آدم خان او درخانۍ

عبدالباري جهاني

0 51

آدم خان او درخانۍ، د پښتنو په اولسي کلتور کي، داسی فوکلوري کیسه ده چی تر بل هر نکل زیات ډولونه لري او له کندهار څخه تر سوات  او لغمان پوري د پښتنو په ټولو سیمو کی مشهوره ده او په هره سیمه کی جلا رنگ لری. که څوک چاته په کمه سترگه وگوري نو سمدستي ورته ویل کیږی چی آدم خان دي په نظر گوروان درغلی دی. او که څوک د چا د خبرو په ترڅ کی یو بېځایه سوال وکړي نو په ټوکو ورته ویل کیږی چی آدم خان نر وو که ښځه. متلونو ته د آدم خان د نامه د لوېدلو معنی دا ده چی د هغه له کیسې سره باید  د هری سیمی د خلکو غوږونه اشنا وي او افسانې یې په هره سیمه کی جلا جلا ژوند کړی وي. که نور هیڅ نه وي نو هر څوک په دې پوهیږي چي د آدم خان او دُرخانی د میني داستان ډېر اوږد نکل دی.

که د پښتنو د قبیلوی او اجتماعي اړېکو او د قبیلوی دښمنیو او نرخونو په باب کوم نکل ته مراجعه کېږی نو تر ټولو بهتر نکل به د آدم خان او درخانۍ کیسه وي. د مریانو د رانیولو او ساتلو، د یارانو د لښکرو درلودلو، د قبیلوي دښمنیو او لښکرو د جوړولو ،  د پت او عزت د خوندي کولو او بالاخره د یوې سوځنده مینی یو اوږد او خوږ نکل دی چی ځای پر ځای یې دردونکو نارو او نظمونو، چي زیاتره له یوې سیمي تر بلي پوري توپیر لري، مزه نوره هم زیاته کړې ده .

دا نکل د یوسفزیو قوم ته منسوب دی او د نکل له متن څخه ښکاري چی دا پېښي د مغول شهنشهاه جلال الدین اکبر په زمانه کی منځته راغلي دي. البته د دې معنی دا نه ده چی دا نکل به حتما په هغه زمانه کی منځته راغلی او انکشاف به یې کړی وي، بلکه ښایی تر هغه ډېر دمخه او یا وروسته کیسه وي او یا ښایی اصلا دا نکل په دغه شکل بېخی پېښ سوی نه وي او وروسته یې خوله پر خوله او سینه پر سینه انکشاف کړی وي او ځکه یې نو په بېلو بېلو سیمو کی ځانته بېل رنگونه اخیستي دي.

څرنګه چي جلال الدین اکبر ۱۵۵۶-۱۶۰۵ډير لوي پاچا تېر سوی دی او د قدرت زمانه یې هم ډېره اوږده  او د واکمنی قلمرو یې هم ډېر پراخ وو او له بلي خوا یې د پښتنو، په تېره بیا د یوسفزیو سره ډېر زیات جنګونه کړي دي؛ نو طبیعي خبره ده چي نوم یې باید ډېرو زیاتو فوکلوري کیسو ته لوېدلی وي. د دلي او شهو د میني داستان:

که زوره د اکبر پاچا له زوره

دلی وژني په پیلانو

لویه خدایه دا پیلان مي د مولا په تبه مړه کې

د قطب خان او نازو نکل، چي یوه برخه یې د آدم خان له نکل سره تړلې ده او ځیني نوري فوکلوري کیسې دغي زمانې ته منسوبي دي.

په عربي فوکلور کي، اکبر ته ورته سړی، هارون الرشید دی چي د  عباسي سلسلې تر ټولو مشهور پاچا وو او دغه علت دی چي د الف لیله ولیله دونه زیاتو نکلونو ته یې نوم لوېدلی دی چي ډېر خلک فکر کوي چي دا افسانې به، په ریشتیا هم، د هغه په زمانه کي منځته راغلي وي.

 ما اورېدلي دي چی یوازي د پکتیا په سیمه کی د آدم خان او درخانی د  نکل څه باندی شل ډولونه موجود دي، او په خپله په لره پښتونخوا کي، چي د دې افسانې د منځته راتللو اصلي صحنه او سیمه ده،  دوه نکلچیان دغه کسیه په یوه ډول نه کوي.

           د آدم خان اودرخانۍ نکل د ملی هیندار په حواله داسی دی چی وایی په یوسفزیو کی دوه خانا ن ول. یو حسن خان نومیدی چی د آدم خان پلار وو او بل د درخانۍ پلار وو چی تاوز خان، یا طاووس خان،  نومېدی. تاوزخان خپله لور دُرخانۍ د حسن خان زوی آدم خان ته په کوچنیوالي کی ورکړې وه. آدم خان او دُرخانی، پرته له دې چی په یوه بل دي خبر وي په مسجد کی سره ویني او پر یوه بل باندی زړونه بایلي. لږوخت وروسته د آدم خان پلار خپل زوی ته ، د هغه سره د سلا او مشورې کولو پرته د بایزید خان ښایسته لور توتیا ور غواړي او کله چی د توتیا پلار  خبرېږی چی هغه ته یې په کوچنیوالي کی درخانۍ ور غوښتې ده د خپلی لور پر ورکولو پښېمانه کېږی او آدم خان د خپل پښتني پت د ساتلو په خاطر توتیا په شپه کی تښتوی. د توتیا پلار د خپل عزت څخه د دفاع لپاره پرآدم خان باندی لښکر کوي او په جنگ کی ډېر کسان وژل کېږی. دغه ډول د درخانۍ پلار هم نه غواړی چی خپله لور داسي چاته واده کړي چي هغه یوه بله ځوانه ښایسته مېرمن لري. او په عوض کی پر خپله کړې وعده پښېمانه کېږی  او خپله لور پایاو خان یا پایوخان ته ورکوی. په د ې توگه د مینانو د یو ځای کېدلو او وصال په مخ کی ډېر لوی خنډ منځته راځی. آدم خان ته خپله ناکراره مینه قرار نه ورکوي او څو ځله د شپې په تیاره کی په پټه د درخانۍ کورته ورځي او شپې ورسره تېروی. پایاو خان د درخانۍ او آدم خان د پټو لیدنو کتنو څخه خبرېږی او ژر تر ژره د هغې د واده کولو ترتیبات نیسی. آدم خان غواړی درخانۍ په زور بوزي نو له خپل ماما میرمامي څخه مرسته غواړی. درخانۍ د میرمامي کورته بیایی  خو پایاو خان میرمامي ته رشوت ورکوي او میرمامي بیرته درخانۍ په لاس ورکوی. د آدم خان او پایو خان ترمنځه په جگړه کی آدم خان ټپی کېږی، مړ کېږی او درخانۍ هم د آدم خان له غمه مری.

 د ملی هینداري په روایت ، چی مرحوم عبدالحی حبیبی هم په خپل کتاب پښتانه شعرا کی د آدم خان په بحث کی له هغه څخه استفاده کړې ده، آدم خان په مسجد کی پر درخانۍ باندی مین سو . حیات افغاني وایی چی آدم خان د باتور آهنگر دوکان ته ورغلی وو،  د خپل آس نعل یې جوړاوه. په دغه وخت کی درخانۍ د ورېشلو د څرخ د میلې جوړولو لپاره دباندی راوتلې وه . د درخانۍ او آدم خان سترگی سره ولگېدلې او دواړه سره مینان سول. محمد حیات خان ص ۲۳۲

د پاکستان د فوکلوری کیسو په یوه مجموعه کی راغلي دي چی آدم خان د آهنگر د دوکان سره نیژدې رباب واهه ، درخانۍ، چي په دغه وخت کي دباندي راوتلې وه، د رباب  ږغ واورېدی ، غوږ یې ورته ونیوی او چی د رباب ږغونکی آدم خان یې ولیدی نو پر هغه باند ی مینه سوه او چی آدم خان ورته وکتل نو هغه هم پر مین سو. زینب ص ١١٧

اروپایی منابعو هم دغه برخه تقریبا  په دغه شکل اخیستې ده او یو روایت وایی چی آدم خان او درخانۍ د یوې چینې پر غاړه سره ولیدل چی درخانۍ له هغې څخه اوبه وړلې. د هغوی تر منځ یوه لویه ډبره وه . هغه دوه ځایه سوه او دوی د یوه بل مخونه ولیدل او سره عاشقان سول.

 د پښتو فوکلوري کیسو په یوه بله مجموعه کی  لا گورو چی درخانۍ د خپلی ډېري نیژدې خورلڼي بسکۍ  واده ته تللې ده. هلته آدم خان رباب وهی. درخانۍ چی د رباب ږغ اوري نو بې تابه کېږی او  د هغي خوني په دروازه کی درېږی چی نارینه پکښی ناست دي او رباب ږغول کېږی. درخانۍ بالاخره مخ لوڅوی او د آدم خان رباب ته نڅا پیل کوی دلته د دواړو ترمنځ د اورنۍ مینی داستان پیل کېږی.  خاوري ص ۴۱

          د آدم خان او درخانۍ نکل د مینی د پیل کېدلو څخه نیولې بیا د نکل تر پایه پوری د یو لړ ناممکناتو مجموعه ده ، چی د پښتنو ، په تېره بیا د یوسفزیو د ټولنیزو اصولو او دودونو سره ، چی دا نکل هغی قبیلې  ته منسوب دی، په هیڅ توگه سر نه خوری. خو په زړه پوری خبره دا ده چی د مرحوم عبدالحی حبیبی، پروفیسر نواز طایر او مرحوم عبدالروف بینوا په څېر لویو لیکوالانو او څېړونکو دغی کیسې ته د ریښتوني تاریخی  داستان په سترگه کتلي او په دغه رڼا کی یې څېړني ورباندي کړي دي. او دغه نکل ته منسوبي نارې یې د پښتنو ښځینه او نارینه شاعرانو د کلام د نمونو په توګه راوړي دي. وګوری پښتنې مېرمني د مرحوم بینوا اثر او پښتانه شعرا د مرحوم  حبیبي اثر.

     پروفیسر محمد نوازطایر خو د آ دم خان او درخانۍ د نکل په باره کی یو غونډ کتاب لیکلی دی. د پښتنو دغه نکل یې د شکسپیر د رومیو او ژولیت د داستان سره مقایسه کړی دی. په داسی حال کی چی نه شکسپیر او نه کوم بل لیکوال کوم وخت ویلي دي چی د رومیو او ژولیت کیسه د ریښتیا نیو پېښو څخه جوړه ده. خو پروفیسر نواز طایر پر خپله خبره ټینګ ولاړ دی. د آدم او درخانی کیسه ریښتونې پېښه بولي او په هغه نکل کي راغلو پیښو ته اخلاقي او شرعي دلایل تراشي او د آدم خان او دُرخانۍ تر منځ له میني او اخلاقي او اولسي اصولو له رعایت کولو څخه دفاع کوي.

نوازطایر دا مني چي دُرخانۍ د پایاو خان په نامه شوې وه چي له ادم خان سره یې دیدن وشو او یو بل سره مین شول. خو وروسته وايي چي له پایاو خان سره د هغې نکاح نه وه شوې او د هغې د ارادې په خلاف هغه ته تش کوزده شوې وه. او که یې نکاح شوې وای نو نه به د هغې مور د بسکۍ واده ته د تللو اجازه ورکړې وای او نه به دُرخانۍ، په داسي حال کي چي له پایاو خان سره یې نکاح شوې وه، له آدم خان سره مینه پیل کړې وای.  طایر ص ۱۲

ښاغلی طایر وايي په دې حساب نو پر آدم خان باندي دا الزام لګول بالکل نامناسبه او بېځایه دی چي وايي هغه یوه نکاح کړې ښځه تښتولې ده. هغه کتاب هغه مخ

البته نواز طایر موږ ته دا نه وايي چي له پښتنو نجونو سره، چي زیاتره به یې په کوچنیوالي او د مور د شیدو رودلو په عمر کي د مېړونو په نامه کولې، کله سلا مصلحت سوی وو، چي موږ دا کار د دُرخانی په حق کي ظلم او د هغې د ارادې خلاف عمل وبولو. ګواکي له یوې پښتنې پېغلي سره، چي آدم خان ته هم په نکاح سوې نه وه، پر پالنګ باندي څو شپې تېرول  او بالاخره د هغې تښتول نو روا کار دی؟

پروفیسر نواز  طایر وایی د کوزي بازدرې ښاغلي میا غلام صاحب، چي اوس یې عمر شپږاتیا کلونو ته رسیږي،  ماته وویل چی ما د خپل نیکه نه اورېدلي دي چی آدم خان د جنگو د علاقې اوسېدونکی وو. د بنیر بابا زیارت ته روان وو، په لاره کی  یې د رباب غوږی مات شو ، د بري باز درې د یوه ترکاڼ دوکان ته د غوږی د سازولو دپاره ورغی. هلته یې درخانۍ په نظر شوه ، د دواړو په یوه بل سترگي خوږې شوې او د مینی اور یې په سینو کی بل شو.  پروفیسر نوا طایر وروسته لیکي:

ښاغلی عبدالغفور، چی په خپلو پېژندگلو خلکو کی په کاکاجی نوم یاد دی، وایی  چی دوی دواړه د نو ښار نه په تېښته راغلي وو او په بازدره باندی دېره شوي وو او هلته پرې دغه ټول واقعات تېر شوي دي. او د مرگ نه پس یې دواړه بیرته خپلی علاقې ته وړي دي او هلته یې یو ځای سره خاورو ته سپارلي دي. ص ١٥

که د ښاغلي نواز طایر له قوله سره سم، میاغلام صاحب، د کتاب د لیکل کېدلو یعني ۱۹۸۰ کال په شاوخوا کي نوازطایر ته کیسه کړې وي نو په دې حساب به هغه د نونسمي پېړۍ په وروستې لسیزه کي زېږېدلی او نیکه به یې حتما د شلمي پېړۍ په لومړۍ لسیزه کي، چي میاصاحب به د دوولسو یا پنځه لسو کالو په شاوخوا کي عمر درلود، کیسه ورته کړې وي. په دې حساب نو د میاصاحب نیکه هم باید د نونسمي پېړۍ د نیمايي کلونو سړی وي. خو د آدم خان کیسه د اکبرپاچا زمانې ته منسوبه ده، چي شپاړسمه میلادي پېړۍ کیږي. په دې حساب نو د میاصاحب د نیکه او د آدم خان او دُرخانۍ د کیسې د منځته راتللو ترمنځ تقریبا درې سوه کاله فاصله ده. او په دومره زیاته فاصله کي روایت، په هر صورت، له اعتباره لویږي.

پروفیسر نواز طایر ښايي په هغو یوشمېر محدودو لیکوالانو او څېړونکو کي وي چي د آدم خان دُرخانۍ افسانې ته ریښتونی او تاریخي رنګ ورکوي. دی د ښاغلي محمدحیات خان له قوله لیکي: «  د هغو دوو بانډو د کنډوونو او د باتور آهنګر د دوکان آثار موجود دي او د هغي ګټي ذکر هم کوي چي درخانۍ به پرې څرخه کوله. که یو خواته دغه حوالې ریشتیا اوګڼلی شي نو بل طرف ته په بره باز دره کښي  هغه آثار ما په خپله کتلي دي کوم چي د هغه علاقې خلک په ګوته کوي او د آدم خان او دُرخانۍ د معاشقې داستان سره یې د هغوی په خیال کلک تړون پاته شوی دی. په مثال کښی د باز درې د رود په غاړه چي درخانۍ به ترې منګي ډکول او اوس هم پکښي زنانه زړوکي وینځي او منګي ترې ډکوي…» طایر ص ۱۴

لومړی خو محمدحیات خان خپل کتاب حیات افغاني د ۱۸۸۰ په لسیزه کي لیکلی دی، چي د آدم خان د ژوند او افسانې له فرضي زمانې سره، چي د اکبر پاچهي ده، زیات وکم درې سوه کاله فاصله لري او د محمدحیات خان حوالې او خبري پر اولسي روایتونو بناء دي. بیا نو هغه د یوه لوی خان لور ته د ورېشلو لپاره څرخه په لاس ورکوي چي د خانۍ او خانزادګۍ له مقام سره له مځکي تر اسمانه توپیر لري. وروسته پخپله نوازطایر یوازي د ځینو سیمو او قومونو په لیدلو استناد کوي او هغه هم د یوه لوی خان لورته، منګی پر اوږو ورکوي، چي هغه د کوچي پېغلو کار دی نه د یوه دهشین او د جایدادونو او حتی لښکرو د خاوند خان.

نوازطایر د آدم خان د زمانې په اړه د مرحوم عبدالحي حبیبي له قوله لیکي چي « د هغه دا خیال دی چي آدم او دُرخانی د اکبر پاچا ۱۵۵۶- ۱۶۰۵ په زمانه کښي ژوندي وو. هغه د دې خبري په ثبوت کښي د اخوند دروېزه صاحب په حواله، د محسن خان صوبیدار ذکرکوي. دغه سړی په پېښور او کابل کي د اکبر صوبيدار وو. کیدی شي چي د محسن خان صوبیدار نوم د آدم خان دُرخانی په تذکرو کښي هم چرته د هغوی د نظر نه تیر شوی وي » طایر ص ۱۵

 د اکبر پاچا زمانې ته د آدم خان او دُرخانی د افسانې منسوبول کومه نوې خبره نه ده؛ خو د پېښور او کابل له صوبدار محسن خان سره سړی د کیسې په ارتباط نه پوهیږي او نواز طایر هم پوره یقین نه لري او وايي کېدای شي د آدم خان او درخانۍ په کومه تذکره کي یې ذکر شوی وي. اخوند دروېزه د اکبرپاچا په زمانه کي لیکوالي، امامت، شاعري او سیاست کړی دی او د یوسفزیو په سیمه کي اوسېدلی دی. که د آدم خان او دُرخانۍ کیسه او د لویو خانانو ترمنځ د لښکرو په سویه جنګونه پېښ سوي وای نو هغه به حتما اشاره  قدر ورته کړې وای. ځکه چي اخوند دروېزه د هغې زمانې، په تېره بیا په یوسفزیو پوري مربوطو، اکثرو مهمو پیښو ته اشارې کړي دي. دا چي د اخوند دروېزه په څېر یو لیکوال یې یادونه نه کوي دا پخپله د دې معنی ورکوي چي دا کیسه له سره پېښه سوې نه ده.

دا چي مرحوم حبیبي صاحب د اخوند دروېزه په حواله د پېښور د صوبه دارمحسن خان د نامه یادونه کوي؛ په اصل کي محسن خان د محمدګل نوري د ملي هینداري په نوم اولسي نکلونو په مجموعه کي، چي پخپله حبیبي صاحب هم د هغه نکل له نظمونو څخه استفاده کړې ده، راغلی دی. او وايي چي پر میر مامي باندي د آدم خان ښراقبوله سوه او صوبه دار، میرمامی او د هغه خپلوان ټول مړه کړل. نوري ص ۲۸۴

کله چي میرمامي له آدم خان سره نامردي وکړه او درخانۍ یې پایو خان ته په لاس ورکړه نو آدم خان ښرا ورته کړې وه:

یوسفزي دي لوی مړونه

لاس تړلی يې په لاس ورکړم میرمامي په رشوتونه

لوی رنځ دي یې په کوړمه سي

د اکبر په بند دي یې کښېوزي ټول تربرونه

ښاغلی نواز طایر یو ځل بیا هم د مرحوم عبدالحي حبیبي په لیکنه استناد کوي او وايي چي ښاغلي حبیبي د کابل کالنی د کال ۱۹۴۴-۴۵ په ګڼه کښي لیکي چي میجرراورټي د مولوي احمد د کتاب د مقدمې په حواله دا واقعه بالکل ریشتیا ګڼي او درخانۍ د سوات د سرحد د کوزي بازدرې د یوه خان لور بولي او آدم خان د باز دره بالا د یوه خان مشر زوی ګڼي… طایر ص ۵

لومړی خو میجر راورټي د آدم او دُرخانی په باب کومه لیکنه نه لري او د دې نکل په باب یې یوازینی کمال دا کړی دی چي د پښتو ګرامر په مقدمه کي یې د آدم خان او دُرخانۍ د نکل منظومول د خوشحال خان خټک د دوو زامنو عبدالقادرخان خټک او صدرخان خټک کار بللی دی.  راورټي ص ۲۹

عبدالقادر خان پښتو ادب ته بې ساري خدمتونه کړي او د ښکلیو غزلو او نظمونو تر څنګ یې د سعدي ګلستان پښتو ته ترجمه کړی دی خو له آدم خان او دُرخانی سره تعلق نه لري. او که یې داسي فرض کړو چي میجر راورټي، د مولوي احمد د کتاب د مقدمې په حواله، د آدم خان او دُرخانۍ افسانه ریشتیا ګڼلې وي نو د دې خبري اهمیت په کوم ځای کي دی؟  ځکه چي میجر راورټي هم د نونسمي پېړۍ سړی دی او د افسانې له فرضي زمانې سره زیات و کم درې سوه کاله فاصله لري.

کله چي د دې عشقي افسانې په باره کي سړی د بېلو بېلو لیکوالانو او څېړونکو لیکني اړوي را اړوي نو ګوري چي د هغو لیکوالانو شمېر کم نه دی چي د آدم خان او درخانی افسانې ته د یوه ریښتوني تاریخي داستان په سترګه ګوري. د خیبر پښتونخوا یوه لیکواله انیتا اعظم هم په دغه کتار کي راځي. هغې د پښتنو پر فوکلوري افسانو، په اُردو ژبه، یو کتاب لیکلی دی او غواړي دا ثابته کړي یا لږترلږه داسي وښيي چي دا افسانه یو تاریخي واقعیت دی. انیتا اعظم په دې کتاب کي د موسی خان او ګل مکۍ، دلي او شهو، فتح خان بړېڅ او… په باره کي لیکني کړي دي او هري افسانې ته یې یوفصل ورکړی دی مګر نورو افسانو ته د فوکلوري نکلونو په سترګه ګوري خو د آدم خان او درخانۍ د کیسې په باب وايي چي نن سبا په تعلیم یافته کورنیو کي د ښځي او نارینه له خوا د یوه بل د انتخابولو په مسله کي نرمښت ښودل کیږي خو آدم خان او درخاني کیسه زیات وکم پنځه سوه کاله مخکي تېره سوې ده او هغوی په هغه وخت کي د ټولني د رواج او عادت په مقابل کي بغاوت کړی دی او یو انقلابي ګام یې پورته کړی دی. مګر سره له هغه چي دوی د رسم او رواج پر ضد دونه څرګند عمل کړی دی بیا هم له دوی سره د نکل د ټولو اورېدونکو خواخوږي ملګرې ده او په دې پوهیږي چي د هغوی مینه حقیقي وه. اعظم ص ۱۹

  د آدم خان او درخانۍ نکل د پښتو ژبي تر ټولو مشهوره افسانه ده. دا افسانه چی د هر پاخه نکلچي لاسته ورغلې ده نو خپل کمال یې پکښی کړی او د خپلی غوښتني سره سم یې رنگ ورکړی دی . او چی د هر مطرب رباب ته ورغلې ده نو د خپل کمال او هنر سره سم یې شهباز باندی شرنگولی دی. له یوې سیمی څخه تر بلي، حتی له یوې خولې څخه تر بلي پوری یې توپیر کړی دی او جلا رنگ یې اخیستی دی. پخپله پروفیسر نواز طایر د صدرخان خټک، د آدم درخانۍ له منظومې څخه بیتونه را اخیستی او ښیی  چی دا کیسه دوه تنه په یوه رنگ نه کوی.

تاتي نام یو یوسفزی وو

                حاجی خېل وو ښه زلمی وو

ما ترې اوکړله پښتنه

               په دا رنگ چی اې دردمنه

دا قصه له مطربانو

                 له یارانو قصه خوانو

په بل شان و موږ ته کېږی

            له تا بل شان معلومېږی

ده وې ما له دې داستانه

         تحقیق وکړو ډېر څو شانه

        کله چی یوه کیسه دومره زیات رنگونه واخلي، او په منځ کی یوه لیکلې پاڼه نه وي نو بیا که حقیقت هم  موجود وي پیدا کول یې غیر ممکن ته نیژدې کېږی. د مثال په ډول به ددې اورنۍ مینی د پیل کېدلو په باره کی څو روایتونه را واخلو.

             د آدم خان او درخانۍ د مینی پیل:

       د آدم خان اود رخانۍ په نکل کی ، چی له سره ترپایه له آب و تابه ډک دی، د هغوی د مینی د پیل کېدلو پېښه په دومره زیاتو رنگونو راغلې ده چی د ټولو  نقلول یې د دې مضمون تر حوصلې وتلی کار دی. خو په ټولو کی یوه خبره شریکه ده او هغه دا چی هر رنگ ته یې وکتل سي هغه غیر ممکن ښکاري.

             په ملی هینداره کی، چی نکل د لومړي سره د فقیر په دعا  او دم کړیو خرماوو پیل کېږی، او خدای تعالی دوو خانانو ته اولاد ورکوي چي یو یې آدم خان او بله یې درخانۍ ده. او چی نکل لږ انکشاف وکړي نو په مسجد کی د نجونو او هلکانو د مذهبی  زده کړو او روزني سره مخامخ کېږو، او د آدم خان او درخانۍ مینه هم په مسجد کی پیل کېږی.

په ملي هینداره کي راغلي دي چي یوه ورځ آدم خان په یوه کتاب کی بند پاته سو او چی هر څه پر ملایانو وگرځېدی چا یې جواب ور پیدا نه کړ. بالاخره یوه چا ورته وویل چی د تاوز خان ملا خورا لوی عالم دی هغه ته ورسه. آدم خان پر خپل مجنون آس سپرېږی، را رهی کېږی او چی کله مسجد ته ورځي هلته درخانۍ ویني، چی هغه هم پر دغه ملا سبق وایی.

دوی دواړه په مسجد کی پر یوه بل مینېږی او یوه بل ته د نظم په ژبه د مینی اظهار کوی. له دغه ځایه څخه د دواړو ترمنځ د سوځنده مینی  غم لړلی او له پېښو ډک داستان پیل کېږی.

           د ملي هینداري له متن سره سم، د نکل په سر کی موږ ته ویل سوي دي چی که آدم خان او درخانۍ په یوه ورځ  نه وي نو په یوه میاشت کی خو به حتما زېږېدلي وي. ځکه چی یوه ملنگ د آدم خان پلار حسن خان ته بشپړه پخه خرما ور دم کړه او د درخانۍ پلار ته یې نیمه خرما ور دم کړه( گواکي ملنگ خبر وو چی د تاوز خان به لور پیدا کېږی او یا د ده داسی خوښه وه چی د تاوز خان قسمت په خپل لاس کی واخلي او لور یې په نصیب کړي  جهاني ) آدم خان لوییږي او یوه ورځ په کتاب کی د پیدا کړي مشکل د حلولو لپاره پر مجنون آس سپرېږی او له یوې سیمی څخه بلي ته په ملا پسی ځی. داسی یو زلمی باید لږترلږه تر شلو کالو کم عمر ونه لری. په دې حساب باید درخانۍ هم د شلو کالو وي.

          دا به  څرنگه ممکنه وي چی د درخانۍ په شان یوه ښکلې پېغله، چی خلک په یوه ځل لیدلو زړونه ورباندی بایلی، او حتی له لیدلو سره یې بېسده کېږی، هره ورځ کتاب په څنگ کی مسجد ته ولاړه سي او هغه دي هم د تاوز خان غوندي یوه لوی او زورور خان لوری وي. موږ نه په پخواني تاریخ او نه په معاصر وخت کی  اورېدلي دي چی د یوه پښتانه خان پېغله ښایسته لور دي په مسجد کی سبق ووایی. حتی د عوامو او نېستمنو خلکو پېغلي لوڼي هم هیڅ وخت چا په مسجد کي نه دي لیدلي چي د مُلا مخي ته ناستي او سبق دي ولولي؛ هلته دي د یوه نامحرم زلمي سره ودریدلای سی، د خبرو کولو ، د مینی د اظهارولو او حتی د منظوم سوال او جواب کولو فرصت دي ولري. لومړی ځل دُرخانی له آدم خان سره د میني داسي اظهار کوي:

یو زرغون لښتی بهیږي

        دغه سر یې د آدم پر باغ لگېږی

په کرلي یې لونگ دي

          لویه خدایه لاچي هم په زرغونېږی

وروسته آدم خان ښکاره ناره پر وکړه

خان یم آدم خان یم

              زه پخپله مینه کړم غره په ځان یم

که می مرگ نه سو له میانه

     درخانیه زه به زوم د تاوز خان یم

نوري ٢۴٨-٢۴٩

             په حیات افغانی کی، چی پروفیسر نواز طایر هم استفاده ورڅخه کړې ده ، د صدرخان خټک د منظوم داستان په تعقیب راغلي دي چی د آدم خان ټبر د ژمي د تیرولو دپاره ملکنډ ته کوچیدلی وو، او تصادفا د درخانۍ پلار پیرجوگي خان؟ ( چي په اکثرو متونو کي تاوز خان او طاووس خان راغلی دی  جهاني ) هم دغی سیمی ته موقتا کوچیدلی وو. آدم خان د خپل آس د نالونو د جوړولو د پاره د باتور آهنگر دوکان ته ورغلی وو او درخانۍ هم د ورېشلو د څرخې د میلې د جوړولو یا تیره کولو دپاره هغه دوکان ته ورغلې وه. د دواړو سترگي سره ولگیدې او سره مینان سول.

             محمد حیات خان وایی د باتور آهنگر د دوکان پر ځای باندی یوه ونه شنه سوې ده او تر اوسه پوري ولاړه ده . هغه لویه هواره ډبره اوس هم سته چی درخانۍ به پر هغې باندی ورېشل کول او د هغه ځای نښی اوس هم سته چی ویل کیږی د درخانۍ کلی  ورته را کوچیدلی وو. حیات افغاني ص ۲۳۲

ګواکي محمد حیات خان هم ، د یوه پوه لیکوال او مورخ په حیث، په دې عقیده دی چي دا کیسه ریشتیا پېښه سوې او نښي یې تر اوسه موجودي دي.  بل روایت وایی چی آدم خان د آهنگر د دوکان سره نیژدې رباب واهه او ډېر زیات خلک د هغه د نغمو د اورېدلو دپاره را غونډ سوي وه. په دغه وخت کی درخانۍ د ورېشلو د څرخې د میلې د تېره کولو دپاره راوتلې وه. دا هم په هغو کسانو کی   ودرېده چی د آدم خان رباب ته یې غوږ نیولی وو. په دغه وخت کی د دواړو سترگي سره ولگیدې او یو پر بل مینان سول. زینب ص ص ۱۱۷-۱۱۸

    په دې روایت کي لا په زړه پوري خبره دا ده چي وايی آدم خان دوه ملګري درلودل چي یو یې میرو او بل یې بلو نومېدی. هغوی دواړو هر وخت په موسیقي کي د آدم خان د مهارت ستاینه کوله؛ په تېره بیا میرو چي پخپله یې هم رباب واهه. د آدم خان پلار حسن خان هغوی دواړو ته وظیفه ورکړه چي د دُرخانۍ کور پیدا کړي او پلار ته یې ووايی چي حسن خان ستا لور، د خپل زوی لپاره، غواړي.

دواړه را رهي سول. د دُرخانۍ د پلار  کور یې پیدا کړ او هغه ته یې وویل چي موږ د آدم خان پلار ستا د لور لپاره په مرکه رالېږلي یو. خو د دُرخانۍ پلار طاووس خان د هغوی  ښه مېلمه پالنه وکړه او په ډېر ادب یې ورته وویل چي له بده مرغه ده خپله لور د پایاو خان په نوم یوه شته من سړي ته ورکړې ده. هغه کتاب ص ۱۱۹

څوک چي د پښتنو، په تېره بیا یوسفزیو، له کلتور سره لږ بلدیت ولري دا به څرنګه ومني چي د آدم خان دوه دوستان، چي په زیاترو نکلونو کي هغوی د آدم خان مریان بلل سوي او په ډېرو نکلونو کي میرو ته میرو قوال وايي، د آدم خان په مرکه رهي سي او هغه دي هم د یوه بل مشهور خان طاووس خان کورته ورسي او طاووس خان دي هغوی په ادب رخصت کړي او د ځان لپاره دي دا سپکاوی په ورین تندي ومني؟ دا به څرنګه ممکنه وي چي د آدم خان پلار دي، د پښتنو او سیمي د ټولو اوسېدونکو قومونو د رواج او معمول په خلاف، د خپل یوه سیال قومي خان کورته، د هغه د ګراني لور د غوښتلو د مرکې  لپاره، خپل دوه نوکران ولېږي او په دې دي نه پوهیږي چي دا د نوکرانو او یا لږترلږه نارینه ځوانانو کار نه بلکه د سپین ږیرو مشرانو او د کور د سپین سرو او مشرانو ښځو کار دی.

 دغه راز به دا څرنګه ممکنه وي چي  د حسن خان مټه خیل په څیر یوه لوی پښتنون خان زوی په یوه پردي کلي کی رباب وهي او خلک  ورته را غونډ سوي دي او د هغه خوږو نغمو ته یې غوږ نیولی دی. دا خبره بیخی له امکانه لیري ده. آدم خان یوازي هغه وخت دا کار کولای سوای چی  له خپل ټول ټبر سره یې اړېکی شلولي وای. حسن خان دا نه سوای منلای چی د ده زوی ته دي یو څوک د ډم په سترگه وگوری ځکه چي رباب ږغول یوازي د ډمانو کار وو.

زما پخپله په یاد دي چی د شلمی پیړۍ په وروستیو کلونو کی زه په پیښور کی مهاجر وم . د مومندو قبیلې د خلیلو د نوابانو د کورنۍ یوه غړي به کله کله د یارانو په مجلسونو کی رباب واهه. ښایی  ښه رباب به یې واهه او ډېرو خلکو به مزې ورڅخه اخیستي وي ، مگر هغه په ټول پیښور کی په ډم نواب مشهور وو او هیچا د یوه اصلی او جدي نواب په سترگه ځکه نه ورکتل چی کله کله به یې د خپلو یارانو مجلس په رباب تود کړی وو. په داسي حال کي چي نواب نه د رباب ږغولو په بدل کي هیڅ وخت پیسې اخیستي وې او نه یې اړتیا ورته درلوده.

            تر دې چی را تیر سو دا به څرنگه ممکنه وي چی د طاووس خان په  څیر یوه لوی قومی مشر ښکلې لور دي ، چی په یوه ځل لیدلو زړونه وړي ، بازار ته لوڅ مخ را ووزی او  د خلکو په منځ کی دي ولاړه وي او رباب ته دي غوږ ونیسی. او هغه لا هم په داسی حال کی چي د پایاو خان په څیر  یوه لوی خان، چی ځانته لښکر لري، په نامه وي. او د دې ترڅنگ دا غیر ممکنه خبره لولو چی وایی درخانۍ د ورېشلو د څرخې د میلې په تیره کولو پسی را وتلې وه او گواکي هغه لویه ډبره لا اوس هم سته چی دې به ورېشل ورباندی کول. د یوسفزیو د قومی خان لور هیڅ وخت د ورېشلو څرخې ته لاس نه ور وړی ځکه چی دا د ټولني د تر ټولو ټیټی طبقې جولاگانو کار دی.

د ننگرهار نکلونه په کتاب کی راغلي دي چی آدم خان د بسوگی په واده کی د ښځو په منځ کی رباب وهي او بلو او میرو هم سندري ورسره وایی او ښځی ستر نه ورڅخه کوی. بالاخره آدم خان متوجه کیږی چی د کوټې په دروازه کی یوه دنگه نجلۍ ولاړه ده او مخ یې په شالونو کی پټ کړی دی. آدم خان وایی چی دغه نجلۍ راته ونه نڅیږی زه به رباب ته گوتي ورنه وړم. بالاخره درخانۍ ورته ناڅي، شالونه له مخي لیری کوي او آدم خان چی یې مخ گوري داسی ورباندی مین کیږی چی بیهوښه پرېوزی.  خاوري ص ۴٠

                د آدم خان او درخانی مینه له دغه ځایه  څخه پیل کېږی او داستان دوام لری خو پر بیلو لارو بیخی بیل منزل ته رسیږی.

              آدم خان د ښځو په منځ کی رباب وهي. دا د حسن خان مټه خیل د زوی د پاره غیر ممکنه ده چی لومړی خو رباب ته گوتي وروړي او بیا نو رباب د ښځو په منځ کی ووهي او پیغلي ورته وناڅی. ښځو له آدم خان څخه ستر نه کاوه . د دې معنی دا ده چی ښځو آدم خان ته نه د سیال او نه د نارینه په سترگه کتل. بلکه د یوه ډېر ناسیاله ډم په سترگه یې ورته کتل او په دې صورت کی  د هغه لپاره دا غیر ممکنه وه چی د طاووس خان لورته ، چی هغه هم د سرور خان د زوی پایاوخان په نا مه وي، تر سترگو پاس وگوري. پر هغې باندی د مین کیدلو او دهغې د غوښتلو خبره خو لا بیخی بله او غیر ممکنه مسله ده.

                 د پایاو خان له کوره د درخانۍ تښتول:

    د آدم خان نکل چی په هر ځای کي راغلی دی، موږ ته وایی  چی آدم خان بالاخره درخانۍ وتښتوله او د ځینو په قول د خپل ماما، د ځینو په قول خپل خسر، یعنی د لومړۍ میرمني توتیا د پلار اود  ځینو په قول د یوه زورور خان میرمامي کورته یې بوتله. که څه هم چي د نکل تقریبا ټول ډولونه موږته وايي چي د ادم خان او درخانۍ پلرونو، چي دواړه یوسفزي ول، په یوه سیمه کي، له یوه بل څخه لیري ژوند کاوه خو دا به څوک ومني چي آدم خان د خپل ژوند دونه قېمتي غنیمت د خپل ماما، یا خسر او یا کوم بل پښتانه په کور کي پرېږدي او دونه لوی خطر دي پر ځان ومني چي بالاخره د ده او د ده د محبوبا په مرګ تمام سو. شیرینه خو لادا ده چي د آدم خان د نکل په ځینو ډولونو کي راغلي دي چي آدم خان د میرمامي له کوره ښکار ته روان سو او د ښکار په ځای کي خبر سو چي پایاو د ده محبوبا د میر مامي له کوره بېولې ده.

که د نکل دې برخي ته یوازي د فولکوري کیسې په سترګه وګورو نو په فوکلوري کیسو کي زیاتره د هر څه پېښېدل ممکن وي خو که چیري پروفیسر نواز طایر، په دې پېښه کي، د پیرمامي یا پیر مايي، یا میرمامي  د پیسو حرص، کمزوري شخصیت او رشوت اخیستلو موضوع ته په جدي سترګه ګوري نو سړی مجبوریږي چي په نکل کي دې پیښي ته سمه توجه وکړي چي په نتیجه کي متوجه کیږي چي دا پېښه اصلا غیر ممکنه ده.

میرمامي ، یا د پایاو خان له وېري او یا د پایاو خان د سلو روپیو رشوت په بدل کي، درخانۍ بیرته  پایاو خان ته وسپارله او آدم خان هم د پایاو خان سره د جنگ میدان ته حاضر سو. ملی هینداره وایی چی  آدم خان په هغه جنگ کی سخت ټپی سو او دهغو زخمونو د لاسه مړ سو. کله چی درخانۍ خبره سوله نو هغې هم د آدم  خان پر قبر ساه ورکړه او مړه سوه. نوري٢٨٥-٢٨٨

     محمدحیات خان، چي د آدم خان او دُرخانۍ افسانې ته د یوې ریښتوني تاریخي کیسې په سترګه ګوري،  وايي چي دُرخانۍ د آدم خان په انتظار شپې ورځي تېرولې او خوب خوراک یې پر ځان حرام کړی وو. یوه ورځ یې د آدم خان د رباب ږغ تر غوږ سو او کله چي یې د باغچې خواته وکتل نو میرو یې ولید چي د آدم خان رباب یې ږغاوه. هغه درخانۍ ته د ادم خان د مړیني کیسه وکړه او درخانۍ له غم او غوسې څخه ورپسي مړه سوه. محمدحیات خان وايي په اولسي خلکو کي داسي آوازه ده چي دوی دواړه په یوه قبر کي پراته دي. دی وايي دا خبره یو څه نا ممکنه ښکاري خو کېدای سي چي د هغوی کوم همراز دي هغوی په پټه په یوه قبر کي  یو ځای سره ښخ کړي وي. دی وايی یو روایت دا دی چي هر څوک د هغه پر قبر باندي د ولاړي وني له یوه لرګي څخه د رباب شهباز جوړ کړي نو ښه رباب یې زده کیږي. هغه کتاب ص ۱۳۳

  پروفیسر نوازطایر ، چی خپل کتاب یې زیاتره د صدرخان خټک د منظومې په اساس ترتیب کړی دی وایی  چی آدم خان د درخانۍ د لاسه ورکولو له پیښی سره د ژوند څخه ډېر نا امیده سو ، او خپله خاني او ژوند یې پرېښود او د هندوستان پر لور روان سو. هغه په لاره کی رنځور سو او کله چی د خټکو په علاقه کی د مصرۍ بانډې کلي ته ورسیدی نو د فراق د غمونو د لاسه مړ سو. طایرص ٢

           په هغه  نکل کی چی د ننگرهار نکلونه په کتاب کی راغلی دی موږ گورو چی، د آدم خان  د نکلونود نورو زیاترو ډولونو په خلاف، آدم خان د پایاوخان له کوره درخانۍ په زور بیایی او خپل کور ته یې رسوي ، نکاح ورباندی تړي او په آرامه ژوند تیروی.  خاوري ص ٥٢

              د آدم خان او درخانۍ په ارتباط چی په هره سیمه کی نکل انکشاف کړی او  دهغی سیمی نقش یې خوړلی دی په ټولو کی دا یوه خبره شریکه ده چی آدم خان د شپې په پټه د درخانۍ کورته ورځي او  شپې د هغې پر پالنگ تیروی.

دا خدمت زما پرځان دی

         نن شاهی آدم زما کره مهمان دی

اوس به زه ورلره ځمه

       سپینه خوله  یې میلمستیا ځای یې دالان دی

او یا داچی

اې زموږ چرگه کولنگه

  ستا په ستوني کی دي خوږ سی اې بدرنگه

سبا نه وو تا سباکی

       دا شاهی آدم دي کوز کی له پلنگه

نوري ص ٢٧٢

           د ټولو رسمونو او پښتني دودونو په خلاف، پایاو خان په دې پټو غیر مشروع اړېکو خبرېږی او پر خپل ناموس او غیرت باندي سترګي پټوي؛ دا د نه منلو تېری پر ځاندي مني او بیا هم د درخانۍ له پلار څخه هیله کوی چی هغه  ژر ورته واده کړی. د درخانۍ په غوښتنه لا واده لس ورځي ځنډول کیږی او آدم خان د واده په شپه درخانۍ تښتوي.

د پښتنو او د سیمي د ټولو اولسي قوانینو او عنعناتو سره سم باید دُرخانۍ په هغه وخت کي لا سر بایللی وای چي پایاو خان یې له آدم خان سره د شپې په اړېکو او پر پالنګ باندي له شپو تېرولو څخه خبر سو او کله چي یې د میرمامي له کوره را وایستله نو باید چي یا یې د میرمامي د کور مخي ته او یا په خپل کلي کي سر ورڅخه پرې کړی وای. دا د اولسي مقرراتو حکم دی او له دې څخه سرغړونه ممکنه نه ده. او که څوک سرغړونه ورڅخه وکړي نو هغه په ټول قام کي په بې غیرته مشهور کیږي.

تر دې چي لا تېر سو؛ د آدم خان ملګری او د نکلونو د مختلفو روایتونو په اساس، د آدم خان د ماما زوی او اخښی ګوجرخان، د خپل پلار میرمامي په خیانت له خبرېدلو سره سم، په خپل پلار پسي آس ورځغلوي او چي هغه هر څه زارۍ ورته کوي دی غوږ نه ورباندي نیسي او سر یې غوټ ورڅخه پرې کوي. دا خبره او صحنه یوازي د آدم خان په نکل کي ممکنه ده.

دې خبري ته هیڅ نکلچي توجه نه ده کړې چي که آدم خان د خپل مشکل د حلولو لپاره د درخانۍ کلي ته تللای او بیرته خپل کورته ستنېدلای سي نو د دې معنا خو دا ده چي دا دواړه کلي باید نیژدې سره پراته وي. په دې صورت کي نو آدم خان ته څه ضرورت ورپېښ وو چي خپله محبوبا یې په لاره کي میرمامي ته امانت سپارله او پخپله، د ځینو روایاتو په اساس، حتی په ښکار پسي روانېدی.

            له بده مرغه چی د پروفیسر نواز طایر په څیر لوی لیکوالان او څیړونکي دې حقیقت ته نه متوجه کیږی چی  درخانۍ ، چی د نکلونو په قول د یوسفزیو د قبیلې د یوه لوی خان لور او یوه ښایسته نجلۍ وه، او له وړوکوالي څخه  د یوه بل خان پایاو خان په نامه وه، څرنگه یې کولای سوای چی له آدم خان سره پټ اړېکی وساتي، هغه ته پر خپل پالنگ باندی ځای ورکړي او شپې  تر سهاره ورسره تیری کړی. دا کیسه زیات و کم څلور نیم سوه کاله پخوا زمانې ته منسوبه ده او په هغو شرایطو کی د یوسفزیو ښځو تش د اوبو د راوړلو لپاره  یوازي د شپې په تیاره کی له کوره د وتلو اجازه درلوده. د نامحرم سره د سترگو برابرولو ، خبرو کولو او مینی ښودلو خو د دواړو خواوو لپاره د مرگ معنی درلوده. د خان د لور کورته  د شپې ورتلل او له هغې سره مینه کول یوازي د خیال په دنیا کی ځاییږی او یوازي د رباب نغمې ورباندی شیرینی کیدلای او شرنګېدلای سي.

ډاکټر بیلیو، چي د نونسمي پېړۍ د نیمايی په شاوخوا کي یې د یوسفزیو په باره کي تحقیقات کړي دي وايي چي یوسفزي د ښځو په برخه کي ډېر حساس دي او ډېر ژر بدګومانه کیږي. دی وايی له بېګانه نارینه سره د ښځي تش درېدل او خبري کول د هغې د وهل کېدلو او حتی وژل کېدلو سبب کېدلای سي. بیلیو ص ۲۱۴

الفینسټون دغه ته ورته نظر لري او لا ښايي بیلیو ګټه ورڅخه اخیستې وي. الفینسټون وايی د ښځو د ژوند شرایط د هغوی له اجتماعي مقام سره توپیر کوي. دی وايي د لوړو طبقو ښځي، په بشپړه توګه په پرده کي وي، مګر، د ژوند له شرایطو سره سم، ټولي اسانتیاوي او د ژوند وسایل ورته برابر وي. د غریبانو ښځي د کورونو کارونه کوي، اوبه راوړي او داسي نور. او د بیخي ټیټو طبقو ښځي له کورونو څخه دباندي له نارینه وو سره کارونه کوي. الفینسټون د لوړو او ټیټو طبقو د چادریو په باره کي ږغیږي او ښيي چي نارینه په هیڅ توګه د ښځو مخونه نه سي لیدلای. الفینسټون ص ص ۲۴۱-۲۴۲

 محمدحیات خان هم، د یوسفزیو د ښځو په باره کي، بیلیو ته ورته نظر لري او وايی چي په دوی کي د ښځو ننګ ډېر او د پرده داری دود او رواج هم په دوی کي عام دی. هغه ښځي چي په لویو کورنیو پوري اړه لري د پردې نه پرته بهر ته وزي او د عامو خلکو ښځي که څه هم د اوبو راوړلو او نورو ضروري کارونو له کبله بهر ته ځي خو د پردیو خلکو څخه خپل مخونه پټوي. دوی زیاتره اوبه ماښام یا د سهار په تیاره کي راوړي. دوی په خپلو ښځو باندي ډیره پاملرنه کوي که د دوی ښځي د کوم پردي سړي سره وږغیږي نو هغه وهي او د بدکارۍ له امله یې وژني. محمدحیات خان ص ۲۲۴

د آدم خان د ځلمي زوی درلودل:

په ملي هینداره کي، آدم خان ته د ټولو منسوبو افسانو په خلاف، د نکل په پای او د پایو خان سره د آدم خان په جنګ کي، د آدم خان د ځوان زوی یادونه کیږي چي په جنګ کي برخه ورسره اخلي.

« څه سر دي ګرځوم آدم خان او ګوجرخان، د حسن خان دوی کره راغله، بلو او میرو او شمشال خان او اخلاص خان و خوشحال خان و تترخان او نور مټه خېل خبر سوله. ځانونه یې تیارکړل. آدم خان پر مجنون آس سپور سو، بلو پر خپل آس آذر باندي سپور سو، میرو پر خپل آس پرده سپور سو. دوی درې دمخه سول. د آدم خان زوی میرباش او ګل جان چي د شمشال خان زوی وو، د دوی پر یوه اړخ او پر بل اړخ پر آسانو سپاره وه. د وروسته مشران او یاران پسي تلل. د کور ښځو ټولو د نارینه و کالي واغوستل. توتیا د ادم خان ماینه او مینا د میرباش ماینه د آدم خان پر اړخ تلې. د بلوخان ماینه چي لیلو نومېده هم ورسره وه…» نوري ص ص ۲۸۴-۸۵

که د آدم خان د نکل دغه ډول هم په نظر کي ونیسو، نو په دې حساب باید آدم خان د دُرخانۍ په بېلتانه کي لږترلږه شل کاله تېر کړي وي چي له خپلي مخکنۍ مېرمني توتیا څخه یې، چي په وروستي جنګ کي یې څنګ پر څنګ برخه ورسره اخیستې وه، د واده خاوند او د جنګ د میدان جنګیالی زوی یې زېږولی او لوی کړی وي.

 ما آدم خان ته په نورو منسوبو نکلونو کي د آدم خان د زوی په باره کي څه نه دي اورېدلي او د محمدګل نوري نکل ښايي یوازنی داستان وي چي د افسانې د لا رنګینولو لپاره یې د ادم خان زوی او د آدم خان د کور مېرمني هم د جنګ میدان ته لېږلي دي. البته دلته نکلچي متوجه نه دی چي د نکل پیښي دونه په بېړه رواني دي چي د آدم خان د زوی د ځوانېدلو او د جنګ میدان ته د تللو لپاره خو پرېږده چي د زوی د زېږېدلو لپاره وخت نه پاتیږي.

په یقین سره ویلای سم چي محمدګل نوري، د فوکلوري نکلونو د یوه هوښیار ټولونکي په حیث، په نکل کي دې خبري ته متوجه وومګر هغه چي په هر شکل نکلونه اورېدلي  دي په هغه شکل یې راوړي دي. هغه د یوه شاعر او ناظم په حیث په نکلونو کي د نارو له وزن او ترتیب سره، چي کله کله ډېر بېخونده راغلي دي، هم هیڅ غرض نه دی کړی.  نو د آدم خان د نکل دې برخي ته یې هم لاس نه دی وروړی او امانت یې ساتلی دی. دی وايي چي څه یې اورېدلي دي هغه یې کټ مټ لیکلي دي:

د امیانو څخه لیکلي ما قصې دي

د مینو ښې خوږې نارې پکښې دي

دا په ډېر زیار و زحمت ما غونډي کړي

چي راغلي مي پر وچولي خولې دي

نه زیادت او نه کمبود مي پکښی کړی

د هم هغه نقلچي د خولې جملې دي

د هر قوم راز معلومیږي له قصو څخه

د هر چا هینداره خپلي افسانې دي

که څوک نور څه اهمیت نه ورکوینه

د تفرېح او سات تیري دپاره ښې دي

که څه زیات و کم غلط درسي په سترګو

عفو غواړم ځکه دا د بل د خولې دي

محمدګل نوري له دغه فخره بس دی

لڅي کړي یې د پښتو په خدمت پښې دي. نوري ص ۱۵۲

          رباب :

رباب د آدم خان او دُرخانۍ د نکل روح دی. په حقیقت کی ټول نکل د رباب  په نغمو ژوندی دی. که رباب نه وي د آدم خان او درخانۍ نکل نسته.

که توره آدمه توره

      چندڼی رباب دي مه وهه په زوره

 چی ستا د رباب ږغ سي

   په درخو می اور لگیږی لور د لوره

 پرته له ملي هینداري څخه ، چی وایی آدم خان او درخانۍ په مسجد کی سره ولیدل او دواړه دونه ښایسته وه چی په یو ځل لیدلو یې پر یوه بل باندی زړونه بایلودل، د آدم خان او درخانۍ  د نکل تقریبا نور ټول شکلونه او متنونه موږته وایی چی د آدم خان د رباب ږغ د درخانۍ په زړه کی د مینی اوربل کړ او کله چی یې پخپله آدم خان د خپل ټول ښایست سره په سترگه سو نو د مینی اور یې لا هم زور واخیست. که څه هم چی د آدم خان  په نکل کی د هغه د لیوني رباب آواز یوازی یو ځل پورته کیږی ، خو دا یو ځل ږغ یې دونه لړزونکی او زورور دی چی د آدم خان او درخانۍ د نکل سره یې د رباب نوم او مفهوم د تل لپاره تړلی دی او له هغه څخه یې د ربابیانو داسی پیر جوړ کړی دی چی تر نن ورځي پوري یې قبر، یا آدم خان ته منسوب او منسوب سوی قبر، تر بل هر زیارت ورته مقدس دی. او وايي چي اوس یې د قبر سرته له ولاړي وني څخه د ربابونو لپاره شهبازونه جوړوي.

           آدم خان هم خان دی، هم د جنگ  د میدان پهلوان دی، هم ډېر ښه ښکاری دی، هم سخی دی او هم  د ملی هینداري په روایت د اوو ولیانو مرتبه لری. « پیر اکو  پیر صالح ته وویل چی آدم خان مټه خیل ستا سر پرېکړی مرید دی، ډېر توریالی او زړه ور سړی دی، شاعر هم دی، ښه رباب هم وهي او ښه سړی هم دی وایی د اوو پیرانو مرتبه لري »  نوري ص ٢٥٧

     که حقیقت ته ځیر سو نو گورو چی رباب دا ټول شیان تر خپل تاثیر لاندي راوستلي دي او حتی ملنډی یې په وهلي دي. لومړی خو لکه مخکی چی  می وویل د یوه پښتون خان دپاره ، هغه هم زیات و کم څلورنیم سوه کاله مخکی، دا غیر ممکنه وه چی رباب ته دي گوتي وروړي. خو په نکل کی د رباب جادوگرو تارونو دا طلسم مات کړی دی او د آدم خان مټه خیل په گوتو کی یې داسی هنري زور ایښی دی چی په پردو او پوښونو کي پټي  پرهیزگاري درخانی اوه شالونه غورځوی، او نه یوازي مخ لوڅوي بلکه د نامحرمو په مخ کی یې نڅوی. یو خان په یوه واده کی رباب وهي او د بل خان ښایسته لور اود بل خان سره کوزده سوې درخانۍ ورته ناڅي.

          هغه پیر صالح چی د یوسفزیو پیر دی او ملی هینداره موږ ته وایی  چی آ دم خان یې پخپله سر پرېکړی مرید دی، خو کله چی د رباب له شرنگ سره  دهغه د قدرت او زور مسابقه پیل کیږی نو داسی بې وسه دی او داسی بې آبه کیږی چی د پښتنو په بل هیڅ فوکلوری نکل کی یې ساری نه دی لیده سوی. کله چی پیر صالح درخانۍ ته بلنه ورکوی چی د آدم خان د رباب شرنگ ته د باندی  راووزي او ناره ورباندي کوي:

د چندڼو ونه گوره

              درخانۍ ده په آدم پسی ترهوره

دواړه لاس پر تندی کښیږده

       و میدان وته را ووزه ته سرتوره

درخانۍ ته درد ورغی او ناره یې پر وکړه

پیر صالح کله حیلې کله بانې که

     پر بی بی درخو د بدو اندېښنې که

درخو به مخ ورښکاره نه کي

     پیرصالح که ږیره غوټه پر منځ پرې که

په دغو کلماتو د پښتنو په هیڅ فوکلوري نکل کی پیر او ملا ته خطاب نه دی سوی. دلته یوازي د آدم د رباب زور دی چی درخانۍ یې لیونۍ کړې ده او همدغه رباب دی چی د پیر صالح څخه یې ټول روحانی زور اخیستی دی. نه یې دم او چوف تاثیر لري او نه په مجلس کي ناست کسان د دُرخانی په مقابل کي د هغه دفاع کوي.

         آدم خان یو زړه ور خان د ی او د بل خان سره یې د ښایستې درخانۍ د ترلاسه کولو پرسر مدعا راغلې ده . درخانۍ د پایاو خان په نامه ده. موږ گورو چی پایاوخان  د ټولو پښتني او ټولنیزو اصولو او نرخونو پر اساس پر حقه دی. د خپل یوه سیال خان لوریې غوښتې ده او د نجلۍ پلار هم په خپله خوښه خپله لور ورکړې ده . نکل باید پر دغه ځای ختم سوی وای. مگر اصلی نکل له دغه ځایه څخه پیل کیږی. آدم خان درخانۍ تښتوي او د پایاو خان د ناموس پر حریم باندی ښکاره تیری کوی. پایاو خان په زور ډېر غښتلی دی او دغه علت دی چی آدم خان او  د هغه پلار د میرمامي څخه مرسته غواړی. خو پایاوخان یا د رشوت او یا د لښکر په زور درخانۍ بیرته خپلی قلا ته وړی. پښتني اصول خو دا حکم کوی چی پایاوخان باید په هغه شپه درخانۍ وژلې وای، مگر درخانۍ ژوندی پاتیږی. نه یوازي ژوندۍ پاتیږي بلکه لا یې دونه ناز وړل کیږي چي د هغې په غوښتنه له پایو خان سره واده لس ورځي ځنډول کیږي تر څو د درخانۍ له هیلي سره سم آدم خان د حملې کولو فرصت تر لاسه کړي.

 آدم خان ته، چی د ټولو پښتني دودونو او نرخونو په خلاف یی عمل کړی دی، هیڅوک هیڅ نه وایی. دا پخپله د پښتنو د خانی او عنعنوي سسټم سپکاوی دی. دا د خانۍ  د موسسې او د اولس د عنعناتو او رواج پر حریم او ناموس باندی ښکاره حمله او په پښتني نرخونو ملنډي وهل دی. د ربابیانو خان ټول نرخونه تر پښو لاندي کوي، ټول سرحدات ماتوي او د رباب د تارونو شرنگی د هر ډول زورور پیر او ملا خوله بندوي او دم او چوف یې بې تاثیره کوی.

         زما په عقیده د آدم خان او درخانۍ نکل د ربابیانو ایجاد دی. او داچی زیات و کم درې سوه کاله مخکی د صدرخان خټک په زمانه کی یې په لس هاوو شکلونه درلودلي او له هغې زمانې څخه  تر نن پوری به یې حتما شکلونه څو چنده سوی وي یو علت یې دا دی چی د هری سیمی ربابیانو او سندرغاړو د خپل ذوق او کمال سره سم بیل شکل او رنګ ورکړی دی او مجلسونه یې په تاوده کړی دي.

            د صوفیانو چشتیه طریقه، چی زیاتره  د موزیک او نڅا سره سرو کار لری، په پښتنو کی ډېر کم نفوذ لري. د پښتنو ربابیانو او سندرغاړو د خپل مسلک د درنولو، د اجتماعی ارزښت د زیاتولو  او حتی هغه ته د یوه مذهبی رنگ د ورکولو دپاره دې ته ضرورت درلود چی هغه ته یو دروند اجتماعی رنگ ورکړی. د پښتنو په اطرافی ټولنه کی، چی زیاتره  د خان او مُلا موسسه وه، د ربابیانو دپاره دا غیر ممکنه وه چی رباب د ملا په غیږکی ورکړي، ځکه چی هغه خو ناروا باله. نو دوی د رباب د شرنگولو دپاره د حسن خان مټه خیل نازولی  او ښایسته زوی انتخاب کړ او د نارینتوب او خانی د نورو ټولو ښو صفتونو سره یې داسی رباب په وږغاوه چی ترهغه وخته یې چا ساری نه وو لیدلی.

د پښتنو ربابیانو او سندر غاړو  د هند او پنجاب د ټولنو په خلاف، د لاس نیوي او مریدی دپاره په نیژدې سیمو کی پیران او شیخان نه سوای پیدا کولای. له دوی څخه  اجمیر او ډهلي، چی د چشتیه پیرانو لوی مرکزونه وه، ډېری لیری وه، ځکه یې نو د آدم خان قبر جوړ کړ. په هغه قبرکی یې، د مذهب د ټولو اصولو په خلاف،  درخانۍ هم ورسره ښخه کړه. سرته یې ونه ورته ودروله او د تبرک لپاره یې د هغې د لرگیو څخه شهبازونه جوړ کړل، او د همدغو شهبازونو په زور یې نکل ژوندی وساته.

          د آدم خان په نکل کی د ده د دوو یارانو بلو او میرو او د آدم خان د سیالانو ترمنځ څو ځله منظوم سوال او جواب کیږی، چی دا پخپله د پښتنو ربابیانو او سندرغاړو کلچر دی او په ملی هینداره کی خو آدم خان ادعا کوی چی د دوی  ټوله ډله او ټبر شاعران دي.

مټه خیل می توریالیان دي

       درته وایم دوی له څیلمي شاعران دي

درخو یو وار نظر وکه

     چی دا ناست ولاړ مي واړه نوکران دي

شاعران تر اوسه پوري په پښتنو کی د هنرمندانواو سندرغاړو دپاره استعمالیږی. اود  مشرقي او جنوبی په کلیو کی تر دې وروستیو وختونو پوری د ربابیانو او سندرغاړو دپاره د شاعرانو کلمه استعمالیده. یو علت به یې ښایی داوي چی په سندره کی به معمولا استاد او شاگرد سوال او جواب کاوه او خلکو به  په ډېره علاقه غوږ ورته نیولی وو. دغه راز به لویو قومونو او کورنیو د خپلو افتخاراتو د بیانولو او مقابل قام او ټبر د کمزوره ښودلو په منظور د سندرغاړو شاعرانو څخه کار اخیستی او زیاتره وختونه به دغه راز سندرغاړي شاعران  په ودونو کی سره مخامخ کیدل او یوې خوا د ناوي او بلی به د زوم په طرفداری سندري ویلې اوسوال او جواب به یې سره کاوه.

           بالاخره د آدم خان اودرخانۍ مینی ته ، چی له  ټولو پښتني او ټولنیزو اصولو او ارزښتونو په خلاف ده، داسی مقدس رنگ ورکول سوی دی چی وایی د مرگ نه پس آدم خان او درخانۍ د خپلی ریښتوني مینی د برکته په قبر کی سره یو ځای سول . خلق دا دهغوی د بزرگی او صداقت کرامت گڼی.  طایر ص ۴١

        په داسی حال کی چی موږ گورو چی دغه بزرگ سړی د یوه بل سیال له کوزده سوي ښځی سره  شپې پر پالنگ تیروي او هغه د خپلی سپینی خولې ستونه ورته کوي او بالاخره یې د میړه له کوره تښتوي. خو څرنگه چی ربابیانو او سندرغاړو هغه صادق مین  او بزرگ بللی دی نو خلک یې د بزرگی له امله پر هره گناه باندی سترگي پټوي او د بیلتانه پر داستان باندي یې اوښکي تویوی

   د آدم خان شاعري :

       د آدم خان  او درخانۍ نکل د مغول پاچا جلال االدین اکبر زمانې ته منسوب دی. په دې حساب به یې عمر د خوشحال خان خټک په وخت کی زیات و کم یوې نیمي پیړۍ ته رسیدی. هغه منظومې زموږ په لاس کی نسته چی دا نکل یې د پښتنو په حجرو کی خوله پر خوله گرځولی او له یوې سیمی څخه یې بلی  ته انتقال کړی دی او له رباب سره یو ځای یې محفلونه تاوده کړي دي. خو د صدرخان خټک له قوله معلومیږی چی هغه به دغه نکل پخپله په منظوم شکل اورېدلی وي. ځکه چی هغه وایی دا قصه یې له مطربانو، یارانو او قصه خوانانو څخه په رنگ رنگ اورېدلې ده. دا چی ولي خوشحال خټک خپل زوی صدرخان ته په داسی حال کی  د دې کیسې د نظم کولو هدایت ورکوی معنی یې دا ده چی د پښتنو په حجرو او بانډو کی یې تر بلی هری کیسې زیات شهرت درلودلی دی.

 د دې نکل څخه موږ ته څرگندېږی چی پښتنو، په تیره بیا  یوسفزیو ، له ډېری پخوانۍ زمانې څخه د موسیقۍ او خصوصا له رباب سره ډېره ژوره مینه درلوده. کنه نو د رباب شرنگ دونه افسانوي، دونه خوږ او په ضمن کی دونه دردونکی رنگ نه سو اخیستلای چی د پښتنو پلار خوشحال خان دي خپل زوی صدرخان ته له هغه سره د تړلي نکل د منظومولو توصیه وکړي.

   د آدم خان نکل وروسته په غیر منظوم شکل هم د پښتنو مجلسونو او حجرو ته ورغلی دی، خو هر ماهر نکلچي د فوکلوري نکلونو د دود او دستور سره سم ځای پر ځای نارې ورباندي اضافه کړي دي. نکل وخت په وخت دومره خوږ سوی او عام سوی دی چی د صدرخان خټک څخه نیولې بیا تر معاصرو شاعرانو او لیکوالانو پوری ډېرو کسانو هغه ته د یوه  ریښتوني تاریخی داستان په سترگه کتلي دي.

        مرحوم حبیبی په خپل کتاب پښتانه شعرا کی  آدم خان او درخانۍ دواړه د پښتو ژبی په شاعرانو کی شمیرلي دي. د هغوی د سوځنده مینی داستان یې  د ملی هینداري څخه را اخیستی او د کلام نمونې یې هم د هغه کتاب څخه انتخاب کړی دي

آ درخو ملوکي

        پر تمام جهان دي ولاړې د نوم کوکي

آدم ستا کتو رنځور کړ

        که ور کوزي کړې د دواړو زلفو څوکي

        البته دا ناره په ملی هینداره کی د آدم خان له خولې نه ، بلکه د هغه د مریی او یار بلو له خولې ده چی غواړي د آدم خان خواته د درخانۍ توجه را واړوی.

بل ځای د آدم خان له خولې درخو ته وایی

که گلي درخو گلي

       په وجود د طاووس خان د بڼ بلبلي

مه دی مات سه مړوندونه

       مه دي وچی سه څنگلي

 حبیبي  ص ٢٠-٢١

     البته په ملی هینداره کی  د هغه د کتاب د نکل د نورو نارو پر وزن دا ناره په بل ډول ده

مه دي ماتی سه خپړي

        درته وایم مه دي وچي سه څنگلی

په څه درب دی ووهلم

        تر پیله ورېښم  پستې وې ستامنگولي

         مرحوم حبیبی په هغه کتاب کی درخانۍ هم یوه پښتنه شاعره بولي او د هغې  له خولې یې هم هغه نارې را نقل کړي دي چی په ملی هینداره کی راغلي دي. خو خبره دا ده چی لومړی خو آدم خان او درخانۍ په سوات کی ژوند کړی دی  او هلته وفات سوي دي. نو شاعري یې په کندهار کی څرنگه کړې ده. ځکه چی د ملی هینداري پر وزن نارې د بلی هیڅ سیمی په نکلونو کی نسته. او هره سیمه  د آدم خان او درخانۍ دپاره جلا جلا نظمونه او نارې لري. د مثال په ډول د ننگرهار نکلونه په کتاب کی موږ د ادم خان او درخانۍ د خولې بیخی پر بل وزن نارې اورو.

       کله چی آدم خان د درخانۍ د مخ لیدلو ته ډېر بیتابه کیږی نو پر هغې باندی ناره کوی.

پر داښی  مخ دي خال دی که زخه

د دې خان آدم داسی رضا ده

 چی دا زر زري لونگۍ دي لیری که له مخه

او یا بل ځای پر خپلی میرمنی توتیا ناره کوي

زما توتیا عزت یې وکړه

      دغه استازي د درخو درته  راغلي

دا درخانۍ د انځرگل گل آدم یې ډنډ دی نو

           دا چی د نورو سیمو په نکلونو کی به د آدم خان او درخانۍ نارې څرنگه وي، زه په لاس کی لیکلي څه نه لرم، خو څرنگه چی دا نکل بیحده زیات ډولونه لري او په هره سیمه کی  یې خلک په بیل بیل ډول کوي نو زه یقین لرم چی په هره سیمه کی به یې نارې جلا وزن او ډول ولری.

          په زړه پوری خبره لا دا ده چی په ملی هینداره کی یوه ناره  ، چی آدم خان ته منسوبه ده ، د کندهار د تولوکان د ملاحسن اخوند د یوې مشهوري غزلي مطلع ده. آدم خان پر درخو ناره کوي

داچی زما په زړه کي اوري

  شیخ یې نه ویني په خاب ملا په توري

هغه ستا د چرگ حال څه سو

 نور چرگان دي هم د ده و حال ته گوري

د ملا حسن اخوند غزل داسی پیل کیږی.

هغه چاري چی زما پر خاطر اوري

 شیخ یې نه ویني په خواب ملا په توري

چی چندڼ لره ورځی خپل سر به بایلي

د افعي مارانو ځای د چندڼ سیوري

د حسن زړگی هغو معشوقو یوړ

چی مدام تر پلو لاندي سترگي توري

او یو ځای خو آدم خان د احمد شاه بابا د دېوان تر تاثیر لاندی لا هم  راغلی دی او چی د لیری درخو وینی نو ناره ورباندی کوی.

راغله راغله را روانه

    خدایه مې کړې پر دا کړي داد پښیمانه

په میدان کی به لاس راکړي

     درخانۍ د طاووس لورده پهلوانه

احمد شاه بابا وایی

چی زما د ولایت فتح روزي سوه

نور اېران لره په توغ په نغاره ځم

پر دا کړي داد دي خدای نه سی پښیمانه

تر نگین می اېران لاندی شاهانه ځم

د دې معنی دا ده چي د آدم خان نکل ته دا نارې به حتما د کندهار نکلچیانو ور اچولي وي. خو نکل شپاړسمي پیړۍ یعني د اکبر پاچا زمانې ته منسوب دی. او په هغه زمانه کي په یوسفزیو کي د ننه د قبیلوي بدیو او خانیو بیان کوي؛ مګر نارې یې د کندهار د اته لسمي او نولسمي پېړۍ د شاعرانو کلمات لري.

          په هر صورت  آدم خان نه په کندهار او نه په ننگرهار کی شاعری کړې ده . که چیری آدم خان ریشتیا موجود وي، او له درخانۍ سره یې په ریشتیا مینه کړې وي، او په ریشتیا د پښتو ژبي یو شاعر وي نو لږ ترلږه موږ ته یې اواز نه دی را رسیدلی او د استناد دپاره یې  پرته له فوکلوري روایتونو بل څه نه دي را پرې ایښی.

حقیقي عشق:

حقیقي عشق یو تصوفي مفهوم دی چي مطلب یې د مجازي یا ظاهري میني مقابله ده. صوفیانو له ښکلا او ښکلیو سره مینه، د ښکلا ستایني او په ستاینو کي بېحده مبالغې حقیقي مینه بللې او هغې ته یې مقدس رنګ ورکړی دی. د صوفیانو په اصطلاح کي حقیقي مینه له ظاهري ښکلیو او ښکلا سره نه بلکه له هغه ذات سره ده چي دا ښکلا یې ایجاد کړې او زموږ د حیرت، ستاینې او میني سبب یې ګرځولې ده.

په فوکلوري افسانو کي، چي زیاتره د عوامو د مجلسونو او ټنګ ټکور د محفلونو د رنګینولو او تودولو لپاره شپې په تیریږي، معمولاً د دوو داسي مینانو د میني موضوع طرح وي چي زیاتره او یا ټول چاپېریال ورسره مخالف وي خو دوی له خپل هوډه نه اوړي. دا مینان لکه دلی او شهو، موسی جان او ګل مکۍ، طالب جان او ګل بشره، ښادي او بیبو، قطب خان او نازو او… یو له بله جلا ژوند نه سي کولای او چي یو مړی سي بل هم ورپسي مري. البته د وفا او ریښتوني میني په دې میدان کي بری او بر لاسی معمولا د ښځینه په برخه وي او زیاتره ښځي دي چي په مین پسي یې زهره چوي او پسله مرګه لا په قبر کي ورسره یو ځای کیږي. خو د میني دغه ډول داستانونو ته د حقیقي میني او عشق کیسې نه سو ویلای. دا میني که هر څومره سوځنده هم وي بیا هم ظاهري او مجازي دي. کله چي ښځه او نارینه پر یوه بل مین سي نو معمولا کوښښ کوي او دا یې آرزو وي چي واده سره وکړي. کله چي د واده کولو موضوع په منځ کي وي، په دې صورت کي د حقیقي او مجازي میني سوال نه پیدا کیږي.

پروفیسر نواز طایر، چي د ادم خان او دُرخانی د سوځنده میني د داستان تر اغېزي لاندي راغلی او د ربابیانو سندري یې اورېدلي او د عوامو کیسې یې منلي دي نو د آدم خان او دُرخانی افسانه د حقیقي عشق ښکارندوی بولي.

« … آدم خان او دُرخانی په خپل عشق کښی تر انتهايی حده صادقان وو. کوم وخت چي د آدم خان د پښو نه د دُرخانۍ د زلفو زولنې تاوشوې نو په طوطیا او ګلنازه یې هیڅکله د زړه تاو او تنده نه ماتېده او د دُرخانۍ زړه چي څه وخت میرمايي آزار کړو نو په دعا یې ټول خاصي رنځور او برباد کړل. علي خان وايي:

آدم خان چي د دُرخو زلفو پای بند کړو

په غرض یې نه طوطیا وه نه ګلنازه

میرمايي د دُرخانی آزار زړګی کړو

لا بلا یې شوه په درست هازي خېل سازه

پروفیسرنواز طایر وروسته لیکي« څه وخت چي آدم د  دُرخانۍ د میني په دام کښي ګرفتار شو نو د ګلنازي ناز او ادا، حسن و ښایست یې د سترګو په وړاندي هیڅ جاذبیت نه لرلو. د میني جنون چي د چا په سر کښي کور اوکړي نو د خپل معشوق نه ما سوا بل هیڅ څوک یې هم د خوږ زړه مرهم کېدی نه شي » طایر ص ص ۳۸-۳۹

« حقیقي میني د آدم خان په ژوند کښي داسي زورور انقلاب راوستی وو چي د چا په ګوته پورته کولو یا په پیغور او زور نه یې هیڅ پروا نه لرله هغه ته د خپلي معشوقې له طرفه دا اذن شوی وو چي:

په تومت مه شرمېږه یاره

په ښو ځوانانو پسي تل وي تومتونه » هغه کتاب هغه مخ

په دې وروستیو پاڼو کي، آدم خان ته د ټولو منسوبو افسانو په خلاف، د ګلنازي نوم هم یادېږي، چي ما یې په بل نکل یا کتاب کي نوم نه دی اورېدلی. داسي ښکاري چي ادم خان پر توتیا برسېره کومه بله ښکلې ښځه هم لري او د هغې  ښکلا اوناز ته یې ځکه توجه نه ده کړې چي دی د دُرخانی د میني په اور سوځېدلی دی. خو خبره په دې کي ده چي پروفیسر نواز طایر موږ ته د حقیقي عشق او میني تعریف نه کوي. احتمال لري چي د ده په خیال حقیقي مینه هغه مینه وي چي یو څوک یوازي له یوه معشوق یا معشوقې سره عشق ولري او د بل چا میني ته په زړه کي ځای ورنه کړي.  په داسي حال کي چي حقیقي عشق صوفیانه عشق دی او هغه یوازي د خدای تعالی له ذات سره دی. صوفي په دې عشق کي بالاخره دونه غرق سي چي ځان پخپله معشوق ویني او د منصور په څېر د انالحق ناره پورته کړي. دا هغه عشق دی چي په فوکلوري کیسو او فوکلوري سندرو کي له سره ځکه مطرح نه دی چي د عامو خلکو له پوهي او درک څخه لوړ دی او له اولس سره غمرازي ورباندي کېدلای نه سي.

که له پروفیسر نواز طایر سره دا خبره ومنو چي آدم خان له دُرخانۍ سره حقیقي او مقدسه مینه درلوده نو څوک چي په زړه کي حقیقي او مقدسه مینه لري او د دې میني له برکته یې دونه روحاني زور پیدا کړی وي چي په ښرا یې د میرمامي په ټول ټبر اور لګیږي نو هغه د پردیو خلکو له ښځو سره پر پالنګ باندي شپې نه سبا کوي. بلکه د نامحرمي ښځي مخ ته نه ګوري. که د پروفیسر نواز طایر دا قول، یا د آدم خان له پاکۍ  او پاکي میني څخه دفاع، ومنو چي دُرخانی پایاو خان ته په نکاح سوې نه وه بلکه د هغې د خوښي په خلاف د هغه په نامه سوې وه نو آدم خان ته خو هم په نکاح سوې نه وه او هغه ته هم دا حق حاصل نه وو چي له نکاح څخه مخکي پر پالنګ باندي شپې ورسره سبا کړي او دُرخانۍ د سپیني خولې ستونه ورته وکړي. د دُرخانۍ له مېړه، یا د پروفیسر نواز طایر په قول، چنغلي یا نامزد سره دي د تورو د جنګ میدان ته ووزي؛ بېګناه خلک دي مړه کړي او بالاخره دي، په دې ناروا جنګ کي، پخپله هم ووژل سي.

دا یوازي ربابیان دي چي خپل خان ته یې د مړاني، ښایست، سخاوت او د پاکي میني له برکته، د ولایت مقام هم ور بخښلی او د اوو ولیانو مرتبه یې ورکړې ده. که څه هم چي د نکل په منځ کي له ربابیانو څخه حال ویل کیږي او موږ ته وايي چي آدم خان د دوی انډیوال او په رنګ تور سړی دی:

که توره آدمه توره

چندڼی رباب دي مه وهه په زوره

چي ستا د رباب ږغ سي

په دُرخو مي اور لګیږي لور د لوره.

د آدم خان او دُرخانۍ نکل، د زیاترو فوکلوري نکلونو په خلاف، د زمان او مکان په قید کي ایجاد سوی دی. هم د آدم خان او درخانۍ د قومونو او د اوسېدلو د ځای خبره کوي او هم راته وايي چي هغوی د جلال الدین اکبر په زمانه کي ژوند کاوه. خو د پښتنو، په تېره بیا یوسفزیو د قبیلې، د رسم او رواج یکي یو اړخ یې هم سم نه دی معرفي کړی. که څوک د دغه نکل په اساس د یوسفزیو ژوند، کلتور او رسم و رواج ته نظر کوي او یا دې نکل ته په جدي سترګه کوري نو د تحلیل او تحقیق په هره برخه کي جلا جلا ګمراه کیږي.

           ماءخذونه

۱: طایر، پروفیسر محمد نواز. آدم دُرخانۍ. پښتو اکېډیمي پېښور یونیورسیټي.۱۹۸۱

۲: نوري، محمدګل. ملي هینداره. علامه رشاد خپرندویه ټولنه. کندهار ۲۰۰۸

۳: محمدحیات خان، ډيپټي کمیشنر. حیات افغاني. ژباړونکي. محمدفرهاد ظریفي او محقق عبدالطیف یاد طالبي. دانش خپرندویه ټولنه. کابل دوهم چاپ ۲۰۰۷

۴: اعظم، انیتا. پشتون معاشرې پر پشتو کې منظوم رومانون کې اثرات. پشتو اکاډیمي

پشاور یونیورسیټي. ۲۰۰۷

۵: خاوري، غوټۍ. د ننګرهار نکلونه. د کابل د علومو اکاډیمي.

6: Zainab, Ghulam Abbas. Folktales of Pakistan.

7: Elphinstone, Mounstuart. An Account of the Kingdom of Caubul Vol 1. Reprinted 1974 Pakistan.

8: Raverty, Captain H.G. A Grammar of the Pukhto, Pushto or Language of the Afghans. Reprinted New Delhi 2001.

9: Bellew, H.W. A General Report on the Yusafzais. Reprinted Pakistan 1994.

Comments
Loading...