اړخیزې دي. یوه اړیکه یې دا ده چې جنسیتي تضاد په ګوته کوي. نارینه او ښځېنه دوه متضاد جنسونه دي. بله اړیکه یې ددې دوو کلمو په منځ کې ګډ اړخ ته اشاره کوي. دوی دواړه انسانان دي او انسانیت د دوی په منځ کې یو مشترک اړخ دی. په دودیزه ژبپوهنه کې معنا د فونیمونو په پېژندلو او په جمله کې د نحوي ترکیب په سمه کارونه کې وینو. د معنا پوهنې، چې د رغښتوالی فکري جنبش څخه سرچینه اخلي، له مخې د ژبنیو توکو له تعاملاتو او اړیکو څخه بهر د نورو شرایطو پېژندلو ته اړ یو. د دې څېړندود پر بنسټ په دال او مدلول پورې ټولې تړلې خواوې په ذهن کې تداعي کیږي او په دې ډول د پوهېدو او پوهاوی عملیه شونې ګرځوي. په دې برسېره نوې ژبپوهنیز څېړندود موږ ته دا ښیي چې په ژبه کې هره کلمه له نورو ډېرو کلمو سره یا د تقابل پر بنسټ کارول کیږي یا د معنا له مخې له هغوسره یو ګډ اړخ لري. ژبنی سیسټم په دې دوه ګوني خصلت تکیه کوي. د تقابل او مشابهت د دې دوه بعدیز سیسټم په دننه کې متنونه خپلې معناوی ایجادوي او لېږدوي.   

ویل کیږي چې په ژبه کې په عموم ډول دوه ګونې اړیکې کار کوي. دلته د معنا د لېږد لپاره له دوو سیسټمونو څخه کار اخیستل کیږي. په هر سیسټم کې د ژبنیو توکو په منځ کې ځانګړې اړیکې کار کوي. په ژبپوهنه کې دغو سیسټمونو ته د ژبې دوه بعدونه هم ویل شوي. یو بعد یې په یوه افقي لیکه کې ژبني توکي د نحوي قواعدو پر بنسټ د یو بل تر څنګ ږدي چې د ژبې  افقي محور جوړوي. په دې لیکه کې یوه جمله د غږونو، سیلابونو ( څپو)، کلمو او فقرو یوه پېچلې ټولګه ده چې هره کلمه ښایي یوه یا څو سیلابیزه وي. د نحوې ترکیب لپآره خپل قواعد شته چې بېلا بېل توکي سره یو ځای کوي. د ژبې دغه بعد په ژبپوهنه کې د سینټاګم په نوم یادیږي او یو ادبی قاموس یې را پېژني: سینټاګم “ یوه ژبپوهنیزه اصطلاح ده چې په یوه معینه لیکه کې د ژبنیوواحدونو یو ترکیب ښیي. یوه غونډله یا جمله د کلمو یو سینټاګم جوړوي.” 2018)، ( oxford literary term

د ژبې له بل بعد څخه چې یوه عمودي لیکه جوړوي، موږ د افقي بعد لپاره کلمې غوره کوو. له دې محور څخه کلمې د تقابل د اصل پر بنسټ انتخابیږي او په افقي لیکه کې د بلې هغې ځای ناستې کېدای شي بې له دې چې د دغه بعد نحوي ترکیب یا قواعدو ته زیان ورسوي. هره کلمه چې د بلې ځای نیسي په جمله کې هماغه ګرامري چار اجرا کوي. په لاندنیو جملو کې د ژبې د دوو بعدونو کارونه ښکاري.  په دې جمله کې “ زمرک کتاب لولي.” د زمرک پر ځای د “ښوونکي،” ، د “ناول”- پر ځای د “ لیک” دغه راز د “ لولي” پر ځای “ اخلي،”، “ وینی ” یا “پلوري” کلمې راتلی شي بې له دې چې د جملې په نحوي ترکیب کې بدلون راشي. پورته یادې شوې کلمې چې له عمودي محور څخه غوره شوې په دې لیکه کې د یو بل ځای ناستي کېدای شي. په لاندنیو دوو جملو کې د افقي بعد ځانګړنې ته پآم وکړۍ:

“ چې زه دي ګورم ته ویده یې.”

“ ته چې ویده یې زه دي ګورم. ”

په دواړو جملو کې ټولې کلمې سره شریکې دي خو د معنا له مخې توپیر لري. د دې سبب دا دی چې دلته ژبني توکې په جمله کې وروسته وړاندې ، یعنې د لومړۍ هغې په پرتله په بېلو موقفونو کې کارول شوي دي. د ژبې هره وینا د دغو دوو سیسټمونو پر بنسټ ایجادیږي.

په دې ډول موږ ولیدل چې په ژبني سیسټم کې هره کلمه له نورو سره یا په تقابل کې ولاړه وی یا له نورو کلمو سره یو ګډ اړخ لګوي. د تقابل یا مخاوي د دې سیسټم په دننه کې متنونه معناوې ایجادوي او لیږدوي. له دې امله په متن د پوهېدو لپاره ( ادبي یا بل هر متن) اړینه ده چې په هغه کې شته تقابلونو او مشترکاتو ته پام وکړو.

کلمې څنګه پراختیا پیدا کوي؟

په پښتو ژبه کې د کلمو د جوړونې عملیه له محدود شمېر مورفیمونو څخه په عمده ډول د اشتقاقونو او ترکیبونو په ذریعه جوړیږي. د اسمي یا فعلي سټې سره د تاړو په نښلولو او دغه راز د نومونو، ستاینومونو د ګردانې حالتونو په ښکارولو سره نورې کلمې جوړیږي. په پښتو ژبه کې لکه د نورو ژبو په شان د دغه پټتوان تر څنګ د لغوي زېرمې د بډای کولو په مقصد له نورو طریقو لکه نیولو جیزم، زړې لغوی پانګې یا ارکاییزم او د مختلفو لهجو یا ګړدودونو څخه هم  کار اخیستل کیږي. ( زیار، ۲۰۱۷). د ویي جوړونې عملیه په اصل کې د نحوې په بحث کې زیات تفصیل ته ضرورت لري، دلې د دې ژبنۍ پروسې لنډه یادونه د دې لپآره ارزښتناکه ده چې پوه شو د مکالمې په پروسه کې څه نقش درلودلای شي.

تر دې ځایه موږ پّه لنډ ډول په دې خبرې وکړي چې د ژبنیو نښو او معنا تر منځ اړیکې څنګه جوړیږي او کلمې یا نښې څنګه معنا لېږدوي. خو څنګه چې ژبه په ماهیت کې شفاهي ده او لا مخکی له دې چې موږ د لیک لپاره توري ایجاد کړو، ژبه د انسانانو تر منځ د پوهېدو او پوهاوي وسیله وه، نو ځکه دا پوښتنه مناسبه بریښي چې انساني فکر او مفهومونه څنګه ژبې ته راننوزي چې  بیا د بپانولو لپاره د ژبې په ذریعه وړ وګرځی.

موږ مخکې وویل چې د ژبې لویه برخه سیمبولونه دي چې دهغې لغوي زېرمه جوړوي. خو څرنګه چې “ ژبه د هغې د ویونکو له فکر او ذهن سره تعلق لري، نو د ژبې په ماهیت د پوهېدو لپاره ناچاریو د ژبې د ویونکو د مفاهیمو او خیالي دنیا ته نظر واچوو چې دغه سیمبولونه یې څرګندویي کوي.” (R. Peorings/ U.Schmitz, 1999 ).

انسان د خپلو تجربو او مشاهدې له لارې له نورو سره د ګډ ژوند او تعامل په ترڅ کې تصورات او مفاهیم جوړوي. مفهوم کېدای شي یوه فکري واحد ته اشاره وي، د مثال په ډول موږ د “ ونې”  په اړه څه تصور لرو یا کېدای شي د څو ذهني واحدونو یوه ټولګه ترسیم کړي. دغه مفهومونه په کتګوریو ویشل کیږي څو په پوهېدلو او پوهولو کې یې اسانتیا را منځ ته شي او په ذهني کتګوریو بدلې شي. د دغو مفهومونو یوه لویه ټولګه د ژبنیو کتګوریو لپاره یو بنسټ برابروي.  ذهني کتګورۍ چې په ژبنیو کلمو کې ځای ونیسي په دې ذریعه د څرګندېدا وړتیا پیدا کوي او په ژبنیو مقولو بدلي شي. فکر یا مفهوم په ژبه کې قالبونه جوړوي. د بېلګې په ډول که موږ د “ مېوه” کلمه واورو، ذهن ته مو د میوې بېلا بېل ډولونه راځي، خو په عین وخت کې نور اجناس لکه سبزیجات یا د څښاک ډولونه له دغې ډلې څخه وباسو.  ددې ذهني عملیې په مټ په حقیقت کې موږ د واقعي بهرنۍ نړۍ بېلا بېل جنسونه ، حالات او کیفیتونه د ذهني منسجم کوونکی قوې په مټ ډلبندي کوو څو پېژندل یې راته اسان شي. دغه ډول ډلبندي شوي اجناس ذهني کتګورۍ جوړوي. د دغو کتګوریو په مرسته موږ بېلا بېل اجناس د مشابهت د اصل پر بنسټ په یوه مجموعه کې راغونډوو. دلته دې حقیقت یادونه ضروري ده چې له بهرنۍ واقعي نړۍ څخه زموږ برداشت یو شانته نه وي. یو شی شاید موږ په یو ډول درک کړو او په یوه بل کلتور کې د هغه شي په اړه یو بېل تصور موجود وي. ژبنۍ نښې چې د ذهني کتګوریو منعکس کوونکی دي هم په همدې ډول د تصوراتو او فکرونو دغه بېلوالی په ژبه کې څرګندوي. باید هېره نکړو چې ذهني کتګورۍ او نومونې د یوه کلتور په تاریخې- فرهنګي بستر کې له نورو سره یو ځای رامنځ ته کیږي او په پایله کې له واقعي نړۍ څخه یو خپل منځي ادراک (intersubjektiv) شکل اختیاروي. ژبنۍ  مقولې په ټوله کې هغه ‌ذهني کتګورۍ منعکسوي چې موږ یې په واقعی دنیا کې له مشترکو تجربو څخه خپلې کړې وي

ذهني مقولې نه یوازې په ژبنیو سیمبولونو کې اظهاریږي، بلکې په ګرامري ډلبندیو کې هم څرګندیږي. دغه ډول کتګورۍ د ژبنیو توکو لپاره یوه اډانه جوړوي. د مثال په ډول، ګرامري مورفیمونه چې له فعلي یا اسمي سټې سره نښلي، په حقیقت کې ذهني کتګورۍ جوړوي. د دغو کتګوریو په مټ د ویونکي او د هغه شی تر منځ چې ویونکی پرې غږیږي، اړیکې څرکندیږي. د ګرامري کتګوریو په مرسته ویونکی اجناس او حالتونه له خپله نظره د خپلې خیالي دنیا له اجناسو او حالتونو سره په اړیکه کې ویني او ورسره د اورېدونکو اند او پوهه رانغاړي. دغه ژبنۍ کتګورۍ د ذهني کتګوریو انعکاس دی چې د شیانو او حالتونو په یوې لویې ډلې اطلاق کوي او د یوې ژبې ویونکي یې د غړو په څېر د خپل منځي تجربو په ترڅ کې په مشترک ډول مني او خپلوي یې. د ذهني مفهومونو دغه ډول ډلبندي له موږ سره مرسته کوي چې واقعي نړۍ په ټوله پېچلتیا سره وپېژنو.

Comments
Loading...